د sahaar sahaar لخوا خپرې شوې لیکنې
ايا افغانستان د تجزيې وړ دى؟!
په دې وروستيو كې داسې ګونګسي دي، چې نړيوال ځواكونه او يو شمېر كورميشتې ډلې په دې لټه كې دي، چې افغانستان ټوټه كړي او په دې توګه روانه ستونزه غوڅه كړي. دا چې د افغانستان په ويش سره به د هېواد ستونزې څومره را كمې شي، دا اوږد بحث دى، خو يو شمېر كورميشتې ډلې لږ تر لږه دا غوره بولي، چې د سوېل له ناكراريو او تلپاتې واكمن (پښتون) نه ځان وژغوري. دغه ډلې ټپلې او پردي پلوه (شخصيتونه) خپل پايښت هم د همدې طرحې په پليتابه كې غواړي.
د جنرال مشرف استيضاح څومره شونې ده؟
د پاكستان واكمن ګوند او د واكمن ايتلاف جلا شوې ډلې پر يو نوې مسودې هوكړه كړې، چې له مخې به يې ولسمشر پروېز مشرف استيضاح كيږي. د نوې ګډې لاسليك شوې مسودې پر بنسټ به جنرال پروېز مشرف د څلورواړو ايالتونو له اسامبلو او ملي شورا (پارلمان) نه د اعتماد رايه اخلي او كه د اعتماد رايې پر اخيستلو بريالى نه شو، ښايي استيضاح شي. د خلكو ګوند او مسلمليګ ګوند مشرانو ( اصف زرداري او نوازشريف) وړمه ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې اعلان وكړ، چې ګوښه شوي وكيلان به بېرته خپلو دندو
اُف
خدايږو ستا غېږې ته مې نه پرېږدي اُف دا د اســــــــــمان پاچـــــــا رڼـــــــــــــا راچوي اوس يې وزيـــــره شـوه د شپـــو پـــر اوږو &nb
ناوې له مرګ نه تېښته کوله!!
د افغانستان د ختيز پر لوړو غرونو، په هغه سيمه کې د دريو ويجاړو شويو موټرو کباړ پروت و، چې هلته امريکايي بمونه پرېوتي وو. دغلته بېلابېل توکي، د وينو څاڅکي او په افغانستان کې د ناويو لپاره د ځانګړو شوخو رنګينو جامو وړې وړې ټوټې پرتې وې. د ننګرهار په غرونو کې دغه لرې پراته کلي ته موږ په خپل څو ساعته سفر کې د دې غمناکې پېښې په اړه له بېلابېلو خلکو واورېدل. د واده دغه محفل، چې د خوښيو نمانځنې لپاره پيل شوى و، د ٢٢ تنو په مړينې سره پاى ته ورسېد.امريکايي ځواکونه وايي
د مرګ بلاربه بلا
د مرګ بلا د پښتانه له کوره نه پاڅيږيمرګ د پښتون د قسمت پاڼه شولهمرګ مو د سترګو په سرونو ناست دى مرګ مو پر مېنه پر کورونو ناست دى مرګ دى چې ما وژني او تا وژني مرګ دى چې خلک د پښتونخوا وژني مرګ مو په کلي کې کوډله جوړه مرګ مو له کلي نه قلنګ اخلي مرګ مو سرونه ريبي ،پښې رېبيمرګ مو له شونډو نه سندرې يوسيمرګ مو په ستوني کې ټپه نه پرېږديمرګ مو له زړونو نه ارمان رژوي مرګ دى چې هره ورځ زما له
ايا نيوکه د سپکاوي په مانا ده؟
