شاته

وینډي شېرمن واضحه کړې چې امریکا د پاکستان سره تعلقاتو کې تنزیل راوستی - ګارډين

د برطانیې ګارډین اخبار وایي، د امریکې جګپوړې سفارتکارې وینډي شېرمن چې کله اسلام آباد ته ولاړه، هلته یې پاکستان ته واضحه کړې چې د بایډن انتظامیې د امریکې او پاکستان ترمنځ دوه اړخیز تعلقات تنزیل کړي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت د مېرمن شېرمن دوره اسلام آباد ته ښه وبلله او ورته خوشحاله و، مګر مخکې تر دې چې وېنډي شېرمن پاکستان ته ولاړه شي، په هماغه ورځ یې د هند په ممبئ ښار کې د یو جوړ شوي بحث په ترڅ کې، د امریکا او پاکستان ترمنځ د تعلقاتو په اړه ځیني واضحه ټکي بیان کړل او ټینګار یې وکړ چې له پاکستان سره به تعلقات په هېڅ ډول د امریکا او هند ترمنځ تعلقاتو په شان نه وي.

د امریکا د خارجه وزارت مرستیالې، وینډي شېرمن پاکستان ته د تګ مخکې، وویل چې د اسلام آباد دوره یې صرف «د یو ډېر مخصوص او لنډ مقصد» دپاره و، او هغه د افغانستان او طالبانو په باب خبرې کول و.

مېرمن شېرمن په ممبئ کې زیاته کړه: «مونږ داسې څه نه ګورو چې د پاکستان سره یو وسیع تعلقات جوړ کړو، او هېڅ دلچسپي نه لرو چې بېرته هغه د هایفینټډ هند-پاکستان (دواړو سره معادل) ورځو ته واپس وګرځو.»

امریکا د نړۍ لوی طاقت او شتمن هېواد دی، او هند و پاکستان دواړه کوشش کوي چې ورسره خپل تعلقات پراخ او مضبوطه وساتي، مګر د افغانستان د حالاتو او د سختدریځۍ سره د مبارزې په تناظر کې، په دې وروستیو کلونو کې پاکستان سره د امریکا تعلقات ساړه ښکاري. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د پاکستان حکومت څو څو ځله دا کوششونه کړي چې د امریکې صدر جو بایډن د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ټلیفوني خبرې وکړي، مګر تر اوسه دا چانس ورته نه دی برابر شوی.

په افغانستان کې د امریکې د ملاتړ لاندې پخواني حکومت د ړنګېدو او واک ته د طالبانو د رسېدو نه قریب دوه میاشتې پس، دا اول ځل و چې د امریکا یوه جګپوړې چارواکې - د خارجه وزارت مرستیاله وینډي شېرمن - پاکستان ته په سفر ولاړه خو په دې سفر کې یې هم د بحث ټکي زیاتره په افغانستان پورې مربوط ګڼل شوي دي.

مېرمن شېرمن د زیارت/پنجشنبې په ورځ ناوخته د هندوستان نه پاکستان ته ورسېده او بیا د جمعې په ورځ یې په اسلام کې له خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د قامي سلامتیا سلاکار معید یوسف سره خبرې وشوې.

د شاه محمود قرېشي سره د ملاقات وروسته مېرمن شرمن په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د پاکستان خارجه وزیر سره یې د افغانستان د مستقبل او د امریکې او پاکستان په اوږد تعلق خبرې وکړې.

قرېشي د امریکې او پاکستان ترمنځ په مستقل ډول او د نژدې روابطو په اهمیت ټینګار وکړو چې دا ډول دواړه ملکونه مشرتکه مفاداتو ته وده ورکړي او په سیمه کې مشترک اهداف ترلاسه کړی شي.