ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ميرعلي کې د نور اسلام داوړ د وژنې او نا امنۍ پرضد احتجاجي مظاهره شوې

په شمالی وزیرستان کې د یوت اف وزیرستان، پښتون ژغورنې غورځنګ، د سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د نور اسلام داوړ په وژنه کې ککړ کسانو مالومولو او هغوی د ته سزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنه شوې ده.

30.08.2021 ډیوه

محسن داوړ: په لومړي ستمبر نوی ګوند اعلانوو، څيړونکي دغه ګوند ته په کوم نظر ګوري؟

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي، د ستمبر په وړومبۍ نېټه په رسمي ډول د سياسي ګوند اعلان کوي.

30.08.2021 ډیوه

وایټ هاوس: د راکټونو حملې د کابل هوايي ډګر نه پروازونه نه دي ودرولي

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل صدر بایډن ته د حملې په اړه معلومات ورکړی شوي دي او هغه کمانډرانو ته خپل امر تکرار کړو چې په ځمکه موجود د امریکايي عسکرو تحفظ ته دې ترجیح ورکړي او دې لړ کې دې هر همکن ګام پورته کړي

30.08.2021 ډیوه

په پاکستان کې د بې درکه کسانو خپلوان د حکومت نه کومې غوښتنې لري؟

د ورکو کسانو په نړيواله ورځ په پاکستان کې د بې درکه کسانو خپلوانو د وزیراعظم او بشري حقونو د وزيرې نه غوښتي چې "د دوی د وعدو باوجود د بې درکه کسانو مسخ شوي جسدونه ترلاسه کیږي تاسو د دې پېښو پلټنې او د ځواکونو نه ځواب غوښتلی شئ".

30.08.2021 ډیوه

د کابل هوايي اډې سره نزدې راکټې داغل شوي دي، راپورونه

راپورونه وايي د کابل د حامد کرزي هوايي اډې سره نزدې راکټې داغل شوي دي، په سمدستي ډول امریکايي چارواکو په دغه اړه څه نه دي ویلي.

30.08.2021 ډیوه

پاکستان : باجوړ کې د افغانستان د لوري په ترهګر بريد کې دوه پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د اتوار/يکشنبې په ورځ د افغانستان سره په پوله پرته قبایلي ضلع باجوړ کې د پولې د پورې غاړې نه ترهګرو برید کړی، دوه پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي او په ځواب ډزو کې د دوو نه درېو پورې ترهګر هم وژل شوي دي.

30.08.2021 ډیوه

راپورونه وايي په کابل کې د امریکا په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي

د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) ويلي دغه راپورونه څيړي چې د اتوار/يکشنبې په ورځ (29 اګست) په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې يو ګاډي په هدف کړی شوی، ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

30.08.2021 ډیوه

صدر مېکرون: فرانس او برطانیه به کابل کې د محفوظه سیمې وړاندیز وکړي

فرانس، برطانیه، او جرمني ملګرو ملتونو ته په یو وړاندیز کار کوي چې هدف یې په کابل ښار کې د یوې داسې محفوظه سیمې جوړېدل دي چې د افغانستان نه د تلونکو خلکو د راوتلو دپاره یوه خوندي لاره برابره کړي.

30.08.2021 ډیوه

امریکا په کابل کې په یو ګاډي حمله کړې او د یوې ترهګرې حملې مخه یې نیولې

امریکا د اتوار/یکشنبې په ورځ په افغانستان کې په یو ګاډي باندې چې د کابل هوایي ډګر ته یې د حملې خطره پېښه کړې وه، هوایي حمله کړې ده.

29.08.2021 ډیوه

کابل کې دیوې بلې چاودنې غږ واریدل شو

کابل ښار کې د یکشنبې په ماذیګر دیوې بلې چاودنې غږ اوریدل شوی دی خو لا ددې چاودنې په اړه په سمدستي توګه څه جذئیات مخې ته نه دي راغلي.

29.08.2021 ډیوه

قریشي:که افغانستان یوازې پرېښودل شو نقصان به یې ټولو ته وي

دپاکستان دبهرنیو چاروز وزیر شاه محمود قریشي وایي که په افغانستان کې وضعیت دګډوډۍ لوري ته ځي نو له پایلو به یې ټول اغېزمن کیږي ځکه مونږ ته دتیر وخت نه سبق اخستل پکار دي.

29.08.2021 ډیوه

طالبان:حامدکرزی اؤ عبدالله دنظارت لاندې نه دي،اشرف غني هم هیواد ته راتلی شي

طالبان وایي دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی اؤ ډاکټرعبدالله عبدالله دنظارت لاندې نه دي اؤ دحالاتو په سمیدو چې دوئ چرته وغواړي سفرونه کولی شي.

