ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: سپریم کورټ پوځي عدالتونو ته د عامو خلکو د مقدمو د فیصلو اورولو مشروط اجازت ورکړی

اسلام اباد / واشنګټن — د پاکستان سپریم  کورټ په پوځي عدالتونو کې د عامو خلکو خلاف د مقدمو په ضد اپيلونو باندې پوځي عدالتونو ته د محفوظ شوو فېصلو اورولو مشروط اجازت ورکړی دی. عدالت ویلي د پوځي عدالتونو فېصلې به په اپيلونو د حتمي پرېکړې سره تړلې وي. د زيارت- پنجشنبې په ورځ په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو خلاف د مقدمو غیرقانونه ګرځولو په ضد اپيلونو باندې اورېدنه د سپريم کورټ د جج جسټس امين الدین خان په مشرۍ شپږ کسيز بېنچ وکړه. د اورېدنې په پېل کې اټارني جنرل یا سرکاري وکيل عدالت ته وویل چې د نهمې مې د 103 ملزمانو څخه 20 ملزمان به د مجوزه طريقه کار وروسته خوشي کړی شي. اټارنى جنرل منصور عثمان عدالت ته وویل چې په لومړي پړاو کې به محفوظ کړی شوې فېصلې اورول کېږي، په دوېمه مرحله کې به د هغې منظوري ورکول کېږي او په درېیم پړاو کې کمه سزا ترلاسه کونکو کسانو ته د مشر قاضي لخوا رعایت ورکول شامل دي. قانونپوه او په دې مقدمه کې د سپريم کورټ د پخواني جج جسټس جواد اېس خواجه وکيل اعتزاز احسن وايي د شلو ملزمانو د پرېښودو سره به فشار راکم شي: "پاتې شوه په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو خلاف د مقدمو چلول کېدو خبره نو د هغې پرضد زموږ موقف پر ځای دی او مونږ ګڼو چې په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو خلاف مقدمه نه شي چلول کېدی". سرکاري وکيل عدالت ته خواست وکړو چې ځانګړو عدالتونو ته دې د محفوظ کړی شوې فېصلې د اورولو اجازه ورکړی شي خو په دې اړه د شپږکسيز بېنچ مشر جسټس امين الدین خان وویل که اجازه ور هم کړی شي دا به په اپيلونو د حتمي فېصلې سره مشروط وي. د عدالتي چارو خبريال غلام نبي يوسفزی وایي، د سپريم کورټ مخې ته چې کوم اصل سوال پروت دی، هغه دا دی چې پوځي عدالتونو ته د عامو خلکو خلاف د مقدمو چلولو د سره اختيار نه شته: "فرض کړه دا شل کسان خوشي شي او دا پرېکړه حتمي شي نو بيا د هغې مطلب دا دی چې سپريم کورټ د پوځي عدالتونو دغه اختيار ومانه". د ملزمانو وکيل فېصل صديقي عدالت ته وویل که دا ملزمان په عامو عدالتونو کې وو نو تر اوسه به بهر راوتلي وای، خو وایي په دې باندې جسټس محمد علي مظهر پوښتنه وکړه چې ایا ته مقدمې د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې چلول غواړې چرته چې د سزا موده د 14 کلونو څخه کمه نه ده.  ددې نه علاوه سپريم کورټ د  خېبر پښتونخوا حکومت هغه درخواست هم منظور کړ، چې په پوځي عدالتونو کې یې د عادي خلکو د مقدمو د غیرقانونه ګرځولو په ضد د جمع کړی شويو اپيلونو د بېرته اخستو غوښتنه کړې وه. د سپریم کورټ لپاره د خېبر پښتونخوا اېډوکېټ جنرل سيد کوثر علي شاه وایي، "مونږ د خپلو خواستونو د بېرته اخستو لپاره د صوبايي کابينې د منظورۍ سره درې درخواستونه جمع کړي وو او نن عدالت هغه منظور کړي او مونږ خپل پيټيشن چې د خېبر پښتونخوا د اړخه وو هغه واپس شو". سپريم کورټ په راتلونکې اورېدنه باندې کم سزا موندونکو او د خوشي کېدو وړ ملزمانو رپورټ هم غوښتی او اټارنى جنرل ته یې په ډاګه کړې چې په پوځي عدالتونو کې ملزمانو ته په حتمي سزا اورول کېدو باندې به حکم امتناع برقراره وي او دې سره یې د مقدمې اورېدنه د اپریل تر اخري هفتې پورې وځندوله.

