ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اروپایي ټولنې ۱۱ افغان مېرمنې د اروپا پارلمان د ساخاروف جایزې ته نوماندې کړې

اروپایي ټولنې ۱۱ افغان فعاله مېرمنې د اروپا پارلمان د ساخاروف جایزې ته په داسې حال کې نوماندې کړې چې د طالبانو په واکمنۍ سره ډېری افغان نجونې او مېرمنې د زده‌کړو او کار له حق محرومې شوې دي. انیسه شهید، ماري اکرمي،‌ فرشته کریم، حبیبه سرابي، حوریه مصدق، سیما سمر، شهرزاد اکبر، میترا مهران، پلوشه حسن، صحرا کریمي او ظریفه غفاري هغه مېرمنې دي چې د دغې جایزې لپاره غوره شوې دي. یادې جایزې ته نوماندې حبیبه سرابي ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د وضیعت په اړه اندېښنه وښوده ویې‌ویل، اړتیا ده څو په دې برخه کې جدي مبارزه وشي او د افغان مېرمنو غږ تر نړیوالو ورسول شي، څو مېرمنې د تېر په شان له خپلو حقونو بې‌برخې نه‌شي. اغلې سرابي وايي: "له بده مرغه داسې یو وضعیت راغلی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې‌برخې دي او دا په کور دننه او بهر د افغان مېرمنو جدي او ګډې مبارزې ته اړتیا لري ترڅو د ښځو غږ ټولې نړۍ ته ورسول شي، دوی باید له خپلو حقونو بې‌برخې نه‌شي." د ننګرهار اوسېدونکې عایشه احمدزۍ وایي، له سختې مبارزې او ډېرو ستونزو په ګاللو سره توانېدلې وه چې ژورنالیزم پوهنځي ته لار ومومي، خو په خبره‌یې څلور کاله ستړیا او مبارزه‌یې له خاورې سره خاورې شوه او اوس نه‌شي کولای چې په دې برخه کې کار وکړي. اغلې احمدزۍ زياتوي: "زموږ هیلې لوړې وې، غوښتل مې ژورنالیزم ووایم، خو اجازه مې نه‌درلوده، ما د کورنۍ او افغاني ټولنې په وړاندې مبارزه وکړه چې زده‌کړې وکړم، خو اوس فکر کوم چې وقت مې هسې ضایع کړی دی، اوس د ښځو په وړاندې د طالبانو دریځ ته په پام هېڅ امېد نه‌لرم." محموده رئیس‌پور چې ټاکل شوې وه سږ کال د کابل ښار د یو ښوونځي له دولسم ټولګي فارغه شي، دا هم د وضعیت په اړه ناهیلې ده. دې وويل: "هیله مې درلوده چې له ښوونځي فارغه شم، پوهنتون ته ولاړه شم او خپلې زده‌کړې پر مخ یوسم، خپلو خلکو ته خدمت وکړم، خو اوس چې طالبانو له موږ د زده‌کړو حق اخیستی کوم امېد نه‌لرم، پرته له یو تیاره برخلیک بل څه نه‌وینم." طالبانو په افغانستان کې تر اوسه له شپږم ټولګي پورته، نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه نه‌ده ورکړې. افغان مېرمنې په دې نظر دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې، مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړي، نارینه‌وو سره‌یې اوږه په اوږه خدمت کړی او اوس دوی نه‌شي کولای په کور کېني. ۲۴ کلنې رخسار خیري په یوې خصوصي رسنۍ کې کار کاوه، دا د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرسته وه، خو اوس وزګاره ده. رخسار له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول اروپايي ټولنې غواړي چې افغان مېرمنې هېرې نه‌کړي. رخسار وايي: "له اروپايي ټولنې د ټولو افغان نجونو او ښځو غوښتنه دا ده چې دوی یوازې پرې نه‌ږدي او د دوی د کار، ازادۍ او زده‌کړو د حق لپاره غږ پورته کړي او طالبانو باندې فشار راوړي چې نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي چې د خپلو حقونو لپاره هڅې وکړي او درس ووايي." که څه هم تازه طالبانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه، خو څو ورځې مخکې د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی په یو تازه پروګرام کار کوي چې نجونو زده‌کوونکو او محصلانو ته د زده‌کړو یو خوندي چاپېريال رامنځته کړي. طالبانو دغه‌شان ویلي و چې اسلامي ارزښتونو ته په پام سره به په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو حضور هم پیاوړی وي.

29.09.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې يو شمېر رسنۍ د خپلو فعاليتونو 'سانسورولو' ته اړې شوي

