د ملګري په وینا د ښوونځي مدیرې د زده کوونکو د ناکامۍ دوه ستر لاملونه په ګوته کړل:
۱. د پاکستان پاپړ: د مدیرې په وینا کوم پاپړ، چې زده کوونکي کاروي له پاکستانه راځي او پاکستان پکې داسې کیمیاوي مواد کاروي، چې د افغان زده کوونکو ذهنونه له کاروه ولویږي. د مدیرې په وینا پدې اړه د کابل پوهنتون او پوهنې وزارت چارواکو څیړنې همدا ښيي.
۲. کم خوراک کول: مدیره وايي بل دلیل یې دا دی، چې زده کوونکي سهار او غرمه (دوه شیفټه) ښوونځي ته له راتلو مخکې سمه ډوډۍ نخوري او بیا په ښوونځي کې یواځې د بیسکیټو او پیپسي په خوراک او څښاک بسنه کوي؛ دا کار هم د زده کوونکو ذهنونه پسولی شي.
پداسې حال کې، چې علمي څیړنې ښيي د زده کوونکو د ناکامۍ دلایل کیدای شي د نصاب نامناسبوالی، د ښوونکي نامسلکیتوب، د ښوونیز چاپیریال نامناسبوالی، د ارزونې نشتوالی، کموالی یا ناسمه ګټه، د ارزونې لپاره د دقیقو او د زده کوونکو له سویې او طبیعت سره معیارونو نشتوالی، د زده کوونکي لټی، د زده کوونکي د کورنۍ ناسمه فضا، نالوستي مور او پلار او نور ډیر عوامل کیدای شي.
مدیره همدارنګه وايي، چې دا شمیره به په کلنیو ازموینو کې په همدې ډول پاتې نشي؛ ځکه په وینا یې ښوونکو ته توصیه کیږي، چې ډیر زده کوونکي ناکام نکړي. د یوې بلې لیسې له استاذې مې په خپله اوریدلي، چې دوی د زده کوونکي د ناکامولو اجازه نلري، ځکه د چارواکو په وینا د زده کوونکي ناکامي د ښوونکي، ښوونځي او نظام ناکامي ده.
د یوه ملګري خویندې د کابل په یوه مشهوره لیسه کې درس وايي. د څلورنیم میاشتنیو ازموینو او ورپسې لنډې رخصتۍ وروسته ښوونځي د زده کوونکو اولیا ورغوښتي وه (هر ښوونځي د اولیاو کمیټه لري، چې په بیلا بیلو وختونو کې د زده کوونکو له کورنیو سره سلا مشورې کوي). په ناسته کې د اجنډا اصلي خبره دا وه، چې له ۲۰۰۰ زده کوونکو یواځې ۱۴۰۰ په ازموینه کې بریالي شوي.