ماراتون د ۴۲ کیلو متره اوږد واټن ځغاسته ده، چې معمولا د سرک منډې په توګه ترسره کیږي. په نړۍ کې هر کال له ۵۰۰ ډیرې ماراتون ځغاستې کیږي، چې ډیری ګډون کوونکي یې شوقي ورزشکاران وي.
د افغانستان مسلمانو ځوانانو ټولنې (نجم) په نوښت سږکال دا لوبه د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نوییمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت په کابل کې ترسره شوه. د لوبې د تنظیم ډلې مشر مسیح عمر وویل: دا لوبه د سکای رننګ (Sky Running) ځغاستونکو سره په همغږۍ وشوه او پکې د مسلکي ځغاستونکو سربیره شوقي ورزشکارانو هم برخه اخیستې وه. د لوبې په ترڅ کې ځغاستونکو د دارالامان ماڼۍ او دهمزنګ څلورلاري تر منځ واټن څلور ځله وواهه.
د مسیح عمر په وینا لوبې ته له ۶۰ ډیرو ځوانانو نوم لیکنه کړې وه، چې په پای کې ۶ تنو ټاکلی واټن ووهلی شو. هغه همدارنګه زیاته کړه، چې نجم د لوبې درې تنو ګټونکو ته کپ او د سرو، سپینو او برونز مډالونه ورکړل او ټاکل شوې د لوبو ټولو ګډون کوونکو ته د یوې جلا غونډې په ترڅ کې د ګډون سرټیفکیټ ورکړل شي.
د افغانستان مسلمانو ځوانانو ټولنې رئیس ښاغلي رحمت الله زاهد په خبره یاده ټولنه هڅه کوي، چې افغان ځوانانو ته د تعلیم، فرهنګي ودې او تفریحي بوختیا بیلابیلې لارې برابرې کړي، څو له یوې خوا ځوانان په فردي ډول اړینې وړتیاوې خپلې کړي او له بل پلوه د هیواد او ټولنې د ودې لپاره کار وکړي.