رينا اميري: د طالبانو پر وړاندې د افغان نجونو او مېرمنو ملاتړ پکار دی
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د متحدهایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري هغه افغان مېرمنې چې، د طالبانو په وړاندې د خپل حق غوښتنه کوي ستايي او وايي، نړۍ باید ورسره مرسته وکړي. اغلې امیري له یو امریکايي ټلوېزیون سيايناین سره په مرکه کې ويلي، افغان مېرمنې د طالبانو په وړاندې د درېدو لپاره همکارۍ ته اړتیا لري. اغلې اميري ويلي: "ډېر کله فکر کېږي چې افغان مېرمنې قرباني دي، افغان مېرمنې رهبرانې دي، هغوی غښتلې او پیاوړې دي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، نړۍ باید دا باور مات کړي چې ګنې افغانې ښځې ناهیلې شوې دي." نوموړې ویلي، افغان مېرمنې له نړیوالې ټولنې غواړي چې، د طالبانو په وړاندې شاه تګ ونهکړي بلکې د دوی د یووالي لپاره کار وکړي او د افغان مېرمنو ملا وتړي. رینا امیري په دې مرکه کې ويلي، افغان مېرمنې د دوی د وضعیت په اړه د نړۍ اعلامیې ګوري، خو هغه څه چې هغوی یې غواړي دا دي چې نړۍ باید د افغان مېرمنو رهبري په رسمیت وپېژني او د هغوی سره مرسته وکړي. رینا امیري داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په بهرنیو مؤسسو کې پر افغان ښځو د کار بندیز لا هم پر خپل ځای دی. سره له دې چې پر مېرمنو د کار د بندیز له پرېکړې وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو د حقونو ګڼو نړیوالو فعالانو افغانستان ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې په دې اړه خبرې وکړې، خو په دې اړه د طالبانو د حکومت په دریځ کې لا هم کوم بدلون نهدی راغلی. د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت له شپږمو ټولګیو پورته سږ کال د نوي ښوونیز کال په پیل کې هم نجونو ته د زدهکړو اجازه ورنهکړه. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشري حقونو د وضعیت په اړه د دې شورا په یوه عمومي بحث کې وویل، نږدې یو میلیون نجونې لا هم نهشي کولای ښوونځي ته لاړې شي. ده د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پر دریځ انتقاد وکړ. نوموړي وويل: "افسوس چې لا هم یو میلیون نجونې نهشي کولای ښوونځي ته لاړې شي. لا هم په زړورتیا له خپلو حقونو دفاع ته دوام ورکوي. سربېره پر دې، د نجونو په وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او دې شورا ناتواني، د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو تور داغ پاتې دی." اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي مرستیال مارکس پوتزل د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي او او یو ځل بیا یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانيستلو په اړه د نړۍ غوښتنه مطرح کړې ده. د دې ترڅنګ په کابل کې د جاپان سفارت هم په یوه اعلامیه کې چې د دې سفارت په ټویټر خپره شوې، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې د نوي ښوونیز کال په پیل کې نجونو ته د زدهکړو اجازه نه ورکول ناهیلی کوونکی عمل بللی او د نجونو او ښځو زدهکړې او تحصیل یې د افغانستان د راتلونکې لپاره اړین امر بللی دی.
ازادي راډيويي مجله؛ نوروز په پښتو ادب کې کوم مقام لري؟
د نوروز د نمانځلو په اړه تاريخي مالومات او په اړه يې د کرهکتونکي ډاکټر احسان الله درمل سره خبرې، د مېندو په اړه د نورمحمد لاهو او د پسرلي په اړه د امينې فنا شعرونه په دې خپرونه کې را اخيستل شوي دي. دغه راز ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره او د استاد محمد اصف صميم ستاينغونډه او ترڅنګ يې له کندهاره د يوې لويې ادبي غونډې حال درکوو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
يونېسف: سږ کال شپېته سلنه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې شوي دي
د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، سږکال په افغانستان کې شپېته فیصده نجونې له زدهکړو پاتې شوي دي. د یونېسف د زدهکړو د برخې مسوولې ادریانا وګیلار تېر ماښام (مارچ ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې، یو ملیون نجونې د طالبانو د فرمان له امله اغېزمنې شوې دي. نوموړې ويلي: "موږ اټکل کوو چې له دریو ماشومانو یو تن په افغانستان کې په ښوونځي کې نهدی شامل. د دوی شپېته فیصده نجونې دي. دا په دې معنا ده چې نږدې درې میلیونه نجونې به له ښوونځي محرومه شي یا به هیڅکله هم بیا ښوونځي ته ولاړې نهشي." د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق په باور د نجونو پر زدهکړو بندیزونه په مستقیم ډول د افغانستان د نجونو او ښځو پر راتلونکو