کرونا: پاکستان کې تعليمي ادارو ته د ټولو زده کوونکو په تلو بندېز ختم شو
په پاکستان کې چې د کرونا له امله په زده کوونکو سکولونو او ټولو تعليمي ادارو ته په ورتګ کوم بندېز وو چې د ورځې به نيم زده کوونکي تلل هغه بندېز نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (11 اکتوبر) ختم شو او هم د نن څخه ټول زده کوونکي زده کړو له تللي دي.
بلوچستان: په حب سیمه کې يو خبريال وژل شوی
د پاکستان د بلوچستان ايالت په حب ښار کې په يوه مقناطيسي بم کې ځايي خبريال وژل شوی، بلوڅ بېلتونکې غوښتونکې ډلې بي ایل اې يې زمه واري منلې ده.
قطر کې د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ دوه ورځېنۍ خبرې ختمې شوې
د رپوټونو له مخې، طالبانو قطر کې له امریکایي پلاوي سره د دوه ورځو خبرو د ختمېدو نه پس، د یورپي اتحاد له استازو سره خبرې شروع کړي دي. طالبانو ویلي چې امریکاییانو سره یې خبرې ښې ختمې شوې.
شمالي وزیرستان: دوه کسان د هدفي وژنو ښکار شوي، له یو یې سر غوڅ شوی
پولیس د دې پېښو تصدیق کوي او وايي دا وژنې د شمالي وزیرستان په دته خېل او سپین وام تحصیل کې شوي خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې زمه واري نه ده اخستې.
د پاکستان د اېټمي وسلو لانجمن ساینسپوه ډاکټر عبدالقدیر خان خاورو ته وسپارل شو
ډاکټر خان په پاکستان کې دننه او بهر د ياد هېواد د اېټمي وسلو د پلار په توګه ياد شوی دی خو په ۲۰۰۴م کې پرې د اېټمي وسلو رازونه شمالي کوریا، ایران او لېبیا ته د ورکولو تورونه ولګېدل.
وینډي شېرمن واضحه کړې چې امریکا د پاکستان سره تعلقاتو کې تنزیل راوستی - ګارډين
وینډي شېرمن په ممبئ کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د تعلقاتو په اړه ځیني واضحه ټکي بیان کړل او ټینګار یې وکړ چې له پاکستان سره به تعلقات په هېڅ ډول د امریکا او هند ترمنځ تعلقاتو په شان نه وي.
کوټه:خبریالانو دمیډیا مهارؤلو دپاره پاکستان کې دنوؤ قوانینو جوړښت غندلی
دکوټې په مطبوعاتي کلب کې د غونډی پرمهال خبریالانو دپاکستان دحکومت له لوري دمیډیا دمهارؤلو په موخه د وړاندیز کړل شوې ادارې اؤ قوانینو جوړښت په سختو ټکو غندلی اؤ وایي خبریالان به اجازه ورنه کړي چې حکومت دمیډیا نه لږه ډيره پاتې ازادي هم وتروړي.
پاکستان ته دبهرنیو هیوادونو څخه ترسیلات زر ۱۲.۵فیصدي زیات شوي،اسټیټ بینک
د پاکستان مرکزی بینک وایي د روان مالي کال په دریوؤ میاشتو کې په ریکا ډ کچه دبهر هیوادونو څخه ترسیلات زر شوي او په دې کې ۱۲.۵ فیصده اضافه شوې ده.
دمرستو نه کیدو صورت کې افغانان بشري ناورین سره مخ کیدای شي،ملګري ملتونه
په پاکستان کې افغان کډوال وايي د افغانستان نه ورسره ګڼ شمېر خلک پاکستان ته د راتګ د پاره رابطې کوي خو دپاکستان لخوا دبنديز له امله نه شي کولی چې پاکستان ته راشي۔
دبلوچستان اپوزیشن ګوندونه له وزیراعلا جام کمال داستعفا غوښتنه کوي
د بلوچستان په ايالتي اسمبلې کې د اپوزیشن ګوندونو غړو د بلوچستان له وزير اعلا څخه وغوښتل چې د وزارت اعلا له چوکۍ دې استعفی ورکړي۔
که پاکستان ټي ټي پي سره دامن تړون کوي،دغه تړون به څومره پیاوړی وي؟
د سرکاري شمیرو تر مخه په دې تیره یوه اوونۍ کې یوازې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو درې بیلا بیل ترهګر بریدونه شوي چې پکې د پاکستان 7 عسکر وژل شوي دي .
یونیسف وایي پاکستان نه دپولیو ناروغي ختمېدو ته نزدې شوې ده
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې يونيسف وېلي هغه په پاکستان کې د پوليو د ناروغۍ د ختمیدو امکان ويني ځکه چې سږ کال دغلته يوه پېښه رپورټ شوې ده.
طالبان وایي دداعش په مهارؤلو کې به امریکا سره مرسته نه کوي
په قطر کې دامریکایي چارواکو اؤ دطالبانو ترمنځ د مخ په مخ خبرو په جریان کې طالبانو امریکا ته سپینه کړې ده چې دداعش وسله والې ډلې په مهارؤلو کې به ورسره همکاري نه کوي.
دپاکستان وتلی ایټمي سائنسدان ډاکټرعبدالقدیر له نړۍ سترګې پټې کړې
دپاکستان وتلی ایټمي سائنسدان ډاکټر عبدالقدیر د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۵کالو په عمر کې په حق رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده نن داتوار په ماسپښین داسلام اباد دفیصل جومات په ساحه کې خاورو ته سپارل کیږي.
بلوچستان:پوځ وایي اواران کې یې څلور ترهګر وژلي
دفوځ د عامه اړيکو دڅانګې ایي ایس پي ار له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوې چي د ایف سي سرتیرو اواران ته نزدې وسله وال ولیدل او ددوئ په ضد یې عمليات پيل کړل چې په دغه موقعه د دواړو خواؤ ترمنځ د ډزو تبادله کې څلور تنه ترهګر ووژل شول.