28.03.2024 ډیوه

د امریکې په ایلینوی ریاست کې یو تن په چاړه څلور تنه وژلي، اووه یې ټپیان کړي دي

واشنګټن — د امریکې په ایلینوی ریاست کې یو تن پر خلکو د چړې برید کړی چې د پولیسو په وینا څلور تنه یې وژلي او پینځه نور یې ټپیان کړي دي، وایي په ټپیانو کې هم د یو تن حالت مرګونی دی. د راکفرډ ښار د پولیسو مشره کارلا ریډ وایي د چړې دا برید د چارشنبې- شورو په ماسپښین شوی او وایي یو 22 کلن تن د دې برید په شک نیول شوی خو وایي دا نه ده معلومه چې د برید انګېزه څه وه: "له مشکوک تن څخه دا وخت پوښتنې روانې دي، موږ ته نه ښکاري چې دا وخت دې نور مشکوک کسان هم وي چې تښتېدلي وي". د پولیسو په وینا درې تنه ځای پر ځای وژل شوي او څلورم تن په روغتون کې ساه ورکړې. په وژل شویو کسانو کې یوه 15 کلنه نجلۍ، یوه 63 کلنه ښځه، یو 49 کلن او بل 22 کلن سړي شامل دي. د پولیسو مشرې د دغو کسانو پر وژل کېدو خواشیني ښکاره کړې او وایي "زه نه شم کولای، لفظونه راسره دا وخت مرسته نه کوي چې څه ووایم، دا ډېره دردوونکې پېښه ده، زړه مې دا وخت له هغو کورنیو سره دی چې انساني زیان یې شوی". د پولیسو مشره وایي په دې پېښه کې پینځه تنه ټپیان شوي دي، خو د وینیبېګو کاونټۍ د پولیسو د دفتر د پبلک معلوماتو افسر کوري هیلیارډ  اسوسیېټیډ پریس ته ویلي له پېښه وروسته ماښام دوه تنه نور هم د دې پېښې په ټپیانو کې وو. د وینیبېګو کاونټي د پولیسو یوه مشر ګېري کاروېنا وایي، دا پېښه لومړی په فلورانس سړک باندې په یو کور کې وشوه، خو وایي له دې کوره بهر هم کسان په چړو وهل شوي دي. ګېروي کاروېنا وایي‌ یوه ځوانه ښځه چې له بریدګره یې منډې وهلې پر لاسونو او مخ یې د چړو ګوزارونه شوي، وایي هغه اوس په روغتون کې ده او حالت یې نازک دی: "یوه تکړه لاروي د هغې د ژغورلو هڅه کړې، هغه هم په چړو وهل شوی خو ښه دی او له روغتون وتلی". د راکفرډ سیمې یوې ځایي اوسېدونکې روت ګېلیګر سي بي ایس ټیلیویژن ته ویلي، هغه ډېره خفه ده ځکه چې وایي‌ په دې پېښه کې یې د سیمې یو د اوږدې مودې د پوسته خانې کارګر یا پوسټ مېن هم وژل شوی دی. د امریکې پوسټل انسپېکشن سرویس منلې چې په پېښه کې د خطونو وړونکی هم وژل شوی.

28.03.2024 ډیوه

د پاکستان وزیراعظم د چيف جسټس سره ليدلي

پاکستان بار کونسل هم د شورو/ چارشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د خط د پلټنې دپاره د سپريم کورټ د لږ تر لږه درېو ججانو د بنچ جوړولو ‏غوښتنه کړې ده

28.03.2024 ډیوه

خواجه اصف: په پاکستان کې د ترهګرۍ "‏سرچینه"‏ په افغانستان کې ده

پاکستان د افغانستان سره په پوله چې د ډیورنډ کرښه هم بلل کېږي، ازغن تار لګولی او نوي امنیتي چېک پوسټونه او قلعې یې جوړې کړي. پاکستان وايي د دې اقداماتو مقصد د دواړو ملکونو ترمنځ د وسله والو او د نور غېرقانونی حرکت مخه نیول دي

28.03.2024 ډیوه

په رفح کې د اسرایل د مجوزه عملیاتو په اړه خبرو دپاره به اسرایلي پلاوی د امریکې سفر کوي

په غزه کې د ډز بندۍ دپاره د ملګرو ملتونو د قرارداد باوجود په سیمه کې د عارضي اور بند دپاره د امریکې، مصر، قطر او د اسرایل مذاکرات لا هم څه نتیجې ته نه دي نږدې شوي. دغه ملکونه د تېرو څو هفتو راهسې د عارضي جنګ بندۍ، یرغمالانو د ازادۍ او غزه ته د انساني امداد په اړه مذاکرات کوي

28.03.2024 ډیوه

په جنېوا کې د افغانستان مشن غوښتې په هېواد کې د انساني حقونو د صورتحال تحقیقات دې وکړی شي

په جنیوا کې د افغانستان نمایندګۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د رواداري په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د څار یوې ادارې د مارچ په روانه میاشت کې په یو رپورټ کې ویلي چې په دغه هیواد کې هرې خوا ته بشري وضعیت خراب شوی دی

27.03.2024 ډیوه

په عدالتي چارو کې د ای ایس ای د "لاسوهنې" د تورونو خط: سپریم کورټ د ټولو ججانو غونډه را بللې

