ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف هم پیوټن ته مبارکي ورکړې او په دې اړه په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې شهبازشریف وویل او غواړي چې د دوه اړخيزه تعلقاتو مضبوطولو دپاره د پیوټن سره همکاري وکړي

18.03.2024 ډیوه

څېړونکي امید څرګندوي چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده قرض د اخېری قسط منظوري ورکړي

د پاکستان او د ايي اېم اې دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه ده، د زر مبادلې ذخيرې يې د اته 8 اربه ډالرو څخه ښکته دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی

18.03.2024 ډیوه

په افغانستان کې د یوناما د کار موده وغزول شوه، امریکا او طالبانو یې هرکلی کړی

واشنګټن — د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکې ادارې یوناما د کار موده د یوه بل کال لپاره وغزوله، امریکا یې هرکلی کړی او طالبان هم وایي له یوناما سره به د تېر په څېر همکاري کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ پر 15مه خپل 2727 (2024) نمبر قرارداد د رایو په اکثریت سره منظور کړ او د یوناما د کار موده یې د 2025م کال د مارچ تر 17مې نېټې پورې وغزوله. په قرارداد کې په افغانستان کې د یوناما فعالیت د ملګرو ملتونو د نورو ادارو، له افغان ولس سره د مالي مرستو او پروګرامونو د دوام لپاره مهم بلل شوی دی. امنیت شورا په خپل بیان کې پر ټولو اړوندو اړخونو ږغ کړی چې له یوناما سره د خپل کار په برخه کې همکاري وکړي. امنیت شورا د یوناما د کار مودې له غزېدو سره سره دا غوښتنه هم وکړه چې په هرو درو میاشتو کې دې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش رپوټ د افغانستان د حالاتو او د یوناما د کارونو په تړاو دغې شورا ته وړاندې شي. په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې لینډا توماس ګرینفیلډ د یوناما د کار مودې غزولو هرکلی کړی او وایي ځکه د دې ادارې کلک ملاتړ کوي چې "امریکا په ژوره توګه" د افغان ولس ملاتړ ته ژمنه ده. مېرمن ګرینفیلډ په یو بیان کې ویلي د یوناما د کار مودې په غزولو سره امنیت شورا ملګرو ملتونو ته دا توان ورکړ چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې بنیادي لومړیتوبونو ته دوام ورکړي. د مېرمن ګرینفیلډ په وینا "په دې هېواد کې د پراخ بیړني بشري او اقتصادي بحران کمول، امن او ارامۍ ته وده ورکول، د ټولو اړوندو افغان سیاستوالو او شریکانو تر منځ د خبرو اترو اسانتیا او د ټولو افغانانو خصوصاً د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنیادي ازادیو لپاره د هڅو ملاتړ کول" باید د یوناما په لومړیتوبونو کې وي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د مودې غزولو په اړه د امنیت شورا قرارداد ته په غبرګون کې ویلي دا اقدام د افغانستان په ګټه دی، ځکه چې وایي له نورو هیوادونو او ادارو سره اړیکو ته اړتیا لري او یوناما به د اړیکو د ټینګیدو په برخه کې کار وکړي. مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې سرکاري رېډیو ټیلیویژن آر ټي اې سره په یوه ږغیزه مرکه کې له یوناما غوښتي چې د سفارتي اړیکو په اړه خپله ذمه واري دې ترسره کړي او کومې مسلې چې لا حل نه دي له هیوادونو سره دې یې د افهام او تفهیم له لارې حل کړي: "د افغانانو غوښتنه دا ده چې یوناما په ښه ډول استازیتوب وکړي او افغانستان له نړۍ سره ونښلوي، همدا شان د افغانستان پرمختګونه، لاس ته راوړنې، په افغانستان کې امنیت او ثبات نړۍ ته منعکس کړي". ذبیح الله مجاهد ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې ددغې ډلې حکومت ته وسپارل شي، د افغانستان شتمنۍ دې ازادې کړل شي او د طالبانو پر حکومت دې د بندیزونو او فشار اچولو د "بې ځایه هڅو" مخه ونیول شي. جاپان د مارچ په میاشت کې د امنیت شورا مشري پر غاړه لري او د یوناما په اړه قرارداد یې وړاندې کړی وو. په امنیت شورا کې د جاپان استازي ویلي دا قرارداد ددې ضمانت ورکوي چې یوناما به په افغانستان کې د څو اړخیزو خطرونو پر وړاندې په کافي او قوي توګه سمبال وي. هغه وویل په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر ضروري دی ځکه چې وایي نړیواله ټولنه له طالبانو سره د اړیکو او باور جوړولو په لټه کې ده او دا د افغانستان خلکو ته یو قوي پیغام استوي چې ملګري ملتونه د امنیت د شورا په ملاتړ"د هغوی لپاره نه ستړي کېدونکي کار ته دوام ورکړي". د چین استازي په دې اړه خواشیني څرګنده کړې چې په دغه قرارداد کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه څه نه دي ویل شوي او ویلي یې دي چې له بشري، اقتصادي او د ترهګرۍ له چېلنجونو سره سره په تېرو دوو کلونو کې په دې هېواد کې امنیت ښه شوی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال په 15 مثبتو رایو د یوناما د کار موده د روانې مارچ میاشتې تر 17 نېټې پورې غزولې وه. یوناما له 2002 کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی او امنیت شورا یې هر کال په رایو اچولو سره د کار موده غزوي.

