د موټر د مخې سیټ کې دومره ځای وه چې ایله په یوه ډډه پکې ځای شوم. د دروازې له بندیدو چې مطمئن شوم، د څنګ ځوان ته مې پام شو.
زه:
وروره، پام کوه چې ومې نه سوځوې.
ځوان:
نه، نه سوځیږې.
زه:
سګریټ دې درباندې ډیر ګران دی، غورځوې یې نه؟
ځوان:
خیراتي سیګریټ دی، اوس استاذ (موټروان) راکړ.
پزه مې د غاړې دسمال کې پټه کړه او د شپې د تندې او سړې هوا سره سره مې شیشه تر هغې ټیټه پریښوده چې د ځوان سګریټ خلاص شو.
02.01.2013
- محمد مدثر اسلامي
دوه ورځې وړاندې مې په ټول افغان کې د نجم په اړه یوه لیکنه ولوسته. د نجم د پیغامونو د لړۍ په اړه یې ګټورې مشورې وړاندې کړې وې. د نجم مسئولینو هم په ورین تندي د مشورو هر کلی کړی و او د یادو شوو کمیو د پوره کولو وعده یې سپارلې وه. لیکنه که څه هم په مستعار ډول خپره شوې وه، خو د نورو انتقادي لیکنو په څیر نه پکې چا ته ستغې سپورې ویل شوې وې او نه یې په چا د هغه او دغه نومونه تپلي و. د لیکوال معقول چلند او سړې سینې دې ته وهڅولم چې زه هم پرې څه ولیکم.
لومړی د نجم لنډه پیژندنه درته په مخ کې ږدم...
04.01.2013
- محمد مدثر اسلامي
سهار په موټر کې..
مدیر صاحب: نن مې درې خرواره د ډبرو سکاره واخیستل.
مفتش صاحب: ما لا د مخه (بې ادبي معاف) خوشايي ورسره یو ځای کړي او خښتې مې ترې جوړې کړي. په یوه کوټه کې مې چرۍ هم ایښې.
مامور صاحب: زما زامنو هم نوي منه د بخارۍ لرګي راوړي.
یو مشر چې د مخې سیټ کې ناست و، مخ راواړوه ویې ویل: د ژمي لپاره هر کال ډیر تیاری کوو، آیا د آخرت لپاره د تیاري فکر هم کله راسره پیدا کیږي؟...