واشنګټن — د اسلام اباد هایکورټ د شپږو قاضیانو له خوا د هېواد سپریم جوډیشل کونسل ته په خپلو چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې په اړه د لیکل شوي خط د ارزونې لپاره د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسی د ټولو ججانو ځانګړې غونډه را غوښتې ده. د پاکستان پر استخباراتي ادارو تر دې مخکې هم په عدالتي چارو کې د لاسوهنې تورونه لګېدلي خو دغو ادارو دا تورونه رد کړي، مګر د دې شپږو ججانو د تازه خط په اړه تر اوسه نه پوځ، نه استخباراتي‌ ادارو او نه مرکزي‌ حکومت کوم غبرګون ښکاره کړی دی. د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسی د شورو- چارشنبې په ورځ له اټارني جنرل یا سرکاري وکیل عثمان اعوان سره هم لیدلي او له هغه وروسته یې نن د مازدیګر پر څلور بجې د ملک د ستر عدالت د ټولو قاضیانو «فُل کورټ» د غونډې را بللو پرېکړه کړې ده. په دې غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ د شپږو قاضیانو لیکلی خط‌ ارزول کیږي چې پکې هغوی غوښتنه کړې په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارې ای ایس ایس د استازو د "پرله پسې مداخلت" او پر ججانو د اغېز په اړه دې جوډیشنل کنونشن را وبلل شي. دا خط شپږو برحاله ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لیکلی او نقلونه د سپریم جوډیشل کونسل ټولو غړو ته استول شوي دي. په خط کې ویل شوي چې د عدلیې د ازادۍ د باوري کولو لپاره د ادارې په توګه دې معاملې ته غبرګون پکار دی او وايي له عدالتي کنونشن څخه به درک ولګیږي چې د ملک د نورو هایکورټونو قاضیان هم له دې حالت سره مخ دي که نه. د پاکستان د وکیلانو لوی تنظیم «پاکستان بار کونسل» هم د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د لیکلي خط ملاتړ کړی او خبرداری یې ورکړی چې که د ججانو دا اندېښنې ختمې نه کړای شوې دوی به په ملک کې احتجاجونه وکړي. په خط کې ویل شوي په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه. شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی وو او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله. که څه هم د پاکستان نورو سیاسي ګوندونو د ججانو د خط په معامله لا څه نه دي ویلي خو پاکستان تحریک انصاف د ججانو په خط په سپریم کورټ کې د اورونې غوښتنه کړې او پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو هم په خپل غبرګون کې په خط کې د قاضیانو اندېښنې پر ځای بللې دي. د تحریک انصاف سينېر مرستیال مشر سردار لطيف کهوسه وایي، دا ډېره سنګينه معامله ده: "زموږ پارټي هم غواړي په دې اړه دې يو طاقتور جوډيشل کمېشن کښېني چې وګوري اسټبلشمنټ ېا اېګزګټيو څنګه يوه اييني اداره د ځان تابع کولی شي، او هغه هم په داسې حال کې چې اسټېبلشمنټ د عوامو د بنيادي حقونو د تحفظ او د ایين د پاسدارۍ حلف اخیستی دی". صحافيانو سره خبرو کې د پاکستان سرکاري وکیل یا اټارني جنرل هم د ججانو د خط لیکل يوه سنجیده معامله ګڼلې ده او ویلي یې دي ددې پلټنې کول پکار دي. خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو چارو کې د هغو مسئلو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي. قانون پوهان وايي جوډيشل کونسل اړونده اداره نه ده او باید دغو شپږو ججانو په دې اړه خپله ګام اخیستی وای. د سپريم کورټ وکيل ذوالفقار احمد بوټه وایي د ايين 204مه ماده د توهين عدالت په اړه ده، که يو تن په عدالتي چارو کې مداخله کوي څنګه چې دغو ججانو په خپل خط کې ښکاره کړې چې په هغوي فشار اچول شوی دی: "که د ارټيکل 204 لاندې هغه افسر ته نوټس وکړي او ځواب ترې وغوښتل شي نو هغه ته سزا هم کېدی شي او که افسر ته د 204 مادې لاندې د دوو ورځو سزا هم وشوه نو ملازمت یې ختمېدی شي او زما په اند د ججانو د دغه ليک  قانوني حېثيت مشکوک دی". په خط کې لیکلي چې په عدلیه کې د استخباراتي ادارو د ممکنه مداخلت په اړه د جسټس رېټاېرډ شوکت عزیز صديقي د تورونو حمایت کوي. په خط کې غوښتنه شوې چې د جسټس صدیقي د تورونو په اړه تحقیقات دې وشي. د عدالتي چارو څېړونکي وايي پکار ده چې د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د الزاماتو تحقیقات وشي. د عدالتي چارو خبرياله مريم نواز خان وایي، "که پلټنې نه کېږي نو ددې له کبله به زموږ سياسي نظام او د خفيه اېجنسيانو کردار مشکوک پاتې کېږي او د عدالتي فېصلو به څه حېثيت نه وي، د نړۍ په عدالتي درجه بندۍ کې زموږ عدالتونه له مخکې څخه په لاندينۍ درجه ولاړ دي". ورلډ جسٹس پروجکټ د کال 2021 په خپل رپورټ د قانون د عملدارۍ په نړيوال فهرست کې پاکستان د 139 هېوادونو په قطار کي په 130 شمېره ودرولی وو.  یادونه:- په رپوټ کې زیات معلومات د وي او اې ډیوه خبریال ارشد حسېن شریک کړي دي.

27.03.2024 ډیوه

پاکستان: د چينايي دوستانو، حساسو ځايونو او ملکي خلکو د ساتنې دپاره به ټول اقدمات کیږي