16.03.2024 ډیوه

څېړونکي: که د بجلۍ په اړه پاکستان د آي ایم ایف غوښتنې پوره کوي نو زور به یې تر عوامو خیژي

اسلام اباد — د انګرېزۍ ورځپاڼې "د نيوز" د خبر ترمخه پاکستان نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ته باور ورکړی چې د بجلۍ نرخونه به لوړوي اؤ د بجلۍ په برخه کې د پيداوار په وخت د لګښت خرڅه به وصولوي چې نزدې د 210 اربه روپیو پورې ده. څېړونکي وايي که څه هم دا ګام به د توانايۍ په څانګه کې د مالي استحکام په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي خو ددې زور به عوامو ته رسيږي. مطبوعات وايي چې په پنجاب صوبه کې د مالي شمېرو په سر د پاکستاني مذاکرات کوونکو او آي اېم اېف ترمنځ هم اختلافات مخې ته راغلي دي. آي اېم اېف ویلي چي پنجاب صوبه د مطلوبه امدن په راغونډولو او د بې خرته لګښتونو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده. رپورټونه وايي نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف د پنجاب صوبې په مالي حېثيت د ټکونو په ترڅ کې ویلي چي دغه صوبه د مطلوبه امدن په راغونډولو او د خپلو لګښتونو په راکمولو کې پاتې راغلې ده. ورځپاڼه دي نيوز ليکي د پاکستاني چارواکو او آي اېم اېف د مامورينو ترمنځ خبرو کې دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې په پنجاب کې د ټېکسونو راغونډولو اختيار دې د محصولاتو مرکزي بورډ ته وسپارل شي. ددې ترڅنګ آي اېم اېف ته د بجلۍ په نرخونو کې په ټاکلي وخت د اضافې کولو باور ورکړی شوی چې امکان څرګنديږي په هېواد کې د بجلۍ په قيمتونو کې د جولاي د اولنۍ نېټې څخه نوره اضافه وشي. د پاکستان د بجلۍ څانګه له يوې اوږدې مودې راهیسې د ګردشي قرضو د مسلې سره مخ ده خو د بجلۍ په نرخونو کې د تېرو دوو کلونو راهیسې د اضافې باوجود هم دا قرضه 2.7 ټرلينه روپو ته ختلې ده. د انرژۍ د څانګې ماهرين وايي پاکستان کې د پاور سېکټر ټولې 22 کمپنيانې دي او دغو کې 17 کمپنۍ په خساره کې روانې دي. د توانايۍ د چارو ماهر خالد ولید وي او اې ډیوه ته وایي، د بجلۍ په څانګه کې ددې د خورولو په نظام کې مسلې دي او د بجلۍ په خورولو کې ددې ضياع ډيره زياته ده . هغه وایي له دې پرته په کراچۍ او پېښور کې د بجلۍ د بېلونو وصولي هم کمه ده او بله دريمه ستونزه د استوګنو سيمو کې د صنعتونو په نسبت د بجلۍ د زيات استعمال ده. د خالد ولید په وینا "په نوره نړۍ کې د بجلۍ په استعمال کې د صنعتونو برخه زياته وي او دغه شان د ګېس په څانګه کې لويه مسله کيمياوي صنعتونو ته په رعايتي نرخونو د ګېس ورکولو ده او آي اېم اېف غواړي چې دغه صنعت په رعايتي نرخونو د ګېس ورکول بند کړي". د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ترمنځ د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې د 1.1 ارب ډالره اخري قسط ترلاسه کولو په سر جایزه خبرې په داسې حال کې روانې دي چې پاکستان د خپل تاريخ د ستونزمن اقتصادي بحران سره مخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه شوې ده، د زر مبادلې ذخيرې یې د 8 اربه ډالرو څخه ښکته راغلي دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی. اقتصاد پوهان وايي د آي اېم اېف په غوښتنو عمل کول به حکومت ته مشکل وي. اقتصادپوه شهریار بټ وایي ،آي اېم اېف غواړي چې پاکستان په خپل اقتصاد کې اصلاحات راولي، د ټېکسونو په مد کې امدن زيات کړي او د ټېکسونو داېره دې ټول هېواد ته وغځوي، ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د آي ایم ایف غوښتنه ده چې د مځکو کاروبار کونکي دې د ټېکس جال کې راوستل شي او ددې سره د زراعتو په څانګه دې هم ټېکسونه ولګول شي چې دا ټولې غېر مقبوله فېصلې دي حکومت ته به یې  کول ګران وي. د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف وړاندې  د خزانې د مرکزي وزير محمد اورنګزيب تر مشرۍ لاندې خپلې اقتصادي ډلې ته ویلي چي د لنډ مهاله قرض پروګرام د ترسره کېدو وروسته دې د آي اېم اېف سره د يوې بلې اوږد مهاله قرض لوظنامې لپاره خبرې پېل کړي.   د پاکستان حکومت لا نه ده واضحه کړې چې د آي اېم اېف څخه به د اږود مهاله پروګرام لاندې څومره رقم اخلي خو امريکايي خبري ادارې بلومبرګ فرورۍ کې خپل رپورټ کې ويلي وو چي پاکستان د آي اېم اېف څخه 6 اربه ډالره نور قرض ترلاسه کول غواړي.  پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم تېره ورځ د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف سره ملاقات کړی او د امریکا د سفارت اعلامیه وايي په ليدنه کې امريکايي سفير د آي اېم اېف پروګرام د لارې پاکستان ته د اقتصادي اصلاحاتو لپاره د امریکا د مرستې باور ورکړی دی.

