د افغانستان بغلان ولایت کې د یوې میاشتې پرمهال ۵۰ ماشومان تنفسي ناروغیو مړه کړي
د افغانستان په بغلان ولایت کې د روغتیا برخې ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تېرې یوې میاشتې پرمهال نژدې ۵۰ ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي. د دوی په وینا، د یخنۍ له زیاتوالي سره مهاله تنفسي ناروغۍ په ماشومان کې زیاتې شوې دي. د شمال ختیځ بغلان ولایت دولتي روغتون د کوچنیانو برخې متخصص ډاکټر عبدالغفور احمدزي باختر اژانس ته ویلي، دغه ماشومان په تېره یوه میاشت کې له تنفسي ناروغیو مړه شوې دي.
د مرسل نبي زاده مور: د پاتې اولادونو خوندیتوب ته اندېښمنه یم
د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده مور شاکره فقیرزۍ وايي، د لور له مړینې وروسته یې د یوازینۍ پاتې شوې لور او ټپي زوی خوندیتوب ته اندېښنه کوي. آغلې فقیرزۍ بي بي سي پښتو ته د خپلې وژل شوې لور(مرسل نبي زاده) د مړینې کیسه کړې. وایي، د مړینې پېښې یې دومره وېرولي چې، اوس یې کور کې پاتې یوازینۍ لور د کور پیره کوي.
ریاض کې د مېسي او رونالډو سیالي؛ لوبه 'پي اېس جي' فوټبال لوبډلې وګټله
د فرانسې فوټبال کلب 'پي ایس جي' او د سعودي عربستان 'ال سټار اېلېون' تر منځ لوبه د لیونل مېسي لوبډلې 'پي ایس جي' وګټله.
د طالبانو حکومت د ښځو کالیو پلورونکو ته سپارښتنه کړې چې د نانځکو مخونه پټ کړي
"یوه واده ته بلل شوې وو، د تیاري په موخه موږ څو نجونې ښار ته لاړو، غوښتل مو افغاني جامې واخلو. مارکيټ ته چې وختلو نو ومو لیدل چې ټولو نانځکو ته یې خولۍ او ټيکري ورپه سر کړي دي". دا د کابل مېشتې لیلما خبرې دي. نوم یې د خوندیتوب لپاره مستعار کارول شوی. د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هم بي بي سي پښتو پاڼې ته دا ومنله چې هټیوالو ته د یوې "عامې توصیې" په ترڅ کې دغه سپارښتنه شوې.
د نیوزيلنډ لومړۍ وزیره جسېنډا ارډرن استعفا کوي
د نیوزيلنډ اوسنۍ لومړۍ وزیره جسېنډا ارډرن وايي، په واک کې د پاتېدو نور "توان" نه دی ورپاتې نو ځکه ترې لاس په سر کېږي. هغه شپږ کال مخکې په ۳۷ کلنۍ کې د دغه هېواد تر ټولو ځوانه مشره شوه چې د دغه هېواد د دولت مشرتوب ته یې اوږه ورکړه.
د خیبرپښتونخوا د وسلو بازار "آدم خېل دره" کې کتابتون جوړ شوی
وايي که کتاب عام شي نو وسله به غلې شي، په همدې هیله د خیبرپښتونخوا په آدم خېل دره کې چې له ډېرې مودې راهیسې د وسلو په تور بازار مشهوره سیمه ده، کتابون جوړ شوی دی.
عمران خان: له افغانستانه د راتګ پر مهال دې د ټي.ټي.پي غړي له کورنیو سره وژل شوي وای، یا دې روپۍ پرې لګول شوې وای
د پاکستان مخکېني لومړي وزیر یو ځل بیا ویلي، په دغه هېواد کې د بریدونو ډېرېدو لامل دا دی چې ګواکې د طالبانو حکومت "افغانستان کې مېشت د ټي.ټي.پي غړي د دغه هېواد پرېښودو ته اړ کړل" او "اوس پاکستان کې ځای ځای بریدونه کوي". ښاغلي خان همدا راز د افغانستان پر مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني تور پورې کړی چې ګواکې پاکستاني طالبان یې په دغه هېواد کې د بریدونو له کبله ستایل او په خبره یې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل نو هغوی یې بېرته پاکستان ته ستنېدو ته اړ کړل.