د کمال سادات په اړه خپرې شوې ليکنې ، پخپله ډاکټر صېب او يو شمېر نور ملګري خوابدي کړي دي. په دې ليکنه کې زما موخه د سادات د وړتياوو ننګول نه وو، ځکه ډېر هغه څه، چې موږ يې ديوه خبريال ځانګړنې بولو، دسادات په شخصيت کې ترسترګو کيږي او بيا د بي بي سي په څېر له يوې نړيوالې شبکې سره کار کول په ولس کې د هغه اتبار او حيثيت خامخا خوندي ساتي. په کره کتنه کې د يوچا نيمګړتياوو ته ګوته نيول کيږي، خو دا ګوتنيوى په هيڅ توګه د چا د سپکاوي په مانا نه وي. دغه ليکنه، چې د ځينو ملګرو په وينا، د&
غږن رپوټ څنګه جوړ کړو؟
کن فيوسن چې په ليسه کې و، تبله يې وهله. هغه، چې همدا اوس هم د(The Des Moines (lowa (Register) خپرونې لپاره د رپوټ ليکنې پرمهال تبلې ته غوږ نيسي، وايي: (( زه له ريتم او اهنګ سره ناروږدى نه يم. اوس مې خوى اخستى ، چې د ډول له ډنګېدا سره کار وکړم. په دې توګه ډاډه کېږم، چې پاراګرافونه مې تکرار نه دي)). جالبه دا، چې فيوسن د دغسې موسيقيت زېږونې لپاره د رپوټ ليکنې پرمهال خپل ټول رپوټونه په لوړ غږ لولي. ريتم او اهنګ لوستوال د کيسې ژورې ته کاږي. فيوسن تل داهڅه کړې، چې د کيسې(ر
د يوه ژورناليست پر شهادت ....
د ميرويس جلالزي له خوا د ارواښاد روحاني اخستل شوى انځور عبدالصمد روحاني بالاخره ، لکه څنګه يې ،چې ((تمه ))کېده د بيان ازادۍ د دښمنانو په لومه کې ونښت. هغه په شهادت ورسېد او نور به يې څوک تازه غږ له راډيو ونه نغوږي. د هغه غږ په ستوني کې خپ کړاى شو
اشتهار او د افغانستان د تبليغاتو بازار
ټلويزيون د اشتهار او تبليغ تر ټولو غوره او اغيزناکه سرچينه ګڼل کيږي. په تبليغاتو کې د ټلويزيون رول د هغه په ځانګړنو (انځور، ګرافيکس، غږ او...) پورې تړاو مومي. ډېرى هغه سوداګريز اشتهارونه، چې د ټلويزيون په پرده خپريږي ((تيزر)) نوميږي. د ټلويزيوني اشتهار په جوړاوي کې وخت ، لګښت او نوښت ستر رول لري. د اشتهار د توليد په دريواړو پړاوونو ( تر توليد مخکې، توليد او ترتوليد وروسته) کې بايد د اشتهار اغيز، د مخاطب غوښتنې او د اشتهاري توکو څرنګتيا په پام کې ونيول شي. د اشتهار سناريو جوړاوى، د
د مور نړيواله ورځ !
مورې! اوس چي له کوره وځمزړه مې بې واره غريو نيسي او ژړا را دروميستا له وجود سره مې خوى اخستى ----- ګلګېډۍ يو کس د ګل پلورنځي پر وړاندې ولاړ و او غوښتل يې د پوستخونې له لارې په بل ښار کې خپلې مور ته يوه ګلګېډۍ واستوي. کله چې له ګل پلورنځي را ووت ، ګوري، چې د کوڅې په منځ کې يوه ماشومه جينۍ ناسته ده او ژاړي. سړى جينۍ ته ورنږدې شو او ترې ويې پوښتل: اې خوږې، ولې ژاړې؟جينۍ په ژړه غوني وويل: مور ته مې ګلان اخستل، له ماسره تشې څلور افغانۍ دي، خو د
د ((بيان ازادي)) ولې سياسي او سوداګريزه حربه ګرځي؟!
