نن سهار د مامورینو موټر ایله تر محمودخان پله راورسولو. محمود خان پله ته نږدې د موټر له منځه دودونه پورته شول، "د ماشین د اوبو لین چاودلی" موټروان مامورینو ته اعلان وکړ.

د ښار زړه ته د پلي تګ په تکل شوو. نور مامورین له مونږ مخکې ګړندي روان وه. زه د تفتیش د برخې له مدیر صاحب سره، چې له عمره پوخ سړی دی، ورور ورور تلم. په لار یې راته په هیواد کې د روان فساد کیسې کولې.

د تفتیش برخې سرورکار د مسایلو او کارونو له تحلیل او ارزونې سره وي، چې په پایله کې یې په یادو کارونو امتیاز یا جزا مرتبیږي. د مدیر صاحب په وینا کله چې دوی د یوه کار له تحلیل وروسته په کار کې اړونده مامورینو ته د امتیازاتو غوښتنه وکړي، نو چې د مشرانو (رئيس او معاون) خوښه نه وي، پدې بهانه چې د مامورینو همدا کار دی، امتیازات نه ورکول کیږي.

که کارکوونکو ته امتیاز ورنکړل شي، ډیر لوی تاوان نشته ځکه پدې سره به د کارکوونکي شخصي شوق او انګیزه کمه شي، خو که کوم فاسد کارکوونکي ته سزا ورنه کړل شي دې کې شخص او ادارې دواړو ته لوی زیان دی.

خو مدیر صیب وايي، که زمونږ څیړنې په یوه کار کې فساد په نښه کړي او ښکیلو مامورینو ته د سزا وړاندوینه وشي، په سبا یې جمهوري ریاست (د ولسمشر دفتر) نه احوال راشي چې دا دوسیه بنده کړئ. پدې توګه ښکیل کسان خپلې مزې کوي او د کارونو دې الله مل شي، ځکه دلته هم فساد دی او هلته هم فساد.