شاته

قطر کې د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ دوه ورځېنۍ خبرې ختمې شوې

طالبان وایي قطر کې د دوی او د امریکا د استازو ترمنځ دوه ورځېنۍ خبرې په ښه وجه ترسره شوي دي. د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین په یو بیان کې ویلي چې په دې دوو ورځو کې د طالبانو او امریکایي هیئت ترمنځ په «سیاسي مسایلو مفصل بحث» شوی او طالبانو دا خبره بیا رااوچته کړې چې ګني د دوحه لوظنامې پوره عملي کېدل «د مشکلاتو د هوارۍ بهترینه لاره ده» او بل دا چې «په کار ده بشري امداد د سیاسي مسئلو سره ونه تړل شي.»

د دوحې لوظنامه د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په آخره کې، د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر په سرښار کې دستخط شوې وه چې په بنیاد یې امریکا د افغانستان نه خپل عسکر ټول وایستل. په هغې لوظنامې کې دا هم ویل شوي و چې طالبان دې د نورو اړخونو سره مذاکرات وکړي، او دا دې نه پرېږدي چې ترهګر یو ځل بیا د افغانستان د خاورې نه په نورو ملکونو حملې وکړي. طالبان یو څو ځله له پخواني حکومت او سیاسي ډلو سره خبرو ته کېناستل مګر خبرو یې هېڅ کومه نتیجه نه درلوده او طالبان چې واک اختیار ته ورسېدل، ټولې عهدې یې هم صرف پخپلو کسانو ووېشلې او تر اوسه یې کوم ټولشموله حکومت ندی اعلان کړی.

د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس، دا اول ځل دی چې امریکایي چارواکو له هغو سره لیدلي دي. د طالبانو د ویاند سهیل شاهین ویلي چې په دې لیدنه کې، د امریکا استازو د افغانانو دپاره د بشري امداد وعده کړې او دا یې هم ویلي چې نورو بشري تنظیمونو ته به هم سهولیات ورکړي چې افغانستان ته امداد ورسوي.

په بیان کې راغلي چې طالبانو د امریکا د بشري امداد هرکلی کړی او وعده یې کړې د خیراتي تنظیمونو سره به مستحقو کسانو ته د دې مرستو په رسولو کې همکاري وکړي چې دا مرستې شفافې ورسیږي.

سهیل شاهین په دې بیان کې دا هم ویلي چې د هغو او امریکا ترمنځ د سفارتکاري تعلقاتو د بهترۍ دپاره به کوششونه وشي، او که ضرورت شو نو بیا به هم د طالبانو او امریکایيانو ترمنځ داسې ملاقاتونه دوام ومومي.

یاده دې وي چې د دې خبر تر لیکل کېدو پورې، امریکا په قطر کې طالبانو سره د خپلو خبرو د نتیجې په اړه څه ندي وي.

الجزیره ټلوېژن د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې طالبانو هلته قطر کې له امریکایي پلاوي سره د دوه ورځو خبرو د ختمېدو نه پس، د یورپي اتحاد له استازو سره خبرې شروع کړي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان ځايي رسنیو ته ویلي و چې امریکاییانو سره په دا ځل دوه ورځېني ملاقات کې به د طالبانو استازي په دې اړه هم له امریکاییانو سره وغږیږي چې امریکا او نور ملکونه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د افغانستان خصوصي ټلوېژن، طلوع نیوز، رپوټ ورکړی چې مجاهد ویلي: «ګڼ شمېر مسئلې شته چې په کار ده د امریکاییانو سره ورباندې خبرې وشي. یو د دوحې لوظنامې عملي کول چې زښت ډېر مهم و، هم مونږ ته او هم امریکا ته. دویمه مسئله د افغانستان د پېسو ده چې امریکنیانو هغه په بانک کې منجمدې کړي دي. درېیمه مسئله د نړېوالې برادرۍ او پخپله د امریکا او ملګرو ملتونو له اړخه د افغانستان تسلیمول دي.»

طالبانو دا هم ویلي چې دوی د نړۍ او سیمې د هېوادونو سره د مثبتو تعلقاتو جوړولو غوښتونکي دي. مګر منتقدین وایي، طالبانو تر اوسه نړۍ ته دا نده ثابته کړې چې هغوی به په رښتیا د ترهګرو ډلو مخه ونیسي، د بشري حقونو او په خصوص د ښځو د حقونو خیال وساتي، او په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي چې ټولشموله وي او افغانان ځانونه په کې وګوري.