کراچۍ/اسلام اباد ‏ — په ځانمرګي بريد کې د چينايي وګړو د وژل کېدو وروسته د پاکستان د وزيراعظم صدر شهباز شريف په مشرۍ د امنيت دپاره غونډه کې ويل شوي، "د ‏چينايي دوستانو، په ملک کې حساسو ځايونو او ملکي خلکو د ساتنو دپاره به ټول اقدامات کیږي".‏ د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې د پوځ مشر جنرل عاصم منير او نورو لوړ پوړ چارواکو ګډون کړی دی.‏ ياده غونډه په داسې وخت کې شوې چې د مارچ په 26مه د شانګلې په بشام سيمه کې د چينايي  انجينېرانو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی، داسو ډېم پله ‏تلونکي پينځه چينايان او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.‏ د پېښې وروسته پاکستان کې د چین سفارتخانې دغه پېښه د افسوس وړ بللې او د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزه پلټنې ‏وکړي په دې کې ککړ کسان دې د انصاف محکمې ته راکش کړی شي.‏ چين ویلي، پاکستاني چارواکي باید د چین د وګړو حفاظت لپاره موثره او عملي ګامونه پورته کړي.‏ د برید وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانې ته ورغلی او د چین سفیر سره یې په دې پېښه خواخوږي ښودلې ده، وزیراعظم د چین ‏سفیر ته باور ورکړی چې د پېښې په پلټنو کولو سره به په دې پېښه کې ککړو کسانو او د هغوي کومک کوونکو ته عبرتناکه سزا ورکول کیږي.‏ نن په اسلام اباد کې د وزيراعظم په مشرۍ د امنيت د غونډې وروسته د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په خبري کانفرنس کې وويل، د امنیت په غونډه کې وويل ‏شو چې د بشام د پېښې د پلټنو دپاره به ګډه کمېټي جوړول کيږي.  ‏ هغه وویل، دښمن د پاکستان او چين دوستۍ ته تاوان اړول غواړي، خو پوځ او امنيتي ادارې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې بوختې دي، د دښمن سازش به ‏ناکامه کولی شي.‏ هغه زياته کړه، په غونډه کې وويل شو چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره يوه کلکه تګلاره جوړولی شي، پاکستان په خپله دفاع کولو پوهيږي او کوي به یې.‏ د پاکستان حکومتي او‎ ‎غېر حکومتي ادارې وايي، په هېواد کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي او ترهګرۍ  خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې زیاتې ‏ځپلې دي.‏ څیړونکي وايي، څو پورې ریاست د ترهګرۍ په ضد واضحه تګلاره نه وي جوړه کړې ترهګري به نوره هم زیاتېږي.‏ پاکستان انسټيټیوټ فار پيس اینډ سیکورټي سټدیز مشر عبدالله خان وايي، کوم حالات چې روان دي نو ښکاره ده چې ترهګري به نوره هم زیاتیږي، مثال ‏یې دا دی چې کال ‏‎2023‎م دسمبر په مقابله د کال ‏‎2024‎م لومړۍ میاشت کې پاکستان کې ترهګري څلور فیصدي زیاته شوې ده او ویره ده چې دا به نور هم ‏زیات شي.‏ د نوموړي په خبره، که دې ځلې ریاست د تحریک طالبان سره څه قسمه مذاکرات هم وکړي نو دا به د امن ضمانت په دې نه وي چې تحریک طالبان کې هم ‏ډلې پیدا شوې دي او بلوچستان کې هم ځينې تنظیمونه ترهګرو کړنو کې لاس لري.‏ د پاکستان کورنيو چارو وزارت سېنېټ ته ويلي، چې د کال ‏‎2022‎م د مې نه تر کال 2023م اګست میاشت پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ ‏‎1500‎‏ نه زیاتې ‏پیښې شوې وې او په دې کې زیاتره امنیتي ادارې په نخښه شوې وې.‏ ‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال اورنګزېب خان شريک کړي دي)‏

27.03.2024 ډیوه

امریکا: له اوږدې مودې د داعش خراسان د ترهګرو فعالیتونو پر وړتیا اندېښمن یو

واشنګټن — د ماسکو، ایران او د افغانستان د کندهار په وروستیو بریدونو کې د داعش ډلې لاس لرلو ته په پام د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له اوږدې مودې راهیسې د دې ډلې د فعالیتونو د صلاحیت یا وړتیا په اړه اندېښنه لري. د وزارت ویاند مېتیو میلر د سه شنبې- نهې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، امریکا دا خبره روښانه کړې ده چې د داعش خراسان ډلې په اړه هوښیار اوسېدو ته اړتیا ده او وایي د دې لپاره له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه کار کوي. د وي او اې افغان څانګې خبریال له مېتیو میلره وپوښتل، طالبانو په وروستیو کې دعوه کړې چې داعش خراسان یې په افغانستان کې ځپلې، خو دې ډلې د ایران، ماسکو او کندهار بریدونو ته په کتو خپل فعالیتونه پراخ کړي، امریکا په افغانستان او سیمه کې د داعش خراسان دغو اقداماتو ته څنګه ګوري، مېتیو میلر وویل: "موږ تل ویلي مهمه دا ده چې افغانستان نور د هغو ترهګرو لپاره په خوندي پناه ځای بدل نه ‌شي، چې غواړي- کېدای شي- امریکا ته زیان ورسوي. موږ په افغانستان کې له ترهګرو سره د حساب کولو په برخه کې خپله ژمنتیا ښکاره کړې او طالبانو ته مو هم صفا ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو مخنیوی د دوی په ګټه دی". د امریکې د بهرنیو چارو مخکیني وزیر مایک پمپېیو هم په ماسکو کې وروستي برید ته په اشارې پرون ناوخته پر ایکس [مخکیني ټویټر] د داعش د خطر په اړه اندېښنه ښکاره کړې او لیکلي یې دي: "د ماسکو له بریده ښکاري چې د داعش خطر لا نه ‌دی ختم شوی. د افغانستان په اړه د بایډن انتظامیې چلند دا خطر لا زیات کړی دی."   له کله راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، داعش خراسان ډلې په دې هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي وو، خو اوس یې چې فعالیتونه د دې هېواد له پولو بهر شول، امریکایي چارواکو ورباندې اندېښنې ښکاره کړې دي او داسې ښکاري چې په خلاف یې د طالبانو له اقداماتو ډاډمن نه دي. د امریکې د ریپبلکن ګوند یو سنېټر لینډسي ګراهم هم وړمه ورځ ویلي وو دې ته اړتیا ده چې امریکا باید د داعش د نه خپرېدو لپاره د افغانستان د پولې کنټرول په لا کې واخلي ګنې بیا به ډېر ناوخته وي. ښاغلي ګراهم پر خپله ایکس ‌پاڼه لیکلي وو: "موږ باید په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې هدفونه په سختۍ سره په نخښه کړو او د هغوی عملیات شنډ کړو ګنې بیا به ډېر ناوخته وي. "   د طالبانو حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، مخکیني وزیر او د کانګرس د غړي د څرګندونو په جواب کې لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې بیا بیا ویلي چې داعش د افغانستان لپاره لوی خطر نه‌‌ دی او دا ډله یې ځپلې ده. داعش خراسان د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر شیعه مسلمانانو او د طالبانو پر چارواکو د حملو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې ده. د مارچ پر 21مه په کندهار کې د کابل بېنک مخته د ځانمرګي برید ذمه واري یې هم منلې چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې وه. د ماسکو له برید وروسته فرانس او یو شمېر نورو لوېدیځو هیوادونو په خپلو خاورو کې د داعش د ممکنه بریدونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي، دوی په روس او ایران کې د داعش وروستیو "ترهګرو بریدونو" په اړه مخکې له مخکې خبرداری ورکړی وو او وایي په یورپ کې یې د دې ډلې پلانونه شنډ کړي دي.

