شاته

بلوچستان:پوځ وایي اواران کې یې څلور ترهګر وژلي

دفوځ د عامه اړيکو دڅانګې ایي ایس پي ار له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوې چي د ایف سي سرتیرو اواران ته نزدې وسله وال ولیدل او ددوئ په ضد یې عمليات پيل کړل چې په دغه موقعه د دواړو خواؤ ترمنځ د ډزو تبادله کې څلور تنه ترهګر ووژل شول.

پوځ وایي د وژل شوؤ ترهګرو نه یې وسلې او د رابطو کولو نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

ازادو سر چېنو تراوسه ددې پخلی نه دي کړی چې وژل شوي کسان ترهګر وو او که نه ؟

بلوڅ ملت پاله ګوندونه ادعا کوی چې امنېتی ادارې خلک په عملياتو کې له وړلو وروسته ووژني او بيا وايي چې په مقابله کې ووژل شول .

اوران دبلوچستان کړکېچ ځپلې سيمه ده چې له ګوادر سره جوخته پرته ده اؤ دا د بلوڅ ګورېلا کمانډر ډاکټر الله نذربلوڅ پلارنی ټاټوبی دی.

حکومت دعوه کوی چې الله نذز د وسله وال سازمان بلوچستان لېبرېشن فرنټ مشري کوی کوم چې د سي پیک مرکز د ګوادر په شاوخوا سيمو کې ډېر فعال دی.

تېره مياشت هم په ګوادر کې دپاکستان دبنسټ اېښودونکي محمد علی جناح مجمسه ناڅرګنده وسلوالو په بارودو الوځولې وه، د پېښې مسو لېت بلوڅ وسله والو په سر اخستی ؤ.

تر دې د مخه په ګوادر کې پر چېنايانو ځانمرګي بريد هم شوی و چې پکې دوه ځایي ماشومان وژل شوي وؤ.

ددغه پېښې ذمه واری بلوچ لېبرېشن آرمی مجيد بر یګېډ پرغاړه اخستې وه.

په بلوچستان کې په تېرو دوو مياشو کې دامنیتي ادارو له لوري دوسله والو په ضد تر شپږو زيات عمليات شوي دي چې پکې تر 35 زيات وسله وال وژل شوي دي.

داسلام اباد يوه خپلواکه اداره پاکستان انسټی ټيوټ سېکيورټی اينډ پارکنپلکټ وايي چې د طالبانو په افغانستان له قبضې وروسته په پاکستان کې دطالبانو او دبلوڅ وسله والو برېدونه زيات شوې دي.

په تېرو دوو مياشتو کې په ټول پاکستان کې له 54 زيات بريدونه ترسره شوي چې پکې
د 53 امنیتي سرتېرو په شمول تر 150 زيات کسان وژل شوي دي

رپورټونه وایي د تېرو پینځوؤ کالو په موده کې د وسله والو ددغه ډول بريدونه بېلګه نه موندل کېږي