په افغانستان کې د ځینو رسنیو پر خپرونو بندیزونه لګول او د خبریالانو د راپورونو سانسورول هغه ستونزه چې د محتوا له اړخه‌یې رسنۍ سختې زیانمنې کړې دي. اوس یو شمېر افغان خبریالان او د رسنیو مسؤلین وایي، د طالبانو مستقیمو او غیر مستقیمو فشارونو د خپلو فعالیتونو سانسورولو ته اړ ایستلي دي. دوی وایي، دا مسئله په خپرونو کې د ضعف لامل شوې او رسنيو خپل لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي ورو ورو له لاسه ورکړي دي. دوی زياتوي، دې وضعیت په ځینو خپرونو منفي اغېز کړی او په یو ډول‌یې د رسنیو او خبریالانو ازادي زیانمه کړې ده. د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د چهاشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل: “کله چې خبریالان د پېښو په اړه راپورونه جوړوي نه‌یوازې دا چې له هغوی سره همکاري نه‌کېږي، بلکې په بېلابېل ډول ګواښل کېږي، د خبریال کاري چاپېریال هم روښانه نه‌دی او فشارونه پرې شته چې له واقیعتونو په سمه توګه راپورونه ورنه‌کړي." ښاغلی کړوخېل زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي د بیان ازادي چې د افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو مهمه لاسته راوړنه ده، له لاسه به ووځي. بل‌خوا د رسنیو او مدني فعالانو د ډلې مشر نصیر اخترزی وایي، دا مهال ډېری رسنۍ تر فشار لاندې دي چې باید دوی ته د خپرونو د خپراوي په برخه کې بشپړه ازادي ورکړل شي. د رسنیو ځیني مخاطبین بیا وایي چې د تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو په خپرونو کې ډېر بدلون راغلی چې محتوا یې اغېزمنه کړې ده. د کابل یو اوسېدونکي اکمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د رسنیو خپرونې بدلې شوي، د افغانستان حالت بدل شوی، نو رسنۍ هم ورسره بدلې شوي، له دې مخکې به په رسنیو کې ډول ډول سریالونه وو، په خپرونو کې به پر دولت هم نیوکې زیاتې کېدلې." خو طالبان بیا پر رسنیو او خبریالانو د سانسور لګول ردوي وایي، سالمه نیوکه د رسنۍ اوخبریالانو حق دی. د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، یوازې رسنیو ته داسې یوه تګلاره ورکړل شوې چې د ملي ارزښتونو، د هېواد د ملي ګټو او مقدساتو پر ضد خپرونې ونه‌لري. ښاغلی کريمي وايي: "د بیان د ازادۍ په برخه کې موږ د سانسور کولو کوم پلان نه‌لرو، خو په کوچنۍ تګلاره کې راغلي چې رسنۍ باید داسې خپرونه ولري چې ملي ګټو ته په‌کې زیان ونه‌رسېږي، ژبنیز، قومي او سمتي اختلافاتو ته په‌کې لمن ونه‌وهل شي، دا هغه څه دي چې د ټولو ګټې په‌کې نغښتې دي." افغانستان کې دا مهال لسګونه راډیوګانې، ټلوېزیونونه او چاپي رسنۍ فعالیت کوي او دغه‌شان ډېرې نورې رسنۍ بیا په انلاین ډول کار کوي. خو د طالبانو په لاس د افغانستان په سقوط سره یو شمېر دغه رسنۍ بندې شوي او یا یې هم پروګرامونه محدود او سانسور شوي دي. اوس‌مهال د افغانستان په اکثرو رسنیو کې موسیقي، ترکي او هندي سریالونه نه‌خپرېږي، ډېری امنیتي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونه بند شوي دي او یا هم په سطحي او محدوده توګه خپرېږي.

29.09.2021 ازادي راډیو

"طالبان په نولسوه نوي کلونو کې دخپل رژیم پالیسي بیا پلې کوي"

دبشري حقونو په سازمان کې دښځو دڅانګې مشره هیتر بار وایی طالبانو هغو شدیدو پالیسیو ته بیا مخه کړې چې په نولسوه نوي کلونو کې یې دخپلې واکمنۍ په دوران کې پلې کولې. هغې آزادي راډیو سره مرکه کې وویل چې د طالبانو دغه اقدام د ژورې اندیښنې وړ دی او په قضایي او حقوقي څانګو کې دافغانستان دتیرو شلو کلونو لاس ته راوړنې له مینځه وړي. لدې مخکې دطالبانو دامربالمعروف او نهی عن المنکر دادارې مشر ملا نورالدین ترابي چې دطالبانو د تحریک له موسسینو څخه دی لویدیځو رسنیو ته ویلي ووچې طالبان به شرعي حدود لکه دلاس پرې کول ، اعدام اوقصاص تطبیق کړي. نوموړی دطالبانو په اوسني نظام کې دمحابسو دادارې مشر دی. له میرمن بار سره د ژکفر احمدي مرکه دلته کلتی سئ .

29.09.2021 ازادي راډیو

طالبانو د څلورو کسانو مړي دهرات دښار په ګڼ میشتو ځایونو کې ځوړند کړل

طالبانو د څلورو هغو کسانو مړي چي په اختطاف تورن شوي وو دهرات ښار په چوکونو کې را ځوړند کړل. طالب چارواکو وویل چې دغه کسان چې یو سړی او دهغه زوی یی اختطاف کړي وو، امنیتي ځواکونو سره دنښتې په مهال ووژل شول. مخکی دطالبانودتحریک یو موسس ملا نورالدین ترابی ویلي وو قصاص او د لاس پرې کول هغسې چې دطالبانو دتیرې واکمنۍ په مهال نافذیدل تردې وروسته به هم نافذ شي. خودبشری حقوقو د څار سازمان او دامریکا بهرنیو چارو وزارت اندیښنه څرګنده کړې او ویلی چې دملا ترابی دغه خبرې دبشری حقوقو داصولو خلاف دي. ددغې ویډیو ځینې برخی کیدای شي ځینو کسانو ته ځوروونکې وي.