27.03.2024 ډیوه

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سکرو کانونو کې د خواريکښو په بد حال اندېښنه څرګنده کړې

پېښور/کراچۍ ‏ — د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ آر سي پي) د هیواد درنګونو يا کانونو کې د کارکوونکو مزدورانو په حالت اندیښنه ښودلې ده. اېچ آر سي پي ویلي ‏چې د نیمې نه زیات درنګونه غېرقانوني دي او دغلته د مزدورانو حقونه تر پښو لاندې کیږي. ‏ تېر کال اکتوبر کې د خېبر ضلعې دره سیمې د سکرو درنګ کې درې کارکوونکي د درنګ د راغوځیدو له امله مړه شوي وو. ددغه پیښې د پلټنو د پاره د ‏پاکستان د بشري حقونو کمیشن درې کسیزه ډله دسمبر کې سیمې ته ورغلې وه او اوس یې درنګونو کې د مزدورانو د کار حالات، د دوی د مړینو او ژوبل ‏کیدو عوامل او داسې ورته موضوعاتو یو تفصیلي رپوټ خپور کړی دی.‏ ایچ آر سي پي په رپورټ کې ويلي، دغلته درنګونو کې د مړینې شرحه یو په څلور سېوا ده خو زیاتره پیښې پټې پاتې شي.‏ د پاکستان د بشري حقونو د تنظیم مرستیال چیرمین اکبر خان په خبره، د لومړۍ جنورۍ نه واخله تر ‏‎17‎مې جنورۍ پورې اووه کسان مړه شوي، دا د کال په ‏سر خواوشا ‏‎84‎‏ ته رسي او دا غټه شمېره ده.‏ اکبر خان زیاتوي حکومتي ادارو سره یادې سیمې کې څه د پاسه ‏‎400‎‏ درنګونه رجسټر دي چې تر یو حده پکې د قانون خیال ساتلی شي. خو د ‏‎600‎‏ نه سیوا ‏نورو وړو او لویو درنګونو کې مزدوران سکاره راوباسي خو د هغوي د حفاظت هیڅ انتظام نیشته او د قانون نه هم نه دي خبر. ‏ د خېبر پښتونخوا شانګلې، دیر، سوات او بونیر ضلعو ځوانان د هیواد بیلا بیلو درنګونو کې په مزدورۍ بوخت دي، خو د ایچ آر سي پي رپوټ تر مخې ‏حکومتي ادارو سره د درنګونو او دغلته د کارکونکو کره شمیرې نه شته. ‏ قانون پوهان وایي د درنګونو د مزدورانو د تحفظ او د دوي د ښېګړې لپاره ‏‎2019‎م کې  په صوبايي سطحه  قانون سازي شوې ده خو په هغې صحیح عمل نه ‏کیږي قانون پوه اعجاز مومند ایډوکیټ وايي، قانون جوړ شوی خو عمل به پرې څوک کوي.‏ د نوموړي په خبره، اړونده محکمې، ليز لرونکی او د کان مالک ټول يو بل سره ملګري دي ظلم پکې په مزدورانو کيږي: "اوس دغه قانون باندې به عمل درآمد به د کوم ډیپارټمنټ په ذریعه باندې کیږي. هغه کیږي د لیبر ډیپارټمنټ په ذریعه. هغه وویل، د قانون تر مخه د درنګ مالک یا ټیکه دار به مزدورانو ته درنګ ته د ننوتو د پاره خصوصي لباس ورکوي: "درنګ سره خوا کې به د ابتدایي طبي ‏امداد اسانتیاوې موجودې وي. د مزدور عمر به د اتلسو کالو نه کم نه وي. او د مزدور او مالک تر مینځه به لیکلې د کار تړون شوی وي. خو اکثرو ځایونو ‏کې ددغه قوانینو سرغړونه کیږي".‏ په دې اړه وایس آف امریکا ډیوه د اطلاعاتو صوبایي مشیر سره د بیا بیا رابطې کوشش وکړو چې حکومت د درنګونو کارکونکو د ښېګړې لپاره د کومو ‏ګامونو پورته کولو اراده لري. خو د بده مرغه دې کې بریالي نه شو. ‏ خو د روانې میاشتې په ‏‎11‎مه نیټه وزیر اعلا علي امین ګڼډاپور یوې سرکاري غونډې کې د معدنیاتو اعلا افسرانو ته لارښوونه کړې وه، چې د نوو ‏درنګونو ټیکې ورکول دې بند کړي او د زړو ټیکو ټول تفصیل دې د وزیر اعلا دفتر کې جمع کړی شي. وزیر اعلا دغه غونډه کې د معدنیاتو پحقله د نوې ‏پالیسۍ جوړولو امر هم کړی وو.‏