نسلونو خپل منفي اغېز پرې باسي. یونېسف په ورته وخت کې په خپل ټویټر کې د یوې افغان نجلۍ غږ خپور کړی دی چې شپږم ټولګی یې خلاص کړی او اوس تصور کوي چې خپلو هیلو ته نهشي رسېدلی. د دې نجلۍ نوم سما دی او دولس کلنه ده، دا وایي خپل ورور ته د ښوونځي شیان سمووم خو زړه مې تنګیږي چې مکتب ته نهشم تللی. سما وايي: "که ښوونځي پرانیستي وای، اوس به په اووم ټولګي کې وم. قلمونه، کتابچې، بکس، جامې هرڅه به مې چمتو کول. هغې ورځې ته سترګې په لاره یم چې څوک حال راکړي چې د نجونو ښوونځي خلاص شول." د یونېسف په باور د سما په څېر یومیلیون نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي. بل لور ته د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا استازې میشل ټایلر پرون په جینوا کې د طالبانو پر فرمانونو نیوکه وکړه، چې ورسره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. نوموړي ويلي: "د امریکا متحدهایالتونه په سختو ټکیو د طالبانو اتیا فرمانونه چې د افغانانو حقونه په ځانګړې ډول نجونې او مېرمنې پهکې په سیستماتیک ډول محدودې شوې دي، غندي. افغانستان چې خپل نیمایي خلک له ټولنیز ژونده بېبرخې کوي، په هیڅ توګه نهشي بریالی کېدای." تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي و چې، نړۍ به تر هغو له طالبانو سره تعامل ونهکړي چې د نجونو او ښځو حقونه یې نه وي رعایت کړي. د بلېنکین په وینا، د طالبانو د ډسمبر د میاشتې فرمان چې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د ممانعت سبب شو، ډېرو هغو افغانانو ته ستونزې پيدا کړې چې په بشري مرستو یې خپل ژوند چلاوه. د نجونو د زدهکړو او د مېرمنو د کار د بندیزونو په تړاو بیا بیا د ملګرو ملتونو او مرستندویه مؤسسو استازیو افغانستان ته سفر کړی دی او طالبان یې هڅولي دي چې له داسې کړنو لاس واخلي، خو تر اوسه بریالي شوي نهدي.
د نجونو پر زدهکړه د بنديز دوام؛ نړيوالو سازمانونو پرې غبرګونونه ښودلي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د طالبانو هغه پرېکړه خواشینوونکې بللې چې، یو وار بیا یې نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه نهده ورکړې. یونېسف پرون له نیویارک نه په یوه اعلامیه کې بیا د طالبانو پر چارواکو غږ وکړ، چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیسي. د یونېسف په وینا، د طالبانو دا ناروا پرېکړه د دې سبب شوې، چې څه باندې د یو ملیون نجونو خوبونه په اوبو لاهو شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو له حضور پرته پیل شو. دې پرېکړې ګڼې نجونې نهیلې کړې دي. د دوولسم ټولګې زده کوونکې مدینې ازادي راډیو ته وویل: "له طالبانو غواړو چې زموږ ښوونځي خلاص کړي. موږ هم د هلکانو غوندې حق لرو. بشري حقوق لرو. کالي او حجاب مو اسلامي دي. له دې سره مو راتلونکی خرابېږي او ضایع کېږي." یونېسف وايي، په افغانستان کې نجونې څه باندې درې کاله کېږي، چې له تعلیم بېبرخې دي، چې لومړی د کرونا وبا له کبله او نږدې دوه کاله نور د طالبانو د بندیزونو له کبله. طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نهده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زدهکړو هم منع کړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما یو وار بیا د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په وړاندې ټول محدودیتونه لیرې کړي. یوناما پرون سهشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دوی پر افغانستان له واکمنو طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د ټولو تبعیضي پالیسیو په شا شي. یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، دا دویم کال دی چې افغان نجونې د زدهکړې له اساسي حق بېبرخې کېږي. دغې ادارې لیکلي، دا اقدام د ملیونونو نجونو خوبونه او هیلې په اوبو لاهو کوي، دغه راز افغانستان له نورې بېوزلۍ او زیانونو سره مخامخوي. ځینو نورو نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو تازه پرېکړه غندلې خو د دې ډلې په وړاندې یې د کوم جدي اقدام خبره نهده کړې. پر طالبانو چې په کابینه کې یې یوه ښځه هم نهشته، تور لګول شوی چې د ښځو او نجونو ضد پالیسي لري. طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته د ښځو چارو وزارت په امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړ. په همدې حال کې اروپايي ټولنې د مارچ د اتمې په درشل کې د طالبانو پر دوو چارواکو: د لوړو زدهکړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي بندیزونه ولګول، چې دوی ته د ویزو ورکړه منع کېږي او په دې ټولنه کې یې شتمنۍ کنګل کېږي.
