ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د فرانس صدر ویلي ځواکونو یې د صحارا په سیمه کې د داعش مشر وژلی

ای پي په خپل رپورټ کې وايي په مالي کې د تېرو څو هفتو راهسې داعش د مشر د وژل کېدو کنګوسو ګردش کولو خو چارواکو یې تصدیق نه کولو. ای پي دا هم وايي دا ممکنه نه وه چې په ازاده توګه د الصحراوي د وژل کېدو تصدیق وشي او دا هم نه وه معلومه چې د هغه د جسد شناخت څنګه وکړی شو

16.09.2021 ډیوه

امریکا ته د افغان کډوالو لومړۍ ۳۷۰۰۰ کسیزه ډله به په کومو ایالتونو کې اوسېږي؟

واشنګټن - د بایډن ادارې د ایالتونو والیانو او د کډوالو تنظیمونو ته په ټول هېواد کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې له افغانستان څخه د راوېستل شویو افغانانو د لومړۍ ډلې  ۳۷۰۰۰ څخه به په کوم شمېر د هغوی ایالتونو ته د اوسېدو لپاره لېږل کېږي. د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانانو سره د مرستې د پروګرام د مالوماتو له مخې، تمه ده کالیفورنیا ته به له دې ډلې څخه تر ټولو زیات یعنې ۵۲۰۰ افغان کډوال ولېږل شي. امریکايي‌ چارواکي وايي، الباما او مېسېسېپي هر یو ویلي چې لس لس کسانو ته به دوی ځای ورکړي. او هوايي، سوت ډکوټا، ویسټ ویرجنیا، ویامېنګ او ډي سي داسې نه ښکاري چې له دغې لومړنۍ ډلې څخه یوه ته هم ځای ورکړي. دا هغه افغانان وو چې تېره میاشت له افغانستان څخه د امریکا له وتلو سره له افغانستان څخه ویستل شوي وو. د بایډن ادارې د دې میاشتې تر پایه پورې د ۶۵۰۰۰ افغان کډوالو او د ۲۰۲۲ کال تر سپټمبر پورې د ۹۵۰۰۰ افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره له کانګرس څخه د پیسو غوښتنه کړې. ولسمشر بایډن د خپل ایالت ډېلېوېر ګورنر جک مارکل په امریکا کې د افغان کډوالو د ځای پر ځآی کېدو د بهیر لپاره خپل کس ټاکلی چې په لنډ مهاله توګه په دې برخه کې مرسته وکړي. په تېرو شلو کالو کې د امریکا په کالیفورنیا، مېرېلېنډ، ټکساس او ویرجېنیا کې تر ټولو زیات افغان کډوالو دېره شوي او داسې ښکاري چې یو ځل بیا به هم په دغو ایالتونو کې له نویو افغان کډوالو څخه زیات یې ځای پر ځای شي.‌ ویل کېږي چې له دې ډلې څخه به یې زیاتره نارت وېرجېنیا، مېرېلېنډ او نارت کالیفورنیا کې ځای پر ځای شي چېرې کورونه ډېر ګران دي. امریکا ته اکثرو نویو رسېدلو کډوالو ځکه په دغو ایالتونو کې د اوسېدو غوښتنه کړې چې د دوی خپل، خپلوان او ملګري همدلته اوسېږي او په دغو ایالتونو کې د کډوالو د ځای پر ځای کېدو اکثره ادارې هم کار کوي. یو امریکايي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې په دې اړه معلومات ورکول وايي، د بهرنیو چارو په وزارت کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو چارې په هېواد کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو له نهو ادارو په سلا مشورې سره پرمخ وړي. امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې نویو افغان کډوالو ته ویل شوي چې د امریکا په ځینو نورو برخو کې د کار موندلو چانس هم زیات دی او کورونه هم پکې ارزانه دي او په امریکا کې د دوی د نوي ژوند له پیلېدو سره به مرسته وکړي. امریکا ته رسېدونکي افغان کډوال لومړۍ د دې هېواد د کورنیو چارو د وزارت له امنیتي چېک او کتنې څخه تېرېږي او بیا یې روغتیايي معاینات کېږي. هغه ماشومان چې عمرونه یې ۱۲ او یا له دې څخه زیات وي ورته د کورونا واکسین هم ورکول کېږي خو بیا هم ستونزې زیاتې دي. امریکا ته له دریم هېواد څخه د کډوالو الوتکې تېره اونۍ په لنډ مهاله توګه وروسته له هاغې ودرول شوې کله چې امریکا ته په رسېدلو ګڼو افغانانو کې د شري ناروغۍ ولیدل شوله. ځینې افغان کډوال له یو سخت راتلونکې سره مخ دي کچېرې کانګرس ورسره د کډوالو په څېر د چلند پرېکړه ونه کړي. هغه افغانان چې له افغانستان څخه د ویستل کېدو وروسته امریکا ته رسېدلي دي د اوس لپاره ورته خوراکي مرستې، نغدي مرستې، روغتیايي بیمه او نورې د کډوالو مرستې نه کېږي. دا مهال امریکا ته هر راغلي افغان کډوال ته یواځې د یو ځل لپاره ۱۲۲۵ ډالره ورکول کېږي. خو بایډن له کانګرس څخه غوښتي دي چې داسې ګامونه پورته کړي چې امریکا ته نوي رسېدلي افغان کډوال هم لکه د نورو کډوالو په څېر د کډوالۍ مرستې ترلاسه کړای شي.  

