پښتنه زمونږ د کلي په ښځو کې تر ټولو لوستې جلۍ ده. د هجرت له برکته زمونږ د کلي څو په شمار هلکانو ښوونځی ولوست، که نه پښتنه به د کلي په سړیو کې هم تر ټولو ډیر تعلیم والا وه. ټول کلی په پښتنې ویاړي او هره کورنۍ غواړي چې ماشومان یې د پښتنې په څیر درس ووايي. خو پښتنه سږکال دې خبرې ډیره اندیښمنه کړې چې له نهم ټولګي وروسته نور تعلیم به یې پاتې شي، ځکه د کلي ښوونځی یواځې تر نهمه دی او د نور تعلیم لپاره پښتنه او په ټولګي کې ورسره نورې نجونې باید د ولسوالۍ ښوونځي ته ولاړې شي، چې له کلي ورته په ساعتونو لار ده. د پښتنې پلار وعده ورسره کړې چې د ولسوالۍ او ولایت د معارف له چارواکو سره به خبرې کوي، څو د کلي ښوونځی تر دولسمه کړي. پښتنه، چې غواړي په راتلونکې کې ډاکټره شي، اوس له دعا او خپل پلار ته له زاریو پرته بله چاره نلري.

افغانستان کې تعلیم ته د لاسرسي په اړه هر راپور لیکي چې کلتور او دود د نجونو د تعلیم پر مخ تر ټولو لوی خنډ دی، او ګواکې پدې اړه هیڅ نشي کیدای، خو د پښتنې د پلار په څیر د هیواد ډیر شمیر پلرونه او مشران د تعلیم په برخه کې د خپلو بچیانو (زامنو او لورګانو) د ارمانونو پوره کولو لپاره هر ډول ممکنو هڅو ته تیار دي. پدې سترګې نشي پټیدای چې افغاني ټولنه کې ځینې رواجونه ناوړه دي، مګر له تعلیم سره په عام ډول خلک ستونزه نلري، ځکه تعلیم د یوه دیني اصل او ټولنیز ضرورت په توګه ټولو افغانانو ته خوښ دی. تعلیمي نظام کې د نجونو د کم رنګه ګډون اصلي لامل دا دی چې مناسب شرایط او امکانات ورته ندي برابر شوي.

د هیواد په یو شمیر ولایتونو (لکه پکتیکا) کې د نجونو لیسې له سره شته نه او ځینې نورو ولایتونو (لکه پکتیا، ارزګان، زابل او نورو) کې بیا یواځې په مرکز او نږدې ولسوالیو کې شته، چې لاملونه یې د دولت کمه پاملرنه، امنیتي ستونزې او د خلکو ناپوهي کیدای شي. پدې سربیره د ښځینه ښوونکو کموالی، د ښوونځيو لریوالی، په نصاب کې د دیني اړخ کم رنګي کیدل، د نجونو لپاره د دیني مدرسو نشتوالی، د معارف کمزوزې او نامتوازنه برنامې هغه مسایل دي، چې د کلتوري ستونزو تر څنګ په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په مخ کې خنډونه جوړوي.
بل پلو ته د پوهنې یو شمیر نړیوالې برنامې، چې تر ډیره حده د تمویل کوونکو او همکارو نادولتي ادارو له لوري عملي کیږي، د هیواد له سیمییزو او کلتوري شرایطو سره سر نه لګوي خو یوازې لدې امله چې په کوم بل هیواد کې یې ښه پایله ورکړې، دلته هم عملي کیږي.

د تعلیم په وړاندې کلتوري خنډونه د غلطو تصورونو او په عمومي کچه د پوهې د ټیټوالي پایله ده، چې د تعلیم د ارزښت او په خلکو کې د تعلیم د عامولو په اړه د کمپاینونو او عامه پوهاوي د هڅو له لارې له منځه تلی شي. د مناسبو شرایطو د برابرولو لپاره دولت، مدني ټولنې او نادولتي ادارو ته پکار ده چې پدې اړه ریښتي او کوټلي ګامونه واخلي. نړیوالې ادارې باید له افغان دولت سره په سلا مشوره او همغږۍ کې د هیواد له ظروفو او شرایطو سره سم برنامې پلان کړي او په عملي کولو کې یې د امکان تر حده له محلي منابعو ګټه واخلي او د افغان کدرونو د ظرفیت د لوړولو په اړه خاصه پاملرنه پکې شوې وي.