سهار په موټر کې..

مدیر صاحب:
نن مې درې خرواره د ډبرو سکاره واخیستل.

مفتش صاحب:
ما لا د مخه (بې ادبي معاف) خوشايي ورسره یو ځای کړي او خښتې مې ترې جوړې کړي. په یوه کوټه کې مې چرۍ هم ایښې.

مامور صاحب:
زما زامنو هم نوي منه د بخارۍ لرګي راوړي.

یو مشر چې د مخې سیټ کې ناست و، مخ راواړوه ویې ویل: د ژمي لپاره هر کال ډیر تیاری کوو، آیا د آخرت لپاره د تیاري فکر هم کله راسره پیدا کیږي؟