16.03.2024 ډیوه

حکومتي اؤ سیاسي مشرانو د میرعلي برید غندلی، څېړونکي وایي څنګه یو ایټمي هیواد ترهګري نه شي ختمولی؟

پېښور — د خالي یا شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پوځ په مرکز شوي ځانمرګي برید په پراخه کچه غبرګونه راپارولي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې ترهګري زیاتېږي خو د مخنیوي لپاره یې اغېزمن ګامونه نه اخیستل کیږي. د پاکستان صدر، وزیراعظم اؤ ګڼ شمیر نورو حکومتي اؤ سیاسي مشرانو دې برید کې پوځ ته په اوښتو زیانونو خفګان ښکاره کړی خو څېړونکو بیا پوښتنه کړې ده چې څنګه د نړۍ یو ایټمي هیواد تر اوسه د ترهګرۍ په ستونزه قابو ونه موندله. د پاکستان پوځ وایي د خالي- شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په مېرعلي سیمه کې ترهګرو د پوځ په یوه پوسته ځانمرګي برید کړی اؤ بیا د پوځ اؤ ترهګرو تر منځ نښته شوې چې د دوؤ پوځي افسرانو په ګډون پکې اووه عسکر وژل شوي اؤ وایي برید کوونکي شپږ واړه ترهګر هم وژل شوي دي. د پاکستان د صدر اصف علي زرداري، د وزیراعظم شهباز شریف اؤ د اطلاعاتو د وزیر عطا تارړ په شمول د هیواد یو شمیر حکومتي اؤ سیاسي مشرانو پخپلو بیلابیلو بیانونو کې په دې ترهګریز برید کې پوځ ته په اوښتي دروند ځاني زیان خواشیني ښکاره کړې ده اؤ د ترهګرۍ د روانې لړۍ غندنه یې کړې ده . خو د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر ښاغلي محسن داوړ بیا ویلي چې ده ده د پارلیمان د غونډو نه واخله تر سړکونو په هر ځاي کې وخت په وخت د ترهګرۍ د بیا پیل کېدو خبرداری ورکړی خو وایي چې دده دې خبرداري ته هیڅ پام نه دی ورګرځول شوی . په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې ښاغلي محسن داوړ ویلي، د ترهګرۍ د بیا پېلیدو په اړه یې وړاندوینې سمې ثابت شوي اؤ اوس چې یو وارې بیا د ډالرو په بدل کې د پښتنو وینه بهیږي نو هم هغه شان د چوپتیا اؤ بې حسۍ مظاهره روانه ده. د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا عمومي سکتر ښاغلی سردار حسین بابک وایي یو ایتمي قوت دې وضاحت وکړي چې په ترهګرۍ ختمولو کې ولې ناکامه دی ؟ ډیوه سره خبرو کې هغه پوښتنه راولاړه کړه چې ایا پاکستان د ترهګرو په وړاندې کمزوری دی که نا ملګری یې دی چې ترهګري نه شي ختمولی ؟ بابک وایي، کمزوری خو ریاست نه شي کیدای اؤ کمزوری دی هم نه ځکه چې د اټک نه پورې غاړه پولیس سره ټوپک هم نشته خو امن یې ټینګ کړی دی. نوموړی وایي، دوي د زمانو نه چغې وهي چې  د پښتنو په خاوره اور لګول شوی اؤ چې کله څوک اور ولګوي نو په هغې کې بیا ټول د یوې مخې سوځي اؤ چې څوک هم پکې سوځي نو دا د خفګان خبره ده.  سردار بابک ویلي" نه پوهیږو چې دا څنګه یو ریاست دی ، د اټک نه اخوا یوه مقدسه خاوره ده اؤ د چترال نه واخله تر بولانه پورې بیا اور یې کرلی دی" هغه وایي پاکستان نه غواړي چې د پښتنو په خاوره امن راشي اؤ دا ډیره د تاوان خبره ده چې که یو عام وګړی وژل کیږي اؤ که پوځي وژل کیږي ، د پښتنو په خاوره وژل کیږي. د سردار حسین بابک په خبره ، په مرکز کې دا وخت د مسلم لیګ اؤ په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی خو نواز شریف اؤ عمران خان هډو په دې خبره نه کوي چې د پښتنو په خاوره دا مشکل ولې پېدا دی، یا ددې حل څه دی؟ د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی وتلی خبریال اؤ څېړونکی ناصر داوړ بیا وایي شمالي وزیرستان په بشپړ ډول سقوط کړی دی اؤ هلته اوس یا خو ټي ټي پي ده اؤ یا هم د حافظ ګل بهادر ډله فعاله ده. نوموړی ډیوه ته وایي، مخکې د پي ټي آي د واکمنۍ په دوره کې وسله وال زیات پیاوړي شوي وؤ اؤ اوس چې بیا پښتونخوا صوبه کې د پي ټي آي حکومت جوړ شوی دی نو یو وارې به بیا وسله وال هڅه وکړي چې ځانونه نور هم پیاوړي اؤ راڅرګند کړي اؤ پوځ اؤ حکومت ته وښایي چې دوي ختم یا کمزوري نه بلکې د مخکې نه زیات پیاوړي دي . هغه وایي د تحریک انصاف د صوبایي حکومت یو مهم چارواکي ورته ویلي چې دوي به د امن لپاره د ریاست اؤ  طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې هم یو کردار ادا کړي خو وایي دغه چارواکي ورته ویلي که ټي ټي پي سره د ریاست مذاکرات کوي نو د ګل بهادر ګروپ  پرې خفه کیږي اؤ که ګل بهادر سره مذاکراتو ته کښېني نو ټي ټي‌ پي پرې اعتراض لري. د ناصر داوړ په وینا ، شمالي وزیرستان کې اوس له خلکو بهتې یا قلنګونه هم اخستل کیږي اؤ دا شان په پېښور اؤ د صوبې په نورو برخو کې هم د قلنګونو غوښتلو کچه یو وارې بیا لوړه شوې ده: "د ټي ټي پي چې څومره ترهګرې ډلې دي ، دا وخت د خېبر پښتونخوا په هره ضلعه کې شتون لري، اؤ د شمالي اؤ جنوبي وزستان وروسته چې تر ټولو زیاتې متاثره سیمې دي هغې کې بنو، لکي مروت،ټانک اؤ ډیره اسماعیل خان شاملې دي". نوموړی اندېښنه ښیي چې په راتلونکي کې خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ لړۍ نوره هم پراخېدلی اؤ چټک کیدای شي اؤ وایي ترهګرې ډلې به وخت په وخت پوځ اؤ حکومت ته پېغام ورکوي چې "زما غوښتنې ومنه ګنې ژوند ته تا هم نه پرېږدم". وي او ای ډیوه د خېبر پښتونخوا د صوبایي حکومت د نظر معلومولو لپاره د صوبایي حکومت ویاند بېرسټر سیف سره د واټسف له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه اؤ هغه ته یې غږییز میسیج هم پرېښودو خو بېرسټر سیف د وي او ای پوښتنې ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

16.03.2024 ډیوه

پوځ وایي د شمالي وزیرستان برید کې دوه پوځي افسران، پینځه عسکر اؤ شپږ ترهګر وژل شوي

