یوه زمانه داسې وه چې په یوه سیمه کې به کوم مسلمان اوسیده د نیکو سلوکو او ښې روییې کیسې به یې د کلي او ګاونډ د هر تن په خوله وې. که یو چا به له سره نه پیژنده هم په لیدو به یې له ورایه ورمعلومه شوه چې مسلمان دی. څیرې، خبرو او کړو یې د خبرې ګواهي ورکوله.
د وخت په تیریدو هر څه بدل شو، مسلمانان له دنیا سره په مینه کې دومره مشغول شو چې د مسلمانۍ رنګ پکې پیکه شو. مال، پیسې او دنیایي خوندونه یې هر څه شو، ځکه خو الله سپک کړل. د هغوی که کوم عزت و هغه یوازې په اسلام کې و او کله یې چې دین ته شا کړه د عزت یې کمی راغی او الله ذلیل کړل.
همدا خلک بیا د دنیا هوس له ځانه دومره ناخبره کړه چې خپل تاریخ او هویت یې هیر کړ. څیره او بڼه خو په ځای پریږده خبرو او کارونو یې هم اسلامي رنګ له لاسه ورکړ.
زموږ په ګاونډ کې هم همداسې څه پیښه شوې. هسې په حیدرآباد کې عموماْ مسلمانانو ډېره توره نده کړې. سره لدې چې د ایالت د ۸۲ میلیونه وګړو ۴۱ سلنه جوړوي، له سیاسي پلوه ځانګړی قوي موقف نلري. ځینې د یوې ډلې شا نیسي او ځینې نور د کومې بلې ډلې ډول ته نڅیږي.
د تعلیم په ډګر کې له څو محدودو -هغه هم شخصي- اسلامي ښوونځیو پرته د مسلمانانو لپاره خاص منهج نشته. پوهنتون خو لا لرې خبره ده. د مسلمانو په لاس جوړ پوهنتونونه او هغه چې په کلونو د مسلمانو له خوا اداره کیده او مسلمانو پوهانو پکې تدریس کاوه اوس یې واک د داسې چا په لاس کې دی چې له پلرونو او نیکونو د اسلام دښمنان دي. په دیني توګه ه هم له اسلامي اصیلو تعالیمو لرې پاتي او پر ځای یې له زړو ورپاتې رسمونو او خرافاتي عقایدو ته معتقد دي. د یادونې وړ ده چې دا خبره په عمومي کچه سمه ده او که نه اسلامي پوهان او تکړه علماء هم پکې شته.
خبره مې هیره نه شي، هغه دا چې د رمضان له میاشتې مې د ګاونډ له ځینې ځوانانو سره اشنایي شوه ځکه په مسجد کې مې هره ورځ ورسره کتل. زموږ په مسجد کې به د لمونځ کوونکو ځای نه و. څو کتاره به له مسجده بهر دریدل. خو د میاشتې له لویدو سره سم د مسجد د ننه ایله یو یا دوه کتاره برابرېدل.
خپل نوي ملګري مې د ډېر وخت لپاره ونه لیدل. بیا داسې شوه چې زه له خپلو نورو محصلینو ملګرو سره یوه نوي کور ته کډه شوم چې له مسجد سره ډېر نږدې و. دومره نږدې چې د اذان غږ به سړی له درانه خوبه راپاڅوه. یوه ورځ مسجد ته روان وم. یو ملګری مې ولید چې د یوه کور تر مخ ولاړ و. دا یې خپل کور و. سلام مې پرې وکړ او د مسجد په لور ترې تیر شوم. له جماعت وروسته مې په مسجد کې ونه لید. بیا به هره ورځ او یا یوه ورځ تر منځ هماغه ملګری د خپل کور تر مخ ولاړ و او جماعت ته د تلو پر مهال د سلام له تبادلې پرته مو نور څه نه سره ویل. دا په داسې حال کې و چې د نوموړي د کور او مسجد تر منځ یواځې یو ګراج و. د امام غږ له لوډ سپیکر پرته هم پکې اوریدل کیده. خو دی مسجد ته نه راته.
له څو ورځو وروسته مې لیده چې ملګري مې ټول د مسجد شاوخوا نږدې پراته دي، خو یوازې دا ده چې مسجد ته نه راځي.
اصلي خبره دا نه ده. خبره دا ده چې په دې له پوهیدو وروسته راسره فکر پیدا شو چې اسلامي مناسک (په ځانګړي ډول لمونځ) د مسلمان او نامسلمان تر منځ د توپیر اساسي نښه ده او هغه دا خلک نه ادا کوي او یا یې خاصو ورځو ته محدودوي نو په عامو حالاتو کې له نورو څه ډول بیلیږي. د بیلیدو لپاره څه خاص شرایط ضروري وي چې هغه په نورو کې نه وي.
تر ډیره مې د خپلې پوښتنې ځواب ونه موند. بیا یوه ورځ د پخلي پر مهال مې د پخلنځي له کړکۍ ناڅاپی بهر ته پام شو. موږ په دریم پوړ کې و او د نوموړي ملګري مې یو پوړه کور و. زموږ د دالان او پخلنځي کړکۍ د مسجد په لور خلاصیده. د نوموړي کور بام هم پوره ښکارېده. ګورم د کور د بام په سر شنه جنډه ولاړه وه.
اوریدلي مې و چې معمولاْ شنه جنډه په زیارت او یا هم د شهید پر قبر دریږي، خو د دې کور پر بام د شنې جنډې د دریدو په مطلب هیڅ پوه نه شوم. اصل کې همدا شنه جنډه د مسلمانو د بیلتون نښه ګرځیدلې. نه یواځې پر دې کور بلکې د هر مسلمان په کور شنه جنډه ولاړه ده. یواځې د جنډې په لیدو سړی پوهیدی شي چې دکور خلک مسلمان دي.