27.03.2024 ډیوه

وزيرستاني کډوال: د حکومت په ورکړل کېدونکو مالي مرستو مو ضرورتونه نه پوره کيږي

ډېره اسماعيل خان/ کراچۍ ‏ — د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) د شمالي وزیرستان نزدې ‏‎17,000‎‏ بې کوره رجسټرډ کورنیو لپاره 35 کروړه روپۍ ‏مالي مرستې جاري کړې دي، خو کډوال وايي د ګرانۍ له وجې دوی ته ورکول کېدونکې مرستې یې ضرورتونه نه پوره کوي.‏ د پي ډي ایم اې ډايریکټر جنرل قېصر خان له دفتره جاري شوي بیان کې ویل شوي دا د مرستو 114 قسط دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به هرې رجسټرډ ‏کورنۍ ته 20000 روپۍ د موبایل سیم د لارې ترلاسه شي.‏ کډوال وایي په دې ګرانۍ کې دا مرستې د نشت برابر دي او د دوی ضرورتونه نه پوره کوي.‏ په لکي مروت سیمه کې مېشت د شمالي وزیرستان یو کډوال فتح الله وویل دا هغه مرستې دي چې لس کاله وړاندې دوی ته د خپلې سیمې پرېښولو پر ‏مهال جاري کړل شوې دي، اوس د څيزونو بیعې زياتې شوې خو دا مرستې نه دي زیاتې شوې چې په دې کډوالۍ کې د دوی ضرورتونه نه پوره ‏کوي.‏ هغه وویل، "هغه وخت دا مرستې څه د کار وې اوس ګراني سیوا شوې د څيزونو بیعې په څو ګنا زیاتې شوي دي مونږ بیا بیا غوښتنه کوو چې په دې ‏کډوالۍ کې دا مرستې د دوی ضرورتونه نه پوره کوي او که حکومت سره د مرستو د پاره پېسې نه وي مونږ دې بیرته خپلې علاقې ته واپس کړي هلته زمونږ ‏پټي دي، د کرومایټ غرونه دي او د ځڼغوزو ځنګلونه لرو هلته بیا مرستو ته اړتیا نشته خو حکومت زمونږ د واپسۍ غوښتنه هم نه مني".‏ د پي ډي ایم ای مشرې صوبیه حسام طورو وويل د شمالي وزیرستان د ترهګرۍ څخه متاثرينو کورنیو چې کومې مرستې ورکړل کیږي دا د نشت برابر دي ‏خو بیا هم هر ې کورنۍ ته د میاشت 20000 روپۍ د خرڅ خوراک دپاره ورکړل کیږي چې په کډوالۍ کې د هغوي مالي مشکلات راټیټ کړي.‏ یو بل کډوال محمد نور وویل تر اوسه د تیرو درې میاشتو پوره مرستې نه دي ورکړل شوي، هغه وویل دوی د تیرو میاشتو سامان په پور راوړی او دا د ‏مرستو پېسې به پور کې ورکوي.‏ د محمود نور په وینا ماشومان یې تر اوسه د اختر جامې او بیزار نه لري. ‏وایي د کډوالۍ په وخت حکومت دا امدادي مرستې منلې خو تر اوسه دوی ته په وخت نه ورکړل کیږي او د ځنډ نه کار اخلي: " اوس چې دا مرستې ‏جاري کړې دا خو مونږ په پور سامانونه راوړي هغې کې به لاړې شي خو تر اوسه زمونږ د دو نورو میاشتو مرستې لا پاتې دي دغلته اختر راغې خلک تیارۍ ‏کوي زمونږ ماشومانو نه بیزار او نه د اختر جامې شته او  که چرته د نورو پاتې میاشتو پېسې جاري کړي چې د اختر تیارۍ پرې وکړو".‏ صوبیه حسام طورو وايي د کډوالو مالي مشکلات ټیټولو د پاره به د اختر نه وړاندې دوی ته بل قسط د مرستو جاري کړي چې دغه کډوال هم د نورو خلکو ‏په څېر د خوشحالۍ اختر تیر کړي.‏ په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال ‏‎2014‎م کې ضرب عضب نومي پوځي عملیات کړي چې له تر اوسه بې کوره شوي خلک بیرته په پشپړه توګه ‏نه دي ستانه کړي.‏

27.03.2024 ډیوه

په چینایانو له برید وروسته پاکستان بیا د طالبانو له حکومته غوښتي د ټي ټي‌ پي مشران باید ور وسپاري