پېښور — د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په مرکز د خالي- شنبې په ورځ تر سره شوي ځانمرګي برید کې د پوځ دوه افسران اؤ پینځه عسکر وژل شوي دي. پوځ ویلي دي چې ځوابي کاروایۍ کې شپږ ترهګر هم وژل شوي دي. د پوځ د ویاندې ادارې (آي ایس پي ار) په بیان کې ویل شوي چې ترهګرو د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې په امینتي پوسته حمله کړې ده خو د سیمې نه ازادو سرچینو بیا ډیوه ته ویلي چې دا برید سیمه کې په یوه پوځي قلعه شوی دی. د پوځ د بیان له مخې د شپږو ترهګرو یو ټولي د باردو نه ډک ګاډی د امنیتي پوستې سره ټکر کړی دی چې له هغې وروسته یو شمیر ځانمرګي بریدونه شوي اؤ ددغو بریدونو په نتیجه کې د یوې ودانۍ چت غورځېدلی دی. پوځ ویلي چې دې ترهګریز برید کې دوه پوځي افسران اؤ پینځه عسکر وژل شوي دي. د پوځ بیان کې  برید کې د وژل شوؤ پوځي افسرانو نومونه لیفټننټ کرنل سید کاشف علي اؤ کیپټن محمد احمد بدر ښودل شوي. پوځ وایي کاشف علي د کراچۍ او محمد احمد بدر د پنجاب د تله ګنګ ضلعې وو. همدا شان د نورو وژل شوؤ پوځيانو پېژندګلو د د خېبر د استوګن حوالد صابر،د لکي مرودت د نایک خورشید،د پېښور د سپاهي ناصر،د کوهاټ د سپاهي راجه اؤ د ایبټ اباد د سپاهي سجاد په نومونو شوې ده. پوځ ویلي دي چې د برید نه وروسته کله پوځ د د لیفتننټ کرنل کاشف په مشرۍ کې د پاکونې عملیات کول نو په هغه مهال یې ترهګرو سره نښته شوې اؤ شپږ واړه ترهګر یې وژلي دي. د آي ایس پي ار د بیان ترمخه د پاکونې دغو عملیاتو کې لیفټننټ کرنل کاشف علي هم وژل شوی دی. پوځ وایي چې په سیمه کې اوس هم د پاکونې عملیات روان دي تر څو دغلته په ممکنه ډول د پټو نورو ترهګرو نوغی هم وویستل شي. پوځ پخپل بیان کې ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ د لعنت ختمولو لپاره کوټلې ولوله لري اؤ وایي داسې قربانۍ یې ولولې نورې هم پیاوړې کوي. په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې خو د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي چې په شمالي وزیرستان کې دا مهال د حافظ ګل بهادر ډلې اؤ ټي ټي پي‌ وسله والو خپلې پښې مضبوطې کړې دي اؤ داسې بریښي لکه چې دا ضلعه په بشپړ ډول د وسله والو په قبضه ده . وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي دا برید د ترهګرو لخوا د خیبر پښتونخوا نوي حکومت اؤ دپاکستان پوځ ته یو پېغام هم کیدای شي ترڅو ترهګر هغوي ته ووایي چې د وړاندې په نسبت زیات مضبوط شوي اؤ څه وخت هم پوځي په اسانۍ سره په نخښه کولی شي. ناصر داوړ وایي په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت نه په تېرو وختونو کې هم وسله والو قلنګونه یا بتې اخستې دي اؤ دا وسله والو ته یو کمزوری حکومت ښکاري نو ځکه به پکې هغوي خپل فعالیتونه راتلونکي کې نور هم چټک کړي. نوموړی وایي اوس ترهګري د قبایلي ضلعو په ګډون د پښتونخوا بندوستي سیمو ته هم خوره شوې ده اؤ په جنوبي اؤ ضلعو کې په دې وروستیو کې رامنځته شوې د ترهګرۍ پېښې ښیي چې ترهګر د وړاندې په نسبت زیات منظم شوي اؤ پیاوړي شوي دي.

16.03.2024 ډیوه

د روس په میزایل بریدونو کې د اوکراین په اوډیسه ښار کې 20 تنه وژل شوي او 70 ټپیان شوي

