- جي، تپوس مې کولو.

- صوفي صیب، د څه تپوس دې کولو؟

- جي، لوګري یو. لو کوو.

- ما ته خو لوګري نه ښکارئ!

- جي، پټی راته ښایه، لو کوو یې.

- همداسې وړاندې ورځئ، کوم پټی به درته پیدا شي.

بیا کرۍ ورځ په لو پسې ګرځیدو، خو چا لو رانکړ. ماښام چې کور ته راوګرځیدو، ماما راته ویل په مونږ څه شوي چې لوګري نه ښکارو. لوګري به څنګه ښکاره شوي وه، چې سپین کالي مو پر تن وه، ږیرې مو ښایسته ږمنځ کړې وې، او ماما منظم پکول په سر ایښی وه.

دا د هجرت په چاپیریال (جلوزو کیمپ) کې استاذ محمد مزمل اسلامي (ماما) او حبیب الرحمن اوریاخیل (خوريي) د هغه وخت کیسه ده چې نه کار وه او نه روزګار.