شاته

دمرستو نه کیدو صورت کې افغانان بشري ناورین سره مخ کیدای شي،ملګري ملتونه

په پاکستان کې افغان کډوال وايي د افغانستان نه ورسره ګڼ شمېر خلک پاکستان ته د راتګ د پاره رابطې کوي خو دپاکستان لخوا دبنديز له امله نه شي کولی چې پاکستان ته راشي۔

د ملګري ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وايي که افغانستان کې زر تر زره خلکو سره مرستې ونه شوې نو افغانان دبشري ناورين سره مخ کېدی شي۔

څيړونکي په دې نظر دي که افغانستان کې د امنيت او غربت له امله حالات خرابيږي په ګاونډي هېوادونو او په ځانګړي توګه پاکستان او ايران باندې د کډوالو فشار زياتیدای شي۔

په خېبر پښتونخوا کې دکډوالو د متحده شوره مرستيال محمد ګل ډيوه ته وويل د افغانستان نه ورته د روزانه په حساب يو شمېر خلک د ټېلفون د لارې رابطه کوي او غواړي چې پاکستان ته راشي خو د پاکستان حکومت لا هم په رسمي توګه ګډوالو ته د راتلو اجازه نه ده ورکړې.

محمد ګل وايي د افغانستان نه ورته خلک وايي چې د کور لګښتونو پوره کولو د پاره د کورسامانونو خرڅولو ته اړ شوي دي او وائي ددغه څيزونو په خرڅ يې د کور لګښتونه د ډيرو ورځو د پاره نه ترسره کیږي او اخر کې به مجبوره شي چې کډې وکړي۔

" هغوي هلته مجبور دي خو لارې بندې دي، ډير خلک دې ته اړ دي چې بل ملک ته هجرت وکړي"

د ملګري ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار ) وياند بابر بلوچ تېره ورځ په اسلام اباد کې رويټر خبري ادارې ته ويلي وؤ چې نړۍ دې د وعدو سره سم افغانستان ته مرستې ورکړي.

هغه ويلي دي چې که مرستې په وخت ونه شوې نو ډېرې خرابې نتېجې به يې مخې ته راشي او د کډوالو په شکل کې به پاکستان، ايران ته خلک راشي۔

پاکستان او ايران کې د وړاندې نه د دوه ميليونو نه زيات رجسټرډ افغان کډوال دي۔

بلوچ ويلي په جنېوا کې دنړيوالو مرسته کوونکو لخوا د يو بيلين ډالرو د مرستو وعده شوې وه، د راتلونکي څو مياشتو د پاره د شپږ ميلينونه ډالرو ضرورت دی او اوس د دغه وعدو ته عملي شکل ورکولو ضرورت دی،

څيړونکی او خبريال افتخار فردوس وايي پاکستان کې د کمزوري معيشت، په ښارونو کې د زياتې ابادۍ ، د وړاندې نه د کډوالو شتون او د امنيت د خطرله وجې نورو کډوالو ته لا هم د راتلو اجازه نه ورکړل کيږي۔ خو که کله هم په پاکستان او ايران د کډوالو د ځايې کولو دباؤ زياتيږي نو دوئ به نړيوالو مرستو ته اړتيا لري۔

څيړونکي وايي دټوپک په زور واک کې راغلی دطالبانو حکومت لا هم نړيوالو په رسميت نه دی پيژندلی او د نړيوالو دمرستو دنشتوالي یو لویې علت دا هم دی.

څيړونکي وايي په رسميت پيژندنې د پاره به طالبانو ته د نړۍ هېوادونو ته دا باور ورکول وي چې د دوئ حکومت ټول شموله دی او بشري حقونه پکې خوندي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی