شاته

شمالي وزیرستان: دوه کسان د هدفي وژنو ښکار شوي، له یو یې سر غوڅ شوی

په شمالي وزیرستان ضلع کې په دوه بیلا بیلو هدفي وژنو کې دوه کسان وژل شوي چې په کې له یو تن نه سر غوڅ کړی شوی دي.

پولیس د دې پېښو تصدیق کوي او وايي دا وژنې د شمالي وزیرستان په دته خېل او سپین وام تحصیل کې شوي خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې زمه واري نه ده اخستې. د شیوا پولیس تاڼې چارواکي وايي د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار، عمر دراز نومي تن نامعلومه کسانو په ډزو سره وواژه.

د دوی په خبره د وژل شوي تن کورنۍ تر اوسه نه ده راغلې او پولیسو په خپل مدعیت کې مقدمه درج کړې او پلټنې یې شروع کړي دي.

د میرانشاه پولیس تاڼې چارواکي وايي د دته خېل تحصیل برمند سیمه کې د یو تن مړی په داسې حال موندل شوی چې سر ترې غوڅ کړی شوی دی.

د دوی په خبره د دغه تن پیژندګلو د عید مار خان نوم سره شوې چې تیر ماښام کور سره نیږدې د جماعت نه نامعلومه کسانو تښتولی او بیا یې ترې سر غوڅ کړی دی. پولیس وايي د دې پیښې مقدمه د نا معلومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پلټنې پیل شوي دي.

دته خېل د افغانستان پولې سره نږدې جوخته علاقه ده او د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوي زیاتره خلک هلته بیرته نه دي واپس کړی شوي او دا مهال د خپلو کورونو څخه لېرې د کرایه په کورونو، کیمپونو او خپلو خپلوانو سره د کډوالۍ ژوند تیروي.

د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې تر مخه دوی سره د شمالي وزیرستان 15200 بې کوره کورنۍ دي چې په کې دوه زره کورنۍ د بنو بکاخېلو په کیمپ کې میشته دي او له دوی سره د نړیوالو په ملاتړ مرستې کیږي.

شمالي وزیرستان د افغانستان سره په پوله یوه غریزه سیمه ده چې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ د القاعده خارجي او د افغان طالبانو حقاني شبکې خوندي مرکزونه په کې پاته شوي دي. په کال 2014 کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد په کې د ضرب عضب نومی عملیات کړی او دغه علاقې پاکې ګرځول شوې خو بیا هم د علاقې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کیږي.

تیر د زیارت په ورځ شیواه سیمه کې د یو ځایي مشر ملک ریمال ګاډي کې چاودنه شوې چې پکې یوتن مړ او دوه ټپي شوي وو.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې یو بله پېښه د اګست په 27م نیټه د میر علي په اینځر سیمه کې شوې وه چې پکې د نا امنې په ضد د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان مشر نوراسلام داوړ وژل شوی و.

یوت اف وزیرستان، پښتون ژغورنې غورځنګ، د سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو د داوړ د وژنې د پېښې پرضد احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د نور اسلام داوړ په وژنه کې ککړو کسانو مالومولو او هغوی ته سزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنې شوې وې.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان په نوم غیر دولتي تنظیم د شمیرو تر مخه سږ کال تر دې مهاله نزدي 52 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې پینځه زنانه هم شاملې دي او د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخواه 409 کسان د هدفي وژنو ښکار شوي چې پکې د علاقې مخور مشران، افسران، ځوانان او زنانه وژل شوي دي.

په دغو پېښو کې سږ کال د يوې غېر دولتي ادارې سره کار کوونکې څلور ښځې هم وژل شوې وې.

د علاقې نه د قامي پارلیمان غړې محسن داوړ وايي دا ورځ تر بلې مخ په زیاتیدونکې نا امنې پیښې د امنیت په اړوند پوښتنې راپورته کوي. هغه وايی تر اوسه په دې یوې ناامنې پیښې کې یو کس نه دې معلوم کړې شوې، مقدمه درج شي خو بیا پلټنې نه کیږي. هغه وویل دوی د علاقې د ناقراره امنیت بیا بیا پارلیمان کې راپورته کړې میډیا ته خبري غونډې کړې خو دوی ته ځواب نه وویل کیږي او نه امنیت ورکوي.

د علاقې پولیس او نور حکومتي چارواکي دعوې کوي کله نه چې دا سيمې په صوبه کې شاملې کړی شوي حالات پکې ښه شوي دي.

د سرکاري شمیرو تر مخه په دې تیره یوه اونۍ کې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو درې بیلا بیل ترهګر بریدونه شوي چې پکې د پاکستان 7 عسکر وژل شوي دي. دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په سپین وام او دوسلي سیمو کې شوي چې دې ټولو بریدنو زمه داري لاقانونه ګرځول شوي پاکستاني طالبانو اخستې.

د تیرې جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوئ کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوئ سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وؤ د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو ډز بندي اعلان کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.