د طالبانو حکومت نوی ښوونيز کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له پيل پرته اعلان کړ
د طالبانو د پوهنې وزارت لهخوا له ښځينه زدهکوونکو پرته د نوي ښوونيز کال د پيل اعلان. يو شمېر هغه نجونې چې ټاکل شوې وه، سږ کال اووم ټولګي ته ولاړې شي وايي، دوی ښوونځيو ته د تګ لپاره چمتووالی نیولی و، خو اوس چې دوی نهشي کولای ښوونځي ته ولاړې شي ناهیلې دي. یوه له دغو نجونو، مروه اکبري، چې د بدخشان ولایت اوسېدونکې، ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ښوونځي ته د تګ اجازه نهلرم او د بیا خلاصېدو هیڅ هیله یې هم نهشته، ډېره خسته یم. ورځ تر بلې نا هیلې کېږم. تېر کلونه به مې مور او پلار ته ویل، چې ماته نوي کال لپاره کالي مه اخلئ، د هغه پر ځای د ښوونځي کالي او د ښوونځي توکي واخلئ. خو سږکال نه د نوي کال شوق دی او نه هم د ښوونځي هیله. زه هیله لرم، چې ښوونځیو زموږ لپاره خلاص شي، څو خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړم." په کابل کې یوې بلې زدهکوونکې، فرشتې ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "دا حالت موږ ډېر زوروي، پخوا به مو دا وخت ښوونځيو ته د تګ تیاری نیولو. خو سږ کال ډېر ناهیلې یو. له اسلامي امارت څخه غوښتنه کووم چې ښوونځي پرانیزي." دا په داسې حال کې ده چې نوی تعلیمي کال بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو له شتون پرته پیل شو. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختراژانس د سهشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې، طالبانو د کابل په اماني لېسه کې ۱۴۰۲ تعلیمي کال «با کیفیته زده کړو، روښانه راتلونکي» شعار او د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پیل کړ. د باختر اژانس راپور لهمخې، د پوهنې وزارت د اداري سرچينو مرستيال سيد احمد شهیدخېل وويل، د پوهنې کيفيت د ښه والي لپاره هڅې روانې دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس په راپور کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د اعلامیې په حواله ویل شوي، د نجونو لپاره چې شپږم ټولګي پورې ښوونځي يې پرانیستل شوي، د خوندي چاپېریال او اسانتیاو د برابرولو ترڅنګ، باید ټولې ښوونکې، تعلیمي او خدماتي کارکوونکې ښځې وي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې قطر د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې، په افغانستان کې د زدهکړو د راتلونکې او ننګونو په اړه، د یوې غونډې کوربه و. په دې غونډه کې، د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر مولوي سید حبیب په مشرۍ د پوهنې وزارت یو پلاوی، د سویلي اسیا لپاره د یونېسف د سیمهییزې ادارې مدیر جورج لاریا او د ښوونې او روزنې سازمان د ستراتېژیکو همکاریو د برخې رئیس ناصر فقیه، ګډون کړی و. په دې غونډه کې برخهوالو په افغانستان کې، زدهکړو ته د ټولو، په ځانګړې توګه د نجونو مساوي لاسرسي د تضمین تر څنګ اقتصادي ننګونو، کمزورو زېربناو، بشري منابعو او محدودو مهارتونو په اړه بحث او خبرې وکړې. په دغو خبرو کې د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د قطر استازې لولواح بنت راشد الخاطر په افغانستان کې د پوهنې او روغتیا د سکتورونو د پراختیا لپاره د اساسي حللارو د موندلو لپاره د خبرو پر دوام ټینګار وکړ. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې، د دوی لویه هیله دا ده چې افغانې نجونې او ښځې زدهکړې او کار وکړي. هغه زیاته کړه، په ټولنه کې د افغان مېرمنو ونډه به د دې هېواد لپاره ښه راتلونکې راولي. طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او د ۲۰۲۲ کال په پای کې یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او نن ورځ له شپږم ټولګي څخه پورته د زرګونو نجونو د تمې په خلاف، طالبانو د هغوی له ګډون پرته نوی تعلیمي کال پیل کړ.
د نوي ښوونيز کال پيل؛ ايا د نجونو ښوونځي به پرانيستل شي؟