واشنګټن — اوکرایني چارواکي وایي روس د جمعې په ورځ بېلسټیک میزایلو په وسیله د دوی په جنوبي ساحلي ښار اوډیسه کې د عامو خلکو د استوګنې پر سیمو بریدونه کړي چې وایي 20 تنه پکې وژل شوي او تر 70 زیات ټپیان شوي دي. چارواکي تر لومړي برید وروسته چې کله ژغورونکي کسان د پېښې ځای ته د مړیو او ټپیانو د را ایستلو لپاره ورغلل پر هغوی بل برید وشو او ځینې کسان پکې ووژل شول. د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي دا یو "د کرکې وړ" برید بللی او وايي، اوکرایني ځواکونه به د اوډیسه پر ساحلي ښار د میزایلو او ډرون بریدونو غچ له روسه واخلي. ښاغلي زلنسکي پر خپله ټیلیګرام پاڼه لیکلي چې په اوډیسه ښار کې د مرستې او ژغورنې عملیات روان دي، خو روس ته یې ګواښ کړی او لیکلي یې دي "زموږ دفاعي ځواکونه به یقیناً په پوره هڅې سره دا ډاډ تر لاسه کوي چې روسي قاتلین زموږ منصفانه جواب محسوس کړي". د دې سیمې ګورنر اولیه کیپر وایي، دا دوه میزایل د روس تر واک لاندې کریمیا سیمې څخه ور ویشتل شوي وو چې وایي د استوګنې پر یوه سیمه ولګېدل. ښاغلي کیپر پر ټیلیګرام د پېښې عکسونه خپاره کړي او وایي په وژل شویو کسانو کې ځایي اوسېدونکي، یو ډاکتر او د ژغورونکو ډلې یو شامل دي، وایي اووه د ژغورونکې ډلې کسان ټپیان شوي هم دي. ګورنر کیپر ویلي چې د پېښې په غبرګون کې نن د شنبې- خالي ورځ د ماتم ورځ ده او روس یې "یو ترهګر هېواد" بللی دی. روس د تېر کال له نیمایي راهیسې پر اوډیسه ښار باندې بریدونه وروسته له هغه زیات کړي چې د ملګرو ملتونو او ترکي په منځګړتوب یې د سره سمندر له لارې د اوکراین غلې دانې د لېږدولو تړون پای ته ورساوه. ماسکو د دغو تازه میزایل بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو سره له دې چې په پرله پسې بریدونو کې یې ګڼ شمېر عام خلک وژل شوي، مګر مخکې یې بیا بیا د عامو خلکو د استوګنې پر ځایونو د بریدونو خبرونه رد کړي دي. د جمعې په ورځ اوکراین او روس دواړو دعوه کړې چې وړمه شپه یې د یو بل ډرون الوتکې ویشتلې او را غورځولې دي. د اوکراین هوایي ځواکونو پر سوشل مېډیا په یو پوسټ کې دعوه کړې چې د روس 27 ایراني طرز ډرون یې را غورځولي دي. د روس د دفاع وزارت هم د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې د اوکراین پینځه ډرون او دوه راکټونه یې د روس په جنوب ختیځه سرحدي سیمه بیلګوروډ او کالوګه سیمه کې ویشتلي دي. د اوکراین او روس تر منځ د تشدد دا وروستۍ پېښې په داسې وخت شوې دي چې په روس کې پرون درې ورځني صدارتي انتخابات پیل شوي او داسې ښکاري چې صدر ولادیمیر پوټین به یې وګټي ځکه چې ویل کېږي خپل اکثر مخالفین یې یا ډارولي یا په جېلونو کې بند کړي دي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي، اې پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

16.03.2024 ډیوه

یونیسکو: افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې دی چې زیاتې نجونې پکې له زدکړو محرومه دي