25.09.2021 ازادي راډیو

فعالانې: که طالبان د ښځو حقونه رعایت نه کړي نړیواله انزوا به یې دوام وکړي

د بشري حقونو د څار اداره په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو پر اقداماتو اندېښنه ښيي.  د دې سازمان د ښځو د برخې مشرې هیډربار ازادي راډیو ته وویل، طالبان اکثره هغه پالیسۍ چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ عملي کولې، بیا تطبیقوي چې یو وار بیا د ښځو حقونه ورسره محدودېږي. اغلې بار زیاته کړه: "​مهمه ده چې را په زړه یې کړو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو ونه ویل چې نجونې زده کړې نه شي کولی، دا یې ویلي وو چې اوس امنیتي وضعیت ښه نه دی او باید انتظار وباسي. یقیناً په هماغه کلونو کې چې واک یې په لاس کې وو، د امنیت د ښه کېدو وخت او ښځو ته د حقونو د ورکولو شېبه هېڅکله راونه رسېده."  د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ له شپږمه پورته د هلکانو ښوونځي پرانیستل شول خو د نجونو ښوونځي لا نه دي پرانیستل شوي.  طالبانو ویلي چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، ژر به اجازه ورکړي چې له شپږمه د پورته ټولګیو نجونې زده کوونکې ښوونځیو ته لاړې شي. دوی دغه راز په حکومت او کابینه کې ښځو ته د حق ورکولو ژمنې کړي دي.  خو د بشري حقونو د ښځو د برخې مشره مېرمن هیډربار د طالبانو دغو ژمنو ته خوشبینه نه ده او وايي سره له دې چې هیله لري طالبان په خپلو خبرو کې رښتیني واوسي باور نه لري چې هغوی دې خپلې پرېکړې بدلې کړي.  طالبانو پرون هغه اوازې په تونده لهجه رد کړې چې ګنې ژر به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.  د پوهنې وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه په یوه طرحه کار روان دی او پایلې یې وروسته له خلکو سره شریک کېږي.  د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې د افغان ښځو وروستي اعتراضونه د هغوی د زړه ورتیا ښکارندوی وبلل، خو ویې ویل چې د طالبانو له لوري د ښځو د اعتراضونو مخنیوی د بشري حقونو سرغړونه ده. نوموړې وویل: "لکه څرنګه چې پوهېږئ دغو اعتراضونو ته د طالبانو ځواب تاوتریخجن و. اعتراض کوونکي او خبریالان یې ووهل او بیا یې اعتراضونه منع کړل. دا د بشري حقونو سرغړونه ده. ښځو او هر څوک د خبرو کولو، سوله ییز اعتراض او د خپلو نظرونو د بیانولو حق لري."  دې زیاته کړه چې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ پر څرنګوالي جدي محدودیتونه لګول شوي او ډېرې ښځې له دندو ګوښه کړای شوي دي.  د ښځو د حقونو افغان فعاله محبوبه سراج وايي، که طالبان غواړي چې له اقتصادي سقوط او دپلوماتیکې انزوا څخه خلاص شي، باید د افغان ښځو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.  ۷۳ کلنه سراج چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته له خپل هېواده ونه وتله وايي، که طالبان د نړیوالې ټولنې پر وړاندې درېږي، ممکن له افغانستان سره ټولې مرستې په ټپه ودرېږي چې له کبله به یې د افغانانو کړاوونه نور هم زیات شي.  د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پر اساس، د راتلونکي کال تر دوبي پورې به د افغانستان په سلو کې ۹۷ وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لري، روغتیايي او تعلیمي سیستمونه به یې له پاشل کېدو سره مخامخ شي ځکه چې د افغانستان په سلو کې ۸۵ بودجه نړیوالو مرستندویانو ورکوله. 

24.09.2021 ازادي راډیو

د طالبانو په کابینه کېښځې ولې نشته؟ د طالبانو ویاند مو پوښتلی

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ بیا د کابینې ځینې غړي معرفي کړل خو ښځې پکې نشته. د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند محمد نعیم نه مو په دې اړه پوښتنې کړي چې طالبان په حکومتولۍ کې د میلیونو افغان ښځو ونډه څنګه ورکوي؟ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په اړه مو هم له محمد نعیم پوښتنه کړې. صفي الله ستانکزی ورسره غږېدلی.

21.09.2021 ازادي راډیو

د طالبانو حکومت په راتګ سره د 'سوداګرو مېرمنو فعالیتونه' درېدلي

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښخینه سوداګرو ستونزې. یو شمېرو يې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره‌یې کارونه درېدلي چې له امله‌یې له ستونزو سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرافغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته ډېری دوی او د سوداګرو ښځو د خونې مسؤلین له هېواده وتلي دي. شهرزاد مصطفوي چې د تازه مېوو په سوداګرۍ بوخته او د هوايي دهلېزونو له لارې یې هند او عربي متحده اماراتو ته صادرولې، اوس‌یې کارونه ځنډېدلي دي. مېرمن مصطفوي وايي، مخکې له دې یې هره میاشت کې شااوخوا شپږ زره ډالره عواید درلودل، خو اوس‌یې سره له دې چې ۴۰ زره ډالره زیان کړی، د امنیت اندېښنه هم لري. اغلې مصطفوي زیاتوي: "ما د تازه مېوو تجارت درلود، هند او عربي اماراتو ته مې صادرولې، اوس پروازونه بند دي، هوايي دهلېزونه نه‌شته، مخکېني حکومت د صادراتو لپاره ډېرې پیسې مصرفولې، خو اوس هر څه بند دي، د ستونزو د حل لپاره مو هېڅ لاره نه‌شته." ناصره بیګي‌زاده بله مېرمن ده چې یو کال مخکې یې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د پنځه زره ډالرو په پانګونه، یو رستورانت پرانیستی و، خو اوس د دې په خبره له ډاره خپل رستورانت ته نه‌شي تللی. دا وايي: "ما یو کال مخکې په فیض‌اباد کې د پنځه زرو ډالرو په پانګه یو کوچنی رستورانت پرانیست، پنځو کسانو په‌کې کار کاوه، کارونه مو ښه پر مخ تلل، ورو ورو ښه کېدل، خو اوس مو ټولې هیلې له‌منځه لاړې." له دې مېرمنو بله فاطمه نېک رسولي په جوزجان ولایت کې د سوداګرۍ د خونې غړې ده چې د شبرغان په ښار کې یې د  ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت، یو ښځینه ورزشي کلپ جوړ کړی و. دې ازادي راډیو ته په استول شوي پیام کې ویلي چې اوس دغه کلپ بند دی او په خپله هم د وسله‌والو له‌خوا ګواښل کېږي. مېرمن نېک رسولي وايي، د کلپ تجهیزات هم له‌منځه تللي او د سوداګرو ښځو خونې هم ورسره هېڅ مرسته نه‌ده کړې. په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د سوداګرو ښځو د خونې فعالیتونه هم درېدلي او  ویل کېږي چې مسؤلین‌یې له هېواده وتلي دي. ازادي رادیو هڅه وکړه چې د ښځو د سوداګرۍ د خونې د فعالیتونو په اړه د طالبانو نظر ولري، خو هڅو یې نتیجه ورنه‌کړه. طالبانو د ښځو فعالیتونو ته په محدودو برخوکې اجازه ورکړې او په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې ورته تر اوسه د کار اجازه نه‌ده ورکړل شوې‌.

20.09.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ ته د کمې پاملرنې په اړه اندېښنې

کرونا اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. ګن شمېر افغانان په هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته د دې ویروس پر وړاندې مبارزه له ستونزو ډکه بولي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا اندېښنه هم لري که د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه په سمه توګه مدیریت نه‌شي پایلې به‌یې خطرناکې وي. عبدالوهاب چې اوونۍ وړاندې یې نیکه همدې ویروس وواژه، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نوي بدلونونو سره باید د دې ویروس پر وړاندې مبارزه پڅه نه‌شي. هغه له طالبانو غواړي چې د کرونا پر وړاندې مبارزه له پخوا جدي کړي. عبدالوهاب زیاتوي: "کرونا په افغانستان کې اوس هم جدي ده او دغه ویروس لا هم د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، دا چې په افغانستان کې نوی سیاسي بدلون رامنځته شو له طالبانو مو غوښتنه ده چې د دې ویروس پر وړاندې خپله مبارزه له پخوا جدي کړي." خو دا یوازې عبدالوهاب نه‌دی یو شمېر نور کابل مېشتي هم له دې ویروسه وېره لري، وايي چې په تېر نظام کې روغتیايي امکانات ډېر و او د دې ناروغۍ سره مبارزه شونې وه، خو اوس دا چاره شاید ستونزمنه وي. د کابل ښار اوسېدونکی خالد وايي: "کرونا د نړۍ ترڅنګ افغانستان هم سخت وځپه، دا چې اوس نظام بدل شوی او حالات د تمې خلاف بدل دي، هغه امکانات چې پخوا و هغه اوس په نشت حساب دي، ټول روغتیايي توکي له کاره لوېدلي، په دې اساس زموږ وېره دوه برابره زیاته شوې." خو کریم د کرونا ویروس په تړاو بل نظر لري. هغه وايي، د خلکو ذهنونه وروستیو تحولاتو ځان ته اړولي، کرونا د چا په ذهن کې نه‌شته. کریم زیاته کړه: "اوس هم کرونا یوه جدي ستونزه ده، خو دا چې ولې د خبرونو سرټکي نه‌جوړوي دلیل‌یې وروستي تحولات دي، ټول افغانان وروستیو تحولاتو هک حیران کړي، له هر چا کرونا له یاده وتې، خو بیا هم وایم چې کرونا اوس هم جدي ده." ازادي راډیو هڅه وکړه د کرونا ویروس سره د مبارزې د وروستیو تازه پرمختګونو په اړه د افغانستان عامې روغتیا وزارت نظر واخلي، خو دوی له څه ویلو ډډه وکړه. د طالبانو ویاند هم په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ځواب نه‌کړې. دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه نن دوشنبه د روغتیا نړیوال سازمان مشر له یو پلاوي سره افغانستان ته سفر کړی. د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ دغه پلاوی به له طالب مشرانو سره د وروستیو روغتیايي بدو حالاتو او دغه‌شان افغانستان ته په دې برخه کې د مرستو په تړاو خبرې وکړي.

