له ډیر پخوا مې زړه کې وه چې د مامورینو د هغه موټر په اړه، چې زه پکې دفتر ته ځم راځم، یو څه ولیکم، خو د مامورینو د موټر خاطرې او کیسې دومره ډیرې دي چې په یوه لیکنه کې یې راټولول ګرانه ده. د مامورینو د موټر هره ورځ یوه کیسه او یوه لیکنه ده. بلکې هر سهار او مازدیګر یې بیله بیله لیکنه کیږي. د هر مامور صیب خبرې غورې پدې ارزي چې یوه لیکنه پرې وشي.

د مامورینو د موټر په اړه یوه په زړه پورې لیکنه راته دومره سخته وه، چې څو ځله یې له لیکلو انکاري شوم، خو چاره نه وه. همدا زه وم او د مامورینو موټر. د لیکوال سړي دا عادت ښه نه وي، چې په زړه پورې خبرې او کارونه له ځان سره نشي ساتلای. اوس مې هوډ کړی چې د مامورینو موټر په نامه یوه سلسله پیل کړم او په ترڅ کې یې تاسو درنو لوستونکو ته د مامورینو د موټر خوږې او ترخې کیسې ولیکم.

پوښتنه دا ده چې نن مې ولې پیل کړه؟

زمونږ د موټر د یوې مامور صیبې ماشوم پیدا شوی وه. دا دومره وخت په کور وه. نن یې د لومړي ځل لپاره نازولی ماشوم له ځان سره موټر ته راوستی وه. د ماشوم په لیدو دا فکر راولوید چې زمونږ څومره ماشومان به خپل ماشومتوب د مور د مینه ناکې غیږې او د کورنۍ د ګرمو احساساتو پر ځای د مامورینو په موټر او د وزارتونو په وړکتونو کې تیروي. د نوي ماشوم په څیر ما ته هم نوی خیال راغی، د مامورینو د موټر د کیسو لیکلو خیال. او دا دی د مامورینو موټر لومړۍ کیسه مې ستاسې مخې ته کیښوده.