پېښور — د ملګرو ملتونو تعليمي، ساینسي او کلتوري ادارې يونيسکو ويلي چې د افريقايي هېوادونو په ګډون افغانستان له هغو لسو هېوادونو نه يو دی چې ډېرې جينکۍ پکې زدکړې نه کوي۔ ادارې پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې اوس مهال 75 فیصدي هغه افغان نجونې چې عمرونه يې سکولونو د تللو دي د تعليم ترلاسه کولو نه محرومه دي۔ د تعليمي او سياسي چارو افغان پوهان وايي په هېواد کې تېر جنګونه، کلتوري عوامل، د تعليم په برخه کې د خدماتو کمښت او د طالبانو له خوا لګول شوي بنديزونه هغه علتونه دي چې په لکونو شمېره کې جينکۍ یې کورونو کې په ناسته مجبوره کړي دي۔ افغان کارپوهه ښاغلی اصف ننګ وي او ای ډیوه ته وایي، "په افغانستان کې د تېرو څلورو لسيزو د جګړو له امله دغه هیواد ويجاړ شوی دی، تعليمي بنيادونه یې ويجاړ شوي دي، د ښوونکو د روزنې پروګرامونه پکې ټکنې شوي دي، غربت، فقر او خطر سیوا شوی دی". هغه وایي د جینکو د زده کړو نه د محرومتیا بل ستر علت دا دی چې دطالبانو له خوا د نجونو په زده کړو بندیز لګول شوی اؤ ګڼ شمیر نجونې د زده کړو ترلاسه کولو نه محرومه شوي دی. د يونيسکو د رپورټ ترمخه په 2022م کال کې 80 فيصده افغان جينکۍ له ابتدايي تعليم، 91 فيصده د ثانوي تعليم نه ښکته او 96 فيصده جينکۍ د ثانوي تعليم نه پورته بې برخې پاتې وې۔ په 2021 کال کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې اول د شپږم ټولګي پورته په سکولونو او بيا پوهنتونونو کې د جينکو او ښځو په تعليم بندېز اعلان کړو۔ يو شمېر افغان جینکۍ په هېواد کې واکمن طالبانو څخه د جينکو دپاره د سکولونو دروازو پرانستلو غوښتنه کوي چې په دې توګه قيمتي وخت يې د ضایع کېدو څخه بچ شي۔ د مکتب افغان زده کوونکې فاطمه صافۍ وایي درې کاله وشول چې د هغوي په مخ د مکتبونو دروارې تړل شوي دي. ډیوه سره خبرو کې هغه وایي " زمونږ ډېر وخت ضایع شو او مونږه د زده کړو نه لرې يو او خپل راتلونکي دپاره ډېر اندېښمن يو، نوي تعليمي کال ته د ګوتو په شمېر لږې ورځې پاتې دي نو هيله مو د حکومت نه دا ده چې د مکتبونو دروازې زمونږه د پاره خلاصې کړي". د طالبانو له خوا د ښځو په تعليم او کار بندېز ته د افغانستان دننه او بهر په پراخه کچه غبرګون ښودل کېږي. د ښځو د حقونو افغان فعالانې وايي چې د جينکو په تعليم لګول شوی بندېز په دې هېواد کې نه يوازې د ولس او طالبانو ترمنځه واټن سېوا کوي بلکې د ټولنې په کلتور او اقتصاد هم خراب اثر پرېباسي۔ د ښځو حقونو افغان فعاله اغل اصفه ستانکزۍ وایي ،په ښځو د دغو بنديزونو دوام نه يوازې د ولس او اوسني حاکم نظام ترمنځه فاصله سېوا کوي بلکې افغانستان د کلتوري، اقتصادي، سياسي او ټولنيزو مشکلاتو سره مخ کوي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې وویل "د اوسني واکمنانو نه مخکې هم په ټولنه کې ښځې د فرهنګي، ټولنيز، سياسي او اقتصادي او هم دا راز په جبري ودونو مجبورولو او داسې نورو ننګونو سره مخ وې". طالب چارواکو وار په وار ويلي چې د جينکو د تعليم پرضد نه دي او د نجونو د زده کړو د ځنډېدو علت د هغوی لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول او یوه طرحه جوړول بولي . دوی وايي د اسلام او د افغان دود دستور سره سم به د جينکو د تعليم او کار روزګار دپاره حالات برابروي خو تر اوسه یې د نړۍ د زیات ټینګار اؤ غوښتنو باوجود د نجونو په زده کړو د لګیدلي بندیز ختمولو لپاره کومه مشخصه موده یا نېټه نه ده ښودلې.