20.09.2021 ازادي راډیو

په کندز کې ښځینه خبریالانې: طالبان مو رسنیو کې کار کولو ته نه‌پرېږدي

په کندز کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی په سیمه‌ییزو رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی خبرداری ورکوي، که چېرې دوی ته بېرته په رسنیو کې د فعالیت اجاز ورنه‌کړل شي، نو اړ دي چې هېواد څخه بهر ولاړې شي. ۲۵ کلنه رویا احمدي چې دا يې مستعار نوم دی ازادي راډيو ته وویل: "پخوا ما کابو ۱۰ زره افغانۍ معاش درلود او له همدې لارې مې د خپلې کورنۍ او د وړو خویندو لګښت پوره کاوه. له کله راهیسې چې پر موږ په رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی دی. اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم." په ورته مهال کې ۲۴ کلنې نبیلا محمدي چې درې کاله‌یې په کندز کې په یوې سیمه‌ییزه راډيو کې کار کړی وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره اوس کار نه‌شي کولای. هغه له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په رسنیو کې کار وکړي. نبیلا وایي: "زه غواړم چې بېرته په رسنیو کې کار وکړم، خو طالبان موږ ته اجاز نه‌راکوي چې له کوره بهر کار وکړو. که چېرې همدا حالت ادامه پیدا کړي، نو موږ اړ کېږو چې وطن پرېږدو ځکه نور دلته ژوند کول ګران دي." په شمال ختېځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شهباز صابري رسنۍ او د بیان ازادي د تېرو دوو لسیزو ستره لاسته راوړنه بولي او له طالبانو غواړي چې ښځینه خبریالانو ته په رسنیو کې د کار کولو اجازه ورکړي. صابري وایي: "له بده مرغه لاهم په کندز کې د رسنیو نیمه برخه فعالیت نه‌لري او په سیمه‌ییزو رسنیو کې ښځینه خبریالانې هېڅ حضور نه‌لري. زه هیله‌من یم چې اسلامي امارت ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپلو دندو ته حاضر شي." خو په کندز کې طالب چارواکي بیا وايي چې تر اوسه پورې له مرکز څخه د ښځینه خبریالانو د فعالیت په اړه دوی ته کوم رسمي مکتوب نه‌دی رسېدلی او باید د یوې مودې لپاره د رسنیو ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کې پاتې شي. د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع‌الله روحاني وايي: "موږ ته د ښځینه خبریالانو د فعالیت په اړه د چارواکو له‌خوا کوم رسمي مکتوب نه‌دی راغلی. اوس‌مهال دې د رسنیو ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کې پاتې شي. په نږدې ورځو کې به دوی ته په رسنیو کې د کار زمینه برابره شي او بېرته به خپلو دندو ته راشي." دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا نه‌یوازې پر ښځینه خبریالانو، بلکې د ګڼ شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو پر ښځینه کارکوونکو هم د کار کولو بندیز لګول شوی دی او دې مسئلې په هېواد کې دننه د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

20.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو د حقونو خوندیتوب؛ د طالبانو وروستۍ پرېکړې د 'اسلام او قانون' خلاف دي

په کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو له‌خوا د ښځو چارو وزارت د بندولو او ز‌ده‌کړو ته نجونو د محدود لاسرسي په غبرګون کې لاریون وکړ. دوی چې شمېر یې کم و، په خپلو شعارونو کې د زده‌کړې او کار ته د تګ غوښتنه کوله. دوی د "ازادي، زده‌کړه او کار" زموږ حق دی شعارونه ورکول او وايي، ښځې دې له ټولنیزو فعالیتونو نه منع کېږي. له لاریون کوونکو یوه‌یې ترنم سعیدي وايي، طالبان نه‌شي کولای دوی له کار او زده‌کړې منع کړي او مجبور دي چې غوښتنې یې ومني. مېرمن سعیدي وايي: "موږ د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو کمېسیون او هغه نړیواله ټولنه څه کوو چې زموږ په درد نه‌خوري. هغه مهال چې هېڅوک نه‌شي کولای له موږ دفاع وکړي، موږ خپله خپل غږ پورته کوو، خپله راځو اعتراض کوو، یا به وژل کېږو یا به خپل حق غواړو." په وروستیو کې په افغانستان کې ورځ تر بلې، د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب غږونه مخ په پراخېدو دي. دا غوښتنې وروسته تر هغې پراخېږي چې طالبانو د جمعې په ورځ د ښځو چارو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر په نوم ونوماوه او دغه‌شان یې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه اجازه نه‌ده ورکړې. په ورته وخت کې د افغانستان د موج تحول په نوم یو سیاسي ګوند د ښځو په اړه د طالبانو دا پرېکړه د اسلام او قانون خلاف بولي. دې ګوند چې مشري یې د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله او د قطر په تېرو بین‌الافغاني خبرو کې د جمهور رئیس غني د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي کوي، نن د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۲۸» طالبان تورن کړل چې له نجونو او ښځو یې هغه حقونه اخیستي چې اسلام او قانون ورکړي دي. د دې خوځښت غړې مرضیه احمدي وايي، له کومه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر وړاندې پرېکړې یې د اسلام او قانون سره په ټکر کې دي. اغلې احمدي زیاتوي: "له کار څخه د ښځو لیرې کول او له دوی سره تبعیضي چلند د اسلام مبارک دین، د نړۍ د اسلامي هېوادونو له کړنو او د افغانستان د کلتور خلاف دي. له همدې امله دوی ته د کار اجازه او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې، په ځانګړي ډول د نوي جوړښت په رهبرۍ کې یې ونډه د مبارزو ښځو له بنسټیزو غوښتنو یوه ده." پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو یوه لویه اندېښنه د دوی د تېرو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ساتنه ده. زده‌کړې او دنده د افغان ښځو هغه دوه مهمې غوښتنې دي چې په دې وروستیو کې یې د خوندیتوب لپاره غږونه پورته شوي دي. یو له دغو کسانو چې د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښنه لري سلګۍ باران ده، هغه نجلۍ چې د ۱۳۹۹ زېږدیز کال کانکور ازموینه کې یې د ۱۷۰ زره زده‌کوونکو په منځ کې لومړی ځای خپل کړ، خو اوس بې‌برخلیکه ده. سلګۍ د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل کېدو اندېښمنه کړې. دا له طالبانو غواړي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي. سلګۍ وايي: ''له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، ترڅو نجونې هم ښوونځيو، پوهنتونونو او کورسونو ته ولاړې شي، که طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي د اندېښنې ځای نه‌دی، خو که عمل پرې ونه‌کړي دا د اندېښنې ځای دی." طيبه بیا د خپلې کورنۍ يوازنۍ لور ده، دا هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده. طیبه وايي، هيله‌يې لرله چې زده‌کړې وکړي او پوهنتون ته د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالۍ شي، خو اوس‌يې ټولې هيلې نيمګړې دي. دا وايي: "له اول ټولګي مې چې تر ننه زده‌کړې کولې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، څو مياشتې کېږي چې د کانکور چمتووالي کورس مې لوست څو وکولای شم پوهنتون ته لار پيدا کړم، خو اوس بې‌برخلیکه يم، نه‌پوهېږم چې راتلونکی به مې څنکه شي، طالبانو ژمنه کړې وه چې مېرمنو ته به د زده‌کړو او کار اجازه ورکوي، خو اوس دا کار نه‌کوي." د طالبانو دا پرېکړه د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو له غبرګون سره هم مخ شوې ده. دوی "د نجونو له شتون پرته ښوونځي بايد تحريم شي" تر نوم لاندې کمپاين په لاره اچولی دی. که څه هم طالبانو لا د شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته دندو ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړې، خو ژمنه کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري. د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی ښځو ته په روغتیا او پوهنې وزارتونو او د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې دننه د کار اجازه ورکړې او ژر به د دوی د زده‌کړو او په نورو ادارو کې د دوی د کار کولو په اړه پرېکړه وشي. ښاغلی کریمي وايي: "په نورو برخو کې هم کار روان دی، تر اوسه پورې پروسه ټوله بشپړه شوې نه‌ده. البته د ښوونځیو په اړه هم پرېکړه تر کار لاندې ده چې هلته د دوی لپاره ترانسپورټي مسایلو او تعلیمي چاپېریال د خوندیتوب لپاره یو منظم پلان برابر شي. هیله لرم چې دا مرحله هم ژر بشپړه شي." له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه هم د ښځو حقونو ته درناوی او د دوی ټولنیز فعالیت ته اجازه ورکول دي. که څه هم د طالبانو له‌خوا د افغانستان تر نیول کېدلو وروسته، د دولتي ادارو ډېری کارکوونکې ښځې او فعالینې له افغانستان ووتې، خو هغه چې پاتي، غوښتنې یې معلومې او د خپل راتلونکي ګونګ برخلیک په اړه اندېښمنې دي.

19.09.2021 ازادي راډیو

جلالي: افغانستان د امپراتوریو هدیره نه، د جګړې قرباني دی

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د واشنګټن په ملي-دفاعي پوهنتون کې استاد، علي احمد جلالي په دې باور دی، چې طالبان که غواړي د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، په خپل لیدلوري کې دې بدلون راولي. ښاغلي جلالي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ځینو انګېرنو خلاف، افغانستان د «امپراتوریو هدیره» نه، بلکې د امپراتوریو د جګړې قرباني دی. احمد تکل له ښاغلي جلالي سره پر سکایپ خبرې کړي

18.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو چارو وزارت د نوم بدلون او په اړه یې غبرګونونه

د ښځو چارو وزارت نوم په "دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر" بدلولو په کابل کې  غبرګونونه را پارولي دي. په دې وزارت کې ځینو پخوانیو ښځینه کارکوونکو چې په دې اداره کې یې کلونه کلونه کار کړی، دا اقدام د ښځو حقونه تر پښو لاندې کول او  له ټولنې د مېرمنو حذف کول ګڼي. د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "نن زموږ بحث د افغانستان د مېرمنو بحث دی چې د نفوس نیمایي برخه جوړوي. هغه مېرمنې چې کلونه کلونه یې مبارزه کړې، تعلیم یې کړی او لوړې زده کړې لري او نن د ښځو چارو وزارت دروازه تړل شوې او تخته یې لېرې شوې او د تختې پر ځای یو بل وزارت د اسلامي امارت له خوا نومول شوی. زموږ هدف دا نه دی چې په دې موقف کې واوسو. زموږ هدف دا دی چې ښځې د اسلامي قانون او حجاب سره سم په حکومتي اداره کې شتون ولري او له خپلو وروڼو سره یو ځای کار وکړي." په ورته وخت کې د دې وزارت یوه کارمنده چې لس کاله یې په دې وزارت کې کار کړی، د نوم نه اخېستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "پرون ما واورېدل چې د ښځو چارو وزارت لغوه شوی او پرځای یې بل وزارت د امر بالمعروف او نهی عن منکر نومول شوی دی. زما لپاره واقعاً دردونکی خبر و، دا د افغانستان اساسي قانون او ټولو بشري حقونو خلاف کار دی. موږ باید یو انسان دومره محدود نه کړو او د انسانانو یوه ډله چې ښځې دي له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي فعالیتونو څخه محرومه نه کړو او له ټولو هغو فعالیتونو چې د یو بل انسان اړتیا ده." بل لورته د ښځو د حقونو فعاله او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وایي چې د طالبانو دا اقدام د دې ښکارندویې کوي چې دوی په لوی لاس د ښځو هویت وژني: "زه فکر کوم د دغه وزارت نوم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته بدلول چې خپله د دوی کړنې منکراتو ته نږدې دي. خصوصاً لکه څنګه چې تاسې ګورئ بې ګناه خلک، عام خلک د په سړکونو کې ډبوي، ډزې ورباندې کوي او حد کې غرمت خلکو ته کوي.زه فکر کوم دې په ښکاره وښوده چې طالبان نه غواړي خلکو سره په تعامل کې ځان شریک وګڼي په یوه جغرافیه کې او د دې تر څنګ دوی وښوده چې هېڅ علاقه مندي نه لري چې نړۍ دوی په رسمیت وپیژني."  په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو خلکو د طالبانو دغه اقدام ته غبرګون ښودلی دی. ځینو د طالبانو دغه اقدام ستایلی او د ښځو چارو وزارت یې غیر مسلکي او سمبولیک وزارت بللی، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر دغه اقدام نیوکه کړې. د فېسبوک یوه کارونکي لیکلي: "په داسې حکومت کې چېرې چې د ټولنې نیمې برخې حقوق په پام کې ونه نیول شي، دا حکومت به هېڅکله بریالی نه شي." ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر ولري، خو له هڅو سره-سره دا ډله خبرو کولو ته چمتو نه شوه، خو د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي د دې اوونۍ په پیل کې رویټرز ته ویلي و چې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دولتي دفترونو کې له نارینه وو سره ګډ کار وکړي. طالبانو د ښځو چارو وزارت نوم په داسې حال کې بدل کړو چې همدا تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اکثریت غړو په رایې یوه قطعنامه تصویب کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې په کې ښځې په بشپړ، مساوي او معنوي ډول ګډون وکړي او بشري حقونو ته یې درناوی وشي.

