زمونږ د خلكو تر منځ عام رواج دى چې كله په كوم كور كې غم پيدا شي، بيا د ډير وخت لپاره په هغه كور او شاوخوا كلي كې د ښادۍ مراسم نه ترسره كيږي او د دې لپاره چې نوموړې كورنۍ خپل غم هير كړي د څه مودې لپاره مراسم ځنډول كيږي. خو زموږ له خلكو نه پوهيږم چې د خواخوږۍ شعور الوتى او كه كومه بله وبا پرې راپريوتې ده چې په كور او هيواد كې يې له دومره غمونو او دردونو سره بيا هم جشنونه لمانځي.

د كور واك مو دپرديو په لاس كې دى، موږ په خپل كور كې پردي يو، د كور په يوه خوا كې سره بمونه راوريږي او په لمبو كې يې بې ګناه ماشومان او ميندې سوځي، جوماتونه راړنګوي او په جاموتونو كې قرآن -د مينې او رحمت دا سپيڅلى كتاب- په ګوليو ټپي كوي، بل پلو ته وحشي ظالمان د تلاشۍ په پلمه زموږ د خويندو او ميندو حيا لوټوي، په بازارونو كې مو پيغلې د موډ او فيش په نامه بربنډې چكرونه وهي، رسنۍ مو د خپلو بادارانو د خوښولو لپاره بودايزم، هندوييزم او بي حيايي خپروي او د هيواد په ګوټ ګوټ كې مو بې شمېره نورې بې شرمۍ روانې دي.

خو دا بې احساسه او له كوره ناخبره مجنونان بيا له اونيو د مخه د نوروز د لمانځنې تابيا كوي، د مړو د زيارت په بهانه نجونې او هلكان په هديرو كې ساعت تيرى كوي. ها د روضي عاشقان خو بيا ټول كال پدې تمه ناست وي چې الله پاك بيا نوروز راولي څو د دوى په خبره كه د روضې خاوند ورغوښتي وي نو د ګناهونو د پاكوالي لپاره ورته ورشي.

له الله جل جلاله نه دګناهونو د بښنې غوښتنه نه كوي، خو له دې ځايه مزار ته منډې وهي چې د روضې خاوند يې الله جل جلاله ته شفاعت وكړي. ځينې بيا دومره بيلارې شوي، چې له ځانه كيسې هم پسې جوړې كړي، چې په لاره كې د روضې له بركته له پلاني مصيبت نه بچ شوم او پلانى رحم راباندې وشو او ….
كه لږ ژور فكر وكړو دا به راته په ډاګه شي چې د دې تر څنګ چې د نوروز لمانځل كوم ديني جواز نلري، زموږ ټولنيز شرايط هم د دا رنګه جشنونو د لمانځلو، مستيو او خوشحاليو غوښتنه نه کوي.