16.03.2024 ډیوه

شمالي وزیرستان: په پوځي قلعه ځانمرګی بريد او نښته، ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

ډېره اسماعيل خان/ کراچۍ — د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه سيمې شمالي وزيرستان کې په پوځي قلعه ځانمرګی برید شوی، د بريد سره سم دغلته نښته پېل ‏شوې کومه چې تراوسه روانه ده، په بريد کې د اووه پوځي عسکرو او افسرانو وژل کېدو او ‏‎25‎‏ پورې ژوبلېدو خبر دی خو پوځ په رسمي ډول په دغه اړه ‏تراوسه څه نه دي ويلي.‏ خو د شمالي وزيرستان ضلعي انتظامیې د بريد پېښه تاييد کړې او وي او اې ډيوه ته یې ویلي، دا برید نن سهار د شمالي وزيرستان د ميرعلي په خدي ‏علاقه کې شوی دی.‏ د انتظاميې په وينا برید کوونکو لومړی د بارودي موادو ټرک د قلعې نه تمبولی، بيا بريد کوونکي قلعې ته نننوتلي دي او د دواړو خواوو، بريد کوونکو او ‏امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې پيل شوي دي.‏ د انتظامیې په وينا چاودنه دومره زوروره وه چې په قلعه کې دننه د کورونو چتونه غورځېدلي، چې له امله یې د مرګ ژوبلو خبرونه هم دي.‏ د سيمې نه سرچينې وي او اې ډیوه ته ويلي، په پېښه کې تراوسه پورې د اووه پوځي عسکرو او افسرانو د وژل کېدو او ‏‎25‎‏ ژوبلېدو خبر دی، خو پوځ په ‏رسمي ډول د بريد او پکې پوځ ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.‏ په ټولنيزو رسنيو ځينې داسې خبرونه هم دي چې دغه بريد د پاکستاني طالبانو ګل بهادر ډلې کړی دی، خو په رسمي توګه لا کومې ډلې د برید ذمه واري‌ نه د ه منلې. د خدي علاقې ځايي خلک وايي، سهار د پيشمني په وخت یې د زورورې چاودنې غږ اورېدلی، او دومره زورور ډز شوی چې د نزدې خلکو د کورنو کړکۍ ‏یې غورځولي دي.‏ يو ځايي تن لقمان داوړ وايي، د چاودنې وروسته یې ډزې اورېدلي دي، چې تر ماسپښينه روانې وې او د علاقې خلک په کورونو کې بند ساتل شوي چې ‏بهر نه وځي.‏ هغه وويل، د علاقې خلک سخت په ويره کې دي، هغه د وي او اې ډيوه سره ځينې عکسونه هم شریک کړي چې پکې يو غورځېدل ديوال ليدل، او ماتې ‏شوې شيشې ليدل کيږي.‏ د ميرعلي تحصيل خدي علاقه د ميرعلي بازار نه نزدې پينځه کلوميټره لویديځ، د ميرانشا په مرکزي سړک دپاسه ده.‏ خدي مارکيټ په کال ‏‎2014‎م کې د ضرب عضب پوځي عملياتو نه وروسته پوځ جوړ کړی، ځایي خلکو ته یې ورکړی وو خو وروسته چې په علاقه کې د ‏ناامنۍ پېښې زياتې شوي، پوځ بيا په دغه ځای کې عارضي قلعه يا کېمپ جوړ کړی دی.‏ د خدي د پېښې وروسته د ميرانشا او بنو ترمنځ غټه لاره (سړک) بند کړل شوی، او په علاقه کې د موبايل ټيليفون سروس هم ځنډول شوی دی.‏ په شمالي وزيرستان کې دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان وزيراعظم شهباز پرون په راولپنډۍ کې پوځي مرکز (جي اېچ کيو) ته ورغلی او ‏پوځي مشرتابه سره یې ليدلي دي.‏ د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، وزيراعظم او د کابينې غړو ته په ملک کې روان امنيتي صورتحال، د ګواښونو، امنيتي ګواښونو ته د ‏ځواب ويلو، او ترهګرۍ ضد روانو عملياتو په اړه احوال وړاندې کړل شوی دی.‏ وزیراعظم شهباز شريف باور ورکړی، حکومت به د عملياتو چمتو کولو يقيني کولو دپاره ټول اړين وسايل ورکوي.‏ او د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، پوځ به د قوم هيلي پوره کوي او پاکستان ته د ورپېښو امنيتي چېلنجونو په مخنيوي کې به د حکومت پوره ملاتړ ‏کوي.