د افغانستان په ځانګړې توګه د كابل ډېرى رسنيو له تېرو څو اونيو راهيسې دخپلو خپرونو ډېرى برخه د ((بيان ازادۍ)) موضوع ته ځانګړې كړې ده.په رسنيزو كړيو كې د بيان د ازادۍ او له دغې ازادۍ څخه د (سوء استفادې) بحثونه د يو شمېر رسنيو پر ناكورنيو توليداتو له بنديز نه سرچينه اخلي او دا هغه څه دي، چې ډېر لږ د بيان د ازادۍ له ارزښت او حق سره اړخ لګوي. كه د كابل او يو شمېر نورو ولايتونو څو ګوشمېر كسان ((تولسي)) او ((پرينا)) سريالونه ونه ګوري، ايا تندر به را پرېوځي او خلك به له لوږې مړه شي؟ ايا داسې خپرونې
د همکار مړينه
يوه ورځ همدا، چې کارکوونکي ادارې ته ورسېدل، د اعلاناتو پر دړه يې يوه ستره خبرپاڼه وليده: (( پرون هغه کس مړ شو، چې په اداره کې ستاسې د پرمختګ په لاره کې خنډ و. تاسې پر ١٠ بجو د غونډو په تالار کې د هغه د جنازې مراسمو ته رابولو)). په پيل کې ټول د خپل يوه ملګري پر مرګ ويرجن شول، خو شيبه وروسته لېواله شول، چې وپوهيږي په اداره کې ددوى د پرمختګ خنډ څوک و. همدا لټه او لېوالتيا وه، چې تر ١٠ بجو پورې د ادارې ټول کارکوونکي د غونډو تالار ته ورسېدل. څومره، چې کسان ډېرېدل، تلوسه هم ورسره ډېرېده. ټو
مهربانه مور!
د شپې درې بجې وې، چې ټيليفون وشرنګېد. هلک يې له خوبه را ويښ کړ. د کرښې بلې غاړې ته يې مور وه. هلک په غوسه وويل: (( ولې دې په نيمه شپه له خوبه را ويښ کړم؟)) مور وويل: (( ٢٥ کاله مخکې د شپې پر همدغه وخت تا زه له خوبه را ويښه کړلم. بس يوازې مې دا غوښتل، چې درته ووايم...زوکړه دې مبارک. )) د ټليفون غوږۍ کېښودل شوه.
((شمشاد)) او د خبري سروېس شاځمکه
شمشاد د يوه پښتو ژبي ټلويزيوني چينل په توګه په افغانستان او نړۍ کې د پښتانه مخاطب پاملرنه ور اړولې ده. د افغانستان په اوسنۍ رسنيزه سيالۍ او رسنيز بهير کې، چې په کمي لحاظ د رسنيو شمېر تر سلګونو اوړي، شمشاد خپل ځانګړى ځاى لري. دغه ځاى موندنه د شمشاد د منځپانګې په پرتله ډېرى د منځپانګې د ژبې او پښتون مخاطب له برکته ده. شمشاد په خپلو يو شمېر خپرونو سره په پښتانه مخاطب کې د ټلويزيون اتبارکچه لوړه کړې او دغه کچه ورځ په ورځ وده کوي. د پرون په پرتله د دغه ټلويزيون خپرونې، ګرافيکس، غږ او انځور ښ
ايا د ((فارسي ژبي مثلث)) تيوري د پلي کېدا وړ ده؟
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې د افغانستان، اېران او تاجکستان د بهرنيو چارو وزيران د راتلونکې مياشتې پر پنځمه او شپږمه نېټه غونډه کوي اود ((فارسي ژبوهېوادونو!!)) اتحاديه او د دې اتحاديې يوه پارسي ژبې ټلويزيوني شبکه اعلانوي. دغه تيوري په داسې حال کې په ډاګه کيږي، چې په سياسي، اقتصادي او اتنيکي- ژبنۍ برخه کې افغانستان ، اېران او تاجکستان يو تربله خورا ډېر واټنونه او اختلاف وړ ټکي لري. د ((فارسي ژبي مثلث)) د تيوريستانو په وينا، دغه کار په فرهنګي ډګر کې درېواړه هېوادونه سره نږ
د رپوټ ليكنې ارونه
دانش خپرندويې ټولنې د شهيد موسى شفيق د څيړنغونډې په وياړ يو لړ كتابونه خپاره كړي، چې په هغو كې يو هم زما (( د رپوټ ليكنې ارونه)) کتاب هم ترسترګو كيږي. دغه كتاب په ۱۳۰ مخونو كې په ښه پښتۍ او ښه صحافت چاپ شوى دى. په كتاب كې د رپوټ ليكنې پر ارونو، تګلارو او اوسمهالو سټنډرډ معيارونو بحث شوى او انلاين، برېښنايي او چاپي رپوټونه يې سره پرتله كړيدي. د خبريالۍ مسلک مينه وال کولاى شي دغه کتاب په کابل او پېښور کې له ټولو سترو کتابتونونو ترلاسه کړي. د کتاب د پاى څو کرښې دلته ولولئ:
افغانه ښځه او د ښځو نړيواله ورځ !
