ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په غزه کې یوه میاشت جګړه؛ د مرګژوبلې له شمېرو یې څومره خبر یئ؟

بي بي سي د اسرائیلو او حماس ترمنځ د یوې میاشتنۍ جګړې په اړه مهم ارقام او د مرګژوبلې شمېرې راټولې کړې دي. د اکټوبر پر اوومه نېټه، د شنبې ورځې سهار وختي فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس د تمې خلاف پر اسرائیلو لوی بریدونه وکړل. د اسرائیلو چارواکو منلې، په دې بریدونو کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوې او له ۲۰۰ ډېر نور هم یرغمل شوي دي. له هغې ورځې وروسته چې اوس یوه میاشت تېرېږي، د اسرائیلو پرلپسې هوایي بریدونو دوام او په وروستیو کې ځمکني یرغل زرګونه کسان وژلي او په غزې ټرانګه کې یې په لویه کچه ویجاړۍ اړولې دي.

09.11.2023 BBC

افغانستان ته ستانه شوي ځینې کډوال: "وچه ډوډۍ هم نه لرو، خو په امن کې یو"

پاچا د کونړ ولایت د اسمارو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. وايي مور او پلار یې ډېر کلونه مخکې پاکستان ته کډوال شوي وو. نوموړی په پاکستان کې زېږېدلی دی. اوس له خپلې مېرمنې او څلور ماشومانو سره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. د پاچا په وینا، کله چې تورخم په لور روان شو، یوازې شل زره کلدارې (شاوخوا پنځه زره افغان) ور سره وې، په داسې حال کې چې مېرمن یې هم ناروغه ده. وايي د کرښې دېخوا هم حالت چندان ښه نه و، لومړۍ شپه یې په یوه خوړ کې تېره کړه.

09.11.2023 BBC

"ښځه له ساعت سره"؛ د پابلو پیکاسو هنري اثر په ۱۳۹ میلیونه ډالر وپلورل شو

د پابلو پیکاسو هنري اثر "ښځه له ساعت سره" چې ۱۹۳۲ کال کې نقاشي شوی و په ۱۳۹ میلیونه ډالرو پلورل شوی.

09.11.2023 BBC

ذبیح الله مجاهد: د طالبانو حکومت په پاکستان کې دننه د امنیت مسوولیت نه لري

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، دوی په پاکستان کې دننه د امنیت ټینګولو مسؤلیت نه لري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان باید خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او په وینا یې د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي. ښاغلي مجاهد ويلي، دوی د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي.

09.11.2023 BBC

د مانیپور ښځې: هوډ مو نه دی بایللی

دغه ښځې د خپل پټ ژوند تېرولو حال وايي، د انصاف غوښتنه کوي او د خپلې ټولنې لپاره د یوې ځانګړې ادارې غوښتنه کوي.

09.11.2023 BBC

"۱۰۱ طلاقونه"؛هغه سيریال چې پاکستان کې په وړو وړو خبرو د طلاق پر موضوع راڅرخي

طلاق یوه داسې موضوع ده چې د پاکستان په ټولنه کې پرې خبرې کول شرم او تابو ګڼل کېږي. خو د وخت په تېرېدو سره اوس هم خلک پرې غږېږي او هم د پاکستان په ډرامو کې د طلاق موضوع وړاندې کېږي او سیریالونه پرې جوړېږي. "یو سلو یو طلاقونه" هم د همداسې ډرامو له ډلې یوه ده چې نن سبا د پاکستانیو ښځو تر منځ پر خواله رسنیو ته بحث توده موضوع ګرځېدلې ده.

08.11.2023 BBC

مصنوعي ځیرکتیا؛ ډېرې کورنۍ د خپلو لوڼو بربنډو عکسونو جوړېدو اندېښمنې کړي

د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د یو شمېر نجونو د بربنډو عکسونو جوړېډو ډېرې کورنۍ اندېښمې کړي دي.

08.11.2023 BBC

"په افغانستان کې چاودېدونکي توکي هره میاشت ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اړوي"

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې" اوچا" په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د ۴۰۱ ولسوالیو له درېیو دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي.

08.11.2023 BBC

د طالبانو حکومت: په چمن-سپین بولدک تګ راتګ لپاره د ویزو جبري کولو پریکړه د تاریخي حقایقو خلاف ده

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان لخوا د کندهار او کوټې ترمنځ د سپین بولدک او چمن ولسونو ته تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورتونو د جبري کولو پرېکړه یو اړخیزه بللې او غندلې ده.

08.11.2023 BBC

امینه محمد: پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه "د خدای له ورکړل شویو حقونو انکار دی"

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستالې امینه محمد نړۍ کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې بندیزونه او له خپلو حقونو د دوی محرومیت د اندېښنې وړ بللی دی.

07.11.2023 BBC

تازه څېړنه؛ له هرو لسو میندو یوه د خپلو ماشومانو پالنې لپاره دنده له لاسه ورکوي

د مساوي حقونو یوه غوښتونکې خيريه ټولنه د خپلې څېړنې پر بنسټ وايي چې په بريتانیا کې له هرو یو ميلیون ښځو یې ۲۵۰ زره هغه د دې له کبله له دندې لاس په سر کېږي چې د خپلو ماشومانو د پالنې فشار ور باندې وي. تر ډېره هغه مېندې اغېزمنې دي چې ماشومان یې تر څلور کلنۍ ښکته دي.

06.11.2023 BBC

د پښتونخوا له کمپه تر کابله؛ فکر مو کاوه هر څه ختم شول خو افغانستان کې مو ژوند وغوړېد

له نن نه شاوخوا اتلس کاله وړاندې په ۲۰۰۵ کې د زرګونه افغانانو په منځ کې زما کورنۍ هم لکه د اوسنيو کډوالو په لارۍ کې بار او له پاکستانه خپل هېواد افغانستان ته ستنېدله. له چا ښه کاروبارونه، جایدادونه او نیم کې زدکړې پاتې کېدلې او راتلونکی ورته نامالوم ښکارېده. چا په تيت و پرک کېدونکو اشنایانو پسې زړونه اچولي وو او څوک هلته په هغو ډاګونو او لارو ګودرو پسې زړه ماتي وو چې د کډوالۍ د ژوند خوږې ترخې خاطرې یې ورپورې تړلې وې. اوس شاوخوا دوه لسيزې وروسته یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو کډې له ورته اندېښنو سره روانې دي. خو خپل هېواد ته زموږ غوندې پخوا د ستنو شويو تجربې څه وې؟

03.11.2023 BBC

خوشالۍ ته لنډه لاره شته؟

د ځینو لپاره خوشالۍ ته رسېدل ډېر ګران سفر وي او که هرڅومره یې د تر لاسه کولو لپاره خواري کوئ، هغومره یې په سختۍ تر لاسه کولای شئ.

02.11.2023 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more