د طالبانو د پوهنې وزارت ويلي، د ښځینه ښوونځیو چې اوسمهال تر ۶ ټولګي پيل شوي، د یوه خوندي چاپېریال او اړینو اسانتیاو برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدریسي او خدماتي پرسونل ښځینه وي. دې وزارت نن په یوه خپرې کړې اعلامیه کې د باکیفته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې د برابرولو په هدف د کړنلارو د جوړولو خبره کړې او ویلي یې چې، د تطبیق لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستل شوي. خو د طالبانو د پوهنې وزارت چې له تېر کال راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بېبرخې کړي او ښوونځیو ته د هغوی د بېرته ستنېدو پرېکړه یې تر بل امر پورې ځنډولې، نهدي ویلي چې ولې په دې موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ستونزه نهده هواره شوي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي، د نوي تعلیمي کال لپاره رسمي مراسم نن د کابل په اماني لېسه کې جوړ شوي و چې، د طالبانو د پوهنې وزرات او د یو شمېر نورو ادارو چارواکو پهکې ګډون کړی و. د راپورونو لهمخې نن چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره ښوونځي پرانيستل شوي، په ټولګیو کې تدریسي بهیر نهدی پيل شوی، ځکه زدهکونکي خبرنه وو چې نن زدهکړې پیلیږي. د فرانس پرس اژانس د راپور لهمخې یو شمېر ښوونکو او چارواکو ویلي چې، نن د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي پرانيستل شوي، خو ډېری ښوونکي او زدهکونکي خبر نهدي چې ښوونځي پرانيستل شوي، ځکه د طالبانو د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي کال د پیلېدو لپاره رسمي اعلان نهدی کړی. په کابل کې د سیدال ناصري د هلکانو د لېسې یوه ښوونکي محمد عثمان عطایي فرانس پرس ته ویلي، د پوهنې د وزیر لهخوا یو مکتوب چې د دوی سر ښوونکي ته رسېدلی پهکې ویل شوي چې، نن ښوونځي پرانیزي خو دا چې رسمي اعلان نهدی شوی زدهکونکي نهدي ورغلي. د فرانس پرس خبریالانو په کابل کې له اووه ښوونځیو لیدنه کړې او یوازې د ګوتو په شمار ښوونکي او د ابتدایي زدهکړو څو زدهکونکي یې لیدلي خو په ټولګیو کې زدهکړې نهدي پیل شوي. د تېر۱۴۰۱ کال د وري یا حمل په دوهمه په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنهکړل شوه چې زدهکړو ته دوام ورکړي. په مخکې کلونو کې په افغانستان کې د نوروز یا د نوي کال لومړی ورځ عمومي رخصتي وه، خو د طالبانو حکومت هغه لغوه کړې ده. د نړیوالو غوښتنې د نجونو او ښځو د متوسطو او لوړو زدهکړو لپاره پر طالبانو د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ نن په یوه ټویټ کې ټولو افغانانو ته د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، زموږ تر ټولو لویه هیله د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره دا ده چې هغوی ښوونځيو ته ستنې شې او کار وکړي. د وېسټ په خبره په ټولنه کې د دوی ګډون به هېواد له یوې روښانه راتلونکې برخمن کړي. تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیت پرون په یوه ټویټ کې ویلي و چې، په افغانستان کې د نجونو او ځوانو ښځو د زدهکړې له حق څخه د ناقانونه انکار دوام د پوهنې په برخه کې یو نړیوال ناورین په ګوته کوي او اغېز به یې پر ټول جنس، یوه نسل او د هېواد پر راتلونکي وي. ښاغلي بېنیت ویلي، د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۲ به چې په مخکې کلونو کې به نوی تعلیمي کال پیلېده، پرلهپسې دوهم کال وي چې ښوونځي به د افغان نجونو پر مخ تړلي وي. هغه ټینګار کړی چې زدهکړه یو پیاوړي کوونکی حق دی چې هم په خپل ذات کې او هم د نورو لکه د کار کولو، په ژوند کې په خپلو پښو درېدلو، د سلامتیا، په ټولنه کې د ګډون، د قانون په وړاندې د مساواتو او د اساسي ازادیو د حقونو د تامین لپاره مهم دی. په عین حال کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وړمه ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، روانه اوونۍ به ټول افغانستان کې ډېر ښوونځي د ژمي له اوږدې رخصتۍ وروسته بېرته پرانستل شي، خو ښوونځي به د هغو نجونو لپاره تړل شوي وي چې غواړي له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وکړي. یوانایچسيار د فرهانې په مستعار نوم د یوې افغانې نجلۍ هغه غوښتنه هم راخیستې چې ویلي یې دي، له ټولو خلکو غواړي چې افغان نجونې له هغو هیلو سره چې لري يې، هیرې نهکړي. دوه اوونۍ مخکې د کب یا حوت په پنځلسمه چې د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه بېرته پرانيستل شول، هم ښځو او نجونو ته اجازه ورنهکړل شوه چې پوهنتوني زدهکړې بېرته پیل کړي. طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته خپل حقونه ورکوي خو د ښځو د حقونو مدافع ډلې وایي چې طالبان په سیسټماټیک ټول غواړې ښځې د ټولنې له ورځني ژوند څخه حذف کړي.