16.09.2021 ډیوه

یورپین یونین: یورپ ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوی 

ايي یو ای اېس او په خپل بیان کې وویل په یورپ کې پناه دپاره د افغانانو په خواستونو کې پرله پسې په پېنځمه میاشت هم اضافه شوي وه چې تعداد یې 7300 و او د جنون په مقابل کې پکې 21 فیصد اضافه وه

16.09.2021 ډیوه

په جنوبي وزيرستان کې د امنیتي سرتيرو د شتون باوجود د امنيت وضع ولې خرابه شوې؟، د څيړونکو نظر

د پاکستان پوځ وايي تیره ورځ په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې د پاکستان د پوځ اووه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپي شوي دي چې ذمه واري یې لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده.

16.09.2021 ډیوه

پښتانه پوهان وايي په پښتنو کې د حقاني په نوم قبيله نشته

د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې د امریکې د (سي اېن اېن) ټيلي ويژن سره په مرکه کې ویلي، حقاني د پښتنو يوه قبيله ده چې په افغانستان کې اوسيږي، خو پښتانه پوهان وايي د حقاني په نوم د پښتنو قبيله نشته.

16.09.2021 ډیوه

د پاکستان حکومت يو ليټر پټرول پينځه روپۍ نور ګران کړي

د تيلو د بيو په نوې اعلاميه کې ويل شوي چې په يو ليټر پټرولو کې پينځه روپۍ افاضه شوې او د يو ليټر پټرولو بيه د 118.30 روپو نه يو ليټر 123.30 روپو ته رسېدلې ده.

16.09.2021 ډیوه

خليلزاد: د غني تېښتې د واک په پرامنه ډول د انتقال پلان نيمګړی پاتې کړی

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زملي خلیلزاد ویلي، د اګست په نيمايۍ کې يې د طالبانو سره په اخري ساعتونو کې تړون شوی وو  چې طالبان به د کابل نه بهر وي او د خبرو د لارې به په سياسي توګه د واک انتقال وشي خو د اشرف غني د تېښتې پرېکړې دغه پلان ناکامه کړو.

16.09.2021 ډیوه

 په جنوبي وزیرستان کې اووه پاکستاني عسکر او پېنځه وسله وال وژل شوي

ټي ټي پي په جګړه کې د نهه پاکستان عسکرو د وژل کېدو او د خپلو وسله والو په محفظ ډول د وتلو دعوه هم وکړه. خو د دغې دعوه تصدیق ممکن نه و. چارواکي وايي وسله والو امنیتي ځواکونو ته د زیان درنې دعوې کوي

15.09.2021 ډیوه

په صوبايي اسمبلۍ کۍ د حزب اختلاف یو شمېر غړو د بلوچستان اعلا وزیر خلاف د تحریک عدم اعتماد خواست کړی

د بلوچستان اعلا وزير جام کمال د بې باورۍ د تحريک په اړه پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د دغه تحريک عدم اعتماد هيڅ پروا نه لري

15.09.2021 ډیوه

د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ په ريکارډ کچه بې قدره شوې ده

د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ  د قدر کمېدو په اړه په پاکستان کې د روپو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د روپۍ د قدر کمېدو بنيادي علت د افغانستان حالات دي.

15.09.2021 ډیوه

شمالي وزیرستان: د پاکستان پوځ د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي مالوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي او دوه ترهګر يې پکې وژلي دي.

15.09.2021 ډیوه

د افغانستان د جينکو د فټ بال لوبډلې غړې او کورنۍ يې پاکستان ته رسېدلي

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي، د افغانستان د جينکو د فټ بال لوبډلې هرکلی کوي څوک چې د تورخم د لارې پاکستان ته راغلي دي.

15.09.2021 ډیوه

بلينکن: امریکا به په طالبانو لګېدلي بندېزونه نه لرې کوي

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ویلي، امریکا به په طالبانو لګيدلي بندېزونه نه لرې کوي خو د ستونزو ښکار افغانانو مرستې به په بشري بنيادونو کوي، کوم ته چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې غټ جوړېدونکی بحران ويلي دي.

15.09.2021 ډیوه

طالبان: د نړېول امداد هرکلی کوو، خو زمونږ په حکومت باندې د امریکا تنقید ردوو

طالبانو د نهې/سې شنبې په ورځ نړېواله ټولنه په دې وستایله چې افغانستان سره یې د سلګونه میلینه ډالرو بېړني مرستو ژمنه وکړه، خو د امریکا او نورو ملکونو له اړخه یې د طالبانو په نوي حکومت تنقید، رد کړ.

15.09.2021 ډیوه

بلېنکن سنېټرانو ته: افغانانو سره به بشري مرستې جاري ساتو

د نهې/سې شنبې په ورځ د امریکې سنېټ د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې یو ځل بیا د خارجه وزیر انټني بلېنکن نه د افغانستانه تېره میاشت د امریکایي قواوو د انخلا په حوالې سره سختې پوښتنې وشوې.

14.09.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more