ټکنده غرمه وه، د ضروري اسنادو د کاپي لپاره له خپل ایتوپیايي (حبشي) ملګري یوسف سره د پوهنتون په خوله کې د فوټوکاپي دوکان ته تللی وم. په بیرته راګرځیدو کې د سړک په غاړه د ریکشې په تمه ولاړ و چې د پوهنتون له خوا څو نجونې راووتې. زما چې ورته پام شو سلام مې ورته وکړ او په خبرو اخته شو. له لږ ځنډ مرکې وروسته نجونې په خپله لار ولاړې. یوسف له مسخرو یو څه وویل، زه پرې پوه شوم ورته مې کړل چې دا افغانانې دي ځکه یې پیژنم. د دې په اوریدو یوسف ترهیدلی غوندې شو لکه زما په خبره چې ښه نه وي پوه شوی.
- دا نجونې افغانې دي؟
- هوکې!
- افغانانې خو داسې نه وي.
- ولې پدوی څه شوي؟ افغانانې څه ډول وي؟
- نه، هغوی داسې جامې نه اغوندي.
د خبرو په وخت د نجونو جامو ته زما پام نه و شوی. د یوسف ډیرې حیرانتیا دیته مجبور کړم چې یو ځل په شا وګورم. یوې پکې سپین نازک پتلون کش کړی و او پاسه لمن یې ایله ملا پټه کړې وه. د نورو هم پتلونونه په تن و خو لمنې یې لږ بلا پسې وې. سره لدې چې له موږ ډیر لرې شوي و د حالت په لیدو یې د سړي حیا کیده.
د یوسف تر مخ مې سترګې ټیټې شوې د هغه د پوهولو لپاره کلمې په خوله نه راتلې، همداسې غلی شوم. لدې سره ریکشه راغله او د پوهنتون په لور وخوځیدو.