د ميدان وردګ اوسېدونکي: له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي
میدان وردګ ولایت کې نن سهشنبه د نوي ۱۴۰۲ تعلیمي کال د پیل زنګ ووهل شو، خو خلک له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کوي. په دغه ولایت کې د طالب چارواکو لهخوا داسې مهال نوی ښوونيز کال راپيل شوی چې، د نجونو د ښوونځیو د پرانيستلو په اړه يې هيڅ خبرې نهدي کړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
رينا اميري ملګروملتونو کې د قطر له دايمي استازې سره د افغان نجونو پر مسئله خبرې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په ملګرو ملتونو کې یې دایمي استازې شیخا عالیه بنت احمد بن سیف الثاني د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي دي. دې وزارت پرون یکشنبې په یوه بیان کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو حالاتو او د افغان ښځو د حقونو، په ځانګړې توګه د زدهکړو د حق د ملاتړ په لارو چارو خبرې وکړې. په بیان کې په دې اړه نور جزيیات نهدي ور کړل شوي او رینا امیري هم له خپله اړخه د دغې کتنې په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي خو، له دې مخکې یې تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې ویلي و چې د افغان ښځو د واقعي ملاتړ لپاره به د هېوادونو او بنسټونو تر منځ د یووالي هڅو ته دوام ورکړي. په عین حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، روانه اوونۍ به ټول افغانستان کې ډېر ښوونځي د ژمي له اوږدې رخصتۍ وروسته بېرته پرانيستل شي خو ښوونځي د هغو نجونو لپاره تړل شوي چې غواړي له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وکړي. یوانایچسيار په یوه ټویټ کې د فرهانۍ په مستعار نوم د یوې افغانې نجلۍ هغه غوښتنه هم راخیستې چې ویلي یې دي، له ټولو خلکو غواړي چې افغان نجونې له هغو هیلو سره چې لري يې، هېرې نهکړي. سبا سهشنبې نوی ۱۴۰۲ هجري لمریز کال پېلېږي، خو تر اوسه د دې هیڅ نښې نه لیدل کېږي چې د نوي کال له پيلېدو سره به د طالبانو حکومت ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي. طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولي دي. دوه اوونۍ مخکې د کب یا حوت په پنځلسمه چې د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه بېرته پرانيستل شول، هم ښځو او نجونو ته اجازه ورنهکړل شوه چې پوهنتوني زدهکړې بېرته پيل کړي. د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم چې په تېره قوس میاشت کې یې ښځې او نجونې تر امر ثاني پورې له پوهنتوني زدهکړو را ګرځولې، پرون په کابل کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون په غونډه کې اداري ټکنۍ چارې د کارونو د پر مخ وړلو په وړاندې یو لوي خنډ وباله، خو نوموړي د دې هیڅ یادونه ونهکړه چې کله به د پوهنتونونو دروازې بېرته د نجونو او ښځو پر مخ پرانیزي. نوموړي وويل: "په هغو سفرونو کې چې د هېواد مختلفو ولایتونو ته مې وکړل او له استادانو، محصلینو او مراجعینو سره مې وکتل، یوازینی شکایت او مشکل دا وو چې چارې ډېرې معطلې کېږي. د یوه استاد مقرري څو میاشتې وخت نیسي، د محصل د ډېپلوم ورکول میاشتې، میاشتې وخت نیسي، یو جزئي کار څو اونۍ وخت نیسي." پر ښځو او نجونو د طالبانو لهخوا لګول شوي محدودیتونه تل د نړيوالې ټولنې له اندېښنو او غبرګونو سره مل و. طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته خپل حقونه ورکوي خو د ښځو د حقونو مدافع ډلې وایي چې، طالبان په سیسټماټیک ډول غواړي ښځې د ټولنې له ورځني ژوند څخه حذف کړي.
د لوبو له میدانه؛ پاکستان له افغانستان سره کرکټ سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړې
د لوبو له میدانه په دې اوونیزې ورزشي خپرونه کې به واورئ چې د ۳ شل اوریزو سیالیو لپاره پاکستان خپله لوبډله اعلان کړه، خو افغانستان لا هم نه ده اعلان کړې. د افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا کم عمره لوبډلو درې اړخیزې سیالۍ پیل کړې. د ساحلي فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لوبډلې ګډون او لوبې. د ټېسټ اتلولۍ یا چمپین شيپ پایلوبې ته هندوستان او اسټرالیا لار پیدا کړه. د افغانستان د لومړۍ درجه ولایتي سیاليو وروستۍ لوبه ننګرهار او کابل ترسره کوي. د خپرونې په وروستۍ برخه کې له پخواني لوبغاړي او اوسني روزونکي دولت خان احمدزي سره د پاکستان او افغانستان په راتلونکو لوبو مرکه شوې ده. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د نجونو پر زدهکړه د بنديز دوام؛ د ماشومانو د ساتنې اداره: بېوزلي به زياته شي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل کېدو په اړه د طالبانو حکومت لا څه نهدي ویلي، د ښوونځیو یو شمېر نجونې زدهکوونکې هیله لري چې، واکمن نظام به د نوي تعلیمي کال په پیل کې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. د کندهار اوسېدونکې عالیه چې په اتم ټولګي کې ترې ښوونځی پاتې شوی وايي پر زدهکړو د طالبانو بندیز ډېره ناهیلې کړې ده. دا د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې، سږ کال له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زدهکوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. نوموړې وايي: "کله چې ښوونځی نه وي، کورس نه وي، پوهنتون نه وي هلته هیڅ رڼا نهشته او د یوې تیاره راتلونکې خبرداری انسان ته ورکوي، چې دا ډېرې بدې پایلې لري، نو په دې اړه د خلکو اندېښنې بیخي زیاتې دي ،باید ژر تر ژره ښوونځي پرانيستل شي." عبدالباري عابد چې د ننګرهار اوسېدونکی دی وايي، دوه خویندې يې پر زدهکړو د طالبانو د حکومت د بندیز له امله پر کور ناستې دي چې په خبره یې دواړه د خپل راتلونکې په اړه سختې اندېښمنې دي. ښاغلی عابد وايي: "زما دوه خویندې چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله په کور بندې دي، کله چې د ښوونځیو دروازې بندې شوي دي، دوی هره ورځ ژاړي او اندېښنه