29.08.2021 ډیوه

په افغانستان کې د 13 وژل شوو امريکايي پوځيانو په کورونو کې وير او غصه

واشنګټن ـــ  سټيو نېکويي په وار خطايۍ سترګې د ټي وي شيشې ته په دې لټون کې نيولې وې چې په افغانستان کې د زيارت-پنجشنبې د ورځې په بمي چاودنو کې يې زوی لانس کارپورل کريم نېکويي ژوندی پاتې شوی که نه چې په دې کې درې امريکايي پوځیان يې په دروازه ودرېدل او دغه بد خبر يې ورته ورکړو. دغه شل کلن پوځي په وژل شوو امريکايانو کې يو وو، هغه د مرګ نه يوه ورځ وړاندې کور ته داسې وېډيو لېږلې وه چې په کابل هواييډګر افغان ماشومانو ته خواږه ورکوي. په نورو کې يو تن داسې وو چې پلار جوړېدونکی وو، په پېشه پېرامېډیکس وو او د کېلیفورنيا د يو پوليس افسر زوی وو.  “هغه په هغه کال وزېږېده کوم کال چې دا جنګ ونښت او خپل ژوند يې د جنګ د ختمېدو سره ختم شو”. دا وينا د وژل شوي پوځي پلار سټيونېکویي په کېليفورنيا کې د خپل کور نه مېډيا ته وکړه. په افغانستان کې امريکايي پوځي اپرېشن په کال 2001 کې پيل شوی وو. د امريکا دفاع وزارت لا د وژل شوو پوځيانو نومونه نه دي ښکاره کړي خو د کابل هوايي ډګر په بريدونو کې د مړو پوځيانو په اړه هله تفصيلات راتلل شروع شول  چې د جمعې په ورځ يې کورنیو او دوستانو ته اطلاع ورکړل شوې ده. داعش وسله والو د دغو بريدونو ذمه واري منلې او په داسې وخت کې يې کړي چې د طالبانو د قبضې وروسته امريکايي ځواکونه د افغانستان نه د امريکايي او نورو خارجه وګړو سره سره د څه افغانانو د ويستلو په کار بوخت وو.  د جمعې په ورځ نېکويي په دې انتظار وو چې څوک پوځي به يې کورته ورځي چې دی او مېرمن يې ډېلاوير هوايي ډګر ته د بوتللو د تفصيل نه خبر کړي چرته چې به په څو ورځو کې د هغه د زوی کريم نېکويي مړی راوړل کيږي.  نېکويي وايي هغه غصه دی: هغه وايي “زه په ريښتيا ډېر مايوسه يم په کومه طريقه چې ولسمشر [بايډن] دا معامله وچلوله او د هغې نه ډېر د پوځ نه هم مایوسه یم چې هغوی دا څنګه تر سره کړه. ځايي کمانډرانو ته پکار وه چې دا يې ادراک کړی وی او د خطر مخه يې نيولې وای”.  په دغو وژل شویو پوځيانو کې يو د وايومينګ مرين [پوځي] ريلي ميک کولم وو چې واده یې کړی وو او د هغه د خور رويز د فېسبوک د اطلاع تر مخه زوی يې په درې اوونیو کې زېږېدونکی وو.  د ميک کولم خور وايي “هغه غوښتل چې ټول عمر د مرين په توګه تېر کړي او لا به يې په وړوکوالي هم په خپل ډایپرز کې ټوپک ټومبلی وو او د کاوبوای بوټان به يې په پښو کول”.  رويز ليکي، ورور يې غوښتل چې د پوځ نه د وتلو وروسته د تاريخ استاد جوړ شي او د پهلوانۍ د کوچ په توګه کار وکړي.  خوږ مشر ورور: د نيوي مېډیکس د ميکس سووييک خور ميريلين د ورور په اړه په انسټاګرام ليکلي “زما ښایسته ورور چې ذهين وو، د خپل ژوند په غږ پسې روان وو, غصه راوستونکی وو او زړه راکښونکی تن وو پرون په داسې وخت کې ووژل شو چې د خلکو د ژوند ساتلو په کار لګيا و“.  د سووييک په انسټاګرام په تصويرونو کې کله هغه د سمندر په غاړه په خندا ليدل کيږي په کمرانو خېژي او د دوو ماشومانو سره ولاړ دی چې يې ورسره په کال 2019 کې ليکلي “نه يواځې مشر ورور يم بلکې زه يو خوږ مشر ورور يم”.  د هغه اخري بوږنوونکی پوسټ: سووييک د جون په لسمه چې د دوه نورو پوځيانو سره د ټوپک په لاس ولاړ دي ليکلي “لا به وژنې لا به وژل کېږې. پکار ده چې د وژونکې ډلې جوړ شې”.  هنټر لوپېز چې 22 کلن وو يو بل پوځي چې په بريد کې وژل شوی د کېليفورنيا دپوليس څانګې د دوو افسرانو زوی وو، هغه په پلان کې لرله چې بيرته راشي د مور پلار په قدم  لاړ شي او پوليس محکمې ته لاړ شي.  يادې چاودنې د سټاف سارجينټ ټيلر هوور ژوند هم واخست چې د يوټا ايالت وو، په اړه يې يوې خپلې برېټني جونز بارنېټ په فېسبوک ليکلي چې هغه يو مهربان او باتور سړی وو.  بارنېټ ليکلي “نړۍ يوه ريښتونې رڼا وبايلله. زمونږ زړونه مات دي. صدمه ده يقين مو نه راځي، ويره ده غم دی خفګان دی او غصه ده”.  د 22 کلن لانس کارپورل جيرډ شميټز پلار مارک شميټز په ميزوري کې يو ځايي رېډيو ته د خپل وژل شوي زوی په اړه معلومات ورکړي چې څومره هغه په خپله پېشه مين وو.  شميټز وايي “هغه داسې تن نه وو چې په ځای کښېني او خپل څلور کاله تېر کړي او روان شي ځي. هغه به په هغه ځای کې خوښ وو چرته چې څه بدلولی شي”.  شميټز وايي دوه اوونۍ مخکې افغانستان ته د لېږلو وړاندې يې زوی په اردن کې په ډيوټۍ وو.     دا رپوټ د رایټرز خبري ایجنسۍ د دوو خبریالانو شیرن برنسین او ټېم ریډ لیکلی دی چې د وي او اې ډیوه همکار بهروز خان پښتو کړی دی.