پېښور — پاکستان د پښتونخوا په شانګله کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینایي انجنېرانو له وژل کېدو وروسته یو ځل بیا تور لګولی دی چې ټي ټي پي اؤ نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شانګلې په برید کې د چینایي وګړو پر وژل کېدو افسوس کړی او د چین او پاکستان له حکومتونو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. وزارت دا ډول پېښې د سیمه ییزې همکارۍ د کمزوري کولو هڅه ګڼلې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت نه خپله دا غوښتنه بیا تکرار کړې ده چې هغوي باید په افغانستان کې پټ د ټي ټي پي قیادت پاکستان ته وسپاري. د سه شنبې یا نهې په ورځ د یو پاکستاني ټي وي "آج" سره په خبرو کې د خارجه دفتر ویاندې وویل "موږ د افغان حکومت سره د هغو ترهګرو ډلو په اړه زیات شواهد شریک کړي چې په بېلابېلو موقعو یې پاکستان کې ترهګري کړې ده". هغې وویل څو ورځې وړاندې چې د حافظ ګل بهادر ډلې پاکستان کې ترهګریز برید کړی د هغې په اړه مو هم شواهد افغان دولت ته ورکړي دي. د طالبانو حکومت کې څوک د پاکستان خلاف دي؟: اغلې بلوچ وویل موږ"افغان حکومت کې د شاملو هغو کسانو په اړه هم افغان طالبانو سره خبرې کوؤ چې د پاکستان خلاف دي"، خو هغې بیا نومونه وانه خستل چې د طالبانو حکومت کې کوم مشران د پاکستان خلاف دي؟ د خارجه دفتر ویاندې وویل دا یوازې پاکستان نه بلکې نړیواله ټولنه هم وایي چې د افغانستان دننه ترهګرې ډلې ځالې لري، د ټي‌ ټي پي مشران دي پکې، اؤ ددې سربېره نورې هم ډېرې ترهګرې ډلې هلته شته. وي او ای ډیوه د ممتاز زهره بلوڅ د تورونو په اړه د افغان طالبانو دح کومت د نظر معلومولو لپاره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سره د ټیليفون له لارې تماس ونیولو خو هغه د خپل نظر څرګندولو نه ډډه وکړه او ویې ویل "موږ د وایس اف امریکا سره همکاري نه لرو اؤ مقاطعه لرو نو له دې امله خپل نظر درسره نه شو شریکولی". خو تر دې د مخه ذبیح الله مجاهد پخپلو بېلابېلو څرګندونو کې د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي چې ګنې ټي ټي پي یا نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ ویلي یې دي ترهګري د پاکستان خپله ستونزه ده اؤ حل یې باید د خپل کور دننه ولټوي. په 16م مارچ اسلام اباد کې راجوړې شوې یوه مباحثه کې د خبرو په مهال افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دعوه کړې وه چې د یوې اندازې له مخې دا مهال افغانستان کې د ټي ټي پي د پینځوؤ زرو نه نیولي تر شپږو زرو وسله وال شتون لري اؤ ویلي یې وؤ که دهغوي د کورنیو غړي هم په دې شمېره کې وشمیرل شي نو بیا یې شمیره 70 زرو ته رسیږي. دغه مباحثې ته خپله وینا کې سیاسي څېړونکي اؤ سیاستوال افراسیاب خټک ویلي وؤ د کمزوري اقتصاد اؤ تندلاریتوب په ګډون د پاکستان زیاتره ستونزې د افغانستان لپاره د پاکستان د تګلارو زېږنده دي. هغه ویلي وؤ چې د ناورین نه وتلو لپاره ضروري ده چې پاکستان خپله افغان پالیسي بدله کړي اؤ د ماضي تېروتنې قبولې کړي. خارجه ویاندې وویل افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه پاکستان د طالبانو د حکومت سره هم خبرې کړې دي اؤ د پاکستان چین اؤ افغانستان درې فریقي فورم کې هم په دې اړه خبرې اترې شوې دي. هغې وویل "افغانستان موږ ته په هره موقعه باور راکړی دی چې هغوي به ددغو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه اخلي،موږ هیله لرو چې کومې ژمنې هغوي زموږ اؤ نړیوالې ټولنې سره کړي دي هغه به پوره کړي اؤ د ترهګرو ډلو په ضد به اقدام وکړي" ممتاز زهره بلوچ وویل، اوس ددې (ترهګرو ډلو) په ضد اقدام ځکه ضروري شوی دی چې هم ددې ترهګرو ډلو په وجه د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ یو اندېښمن وضعیت رامنځته شوی چې موږ ته یې په ګډه حل راویستل دي. افغانستان سره تجارت : افغانستان ته د پاکستان د تجارت د مرستیال وزیر په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر په اړه خارجه ویاندې وویل، دا سفر له مخکې ټاکل شوی ؤ، دتجارت لپاره زمینه هغه مهال برابریدلی شي چې د ترهګرۍ په پېښو قابو وموندل شي اؤ ددې لپاره به افغانستان ته ځېنې ګامونه اخستل وي. د هغې په خبره" تر ټولو اړین ګام خو دادی چې هغوي (افغان طالبان)باید ددې ترهګرو ډلو په ضد اقدام وکړي، د ټي ټي پي‌ د قیادت په اړه هم زموږ غوښتنې دي،هغوي دې پاکستان ته وسپارل شي" مېرمن بلوچ زیاته کړه کومو خلکو چې پاکستان کې ترهګري کړې ده اؤ افغانستان ته تلل دي هغوي باید د طالبانو حکومت پاکستان ته ورکړي "موږ به ګورو چې د طالبانو حکومت په څومره موثره توګه دا ګامونه اخلي" ټي ټي پي سره له مذاکراتو انکار: ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې ویاندې وویل"دا خبره باید واضحه وي چې پاکستان د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کوي اؤ نه کوم مذاکرات په پام کې لري،دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ کې کومې خبرې کیږي د هغې په ایجنډه کې دا (ټي ټي پي سره مذاکرات) شامل نه دي" هغې زیاته کړه .نه خو موږ دې ترهګرو ډلو سره د مذاکراتو اراده لرو اؤ نه هم د کوم دریم فریق له لارې هغوي سره د مذاکراتو اراده لرو. پاکستان نه د افغان کډوالو د شړلو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې د خارجه دفتر ویاندې وویل پاکستان‌ پخپله خاوره کې په ناقانونه ډول میشت خلکو ته وړاندیز کړی ؤ چې څوک بېرته ستنېدل غواړي هغوي دې لاړ شي ، 90 فیصدي کسان پخپله لاړل موږ څوک مجبوره کړي نه دي . هغې وویل کوم خلک چې پخپله تللي دي هغوي دا ګټه کړې ده چې که بیا پاکستان ته راتلل وغواړي نو د زحمت سره به نه مخ کیږي. تېره ورځ د خېبر پښتونخوا شانګله سیمه کې د چینایي انجنیرانو په ګاډي شوي ځانمرګي برید کې د پینځوؤ چینایي وګړو د وژل کیدو په اړه ممتاز زهره بلوچ وویل دا ترهګریز بریدونه هغه څوک کوي چې د پاکستان دښمنان دي، دپاکستان اؤ چین د دوستۍ دښمنان دي اؤ د سي پيک په اساس کې چې ملک ته کومه خوشحالي اؤ سوکالي راځي دهغې دښمنان دي. هغې وویل پاکستان کلک هوډ لري چې ددغسې ترهګرو ډلو خلاف به سخت اقدام کوي اؤ هیچاته به هم د پاکستان اؤ چین په دوستۍ کې د خنډانو راولاړولو اجازه نه ورکوي.

