شاته

که پاکستان ټي‌ ټي پي سره دامن تړون کوي،دغه تړون به څومره پیاوړی وي؟

د سرکاري شمیرو تر مخه په دې تیره یوه اوونۍ کې یوازې  په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو درې بیلا بیل ترهګر بریدونه شوي چې پکې د پاکستان 7 عسکر وژل شوي دي .

پاکستان پیپلز ګوند په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې مخ په زیاتیدونکو پیښو اندېښنې ښکاره کړي اؤ دګوند مرکز ویاند او د قامي پارلیمان پخوانې مرستیال اسپیکر فیصل کریم کنډي وایي په کابل کې طالبانو د حکومت نیولو وروسته بلوچستان او قبایلي ضلعو کې په امنتي سرتیرو او ملکي وکړو بریدونه سیوا شوي دي.

د سرکاري شمیرو تر مخه په دې تیره یوه اوونۍ کې یوازې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو درې بیلا بیل ترهګر بریدونه شوي چې پکې د پاکستان 7 عسکر وژل شوي دي .

په پاکستان کې دا بريدونه په داسې حال کې سېوا شوي چې په 15م اګست طالبانو کابل نيولی دی.

د طالبانو لخوا د کابل نيولو سره سم داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان یو شمیر مهم غړي اؤ کمانډران راخوشي کړی شوي وو.

فیصل کریم کنډي وویل پاکستان پيپلز پارټي دغیرقانونه ګرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان وسله والو ته د معافۍ ورکولو په اړه د عمران خان د بیان غندنه کوي او پوښتنه یې داده چې د آرمي پبلک سکول دبچو دمېندو او پلرونو،دسیاسي خلکو او دامنیتي سرتیرو دکورنیو سوالونو ته به ځواب څوک ورکوي؟

هغه وویل وخت راغلی چې په دې هر څه قام او پارليمان په باور کې واخستل شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه د پي ټي ایي حکومت يو غير سنجيده حکومت وبللو او وئ ویل چې په دومره سنجيده او حساسه معامله څنګه په آسانه دوئ داسې خبرې کوي؟

فیصل کریم کنډي وویل" د هغوخلکو نه پوښتنه وکړئ چى بچي ، مور پلار او وروڼه خويندې یې د ترهګرو د لاسه وژل شوي او دا هر څه ولې وشول؟ په دې هر څه په پارليمان کې بحث پکار دی.

د جمعې په ورځ د ترکي ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان وویل"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوئ کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ دوئ سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده"

له عمران خان څخه پوښتنه وشوه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟ نو هغه په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوئ وبخښو او دوئ به عادي وګړي شي"

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو او ډز بندۍ خبرونه رد کړي او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ بهادر ډلې د 20 ورځو اوربند اعلان کړی دی.

وروسته د کورنيو چارو وزير شیخ رشيد ویلي وؤ د هغو ډلو سره مذاکرات کېدای شي چې وسله وغورځوي.

د طالبانو سره په تيرو وختونو کې شوې معاهدې

په کال 2004 کې د جنوبي وزيرستان د طالبانو د مشر نیک محمد سره د هغه وخت ځايي پوځي مشر جي او سي صفدر حسېن د امن معاهده کړې وه.

په دې معاهده کې ويل شوي وؤ چې وسله وال به د پاکستان پرضد عمليات نه کوي، خو په 16 جون بيا په یو بريد کې نېک محمد وژل شوی وو، او دغه معاهده بيا ماته شوې وه.

په 2005م کې د جنوبي وزیرستان په سرا روغه کې د بېت الله مسيد سره پوځ او ځايي انتظاميې معاهده کړې وه،

هغه وخت بېت الله مسيد د تحريک طالبان پاکستان مشر نه وو، په دغه معاهده کې ویل شوي وو چې د بېت الله مسيد کسان په پاکستاني تاسياستو بريدونه نه کوي،بهرنيانو ته به ځای نه ورکوي، او خپل فعاليتونه به نورو سيمو ته نه غځوي.

