شاته

طالبانو خوست کې درې سیمه ییز خبریالان بیرته خوشې کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خوست په ولایت کې د طالبانو له خوا د هغو دریو سیمه ییزو خبریالانو د خوشې کیدو خبر ورکړی چې شپږ ورځې دمخه د دغه ولایت د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست له خوا نیول شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ناز راډیو خبریال اسماعیل سعادت، د اقرا راډیو خبریال وحیدالله معصوم او د د ولس غږ راډیو خبریال احسان الله تسل د اتوار یا یکشنبې په ورځ چې اپریل ۲۸ مه کېږي د غرمې وروسته په دوو بجو خوشې شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، "د خوست ولایت د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست د دوشنبې د ورځې په سهار لومړی ددغو دریو رسنیو مدیران یوې ګډې غونډې ته بللي و، خو د دغو راډیوګانو د مدیرانو په نشتون کې د هغوی په استازیتوب دری خبریالان دغې غونډې ته ورغلي و چې ونیول شو".

د دې دمخه د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف) ویلي و چې پر دغو دریو خبریالانو باندې د موسیقۍ د خپریدو سربیره د ښځو سره د تیلیفون له لارې په ژوندۍ بڼه په خپرونو کې د اړیکو د نیولو تورونه لګول شوي وو.

د طالبانو د حکومت د خوست امنیه قومندانۍ د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۶ په دغه ولایت کې په راډیوي خپرونو کې په ژوندۍ بڼه د ښځو سره د تیلیفون له لارې د تماسونو په نیولو او د ښځو د غږ خپرول اخلاقي فساد ګڼلی وو او پرې بندیز یې لګولی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر رسنیو باندې په پرله پسې ډول فشارونه زیات کړي او د نورو محدودیتونو د لګولو سربیره یې په رسنیو کې د موسیقي غږول هم منع کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د خوست ولایت د والي په دفتر کې ددغو خبریالانو د نیولو په تړاو په یوه غونډه کې ددغه ولایت د امربالمعروف، اطلاعاتو او فرهنګ، استخباراتو او د امنیه قومندانې استازو په کې برخه لرله خبرې وشوې.

په دې اعلامیه کې د خوست ولایت د امربالمعروف نهی عن المکنر د رئیس شرف الدین نقره کار له قوله ویل شوي چې دا خبریالان پرته د هیڅ کوم مخکیني شرط له مخې خوشې شوي دي. خو هغه خبرداری ورکړی که چیرې له دې وروسته د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د رسنیو لارښود عملي نکړي هغوی به محاکمه شي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو دریو سیمه ییزو خبریالانو خوشې کیدو هرکلی کړی او ویلي دي چې د هغوی نیول له لومړي سر څخه غیرقانوني وو او باید چې د دغو خبریالانو ازادي سلب شوی نه وی.

دغه مرکز ټینګار کړی چې د خبریالانو او رسنیو څخه هرډول شکایت باید د رسنیو د قانون پراساس د رسنیو د سرغړونو د شکایتونو د ارزونې کمیسیون له خوا وارزول شي.

که څه هم خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو دغه درې خبریالان خوشې کړي، خو د غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو لا هم د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال حبیب‌الرحمان تاثیر په زندان کې ساتلی دی.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف) ویلي چې د طالبانو د غزني ولایت استخباراتو دفتر د اپریل په شپږمه ورځ په دغه ولایت کې حبیب‌الرحمان تاثیر نیولی او په توفیف کې د ۱۱ ورځو تیرولو وروسته یې د اپریل په ۱۷ د غزني ولایتي زندان ته انتقال کړی، چې هلته محکمې ته د حاضریدو شیبې شماري.

دغه سازمان ویلي:" مقامات [ طالبان] په فوري ډول خبریالان په ځانګړي ډول هغه خبریالان چې بهرنیو رسنیو ته کار کوي او د طالبانو حکومت ته د سپکاوي د تورونو سره مخ دي هغوی په خپلسر د نیولو او هر ډول محدودیتونو لګولو سره مخ کوي".

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف​) ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې ډیر زیات محدودیتونه لګولي دي چې له امله یې په دغه هیواد کې د مطبوعاتو ازادي ډیره زیاته محدوده شوې ده.

افغانستان د دغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د ۲۰۲۳ کال په راپور کې د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې ۱۵۲ ځای نیولی دی.

(دا راپور د امریکا غږ اشنا له ویب پاڼې څخه اخیستل شوی.)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00