شاته

کرونا وايرس: د پاکستان په سند صوبه کې تعليمي ادارې تر ۳۱م مې پورې وتړل شوې

د پاکستان د سند صوبې حکومت پرېکړه کړې چې د کرونا وايرس د خطرې له امله د صوبې ټولې تعليمي ادارې تر ۳۱م مې پوري تړي.

د سند صوبايي حکومت د وزيراعلی مراد علي شاه په مشرۍ شوې غونډه کې دا پرېکړه شوې ده.

صوبايي وزير سعيدغني په ټويټر د ۳۱م مې پورې د تعليمي ادارو د بندېز ويلي او زياته کړې يې ده د نهم او لسم ټولګي امتحانونه وروسته کړی شوي په اړه به يې وروسته فېصله کولی شي.

د کرونا وايرس له ويرې په سند صوبه کې د ۱۳م مارچ نن د جمعې د ورځې پورې د وړاندې په تعليمي ادارو کې رخصتي اعلان شوې وه.

پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا ۲۰ مخې ته راغلي چې زياتې يې په سند صوبه کې ثبت شوي دي.

د پاکستان چارواکي ادعا کوي پاکستان ته د کرونا وهلي ټول کسان د بهر نه راغلي دي. چارواکي وايي په دغو کسانو کې تر ټولو زيات د ایران نه راغلي دي.

د سند حکومت د پاکستان تحریک انصاف په مرکزي حکومت نیوکې کوي چې وزيراعظم عمران خان په خپله دا مسله جدی/ سنجيده نه اخلي.

خو د تعليم مرکزي وزير شفقت محمود ويلي د کرونا وایرس په اړه نن د ملي امنیت د کمېټۍ غونډه کيږي.

د صحت نړیوالې ادارې کرونا وايرس نړيواله وبا ګرځولې ده او په يو شمېر هېوادونو کې بېړني حالت اعلان شوي دي.

د امریکا او سعودي عرب ترڅنګ د نړۍ څو هېوادونو د کرونا وایرس له امله سفري بندېزونه هم اعلان کړي دي.

د امریکې د مېري لېنډ جان هوپکنز پوهنتون چې د صحت د نړیوالې ادارې، امریکې او چين څخه د کرونا وايرس شمېرې راټولوي ويلي يې دي په نړۍ کې کرونا د يو لاک او ۲۷ زرو نه زيات خلک وهلي دي.

د پوهنتون ترمخه د کرونا څخه ۴۷۰۰ مړه شوي او ۶۸زره کسان ښه شوي هم دي.