28.08.2021 ډیوه

لوېدیځ چارواکي: له افغانستانه د را وتونکو خلکو وروستیو پروازونو ته لویه خطره ده

واشنګټن – داسې ښکاري چې د نهې یا سې شنبې په ورځ به له افغانستان څخه د امریکایانو د را وتلو وروستي پروازونه ډېر خطرناک وي. د لویدیځ پوځي چارواکو ویلي، په دغو الوتنو کې به په افغانستان کې پاتې وروستني امریکايي سرتیري له افغانستان څخه وځي او پر مځکه به یې د ژغورلو لپاره هېڅ ملګری ځواک نه وي.‌ دوی به په طالب جنګیالیو باندې تکیه لري تر څو دا باوري کړي چې د داعش لخوا به په هوايي ډګر او یا د الوتنې د پورته کېدو پر وخت په الوتکې باندې د کوم راکټ یا توغندي برید نه کېږي. امریکايي او برتانوي چارواکو دا منلې ده چې وروستۍ الوتنې به له ډېر زیات خطر سره مخ وي. د برتانیې دفاعي چارواکو څخه جنرال نېک کارټر د شنبې یا خالي په ورځ وویل، هر کس باید خبر وي چې د امریکا قومندانان او سرتیري له څه ډول ازموینې سره مخ دي تر څو دا باوري کړي چې له افغانستان څخه وروستۍ الوتنه هم باید په خوندي توګه ولاړه شي. هغه د برتانیې سکای نیوز ته وویل، "مونږ به خپله ساه نیسو او د هغې وروستې الوتکې په اړه به فکر کوو او دا به د هغو زړولو کسانو لپاره تر ټولو لوی چلنج وي. برتانیه به له افغانستان څخه خپل د تخلیې عملیات د شنبې یا خالي په ورځ پای ته رسوي خو وروستۍ الوتکه به یې د ځمکنیو ځواکونو تر سترګو لاندې له افغانستانه وځي. د کابل په هوايي ډګر باندې د زیارت یا پنجشنبې د ورځې په بمي ځان وژونکي برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان وژل شوي دي. پنټګان دا هم ویلي، چې په دغه برید کې ۱۸ سرتیري ژوبل شوي هم دي.‌ اکثره وژل شوي افغانان په خوسا نالۍ کې پراته وو او طالب چارواکي وايي، چې لږ تر لږه ۲۰۰ ملکي کسان ژوبل شوي هم وو. داعش په خپل اماق خبري رسنۍ باندې د برید پړه منلې ده. دا د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ میاشتې راهیسې د امریکايي جګړیزو ځواکونو لومړنۍ قرباني وه. د پنټګان د مرکزي قوماندې مشر جنرال کېنېت مکینزي وويل، دی فکر کوي چې داعش د بل برید هڅه کوي.‌ هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، "مونږ باور لرو چې دا د هغوی هیله ده چې داسې بریدونو ته دوام ورکړي. او مونږ هر څه کوو چې تیار اوسو." د جمعې په ورځ امریکا د داعش په پلان جوړونکي باندې د ډرون برید کړی. د امریکا د مرکزي قوماندې لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې "د امریکا پوځي ځواک د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د داعش پر پلان جوړونکي باندې برید کړی. د ډرون دغه برید په ننګرهار کې شوي." د پنټګان ویاند بېل اربن ویلي، "لومړنۍ نښې ښيي چې مونږ خپل هدف په نخښه کړی. مونږ پوهېږو چې ملکي مرګ ژوبله پکې نشته." دغه برید یواځې یوه ورځ وروسته له هاغې وشو چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه وکړه چې د کابل د هوايي ډګر د برید غچ به اخلي.‌

28.08.2021 ډیوه

پاکستان کې ایسار۱۱زره افغانان په تورخم خپل هیواد ته اوښتي

دطالبانو لخوا دکابل اؤ نورو ولایتونو له نیولو وروسته تورخم په پوله ۱۱زره هاغه افغانان چې دبیلابیلو علتونو له امله پاکستان کښې ایسار وؤ خپل هیواد ته بېرته ستانه شوي دي.

28.08.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more