د مارچ اتمه نېټه هرکال دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي. نږدې سل کاله کيږي، چې د ښځو پر وړاندې د تبعيض او تاوتريخوالي د مخنيوي او مساوي حقونو د ټينګښت لپاره د ښځو مبارزه روانه ده، خو دا مبارزه تر ډېره په ځانګړو پاړکو ، څو ګېډۍ ګلونو او محفلونو پورې محدوده پاتې شوې ده. د ښځو نړيواله ورځ پر ١٨٥٧ ز کال د نيويارک د نساجي فابريکې د کارګرو ښځو په لاريون پورې تړاو مومي. سخت کاري شرايط او کمه لاسباړه د هغوى د شورغږ مهم لاملونه وو. د فابريکې چارواکو د لاريون
سايبر يا انلاين خبريالي او پښتانه خبريالان
سايبر او انلاين دوه نوې نومونې دي، چې دمګړۍ د خبريالۍ په ډګر کې خورا ډېرې کارول کيږي. دغه دواړې نومونې د نوې ټکنالوژۍ زېږندې دي او ټولې چارې يې پر نړيجال (انټرنېټ) اوکمپيوټر راڅرخي. سايبر خبريالي د رسنيزو چاو د بېلابېلو بڼو يوه نوې ترکيبي بڼه ده او ټوله ډډه يې پر انټرنېټ
نظرسنجى رسانه ها؛ در(( دشت برچي)) يا در ((كابل))!؟
په اشتهار او د صنعت د پلوركچې په لوړاوي كې د رسنيو رول ، رسنيزې څيړنې او د رسنيو د نفوذكچې اغيزې خورا ډېرې كړې دي. په لويديز او ولسواكو ټولنو كې رسنيو ته د سبسايډي وركول، دولتي اشتهارونه او خبري او ولسي باوركچې له څېلمې د رسنيو په پوښښ ځواك، اغيز او د مخاطبانو په څومره والي پورې تړاو مومي. د درېيمې نړۍ په رسنيزو څيړنو او سروې ګانو كې د معيار پامنيوى خورا لږ ترسترګو كيږي او يوه بېلګه يې دلته نږدې په پلازمينه كابل كې هم ليدلاى شو. د نړيوال سټنډرډ له مخې، په تصويري او
ايا ژورناليزم دې ډول ازادۍ ته اجازه وركوي؟
رسنۍ او خبريالي په افغانستان كې نوي څيزونه دي او په دې ساحه كې كاركوونكي كسان ډېرى مسلكي نه دي. د بيان د ازادۍ له نامه نه په ګټې اخستنې سره ډېر داسې څه خپريږي، چې زموږ له ديني او ملي ګټو او ارزښتونو سره په ټكر كې دي. ايا ژورناليزم دې ډول ازادۍ ته اجازه وركوي؟ تاسې څه واياست څوك، چې د ژورناليزم د ټربيونونو له لارې دخلكو ديني او ملي ارزښتونو ته په سپكه سترګه ګوري، د ژورناليست نوم وركولاى شو؟ ايا دا د شهرت موندنې يوه لاره نه ده؟ تاسې وواياست د بيان بې پو