نږدې څلور دیرش پنځه دیرش کاله وړاندې افغانستان کې افغاني کمونستانو (خلقیانو او پرچمیانو)، چې د اسلام ضد مفکوره یې درلوده او له شوروي کمونیزم سره په فکري او تنظیمي لحاظ تړلي و، د وخت په لومړني جمهور رئیس (سردار محمد داود خان) باندې په  (۱۳۵۷) کال د غویي میاشتې په اومه کودتا وکړه چې د (غویي کودتا) په نامه یاده سوه. په مقابل کې یې د افغانستان مسلمان ولس ملي پاڅون وکړ او په اسلامي جهاد یې لاس پورې کړ.  لږه موده تیره نه وه چې  افغاني کمونستانو سرو روسانو او شوروي کمونستانو ته په افغانستان کې د افغانستان د مسلمان ولس د اسلامي جهاد د ځپلو لپاره د افغانستان د اشغال بلنه ورکړه. هغوی هم د افغانستان د دغه کمونستي رژيم د بلنې په بانه د افغانستان په اسلامي خاوره یرغل وکړ او په افغانستان کې یې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو په نیت د پراخې جګړې په ترڅ کې د کليو او کورونو په وحشیانه بمبار لاس پورې کړ.

یوه ورځ د شورویانو غملړلې څرخي الوتکې له خپل وحشی هیبت سره زمونږ په کلیو را ښکاره سوې، د ټولو خلکو، ښځو او نرو، غټو او وړو رنګونه والوتل او زړونه یې درزیدل چې کوم کلی او کومه کلا به د دې وینه زبیښونکو ملحدانو د قتل او وحشت ښکار سي، اوس به له کومه کوره جنازې ووزي او کومه کورنۍ به د ویر په ټغر کيني!

خلکو بیچاره ګانو معمولا د بمبار پر وخت هڅه کوله څو له کورونو څخه ووزي، په فصلونو کې تیت سي او له بوټو او ونو لاندې پټ سي.

دا ځل غم لړلو الوتکو د (شاباد) کلي پر اسمان باندې دورې پیل کړې او ټولو وانګیرله څې نن د شورویانو د مصیبت ټکه د شاباد په بیچاره کلي پریوته او رښتیا هم همدغسې سوه! د کلي اوسیدونکو یوه خوا او بله خوا ترپ وهل. په داسې پیښو کې به نارینه وو په بیړه سره ځان یوې خوا کړ، پاتې سوې ښځې بیچاره ګانې نو هغوی به د خپل طبیعت له مخې هم او په ځانګړې توګه د خپلو ماشومانو له کبله خورا درنې وې او زر به کومه خوا نسوې وتلی.

د شاکر مور، الله پاک دې د جنتونو سرداره کړي، ایله ایله خپل د سینې ماشوم (شاکر) له ځان سره په غیږ کې واخست او له خپلې خواښې، ندرور او لیورزۍ سره په وېره او هیبت له کلا څخه د دېرې په لوري ووته ګوندې له کومې ونې لاندې غلې سي او له بمبار خلاصیدو وروسته بیرته کلا ته راسي. مشر زوی یې د کورنۍ کومې بلې ښځې له ځان سره پورته کړی و. په دېره کې تر ونو لاندې د څارویو په اخور کې کیناسته څې شوروي وحشي الوتکو بمبار پیل کړ او له کلا د مخه یې په دیره باندې ټیټه کړه. هغو وحشیانو به لیدلي وي څې خلک له کلا څخه د دېرې په لوري ووتل نو ځکه یې خپل لومړني راکټونه پر دېرې باندې وچلول، د شاکر د نیا د کوپړۍ شا برخه یې د بدن له څه نور غړو سره والوزول، د نورو یې د چا پښه والوزوله او د چا لاس او د شاکر مظلومه او معصومه مور یې پداسې حال کښې د سر په مغزو وویشته څې خپل د زړه ټوټه شاکر یې په غیږ کښې ټینګ نیولی و!

