شاته

یونیسف وایي پاکستان نه دپولیو ناروغي ختمېدو ته نزدې شوې ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې يونيسف وېلي هغه په پاکستان کې د پوليو د ناروغۍ د ختمیدو امکان ويني ځکه چې سږ کال دغلته يوه پېښه رپورټ شوې ده.

دا خبره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې د ادارې يونيسف ډپټي اېګزیګټيو ډایریکټر عمر عابدي د ورځپاڼې ډان سره خبرو کې کړې ده.

عمر عابدي وايي مونږ په پاکستان کې د پوليو د پېښو د رجحان د تېرو شلو کلونو راهسې څارنه کوو او وايي مونږ په پاکستان کې د ناروغۍ د خاتمې وروستۍ کرښې ته رسېدلې يو.

پاکستان ته د خپل سفر په پائ کې د ورځپاڼې ډان سره خبرو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې ډپټي ایګزیګټيو ډایریکټر عمر عابدي وویل د هغه اداره د پوليو د ختمیدو امکان ويني.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال د پوليو يوازې يوه پېښه رپورټ شوې ده.

تېر کال د پوليو د ناروغۍ ښکار شوؤ ماشومانو شميره 84 ته رسېدلې وه.

عمر عابدي وویل مونږ په پاکستان کې د پوليو د پېښو د رجحان له تېرو شلو کلونو راهسې څارنه کوو او په دې موده کې داسې موقعې راغلي چې مونږ ګڼل دلته پوليو په ختمېدو ده خو وايي مونږ اوس د پوليو د ختمیدو وروستۍ کرښې ته رسېدلې يو.

د يونيسف چارواکي وايي د پاکستان حکومت په هېواد کې د پوليو د خاتمې پخه اراده لري او پرله پسې د پوليو ضد واکسین پاکستان ته راروان دي او ددې په نتیجه کې د هېواد دننه د پوليو پېښې په کمېدو راغلي.

د يونيسف دا مشر چې پاکستان ته له راتګ مخکي افغانستان ته هم تللی، وايي که په افغانستان کې حالات سم نشول نو ددغه جنګ ځپلي هېواد څخه د ګډوالو پاکستان او ايران ته مهاجرت پېلیدلی شي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه داسې هېوادونه پاتې دي چرته چې اوس هم د پوليو واېروس شتون لري.

د پاکستان د پوليو د پروګرام نېشنل کوارډينېټر ډاکټر شهزاد بېګ ډيوه ته وايي که مونږ په راتلونکو دوه دریوؤ مهمونو کې دپولیو ضد څاڅکو څخه پاتې شوو ماشومانو ته په ویکسين ورکولو کې بريالي شو نو تمه شته چې دا ناروغي به د پاکستان نه بېخي ختمه شي.

هغه وايي په پاکستان کې خپلو ماشومانو ته د پولیو د قطرو نه د انکاري زياتره والدینو تعلق د پښتون مېشتو سیمو سره دی.

په دې کې د بلوچستان د پشين، قلعه سېف الله، د سندهـ کراچۍ او د خېبر پښتونخوا د سويلي وزيرستان او ډېره اسماعیل خان سيمې شامل دي.

هغه وايي که د افغانستان نه په زياته شمېره کې ګډوال پاکستان ته راځي نو دا وېره شته چې هغوئ د ځان سره د پوليو وایروس راوړي.

دی وايي مونږ خو لمړۍ غواړو چې ګډوال رانه شي او که چېرې هغوئ راځي هم چې په پولو ورته د پوليو ضد قطرې ورکړو.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اکتوبر په شپږمه نېټه د بل او ملېنډا ګېټس فاونډیشن شريک مشر بل ګېټس سره په ټېلفون په پاکستان کې د پوليو ختمیدو په اړه په شوي په پرمختګ خبرې کړې وې.

ویل شوي چې وزیر اعظم عمران خان او بل ګېټس په افغانستان کې د صحت په نظام هم اندېښنې څرګندې کړې وې.

افغانستان د پاکستان سره په ګاونډ کې پروت هغه هېواد دی چرته چې د پوليو وبا اوس هم موجود ده.