افغانستان کې د یخنۍ څپې ۷۰ کسان او لسګونه زره څاروي مړه کړي
د طالبانو حکومت له بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت وایې، ګڼو ولایتونو کې درنې واورې اورېدلې او د یخنۍ کمسارې څپې د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.د دې وزارت د عملیاتي مرکز مشر مولوی عبدالله محمدي بي بي سي ته وویل، په مړو شویو کسانو کې ډېری په نشه يي توکو روږدي کسان دي خو ځېنې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي.دغه طالب چارواکی یادې شمېرې لومړنۍ ښيي او زیاتوي چې ډيره مړینه په بادغیس، غور، غزني، نیمروز، پکتیکا، هرات، کندهار او فاریات ولایتونو کې شوې.
د نړۍ په کچه د ګڼې ګوڼې ښار کې، افغانه ټکسیوانه
په خټه پښتنه افغانه او په هغه ښار کې د شپې ناوخته ټکسي چلول چې له ټرافیکي بهیره یې وخت ناوخت د بدو پېښو رپوټونه ورکول کېږي کمسارې ده. د ټرافیکي مالوماتو د یوه بنسټ انریکس د تازه خپاره شوي رپوټ پر بنسټ چې د نړۍ ۵۵ هېوادونو کې کار کوي وايي، لندن د نړۍ په ۱۰۰۰ ښارونو کې تر ټول د ډیرې ګڼې ګوڼې او ناسازه ټرافیکو ښار دی.
د ډيلي لرغوني جامع جومات "شاهي او میراثي" امام بدلولو لپاره محکمې ته عریضه شوې
د ډيلي جامع جومات چې اوس د سیمې د تاریخ او کلتور یو مهم شناخت ګرځېدلی، د مغلیانو دورې پاچا شاه جهان د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو ۱۸۵۰-۱۸۵۶ پورې جوړ کړ.
افغانستان کې د غرني اېفېډرا بوټي د ښیښې 'نشې' جوړولو بازار لاهم تود ساتلی
په افغانستان کې د نشه یې توکو پر کښت او کاروبار د طالبانو له خوا لګول شوي بندیز سربېره، د هېواد په ځینو برخو کې لا هم نشهیي توکي تولیدېږي. بي بي سي موندلې چې د سوېلي ولایتو په ځینو سیمو کې د اېفېډرا (اومان) په نوم له غرني بوټي نه د کریسټال یا ښیښې په نامه نشهیي موادو جوړېدل لا هم دوام لري. یو شمېر سرچینو ویلي که څه هم په ځینو سیمو کې د "اېفېډرا" بوټي ټولولو او پلورولو باندې په بشپړ ډول بندیز لګېدلی، خو په ځینو سیمو کې ولسوالان او امنیه قومندانان په خپله ددغه بوټي په کاروبار بوخت دي.
افغانستان کې د هدفي وژنو ډېرېدل
وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي، چې په ځینو کې یې د پخواني حکومت چارواکي او کارکوونکي په نښه کېږي.
د مخکېنۍ ولسي جرګې یوه غړې "مرسل نبي زاده" کابل کې وژل شوې
د افغانستان د مخکني جمهوري دولت ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازې 'مرسل نبي زاده' نن یکشنبه (د جنورۍ ۱۵مه) کابل کې وژل شوې ده. رپوټونو کې ویل شوي چې ناپېژانده وسله وال د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د اغلې نبي زاده کور ته ورغلي او ډزې یې کړې دي. په دې پېښه کې د هغې یو ساتونکی هم وژل شوی او ورور یې ټپي دی. اغلې نبي زاده د ولسي جرګې اوولسمه دوره کې د کابل خلکو استازې او د دې جرګې د دفاعي کمېسیون منشۍ وه.
د پښتونخوا کارځایونو کې د ښځو جنسي ځورونه
د پښتونخوا په دفترونو او تعلیمي ادارو ځینې مېرمنې له جنسي ځورونې کړېږي. پښتنه ټولنه کې د بدنامۍ او پت له کبله د جنسي ځورونې ډېری پېښې پټې ساتل کېږي او ډېرې کمې رپوټ کېږي.
د بریتانیا شهزاده: په رسنیو کې د ۲۵ طالبانو د وژلو خبر "خطرناک درواغ دي"
شهزاده هري په افغانستان کې د هغه له خوا د ۲۵ طالب جنګیالیو د وژلو په تړاو د بریتانوي رسنیو انګېرنې "خطرناک درواغ" بللي او له خپلو څرګندونو یې دفاع کړې ده. د "سپېر" په نوم کتاب د شهزاده هري د یادښت یوه برخه د هغه شمېر کسانو په اړه ده چې ویل شوي، هري په افغانستان کې د خپلې دندې پرمهال وژلي او دا چې د "شطرنج دانو" په څیر بلل شوي وو، غبرګونونه یې راوپارول. طالبانو هم د هري د څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود او یو شمېر طالبانو د هري د محاکمې غوښتنه هم وکړه.