او بيا په 2007 کې بېت الله مسيد په ټول ملک کې د تحریک طالبان پاکستان ډله اعلان کړه او دغه معاهده ختمه شوه.

بېت الله مسيد بيا په کال 2009 کې د جنوبي وزيرستان په شکتویي تحصيل کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی وو.

په 2006م کې د جنوبي وزيرستان په واڼا سیمه کې د مولوي نذير سره پوځ او پوليټيکل انتظاميې معاهده کړې وه او هغه معاهده تراوسه پورې په ځای ده،

په دغه معاهده کې د علاقې امنيت دې ډلې ته سپارل شوی ؤ او ويل شوي وؤ چې دا ډله به په پاکستان کې بريدونه نه کوي.

ویل کيږي د مولوي نذير ډله په افغانستان کې د بریدونو پلوي ده.

مولوي نذير بيا په کال 2013 کې په امریکايي ډرون بريد کې د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې وژل شوی ؤ.

په 2007 کې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې دغه ډول معاهده د حافظ ګل بهادر ډلې سره شوې وه او دغه معاهده هم لکه د مولوي نذير سره د شوې معاهدې په څېر وه،

د کال 2014 پورې دغه معاهده په ځای وه، خو له هغې څو مياشتې وړاندې دغه معاهده ختمه شوه چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیات پېل کول.

په کال 2009م کې د هغه وخت د خېبرپښتونخوا د عوامي نيشنل ګوند حکومت په سوات کې د ملا فضل الله (چې د رېډيو ملا په نوم ياد ؤ) سره معاهده کړې وه خو دغه معاهده هم بيا ماته شوې وه.

ملا فضل الله په کال 2013م کې د تحريک طالبان پاکستان د مشر حکيم الله مسيد د وژلو وروسته د ټي ټي پي مشر جوړ کړی شوی او هغه بيا په کال 2018 کې د افغانستان په کنړ سيمه کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

په دې مينځ کې چې د پاکستان حکومت، پوځ او ځايي انتظاميو د طالبانو سره وخت په وخت معاهدې کړي په دغه مهال پوځي عملیات هم شوي وو،

لکه په کال 2004م کې د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان د واڼا سيمې په کلوشه علاقه کې وړومبی عملیات کړي او بيا په کال 2009م کې دغلته د راه نجات په نوم پراخه عملیات شوي وو.

له دغې وروسته په سوات کې په کال 2009م کې د راه راست په نوم هم پوځي عمليات شوي او په کال 2014 کې بيا پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او دغه عمليات بيا خېبر ته د خېبر ون په نوم غځول شوي وؤ.

ددې ترڅنګ د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد په باجوړ، مومندو، کرمه، اورکزۍ او نورو علاقو کې هم په نورو نومونو عملیات ترسره کړي دي.

په پیښور کې وتلی خبریال مشتاق یوسفزې وایي دا معاهده به دتیر په څیر نه وي ځکه چې هغه وخت حالات بدل وؤ دا علاقې زیاتره د پاکستاني طالبانو تر واک لاندې وې
خو اوس دغلته عملیات شوي طالبان ویستل شوي او دا علاقې د وسله والو نه پاکې ګرځول شوي دي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د مزاکزاتو یوازینۍ لار د عامې معافۍ ده او د هغې لپاره به د پارلیمان د لارې نوی قانون جوړولی شي.

هغه زیاته کړه مذاکرات په یو وخت له دو بیلا بیلو ډلو سره روان دي چې پکې د شمالي وزیرستان حافظ ګل بهادر ډله او دپاکستان طالبانو مفتي نور ولي ډلې شاملې دي.

نوموړي وویل حافظ ګل بهادر ډله وړاندې نه حکومت پلوه شمارل کیږی. خو پاکستاني طالبانو سره به دمذاکراتو دا خبرې وخت اخلي.

دتحریک طالبان پاکستان بنسټ په کال 2007م کې په حنوبي وزیرستاین کې د بیت الله مسید په مشرې ایښودې شوی ؤ او دغه ډله په ملک کې د افغان طالبانو په څیر دشرعي او اسلامي نظام په ځایې کولو غوښتنه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.