18.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د "امر باالمعروف وزارت" لوحه او په اړه یې اندېښنې

د کابل په زړه کې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د طالبانو له خوا د دعوت، ارشاد او امر باالمعروف په نوم د طالبانو د حکومت د نوي وزارت لوحه ځړول شوې ده. طالبانو چې تېره میاشت یې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د ګډوډۍ په ترڅ کې په افغانستان ولکه ټینګه کړه، په خپله لومړۍ دوره کې هم د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې نجونې له زده کړو محرومې کړې وې او ښځې یې هم له کاره منع کړې وې. د رویټرز په خبره، د طالبانو په لومړۍ دوره کې امرباالمعروف ډلې د طالبانو د اخلاقي پولیسو په توګه کار کاوه. د خلکو له جامو رانیولی تر چال چلند په دې ټولو مسالو یې کلک څارنه درلوده. د راپورونو له مخې د طالبانو غړو په خپله لومړۍ دوره کې په خلکو په تېره بیا ښځو باندې چې د دوی په خبره له محرم پرته یا بل هر علت په خاطر وې لاس پورته کاوه او دا ډول جزاګانې عامې شوې وې. رویټرز وايي: "اعدامونه او شلاق کارۍ عامې شوې وې." تازه د طالبانو په دویمه دوره واکمني کې چې له همدې څه باندې یوه میاشت راهیسې ټینګه شوې، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لږېدو راپورونه خپریږي. د کابینې په هغه لېسټ کې چې دې ډلې د سېپټمبر په اوومه خپور کړ،  د ښځو وزارت نه و یاد شوی. طالبانو لا نه دي ویلي چې د ښځو په وزارت څه کوي. د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره او د ښځو د حقونو فعاله حسینه صافۍ په خپل ټوېټر باندې د کابل د جمعې ورځې عکس خپور کړی چې په کې د ښځو چارو وزارت په ودانۍ د امر باالمعروف د وزارت لوحه ځړیږي. هغې د دې عکس ترڅنګ لیکلي چې: "د ښځو پیاوړتیا او جنسیتي مساوات یو لیدلوری دی، نه یوازې دوام به پیدا کوي بلکې په یووالي، څارنې او دوه اړخیز حساب ورکوونې سره به لا پیاوړی شي." حسینې صافۍ له ازادي راډيو سره کابو دوه اوونۍ وړاندې په یوه مرکه کې ویلي و چې هیله منه ده طالبان د ښځو اړوند څوکۍ ګانې ښځو ته ورکړي او لا پسې په حکومتوالۍ کې سهم ورکړي. هغې د ښځو د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټينګار درلود. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ښځو د چارو د وزارت په ودانۍ د امرباالمعروف د وزارت د لوحې د ځړېدو د څرنګوالی په باب د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې یې ویلي و چې د پوهنې، لوړو زده کړو او روغتیا په څېر سکتورونو کې د ښځو له ګډون سره نه لري. د طالبانو ځینو چارواکو له هغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د دوحې د سیاسي دفتر د غړي شېر محمدعباس ستانکزي په حواله څه وخت مخکې راپور ورکړل شوی و چې ښځو ته به په ادارو کې سهم ورکړل شي خو نه د وزارت په کچه. په افغانستان کې ښځینه کارمندان وايي، دوی له څو اونیو راهیسې هڅه کوي چې کار ته راشي، خو ورته ویل شوي چې بېرته کور ته ستنې شي. طالبانو په ورته وخت کې د جمعې په ورځ یوه اعلامیه ورکړې چې په کې د ښوونځیو له ټولو هلکانو غوښتل شوي چې د شنبې په ورځ دې خپلو درسونو ته حاضر شي. په دې اعلامیه کې د نجونو زده کوونکو په تړاو هېڅ څه نه دي ویل شوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا پوښتنه هم بې ځوابه پرېښوده چې ولې یې د نجونو د تعلیم د پيلېدو په تړاو څه نه دي ویلي. عایشه چې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، ازادي راډیو ته وویل چې بې برخلیکۍ سخته اندېښمنه کړې ده: "ډېره هیله مې درلوده چې سږ کال ښوونځی خلاص کړم او پوهنتون ته ولاړه شم. خو اوس زه په کور کې یم. طالبانو هلکانو ته اجازه ورکړې چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي، خو زموږ برخلیک لاهم نامعلوم دی." د افغانستان د ښوونځیو شااوخوا نیمايي برخه نجونې زده کوونکې دي. تېر شل کاله له ټولو ستونزو، ناخوالو او بې امنیو سره سره نجونې ښوونځیو ته تلې او لکونه یې له دولسم ټولګي فارغې او پوهنتونونه یې ولوستل.

