په امریکا کې د کرونا بېړنی حال اعلان شو
صدر ټرمپ وویل د نېشنل اېمرجنسي دلاندې به وفاقي حکومت د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې کوښښونو دپاره پنځه ارب ډالر وړاندې کوي چې د طبي سهولتونو دپاره په یې وفاقي او ریاستي حکومتونه استعمالولی شي
د پاکستان د ونډو بازار په يوه اوونۍ کې په درېم ځل راغورځېدلی
د پاکستان د ونډو بازار د کاروباري اوونۍ په پينځمه ورځ ۱۶۰۰پوائنټونه راکم شوی او د دې ترڅنګ پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې هم د فشار سره مخ ده.
کرونا وايرس: خېبرپښتونخوا هم تعليمي ادارې وتړلې، افغانستان سره په پولو سکريننګ روان دی
د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د کرونا وایرس د خطر له امله يې د ۱۵ ورځو دپاره په صوبه کې د ټولو تعليمي ادارو تړلو پرېکړه کړې ده.
امریکايي جنرال وايي نه ګڼي چې طالبان د افغان سولې ژمنه وفا کړي
د امریکا د مرکزي کمانډ جنرال کېنتهـ مېککنزي ویلي امریکا نه غواړي چې د طالبانو سره د افغانستان د سولې تړون مات شي خو داسې نښې ښکاري چې دا تړون به پاتې شي.
پاکستان: نېب د مطبوعاتي ادارې مشر نيولی، د سوشل ميډیا غبرګون
د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د شخصي مطبوعاتي ادارې (جنګ او جيوګروپ) مشر شکيل الرحمان نيولی دی.
د کېنېډا د وزيراعظم مېرمن هم کرونا وايرس وهلې
د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو ويلي "د بده مرغه (د هغه مېرمن) سوفي ګريګواير ټروډو د کرونا ټيسټ مثبت راغلی ځکه قرنطين شوې ده".
کرونا وايرس: د پاکستان په سند صوبه کې تعليمي ادارې تر ۳۱م مې پورې وتړل شوې
د پاکستان د سند صوبې حکومت پرېکړه کړې چې د کرونا وايرس د خطرې له امله د صوبې ټولې تعليمي ادارې تر ۳۱م مې پوري تړي.
کرونا وايرس د ونډو نړیوال بازارونه اغيزمن، او پاکستاني روپۍ نوره هم غورځولې
نن د زیارت په ورځ د کاروباري اونۍ په څلورمه ورځ د نورو ايشيايي بازارونو په رنګ د پاکستان د کراچۍ سټاک اېکسچېنج کې هم تجارتي هلې ځلې کمې شوې دي.
کرونا وایرس د نیویارک سټاک اېکسچېنج د سرمایه کارانو ترڅنگ د ښار خواریکښ هم اندېښمن کړي
بابل عبدل په نیویارک کې د وي او ای ډیوه خبریال جهانگیر خټک سره خبرو کې وویل که چېرې کاروبار یې په دغه کچه پاتې شو نو د کورنۍ مشکلات به یې زیات شي. " نیویارک ډیر ګران ښار دی. زما په شان مزدوران که پیسی نه ګټی نو خوري به څه؟"
ارویايي ټولنې د سیمې څخه امریکې ته د خلکو په تگ د صدر ټرمپ بندیز غندلی
د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس میشل او د اروپايي کمېشن مشر اروسولا وان په ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې کورونا وایرس په ټوله نړۍ کې یو بحران دی او دا یوازې په یو براعظم پورې محدود ندی. هغوي زیاته کړې چې دا د یو اړخیزو اقداماتو پرځای همکارۍ ته اړتیا لري
افغانستان کې دکرونا وایرس دمشکوکو پیښو شمیر۱۶۵ ته ورسید
له ډیوې سره په خبرو کې دروغتیا وزارت ویاند مرستیال توحید شګوفمند وايي دکابل په ګډون سمنګان غور،بلخ نیمروز،هلمند او یوشمیرنورو ولایتونو کې دکرونا وایرس ۱۶۵ شکمنې ثبت شوي چې له دې څخه یوازې ۷ یې مثبتې دي
ډاکټران وايي په خېبرپښتونخوا کې په ١٠٠ کې یو کس د گردو ناروغي لري
د ډاکټرانو په وېنا خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د ګردو د بيمارانو د علاج د پاره ځانګړي انسټيټيوټ اف کيډني ډيزيز هسپتال کې د عملې، د ډائليسيسز مشينونو او د بسترو يا وارډونو کمی دی چې له امله یې د گردو مريضان د اپرېشنو د پاره په کلونو انتظار کوي
پاکستان په کابل کې د ویزو ورکول ځنډولي
د افغانستان په پلازمينه کابل کې د پاکستان سفارت ویلي د لنډ وخت لپاره یې خلکو ته د ویزو ورکول بند کړي دي.
عراق: په پوځي اډه راکټي بريد کې دوه امریکايي، يو برتانوي سرتېری وژل شوي
د بغداد په شمال کې د اتحادي ځواکونو په پوځي اډه کېمپ تاجي راکټي بريد کې دوه امریکايي او يو برتانوي سرتېری وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
کرونا وايرس: سعودي عرب د پاکستان په ګډون د څو نورو هېوادونو سره سفري بندېز لګولی، راپور
سعودي عرب د کرونا وايرس له ویرې د يورپي يونين او پاکستان ترڅنګ د ۱۲ هغو هېوادونو سره سفري بندېز اعلان کړی چرته چې د کرونا وايرس شتون لري.