امریکا بحرین او امارات خپل لوي امنیتي شریکان وبلل
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۷) متحده عرب امارات او بحرین د امریکا «سترامنیتي ملګري»اعلان کړل.
د تحلیف مراسمو امنیتي تدابیر؛ کابل او بغداد سره د واشنګټن پرتله
ځینې امریکايي چارواکي وايي واشنګټن د کابل او بغداد بڼه خپله کړه ده.
افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو وتل،ایا طالبان به هم خپلې ژمنې پوره کړي؟
تیرکال دفرورۍ په میاشت کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دشوي تړون په اساس دجمعې په ورځ دامریکا ددفاع وزارت ویلي چې افغانستان کې یې دخپلو ځواکونو شمیره ۲۵۰۰ ته راکوزه کړې ده.
هند د کروناضد واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړه
په هند کې نن شنبه جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) د کرونا ویروس ضد واکسین پیل شو.
پاکستان وایي ملائشیاء یې له خبرې اوریدو پرته الوتکه په پېسو کې ودرولې ده
دملایشیاء لخوا په پیسو کې دپاکستان دالوتکې ودرؤلو وروسته دپاکستان دهوا بازۍ مرکزي وزیر غلام سرور ویلي ملایشیاء زمونږ له خبرې اوریدو پرته پرېکړه کړې اؤ الوتکه یې ودرولې ده.
د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه د ښه کیفیت لومړی مقام ګټلی
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان زعفران په ښه کیفیت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی.
امریکا لشکر طیبه اؤ لشکر جنګوي دبهرنیو ترهګرو ډلو په توګه بیا دبندیزونو نوملړ ته واچولې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو لشکر جنګوي او لشکر طیبه د غېر ملکي ترهګر ډلو په حېث د بندیزونو په نوملړ کې بيا د سره شامل کړې دي.
کابل کې چاودنه اؤ هرات کې په پولیسو برید کې ۱۴عسکر وژل شوي
چارواکي وایي دافغانستان په هرات ولایت کې دطالبانو درېوؤ پلوي پولیس عسکرو په خپلو نورو ملګروعسکرو ډزې کړي چې پکې ۱۲ پولیس عسکر وژل شوي دي.
افغانستان کې ۴۶ تنه نور کرونا نیولي، درې تنه مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۴۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
افغان کوماندو نجونې، ګوته په ماشه؛سولې بهیر ته اندېښمنې
مریم نورزۍ د افغانستان په کوماندو ځواکونو سرتېرې ده. میړه یې هم نظامي سابقه لري چې له طالبانو سره په جنګ ټپي شوی او اوس په کور ناست دی. اوس چې د سولې خبرې روانې دي، مریم اندېښمنه ده چې د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د طالبانو د احتمالي ګډون په صورت کې به ددې برخلیک څه کیږي.
د امریکايي سرتیرو کمولو ته د افغان حکومت او طالبانو غبرګون
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د امریکايي سرتیرو کموالی د جګړې پر وضعیت تر ډيره بریده منفي اغېز نه لري.
جنرل باجوه وايي، په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي، پاکستان به د روانو بېن الافغاني خبرو ملاتړ دوامداره ساتي ځکه چې په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی.
ولسي جرګې بیا د نوي مالي کال د بودیجې طرحه رد کړه
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالیې کال بودیجه طرحه د دوهم ځل لپاره د رایو په اکثریت سره رد کړه.
مردان: د درېو ماشومانو سره د جنسي تيريو په تور د ديني مدرسې ډرايور نيول شوی
د مردان ضلعې د پوليس (ډي اېس پي) ګلشېد خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې تورن تن يې نيولی او په ابتدايي طبي معاينه کې د جنسي تيري کېدل تاييد شوي دي.
شمالي وزيرستان: د نامالومه کسانو په ډزو کې يو ډاکټر وژل شوی دی
د شمالي وزيرستان په میرعلي بايي پاس تيره شپه د نامالومه کسانو په ډزو کې يو ډاکټر وژل شوی دی، پوليس دغه پېښه تاييدوي.