شاته

طالبان وایي دداعش په مهارؤلو کې به امریکا سره مرسته نه کوي

په قطر کې دامریکایي چارواکو اؤ دطالبانو ترمنځ د مخ په مخ خبرو په جریان کې طالبانو امریکا ته سپینه کړې ده چې دداعش وسله والې ډلې په مهارؤلو کې به ورسره همکاري نه کوي.

نړیوالې خبري شبکې ای پي دطالبانو دقطر ددفتر د ویاند ښاغلي سهیل شاهین له خولې لیکلي چې طالبان په یوازې ځان دداعش په ضد دمبارزې توان لري.

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ داعش کندوز کې دیو جومات دننه دبرید پغاړه اخستې وه چې دغه برید کې تر ۱۰۰زیات کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

دغه برید چې دشیعه مسلمانانو په یو جومات شوی ؤ پکې زیاته مرګ ژوبله هم د شیعه مسلک مسلمانانو ته اوښتې ده اؤ له برید وروسته دطالبانو حکومت شیعه مسلمانانو ته باور ورکړی چې په راتلونکي کې به دهیواد په یوه برخه کې هم ورڅخه داسې ناوړه پېښه رامخې ته نه شي.

په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ ټینګیدو وروسته دتیرو دوؤ ورځو راهسې په قطر کې طالب مشران دامریکایي چارواکو سره په خبرو بوخت دي اؤ د طالبانو د بهرنیو چارو نګران وزیر امیر خان متقي- چې د خپل پلاوي مشري کوي- وایي امریکایي پلاوي د خبرو په لومړۍ ناسته کې ورسره ژمنه کړې ده چې له ناورین ځپلي ملت سره به یې بشري مرستې روانې ساتي او د کورونا وایرس وېکسین به ورکوي.

امیرخان متقي پخپل یو غږییز پیغام کې ویلي "په خبرو کې له یو بل سره د برابرۍ پر بنیاد د ښو مثبتو اړیکو جوړولو ته پر اړتیا ټینګار وشو. دا چې افغانستان له سختو حالاتو سره مخ دی نو موږ د افغانستان د مالي شتمنۍ پر ازادولو ټینګار وکړ"

امیر خان متقي د افغانستان باختر خبري ایجنسۍ ته ویلي، امریکایي پلاوي ته یې ښکاره ویلي دي چې د دوی د حکومت د ناارامه کولو هڅې د هیچا لپاره هم ښې نه دي:

"له افغانستان سره ښې اړیکې د هر چا لپاره ښې دي، په افغانستان کې موجوده حکومت باید کمزوری نه کړل شي چې دا خلکو ته ستونځې جوړولای شي".

امریکایي چارواکو له طالبانو سره د لیدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د جمعې په ورځ‌ ویلي‌ وو چې له طالبانو سره د هغوی د حکومت د تسلیمولو یا په رسمیت پېژندلو لپاره نه ویني بلکې د امریکې د ملي ګټو پر مسایلو د عملي خبرو دوام دی.

امریکایي چارواکي وایي د دوی پلاوی به پر طالبانو ټینګار کوي چې په افغانستان کې پاته امریکایي ښهریانو او د دوی افغان متحدینو او مرسته کوونکو ته په خوندي توګه له دې هېواده د وتلو لار ورکړي.