د ماښام له لمانځه وروسته ملا صاحب خلکو ته د سبا ورځې د روزې اعلان وکړ. پداسې حال کې چې هیڅ یوې سرچینې د روزې خبر لا نه وه خپور کړی. بیا یې په زغرده وویل چې تراویح به له نن شپې پیل کیږي. له اعلان وروسته یې په خلکو غږ وکړ، چې وارخطا کیږئ مه، داسې چټکې تراویح به کوو چې پرې پوه به هم نشئ.

د ماسختن پر وخت یې فرض لمونځ هم له معمول څخه زر خلاص کړ. تراویح چې پیل شوې، داسې احساسیده لکه امام پسې چې چا کوتک راخیستی وي او شاته یې ورته نیولی وي. سم درز او غرز وه. هر څه هڅه به مې وکړه چې امام پسې ځان ورسوم خو امام پسې رسیده چیرته کیده! له نیم ساعت څخه په کم وخت کې فرض لمونځ، تراویح او وتر ټول خلاص شو. ملا صاحب له خلکو سره خپله وعده ښه پوره کړې وه، د چټکتیا وعده یادوم.
له تراویح وروسته خلک په ملا راټول وه او د ختم په اړه یې پوښتنې پیل کړې. ملا صاحب ټولو ته ډاډ ورکړ چې داسې قاري به راولي چې په ۸، ۹ یا ۱۰ ورځو کې به ټول قرآن ختم کړي، او ټول به بیغمه شو. د کلي له ځوانانو سره ملا صاحب او مشرانو ته ورغلو ورته مو وویل چې ختم د اجر او صواب لپاره کوو نو باید په ارامه ساه باندې یې وکړو. وړاندیز مو وکړ چې د شپې یوه سیپاره یا څه باندې یوه سیپاره تلاوت وشي. زمونږ د کلي قاري صاحب (په قاري مشهور دی، خو قاري دی نه) په غوصه راغږ کړ، څه کوې مونږ غرقوې که ځان؟ داسې ختم نشو کولای. قاري صاحب ته د ارامه او سم تلاوت کول، غرقیدل ښکاریده!
نن یا سبا شپه به معلومه شي، چې د کلي خلک د ملا له خوا په کوم مصیبت (ختم والا قاري) اوړي او دا به هم څرګنده شي قاري د ملا صاحب په څیر چټک دی او که له هغه هم دوه ګوتې وړاندې دی.