د افغانستان د مامورینو په اړه مې له پخوا اوریدلي وه چې ډیر کله له کاره پښې سپکوي. له مامورینو سره مخ شوی هر تن د مامورینو لټۍ لړمون خوړینی کړی وي. ما چې کله خپله شهادتنامه اخیسته له همدې ستونزې سره مخ وم. هره ورځ به یې ډیر شمیر کوټې راباندې وکتې او په پای کې به بیرته هماغه لومړۍ کوټې ته راروان وم. له څو ورځو منډو وروسته هر چا راته ویل، چې تر څو پیسې ورنکړم کار مې نکیږي. ما تر پایه چا ته پیسې ورنکړي او ځکه له اونیو منډو رامنډو وروسته مامور صاحبانو نیمه شهادتنامه راکړه.
نه، د شهادتنامې پاڼه یې په منځ نه وه نیمه کړې، بلکې تر دې یې هم ډیر بد ورسره کړي وه. په شهادتنامه کې معمولا د لسم، یولسم او دولسم ټولګي نمرې رسول کیږي، خو زما په شهادتنامه کې یې یواځې د دولسم نمرې ولیکلې او د لسم او یولسم ټولګي لپاره یې ولیکل، چې "به اثر جنگ ها حریق گردیده است". داسې یې ځکه وکړه، چې ما لسم او یولسم ټولګی د هجرت په چاپیریال کې ویلی وه او د فارغانو د څانګې لټو مامورینو ته زما د نمرو لټول او پیدا کول ګران کار وه.
بیا مې چې کله وزارت کې دنده پیل کړه، د مامورینو له نورو ډیرو شهکارونو خبر شوم. مامور صاحبان، چې سهار د مامورینو له موټرو کوز شي، د وزارت مخې ته په کراچیو او دوکانونو سر شي. ډوډۍ، چپس، کیک یا کوم بل خوراکي توکی یې په تخرګ کې نیولی، وزارت ته په ناز او نخرو راننوځي. په دفترونو کې د دفتر ملازمینو د چای لوی لوی چیبرونه لا پخوا باندې کړې وي. د مامورنیو په ورتګ د چایو میله پیلیږي. ساعت وروسته مامورین، پداسې حال کې چې په خپلو مبارکو خیټو لاسونه راکاږي، د کار میزونو ته ورګرځي.
بختور هغه مامور وي، چې د ډوډۍ تر وخته ورته مراجع پیدا نشي. بیا تر غرمې ښه ګرم بحثونه روان وي. کله کله د همدې بحثونو له امله د مراجعینو کار په شیبو او ساعتونو وځنډیږي. د غرمې وخت کې د یوه ساعت لپاره، د کار له قانون سره سم، بلاناغه د دفترونو دروازې دننه خوا نه تړلې وي او که په غلطۍ کې کوم مراجع دروازه وټکوله، بیا دې نو خدای ورته خیر کوي.
د ماسپښین له چایو وروسته مامورینو خپل بار او بستر تړلی او د تلو لپاره تیار ناست وي. مامور صاحب، چې دفتري دوسیه بنده کړه بیا که رخصتي ته یو ساعت هم پاتې وي، مراجع به سبا (راتلونکې ورځ) راځي. د مامورینو موټر له رخصتي ښه شیبه مخکې ډک وي. مراجعین سرګردانه دهلیز په دهلیز ګرځي او مامور صاحبان بیا بیغمه په موټرو کې ناست وي.
همدا دولت، همدا یې مامورین!