27.03.2024 ډیوه

چین پاکستان کې د خپلو وګړو تحفظ غوښتی، شهباز شریف وايي د شانګلې برید ذمه وارو ته به سزا ورکوي

پېښور — د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې په چیني انجنیرانو ځانمرګي برید کې د پینځو چینایي انجینیرانو اؤ د هغوي د ډرایور له وژل کیدو وروسته چین له پاکستانه ددې برید د هراړخیزه پلټنو اؤ پېښه کې ککړو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه کړې ده. له ځانمرګي برید وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانې ته ورغلی اؤ د چین سفیر سره یې په دې پېښه خواخوږي ښودلې ده. وزیراعظم د چین صدر اؤ وزیراعظم ته د پېښې په حواله د خواخوږۍ پیغامونه هم لیږلي دی. وزیراعظم د چین سفیر ته باور ورکړی چې د پېښې په پلټنو کولو سره به په دې پېښه کې ککړو کسانو اؤ د هغوي کومک کوونکو ته عبرتناکه سزا ورکول کیږي. تېره ورځ د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې برید کوونکو د چاودیدونکو موادو نه یو ډک ګاډی د چینایي انجنیرانو د ګاډي سره ټکر کړی ؤ چې پکې پينځه چینایي انجنیران اؤ د هغوي ډرایور وژل شوي وؤ. د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د چین سفیر سره خبرو کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي د هغه په ګډون د ټول قام خواخوږۍ دې پېښه کې د وژل شوؤ چینایي وګړو له کورنیو سره دي. وزیراعظم باور ورکړی چې حکومت به په لوړه کچه ددې پېښې پلټنې کوي اؤ په پېښه کې ککړو کسانو اؤ د هغوي سهولت کارانو ته به عبرتناکې سزاګانې ورکوي . هغه ویلي چې حکومت به یې د پاکستان اؤ چین دوستۍ ته د ضرر رسولو داسې ناوړه هڅې کامیابېدو ته پرې نه ږدي. هغه ویلي چې دښمنانو دا کار سي پیک پروژې ته د ضرر رسولو په خاطر کړی خو ویلي یې دي چې هغوي به کله هم پخپلو ناوړه هڅو کې بریالي نه شي. د چین سفارتخانې پخپل یو بیان کې دا پېښه د افسوس وړ بللې اؤ د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزه پلټنې وکړي په دې کې ککړ کسان دې د انصاف محکمې ته راکش کړی شي. د چین په بیان کې غوښتنه شوې ده چې پاکستاني چارواکي باید د چین د وګړو حفاظت لپاره موثره اؤ عملي ګامونه پورته کړي. په عین حال کې تربیلا غازي هري پور کې د بجلۍ جوړولو یوې چینايي کمپنۍ په بشام شانګله کې په چینايي انجنیرانو له شوي برید وروسته تر نامعلومې نیټې پورې د کار بندولو اعلان کړی دی. دغه پراجیکټ ته پنځمه توسیعي منصوبه ویل کېږي او د پراجیکټ چارواکي وايی چې په مجموعي توګه ددې پراجیکټ لاندې د 1530 میګا واټه بجلۍ جوړولو باندې کار روان دی. د تربیلا توسیع هایډرو پراجیکټ منیجمنټ پاور کنسټرکشن کارپورېشن اف چاینه لمیټډ په نوم چینايي کمپنی خپلو کارکونکو ته په یو لیک کې ویلي چې د مارچ له 26مې نیټې څخه د امنیتي وجوهاتو له امله په پراجیکټ کار تر بل امر پورې تړل شوی. د پراجیکټ کارکونکو ته ویل شوي چې یواځې هغه سټاف د کار لپاره راتلی شي چې د پراجیکټ د کومې څانګې انچارج یا مشر یې راوغواړي. د نهې سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر (ډي آی جي) محمد علي ګنډاپور رويټرز خبري ادارې ته ويلي، په شانګله کې د بشام بازار نه څو کیلومیټره بهر یو ځانمرګي بريد کوونکي د چينايي اينجينيرانو قافله په ‏نخښه کړې ده، کومه چې د اسلام اباد نه د داسو کېمپ ته روانه وه. ‏ هغه ويلي، په بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي دي.‏ تر ناوخته په سیمه کې کومې ډلې د بريد زمه واري نه ده منلې. څیړونکي وايی چې په شانګله بشام کې په یو ځان مرګي برید کې د پنځو چینايي انجینرانو د وژنې پېښه په یو داسې وخت شوې ده چې چین غواړي د بیلټ اینډ روډ انیشیټو نړیوال پراجیکټ لاندې د سي پیک د ځنډ ښکار منصوبې بیا په چټکتیا سره پیل شي.

27.03.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more