18.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو ورزش ؛ د طالبانو د ورزش اداره « د مشرانو د لارښونې » په تمه دي

پر کابل د طالبانو د واک له ټینګیدو یوه میاشت وتلې خو لا هم افغانستان کې د ښځینه ورزشکارانو راتلونکی څرګند نه دی. د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې ښځو ته به لوبغالو کې د حضور او سیالیو حق ورکړي کنه. په وروستیو کې د کابل په یو جمنازیم کې چې مخکې د ښځو لپاره ځانګړی شوی و، ورزشي لوبې وشوې خو هیڅ ښځې په کې ګډون نه درلود.

16.09.2021 ازادي راډیو

د طالبانو راتګ؛ لوبغاړې بصیره: ځان پنجره کې احساسوم چې الوتلی نه شم

د طالبانو په لاس د افغانستان د شل کلن نظام او حکومت له ړنګېدو وروسته، ډېری ښځې په کور کیناستې. په دوی کې ورزشکارانې هم وې چې لاسته راوړنې یې ګوښې شوې اوپه راتلونکې کې هم ورته څه هیلې نه لري. بصیره شېرزۍ په کابل کې په یوې ۸ کسیزه کورنۍ کې اوسېږي، نوموړې د خپل څه باندې ۲۴ کلن عمر نیمايي برخه ېې په ورزش کې تیره کړې ده. پلار او کوچنۍ خوريې اوس د پهلوانۍ او تکواندو په ورزش بوخت دي. بصیره وايي، لس کلنه وه چې د خپل پهلوان پلار د ورزش په لیدو، د ورزش مینه واله شوه او ۱۴ کاله کېږي چې ورزش کوي. بصیرې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو نه مخکې، هره ورځ په بېلابېلو ځایونوکې ۴ ساعته ورزش کاوه: "زموږ تمرینات تل په غازي ستډیوم کې وو. په خلاصه فضاکې به د نادر خان او وزیر اکبر خان پر غونډۍ د ځغاستې میدان ته تللو. په امید سبز کې به مو کیلومتري مسابقې درلودې. له ۳زرو نه نیولې تر پنځه زرو مترو پورې به مو د ځغاستې تمرین کاوه. څرنګه چې زما سرعت به سل دوه سوه و، په دغو میدانونو کې نه کېده." دا وايي، په وروستیو کلونو کې یې ډېرې مسابقې کړي، سربېره پر دې یې د هند، قزاقستان او ایران په څلورو سیالیو کې ګډون کړی، خو نه ده توانیدلې چې لوړ ریکارډ په کې جوړ کړي. د بصیرې په خبره د توکیو د۲۰۲۰ میلادي کال په سیالیو کې چې د کرونا له امله سږکال د جولای په ۲۳مه کې ترسره شوې او د نړۍ د ۲۰۴ هېوادونو ۱۱ زرو ورزشکاران په کې وو، ګډون کړی و. په دغو سیالیو کې د ځغاستې ټرینره کیمیا یوسفي هم شامله وه. دا چې له دغو سیالیو وروسته د ورزش ښې راتلونکې ته هیله منده وه او اوس چې د ورزش او سیالیو  په اړه هېڅ هیله مندې نشته، په کور ناسته ده . دا وايي، نجلۍ ده ځکه یوه میاشت کېږي چې له ورزش نه لېرې پاتې ده او نه شي کولی د پخوا په څېر په ورزش کې وځلېږي. بصیره اوس ځان په پنجره کې د یوې بندې مرغۍ په څېر احساسوي چې الوتلی نه شي: "یوه میاشت کیږي له ورزشه پاتې یم، دلیل ېې دا دی چې طالبان راغلل، موږ او تاسې پوهېږو چې اوس یوه نجلۍ نه شی کولی ورزش وکړي، ورزش لا پریږده چې پر ښځو دندې هم بندې شوې، د طالبانو په راتګ ورزش تر پښو لاندې شو، څوک د ورزش نوم هم نه اخلي چې ورزش څه دی او څنګه کېږي، نجونې ورزش او دندو ته نه پرېښودل کېږي او نه شي کولی خپل استعداد وښيي." دې راتلونکې ته ډېر پروګرامونه لرل چې اوس یې عملي کولو ته هیلې نه ښکاري او ښايي په راتلونکي کې هم عملي نه شي: "که دوی نه وای راغلي، ډېر پروګرامونه مې لرل، غوښتل مې ډېر تمرینات وکړم. خپله ټرینري د شاګردانو په ګټه پر مخ بوزم. استعدادونه مې لټول.څوک چې استعداد لري، باید افغانستان ته ځانګړی مقام خپل کړي. غوښتل مې دوی ته ځانګړي تمرینات ورکړم، خو هر څه له خاورو سره خاورې شول." بصیره په نجونو ورزشکارانو کې یوه نمونه وه، خو اوسني وضعیت اندېښنمه کړې ده. په ورته وخت کې د طالبانو د ورزش او بدني روزنې مسول بشیر احمد رستم زی وایي، د شرعیت په چوکاټ کې هر ډول ورزش ته اجازه ورکول کېږي، خو څه چې تر اوسه روښانه نه دي، د نجونو ورزش دی. رستم زی وایي، اوس مهال د نجونو ورزش ته اجازه نشته او که د طالبانو مشرانو ورته اجازه ورکړه دوی به هم د نجونو له ورزشه محدودیت لیرې کړي.

16.09.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more