شاته

پاکستان ته دبهرنیو هیوادونو څخه ترسیلات زر ۱۲.۵فیصدي زیات شوي،اسټیټ بینک

د پاکستان مرکزی بینک وایي د روان مالي کال په دریوؤ میاشتو کې په ریکا ډ کچه دبهر هیوادونو څخه ترسیلات زر شوي او په دې کې ۱۲.۵ فیصده اضافه شوې ده.

خو دسعودی عرب نه په ترسیلات زر کې ۲.۶ فیصده کمی راغلی دی

پوهان وایي په سعودی عرب کی میشته په ګڼ شمیر کې کارکوونکي پاکستان ته راغلي دي او د کرونا وبا له امله په بېرته تللو کې مشکلات لري چې له امله یې په تر سیلات زر هم منفي اغېزې شوي دي.

مرکزی بینک وایي دمالي کال ۲۰۲۲ په وړومبیو دریوؤ میاشتو جولایي نه ستمبر پورې د بهر هیوادونو څخه ۸ اربه ډالر پاکستان ته منتقل شوي او په دې کې ۱۲.۵ فیصده اضافه شوې ده.

د اقتصاد ماهر او په پاکستان کې د پیسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي د بهر هیوادونو نه راتلونکي ترسیلات زر په ملکي اقتصاد کې ځانګری کردار لوبوي او که چرې دا ترسیلات زر نه وای نو پاکستان به په اقتصادي توګه دیوالیه دیوالیه شوی ؤ .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د کمرشل فلايټونو د بندیدو له امله اوس زیات خلک پیسې د بینکونو دلارې رالیږی،حکومت په غیر ملکي زرمبادله مالیا هم راکمه کړې او یونیم فیصدي کمیشن هم ورکوي روشن ډيجيټل اکاونټونو سره هم پاکستان ته زیاتې پیسې راځي.

ملک بوستان وائي د روپۍ قدر کم شوی خلک زیاتې پیسې رالیږي ځکه چې د بهرنۍ کرنسۍ بيعه لوړه ده .

دپاکستان مرکزی بینک وایي د میاشتې په حساب هره میاشت د تیرو اووه میاشتو نه د ۲ اربه ډالرو نه زیاتې پیسې هیواد ته راغلي خو د سعودی عرب څخه دغه رقم د تیر مالی کال په پرتله ۲.۶ فیصده کم شوی دی.

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وایي په وروستیو کې د کرونا وبا له امله په لکونو پاکستانیان په بهرنیو هیوادونو کې بې روزګاره شوي او د سعودی عرب څخه یونیم لک پاکستانیان هم بېرته وطن ته راغلي خو دوئ ته په بېرته تګ کې مشکلات دي نو د هغی اثر په ترسیلات زر هم شوي دي.

مرکزي بینک وایي په پاکستان کې د تجارتي خسارې له امله د روپۍ قدر هم کم شوی خو بیا ترسیلات زر دې ته اډاڼه ورکړې ده .

بینک وایي په تیرو ۵ میاشتو کی د ډالر په پرتله د روپۍ قدر ۱۱.۵ فیصده راکم شوی دی