ښايي د شاکر مور په خپل زړه کې ویلي وي څې خیر دی که دا شهیده هم سي خو څې زوی یې شاکر وژغورل سي، او همدغسې وسول، د شاکر مور د خپلې خواښې په څېر شهیده سوه!

د مورنۍ مینې او عاطفې په اساس هغې ځان د شاکر لپاره سپر کړ، د شوروي وحشیانو د راکټونو پرچې یې په خپل بدن کې سړې کړې او اجازه یې ورنکړه څې د دې د زړه ټوټې شاکر ته ورسیږي!

الله ښه خبر دی څې کله دا له کلا څخه وته او شاکر یې په غیږ کې کلک کړی و د خپل زوی په هکله یې د هیلو او امیدونو په نړۍ کې کومې رنګینې څرخیدې؟!

هو ملحدو شورویانو ذاکر او شاکر څې لا د مور د مينې او عاطفې مزه یې په شعوري توګه نه وه څکلې له خپلې مور څخه محروم کړل!

ذاکر او شاکر د کاکا ګانو، ماماګانو، تروریانو او نورو خپلو خپلوانو په کورونو کې اوسیدل، ټولو ورسره  پوره زحمت وګاله او له کلونو وروسته هغه د مور له مینې او عاطفې پرته د منتونو، محرومیتونو او ستوغو سپورو په منځ کې بالاخره زلمیان سول، بلا ربړې او تکلیفونه یې وګالل، خوارۍ او غریبۍ یې تېرې کړې. ودونه یې وکړل، کورونه یې اباد سول، اولادونه یې سول او ژوند یې سره جوړسو!

د شهیدې مور او د نیا نیکونو دعا ګانې وې، دومره خدمتګاره او د منډې ترړې زلمیان ترې جوړ سول چې د ټولو خپلو خپلوانو او یار دوست ښه او بده به پرې بسیا او خوندي وه. د ذاکر لا الله پاک په حج کې هم نصیب وکړ او تر ډیرو خپلوانو مشرانو څخه د مخه د بیت الله شریف په زیارت مشرف سو او د مکې او مدینې په سپیڅلو او تاریخي ځایونو کې وګرځید.

خو د تقدیر پریکړې څه بل شان دي، یواځې د تقدیر څښتن يې په جزئیاتو او تفصیلاتو ، او ګټو او حکمتونو باندې ښه خبر دی.

شاکر بیچاره په اپنډکس ناروغۍ اخته شو او په جلال اباد او کابل کې پرله پسې توګه عملیات شو. تر دې څې خپلې کولمې یې ټولې له لاسه ورکړې او بدن یې بالاخره دومره کمزوری شو څې له ګرځیدو وغورځید او ځای په ځای په کور پریوت!

ذاکر ته دې الله پاک له نورو دوستانو سره خیر او برکت ورکړي، د ورور ټول ښکته پورته او د رنځورتیا ټولې چارې یې په ډیره خواخوږۍ او پوره حوصله ترسره کړې. او ولې به یې نه کولې څې د شهیدې مور له غیږې ورپاتې یواځینی ورور یې و!

پیښور خو لنډ و، څو ځله هلته د علاج لپاره ولاړ خو روغتیایي حالت کې یې رغنده بدلون رانغی. د یوې وروستۍ بندګۍ هڅې په توګه هند ته ولاړ، وروستی عملیات یې وکړ خو مه دې سه، هیڅ ګټه یې ونکړه. نور نو شاکر ته خپل بدن ځواب ورکړی و او د حال په ژبه یې ورته ویل: د مور اروا دې درته له ډیرو راهیسې په ډیره بې صبرۍ انتظار باسي، زه ورځه مور دې نوره په انتظار کې مه پریږده، او شاکر د خپلې مور انتظار ته د پای ټکی کیښود!

د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې په ۲۹ د ذوالحجې مبارکې میاشتې په پنځمه د سهار له سپیده داغ سره شاکر خپله ساه د ساه څښتن ته وسپارله، اروایې د مور په لور ولاړه او شاته یې خپله میرمن له څلور نجونو او دوه هلکانو سره پریښودل.

الله پاک دې  ورباندې ورحمیږي.

 

* استاد محمد مزمل اسلامي