شاته

کوټه:خبریالانو دمیډیا مهارؤلو دپاره پاکستان کې دنوؤ قوانینو جوړښت غندلی

دکوټې په مطبوعاتي کلب کې د غونډی پرمهال خبریالانو دپاکستان دحکومت له لوري دمیډیا دمهارؤلو په موخه د وړاندیز کړل شوې ادارې اؤ قوانینو جوړښت په سختو ټکو غندلی اؤ وایي خبریالان به اجازه ورنه کړي چې حکومت دمیډیا نه لږه ډيره پاتې ازادي هم وتروړي.

دفریډم نیټ ورک له لوري رابلل شوې دې غونډه کې دپاکستان ميډيا ډيولپمنټ اتهارټي دجوړښت د منفي اغیزو په اړه خبرې اترې شوې دي.

څېړنکار عدنان رحمت وویل چې دپاکستان حکومت لخوا جوړیدونکې ميډيا ډيولپمنټ أتهارټی به د میډیا دتنظیمي ادارو دکڼټرولو ځائ ونیسي او تر دې چې ددې ادارې لاندې به " الېکټرونک میډیا،ورځپاڼې، فلمونه ،وېب پاڼۍ اؤ ډیجیټل میډیا هم دڅارنې لاندې راشي.

دفریډم نېټ ورک مشر اقبال خټک وويل د ژورنالستانو دنړیوال سازمان لخوا هم د نوې ادارې PMDA دجوړښت په اړه جدي اندیښنې ښودل شوي.

هغه وویل دتجویز کړل شوې ادارې PMDA مشر به د حکومت لخوا د 22م ګريډ افېسر ټاکل کیږي اؤ هغه ته به په یوازې ځان لامحدوده اختیارات ورکول کیږي.

اقبال خټک وویل ځانګړې اندیښنه داده چې تر دې دمخه د میډیا ټربیونل د غړو شمېره 8 وه ،خو د نوې پاکستان ميډيا ډيولپمنټ أتهارټۍ مشر به په يوازې ځان ددې صلاحیت لري چې تر دریوؤ کلونو پورې یو چا ته دبند او تر 25 میلیونه پاکستانیو روپیو پورې دجرمانې سزا ورکړي،

سيد عالی شاه هماهن وويل چې ددې نوي قانون له مخې به په پارلیمان او د پارلیمان پر غړو نيوکې نه شي کیدای.

هغه وویل حکومت ادعا کوی چې غواړی "دجعلي خبرونو"مخه ونیسي خو په اصل کې دا دمیډیا د ازادۍ تروړلو هڅې دي.

نوموړي زیاته کړې حکومتي چارواکو او د میډیا استازو د "جعلي خبرونو"د مسلې حل کولو لپاره یوه ګډه کمیټه جوړه کړې اؤ نوې ميډيا اتهارټي خبریالانو ته د منلو وړ نه ده.

د واکمن تحریک انصاف ګوند حکومت په هېواد کې دمیډیا یوې ځاندرې کې دځائ کولو لپاره نوی قانون جوړول او ددې په اساس د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټې په نوم يوه اداره جوړول غواړي.

د هیواد دصحافيانو او مديرانو تنظيمونه ددې مخالفت کوي او دا دحکومت لخوا په میډيا د لا نورو سختو قدغنونو لګولو او د ازادې میډيا د رياستي کنټرول لاندې د راوستو نوې هڅې بولي.

د هیواد حکومت مخالف سياسي ګوندونه هم وايي د مجوزه قانون به کلک مخالفت کوي او دا د اخلاقي غږونو او مېډيا د غلې کولو هڅه بولي.

کومت د مجوزه قانون په اساس غواړي چې د میډيا د څار لپاره د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټې په نوم يوه اداره هم جوړه کړي چې داسې د فلمونو، الېکټرانيک، ډېجټل مېډيا سره د ویب ټي وي چېنلو مواد او اشتهارات دیو قالب یا انتظام لاندې راولي او د مېډيا د انتظام زړې ادارې لکه پېمرا او پرېس کونسل اف پاکستان په دې اداره کې ورګډ کړي.

د صحافيانو او مديرانو د تنظيمونو او دمخالفو سياسي ګوندونو دمخالفت باوجود د اطلاعاتو او فرهنګ مرکزي وزیر فواد چوهدري وايي حکومت د میډيا د انتظام لپاره يوه اداره جوړوي او لېرې نه ده چې يو قانون هم معرفي کړي.