کوي، د خپل راتلونکې اندېښنه ورسره بیخي زیاته ده، نو موږ هیله لرو چې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې باید پرانيستل شي." طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره سم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي. د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زدهکړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نهکړي، د ماشومانو ودونه او بېوزلي به زیاته شي. سیف ده چلډرن په یو بیان کې چې نن پنجشنبه د دغه ادارې پر وېب سایټ خپور شوی ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته چې اتلس میاشتې له زدهکړو منع شوي، ټولګیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړل شي. د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی چې، که طالبان دغه بندیز لغوه نهکړي، د ماشومانو ودونه به زیات شي، کورنۍ به لا بېوزلۍ ته اړې او راتلونکی نیمایي نسل به له کاري ځواکه بهر پاتې شي. يادې ادارې ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له درې میلیونو نه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې زدهکړې کولې، له دې حقه محرومې شوې دي. سیف ده چلډرن د دغه بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي او وایي، کله چې نوی تعلیمي کال د وري یا حمل میاشتې په لومړیو کې پیلیږي، ټولې نجونې باید پرېښودل شي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي. په ورته وخت کې د برېتانیا د پارلمان یو شمېر غړو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره د نجونو د ښوونځیو د پرانيستلو په اړه خبرې وکړي. دوی د طالبانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ويلي دي چې، اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۸۵۰ زره نجونې له منځنیو زدهکړو محرومي دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د ماشومانو د ساتنې ادارې او د برېتانیا د پارلمان د دغې غوښتنې په اړه څه نهدي ویلي. موږ هم د طالبانو د پوهنې وزارت له ویانده په حمل میاشت کې د ښوونځیو د پيلېدو په اړه پوښتل خو د دې راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نهکړې. خو وړاندې تر دې بېلابېلو طالب چارواکو بار بار ویلي دي چې د نجونو د زدهکړو مخالف نهدي خو پر هغوی د زدهکړو لګول شوی بندیز یې تر امرثاني بللی دی، خو د امر ثاني دا پرېکړه تر اتلس میاشتو غځېدلې او طالبانو لا هم پر نجونو د بندیز د پای ته رسېدو په اړه خپله پرېکړه نهده بدله کړې.
سيف ده چلډرن: که د نجونو پر زدهکړو بنديز ليرې نهشي د ماشومانو ودونه او بېوزلي به زياته شي
د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زدهکړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نهکړي، د ماشومانو ودونه او بېوزلي به زیاته شي. سیف ده چلډرن په خپله وېبپاڼه کې نن پنجشنبې په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکونکو ته چې اتلس میاشتې له زدهکړو منع شوي، باید اجازه ورکړل شي چې بېرته ټولګيو ته لاړې شي. د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی، که طالبان دغه بندیز لغوه نهکړي، د ماشومانو ودونه به زیات شي، کورنۍ به لا بېوزلۍ ته اړې او راتلونکی نیمایي نسل به له کاري ځواک څخه بهر پاتې شي، چې دا به د هېواد د راتلونکې لپاره ناوړه پایلې ولري. سیف ده چلډرن ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له درې ملیونه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې، په متوسطه ښوونځیو او لېسو کې زدهکړې کولې، د تعليم له حق څخه محرومې شوې دي. سیف ده چلډرن د دغه بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي او وایي، کله چې نوی تعلیمي کال د وري یا حمل میاشتې په لومړیو کې پیلیږي، ټولې نجونې باید پرېښودل شي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي. ۱۶ کلنه عایشه چې د سیف ده چلډرن په مرسته یې د افغانستان په مرکزي برخه کې په یوه کورني ښوونځي کې تر شپږم ټولګي زدهکړې بشپړې کړې، دغه بندیز ډېره ناهیلې کړې ده. دا وایي: "زموږ لپاره تر شپږم ټولګي پورې زدهکړې هیڅ څه هم نهدي. موږ غواړو لوړې زده کړې وکړو، ځکه پر دغو زدهکړو نه کارپیدا کولای شو او نه هم پرې پوهنتوني زدهکړې کولای شو." عایشه وایي، هیله یې دا ده چې ټولې نجونې هم د ښوونځي او هم پوهنتوني زدهکړو ته پرېښودل شي. په افغانستان کې د سیف ده چلډرن اجرایوي رئیس اولیور فرانچي وویل، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زدهکړو منع کړي دي، خو بیا هم نجونې د ښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي او پوهېږي چې د بریا تر ټولو ښه لار ښوونځي ته تګ دی. هغه زیاته کړه، که د نجونو زدهکړې په نیمایي کې پرې شي، په کمعمر د ودونو، تاوتریخوالي، ناوړه استفادې او نورو خطرونو سره به مخامخ شي. ښاغلی فرانچي وایي، هره ورځ چې نجونې له ښوونځي پاتې کېږي، یوه ورځ ضایع کېږي، هغه هم نه یوازې د دوی لپاره بلکې د ټولنې لپاره چې متخصصو ډاکټرانو او ښوونکو ته سخته اړتیا لري. نوموړی وايي، دا یوه ورځ په اوږده مهال کې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم یوه ضایعه ده. هغه ټینګار وکړ چې نجونې باید د ښوونځیو له بیا پرانيستل کېدو سره د زدهکړې له بهیره بهر پاتې نهشي او موږ پر طالبانو غږ کوو چې نجونو ته اجازه ورکړئ چې له ځنډ پرته بېرته ښوونځیو ته لاړې شي. د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې د ادارې د دغې غوښتنې په اړه څه نهدي ویلي او نه یې هم تر اوسه چې څه کم یوه اوونۍ وروسته به نوی تعلیمي کال پیلیږي، څرګندې نښې ښودلي چې ایا ټولې نجونې به پرېږدې چې بېرته خپلې زده کړې پیل کړي که نه. د طالبانو چارواکو په کراتو کراتو ویلي، د نجونو د زدهکړو ضد نهدي او پر هغوی لګول شوی بندیز تر امرثاني پورې دی، خو د امرثاني خبره تر اوسه اتلس میاشتو ته غځېدلې او د طالبانو دریځ نهدی بدل شوی.