16.03.2024 ډیوه

وړمبي سمندري جهاز غزه ته 200 ټنه امدادي شیان ورسول

د اسرایل پوځ د جمعې په ماښام وویل د سمندري جهاز نه امدادي سامان په 12 ټرکونو کې بار کړی شو. غزه ته په امدادي شیانو کې خوراک، اوبه او نور شیان شامل وو

16.03.2024 ډیوه

د وي او ای د خبریال په شمول روس د ۲۰۰ په زیاتو امریکايي شهریانو پابندۍ ولګولې

د وي او ای خبریال جېف سېلډن د قومي سلامتیا په موضوعاتو خبرنګاري کوي. د سېلډن نه علاوه په امریکايي شهریانو د روس په تازه بندیزونو کې یو شمېر نور خبریالان هم دي چې په کې د امریکايي اخبار واشنګټن پوسټ او د نیویارک ټایمز صحافیان هم شامل دي

16.03.2024 ډیوه

​پي اېس اېل: اسلام اباد يونايټډ د کوټه ګلېډي اېټرز ته ماتې ورکړې د ټورنامنټ نه یې بهر کړې

د اسلام اباد يونايټډ او کوټه ګلېډي اېټرز د تېرې شپې لوبه کې د اسلام اباد لوبډلې لمړی بېټګ کړی او په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې یې په نهه لوبغاړو اوټ ‏کېدو ‏‎174 ‎رنزونه جوړ کړي وو

16.03.2024 ډیوه

پاکستان کې ډيزل ‏‎1.77‎‏ روپۍ ارزان کړل شوي د پټرولو قيمت په ځای ساتل شوی ‏

د تيلو په حواله د خزانې وزارت په اعلاميه کې ویل شوي، د پټرولو په بيعه کې هیڅ بدلون نه دی شوی، د يو ليټر پټرولو بيعه ‏‎279.75‎‏ روپۍ په ځای ساتل ‏شوې ده

16.03.2024 ډیوه

شهباز شریف: حکومت به وسله والو ځواکونو ته د عملياتي چمتو والي دپاره ټول وسايل ورکوي

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، وزيراعظم او د کابينې غړو ته په ملک کې روان امنيتي صورتحال، د ګواښونو، امنيتي ګواښونو ته د ‏ځواب ويلو، او ترهګرۍ ضد روانو عملياتو په اړه احوال وړاندې کړل شوی دی

16.03.2024 ډیوه

​ پاکستان کې د امریکې سفير د وزیراعظم شهباز شریف سره په یو لړ موضوعاتو غږېدلی

اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ويلي، په ليدنه کې د امريکې سفير د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره د دوامداره د اصلاحاتو په برخه کې د ‏مرستې او پاکستان کې د جمهوریت او ازاد مطبوعاتو د کليدي رول دپاره د امریکې د ملاتړ ويلي دي

16.03.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more