جمعیت اصلاح په افغانستان کې د سلګونو ټولنیزو سازمانونو ترمینځ فعال، منظم، د دین، وطن او لس خدمت ته ژمن او د اسلام او هیواد سره د بې سارې مېنې په جذبه سرشاره خوځښت دی، تولې هلې ځلې یې د افغان ولس په مرسته او ملاتړ پرمخ روانې دي.
یوازینی فعال جریان دی چې د هرې ژبې او قوم خلک پکې ځان کوربانه ګڼي.
یوازینی جریان دی چې په هرات کې هم فعال دی، په ننګرهار کې هم، په کندهار کې هم فعال دی او په بدخشان کې هم په مزار کې هم فعال دی او په خوست کې هم او کابل خو یې د هیواد پلازمینه ده چې دلته یې هم د هر هیوادوال په زړه کې ځای نیولی دی.
د دغه اسلامي جریان کار د هیوادوالو تعلیمي سطحې لوړول او له بې سوادۍ او ناپوهۍ سره مبارزه ده نو ځکه خو د نجونو لپاره د یوه فعال خصوصي دارالمعلمین ترڅنګ ګڼ شمیر ښوونځي لري او لا نور هم جوړوي.
دغه راز د اسلامي او افغاني فرهنګ غوړولو ته هوډ لري نو په هرات کې اصلاح تلویزیون، په کابل کې اصلاح غږ رادیو او په ننګرهار کې هم په همدغه نوم رادیو لري.
د اصلاح پیغام یې د پاڼې په بڼه ۱۱۰۰۰۰ تنو ته رسیږي.
د موبایل پیغام یې نزدې ۵۰۰۰۰۰ کسانو ته رسیږي.
د خویندو فعال خوځښت لري چې په هرات، مزار، کابل، ننګرهار او نورو سیمو کې په سلګونو خویندې غړې، همکارانې او همفکره لري.
د اجتماعي خدمتونو لړۍ یې له هراته تر کابله او بیا ننګرهاره پورې غځیدلې ده، له شتمن افغان نه مرسته اخلي او په بې وزله او محتاج افغان یې ویشي.
د ځوانانو په زړونو کې ځای لري، په هر پوهنتون او لیسه کې لسګونه او سلګونه ځوانان په ډیره مینه او جذبه ورسره مندې وهي، او په پوره اخلاص ورته کار کوي.
د قرآن کریم د پیغام خپرولو لړۍ خو یې دومره کامیابه ده چې الحمد لله د ننګرهار د عیدګاه ستر پارک، د هرات سپورتي سټیډیوم، د کندز د ښاروالۍ پارک او د کابل ښار ستر میدانونه یې د قرآن پوهنې د دورو مینه وال نشي ځایولی.
او نورې خبرې به بیا بل وخت ولیکو!
د اسلام په مینه مست، د وطن او ولس سره تړلي، له هرچا سره ښه چلندکوونکي خلک ، هغه چې نور یې ښکنځي خو دوی ورته صبر کوي، که نور یې په ډبرو ولي دوی میوه ورکوي.
دترخو ځواب کې خوږې او د غوسې په ځواب کې موسکا، د بدۍ په ځواب کې نیکي یې عادت او خصلت دی.
* استاد عبدالفتاح جواد