عايشه خرم: نړيوال دې د افغان نجونو زدهکړو بندېدو ته د يو بېړني ناورين په توګه وګوري
د افغان نجونو د تعلیم فعاله عایشه خرم وایي، دا مهال میلیونونه نجونې په افغانستان کې له خپل لومړني حق، یا زدهکړو بېبرخې دي. نوموړې چې ۲۰۱۹ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې پاتې شوې، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې، له زدهکړو د نجونو محرومېدو ته د بېړني ناورین په توګه وګوري او چلند ورسره وکړي. په دې تړاو د عایشې خٌرم ویډیویي پيغام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې پرون چهارشنبه (د مارچ ۱۵مه) پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی. د پيغام په یوه برخه کې راغلي: "نن میلیونونه ځوانې نجونې په افغانستان کې له خپل ډېر لومړني حق نه بې برخې دي، دا زدهکړو ته د لاسرسي حق دی. په هر حال د ټکنالوجۍ د پرمختګونو په دې عصر کې هیڅ پلمه نهشته چې په افغانستان کې ښځو او نجونو سره شوې بې عدالتۍ ته رسیدګي ونهشي. زه پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې سره یوموټی او په نوښتي حل لارو پانګونه وکړي چې ځوانو ښځو او نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، ځکه د تعلیم ناورین بېړنی دی." عایشه خرم د جزیاتو له ورکولو پرته وايي، دې په خپل نوښت سره یو شمېر افغان نجونو ته د تعلیم د دوام زمینه برابره کړې ده. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون د مارچ ۱۵مه د طالبانو د سرپرست حکومت ۱۹ میاشتې پوره شوې، خو لا هم د نجونو د منځنۍ او لېسې ښونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانيستو څرک نه لګیږي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او تېره دسمبر میاشت کې يې د نجونو لوړې زدهکړې هم تر دویم اعلان پورې وځنډولې. که څه هم ځینو طالب چارواکو ویل چې، د نوي تعلیم کال له پیل سره به د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانيستل شي، خو شاوخوا اوونۍ وشوه چې سړو سیمو کې تعلیمي کال یوازې د هلکانو لپاره پيل شوی دی. تر دې وړاندې د ښځو د حقونو نورو فعالانو هم په وار وار له نړیوالو غوښتنه کړې چې له طالبانو د دوی حقونه وغواړي، خو په ظاهره نړیوالو ادارو هم له اندېښنو څرګندولو پرته نور خاص څه نهدي کړي. د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت اروپایي ټولنې د طالبانو د حکومت پر دوو چاروکو، د لوړو زدهکړو او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیرانو د سفر بندیزونه ولګول او وروسته برېتانیا هم د ورته بندیز خبر ورکړ. په همدې حال کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ( Penny Wong ) د افغان ښځو او نجونو بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. د نوموړې دغه څرګندونې د استرالیا یوې انلاین ورځپاڼې مندرین (mandarin) را اخیستي دي. مېرمن وانګ ویلي، که چېرته د ښځو د حقونو په برخه کې شته بندیزونه له منځه ولاړ نهشي، په راتلونکې کې به یې د ناوړه عواقبو اغیز هر افغان حس کړي. طالبان که څه هم د نړیوالو هغه اندېښنې بې ځایه بولي چې د نجونو او ښځو وضعیت ته یې څرګندوي، خو د بشري حقونو نړیوالې ادارې د طالبانو دا دریځ پر واقعیتونو سترګې پټول بولي. یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا وویل، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو لپاره د یوه ځپونکي هېواد په توګه پاتې دی. مېرمن اتونبایوا ویلي، دوی د دغو ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره ډیالوګ او خبرې د حل لاره بولي او په خبره یې د یوناما د ماموریت د دوام یو هدف د همدغو ستونزو هواری دی.
