جرمني اووه تنه د داعش د ملاتړ په تور نیولي
د جرمني امنیتي مقاماتو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۱۰) وویل چې په سوریه کې داعش ته د پیسو د راټولولو په تور یې اووه تنه نیولي دي.
یونیسف: دریو میاشتو کې ۱۴۰ زره په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه شوې
د ملګروملتونود ماشومانو د ملاتړ اداره " یونیسف" وايي، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې په خوارځواکۍ اخته د ۱۴۰ زره افغان ماشومانو درملنه کړې ده.
چین افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وايي، چې چین ورسره د شاوخوا ۷۰زرو کسانو لپاره د مرستې برابرولو ژمنه په داسې حال کې کړې، چې دا اداره افغانانو ته د مرستو د برابرولو په برخه کې د بودیجې د جدي کمښت سره مخ ده
پر مسکو د ډرون په بریدونه کې څو ودانیو ته زیان رسیدلی
د بې پیلوټه ډرون الوتکو یوبرید د سه شنبې په ورځ ۳۰ مۍ (جوزا نهم) مسکو ولړزوه او ځینو ودانیو ته یې یو څه زیان هم ورسوه.
متقي لویدیځ ته: د افغانستان علمي کدرونه مه باسئ
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په غربي هیوادونو غږ کړی چې د هیواد څخه د مهارت لرونکو او تعلیم یافته افغانانو ایستل او بیا میشت کیدل دې بند کړي ځکه چې د هغه په وینا دا کار د افغانستان په زیان دی.
ولې یو شمیر هندي پهلوانان غواړي خپل د اتلولۍ مډالونه سیند وغورځوي؟
د هند یو شمیر مشهورو پهلوانان چې غوښتل یې د سه شنبې په ورځ مې ۳۰ (غبرګولي۹) خپل د اتلولۍ مډالونه د ګنګا سیند ته وغورځوي، د ټولنې د مشرانو لخوا تر مداخلې وروسته لدې کاره لاس په سر شول.
بلینکن له ترکیې او هنګري وغوښتل هر څومره ژر چې کیږي ناټو کې د سویډن غړیتوب ومني
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا په ترکیې او هنګري غږ وکړ چې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو کې د سویډن غړیتوب هر څومره ژر چې کیږي ومني.
ملګري ملتونه: افغانستان کې لوږه ډېرېدونکې او د اندېښنې وړ ده
د ملګرو ملتونو دوو ادارو د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (غبرګولي اتمه) په افغانستان او شمېر نورو هېوادونو کې د لوږې او خوړو د بېړنۍ اړتیا د ډېرېدو خبرداری ورکړ.
امریکا کې د سرتېرو د یادونې ورځ ونمانځل شوه
امریکایان هر کال د مۍ میاشتې په وروستۍ دوشنبې د هغو امریکایانو یاد کوي چې په پوځ کې د خدمت پرمهال وژل شوي دي. دې ته د یادونې ورځ (Memorial Day) وايي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
امریکا له اوکراین سره ۳۰۰ میلیون ډالر نوې پوځي مرسته کوي
د امریکا متحده ایالتونه به له اوکراین سره ۳۰۰ میلیون ډالر نوې پوځي مرسته کوي. په دې مرستو کې د اوکراین د «پیټریوټ» میزایل سیستم لپاره مهمات هم شامل دي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ آشنا ټلوېزیون د سې شنبې په خپرونه کې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د لوږې، په امریکا کې د وژلو شویو سرتېرو د یادونې د ورځې او د امریکا مېشتو مسلمانانو د یوې سترې کلنۍ غونډې په اړه مهم راپورونه او مرکې لرو.
د بریتانیا صدراعظم په دوه اړخېزو مسائیلو د خبرو لپاره واشنګټن ته ځي
د بریتانیا د صدراعظم دفتر نن سه شنبه مۍ ۳۰ (جوزانهمه) اعلان وکړ چې رېشي سوناک د امریکا متحدو ایالتونو ته ځي چې له ولسمشر جوبایډن سره ملاقات وکړي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.