ایالتي محکمې د عمران خان د نیولو امر وځنډوه
لاهور ایالتي محکمې د اسلام اباد او پنجاب پولیسو او رېنجرز ځواک ته امر کړی، چې د مارچ د ۱۶مې تر سهار ۱۰ بجو پورې دې په لاهور کې د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د نیولو عملیات ودروي. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۵مه پر دویمه ورځ هم د اسلام اباد او پنجاب پولیس او رېنجرز ځواک سرتېري په لاهور کې د خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ولاړ ول. د پنجاب لنډ مهالي حکومت ویلي، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) کرکټ سیالۍ له کبله یې په زمان پارک کې د عمران خان کور بهر ځای پر ځای شوي سرتېري په "موقتي ډول" لیرې کړي دي او د محکمې امر یې عملي کړی دی. د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه لاهور ایالتي محکمې ته له زمان پارک سره نېږدې د عملیاتو درولو درخواست کړی وو. تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې تور پورې کړ چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په هېواد کې "ګډوډۍ ته لمن وهي." په پاکستان کې په دې تازه وضیعت نور جزییات د مشال راډیو د خبریال ګل ایاز راسره دلته شریک کړي
سيګار: طالبانو افغان مېرمنې پر کورني حبس محکومې کړي دي
یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې وايي، د طالبانو حکومت له ټولنې، په بشپړ ډول د ښځو حذفولو ته ملا تړلې ده. په هرات ولایت کې د دولسم ټولګي زدهکوونکې فرشته عظیمي وايي، د طالبانو د حکومت د ښځو ضد فرمانونو د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. نوموړې وايي: "تر دې دمه دوی شاوخوا ۳۰ د ښځو ضد فرمانونه صادر کړي، چې ټول یې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، د بېلګې په توګه له ښځو څخه یې د کار، تعلیم ، سفر او نور ډېر اساسي حقونه اخیستلي دي." په همدې حال کې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا څار ادارې (سیګار) ویلي، د طالبانو په فرمانونو سره ښځې له ټولنیز ژوند حذف شوې دي او له کوره د وتلو لپاره له سختو بندیزونو سره مخ دي. د دغې ادارې مشر جان سپکو د امریکا کانګرس ته په خپل ۵۸مخيز راپور کې ویلي، طالبانو افغان ښځې پر کورني حبس محکومې کړې دي. د سیګار د دغه راپور په دوام کې راغلي چې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې پهکې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو تعلیم او پوهنتون کې د دوی زدهکړې غیرقانوني ګڼل شوي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو لهخوا پر ښځو د بندیزونو په لګولو سره اوس دا پوښتنه راپورته کېږي، چې ایا امریکا کولی شي پرته له دې چې له طالبانو څخه ملاتړ وشي او هغو ته ګټه ورسیږي، له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي؟ سيګار ویلي، امريکا د ستر بشري مرستندويه هېواد په توګه د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره په اوونۍ کې څلوېښت ميليونه ډالره مرسته کوي، خو که څه هم دا مرستې بشري دي، ښايي په نا غوښتل شوي ډول په ملي او نړيواله کچه طالبانو ته مشروعيت ورکړي. د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې ټینګار کړی، امریکا باید په دې غور وکړي چې طالبانو تر ډېره حده ښځې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي او د دوی دغه عمل د افغانستان اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې ده. په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله نظیفه احمدي شاهي د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو او د ښځو پر وړاندې د دوی د دریځ د بدلولو په موخه له افغانستان سره د امریکا د اوونیزو مرستو پر بندېدو ټینګار کوي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "پر طالبانو د امریکا یوازینی عکس العمل او فشار به دا وي، چې د اوونۍ څلویښت ملیونه ډالر چې اوس اتیا ملیونو ته رسېدلي قطع کړي، څو طالبان له اقتصادي فشار سره مخ شي او د ښځو د حقونو ټینګښت ته اړ شي، له دې پرته بدلون ناشونی دی." سیګار په دغه راپور کې ویلي، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان او افغان کډوالو سره څه باندې اته میلیارده ډالره مرسته کړې، چې له دې څخه له دوه ملیاردو ډالرو زیاته برخه یې د پرمختیايي او بشري مرستو، درې اعشاریه پنځه ملیارده ډالره د افغانستان امانت صندق ته او دوه اعشاریه اووه ملیارده هم امریکا ته د افغانانو د تخلیې پروسې ته ځانګړې شوې دي. خو د دغې ادارې په وینا دا نهده څرګنده چې دا مرسته څومره اړمنو ته رسېدلې؟ او نه هم دا تضمین شته چې د دغو مرستو چمتو کول یا هم بندول به د طالبانو په چلند کې بدلون راولي که نه. خو طالبانو تل د ښځو د حقونو د سرغړونې په اړه ادعاوې او انتقادونه رد کړي او ویلي یې دي چې، د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او نړیواله ټولنه باید د خپلو مرستو دوام له سیاسي مسایلو سره ونه تړلي. د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو بندول، د دوی پر مخ د پوهنتونونو تړل، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګول، له شرعي محرم پرته ليرې واتڼ سفر نه کول، د حجاب اجباري کول، تفریحي پارکونو او ورزشي کلبونو ته له تګ څخه د نجونو او ښځو راګرځول هغه محدودیتونه دي چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو باندي وضع کړي دي.
ازادي راډيويي مجله؛ ګل په ادبياتو کې د څهشي سمبول دی؟
د ازادي راډيويي مجلې ننني پروګرام کې به واورئ چې هلمند کې د تازه ګلانو پېر او پلور کم شوی دی، دا چې ګلان په ادبياتو کې څه مانا لري، پر همدې موضوع له استاد نجيب منلي سره مرکه لرو. دغه راز د کندهار مجلې پر بيا چاپېدو خبرې، شعرونه او يو شمېر نور مطالب مو هم دې خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: