د sahaar sahaar لخوا خپرې شوې لیکنې
پاکستان، د نړۍ تر ټولو ګواښناکه سيمه
د ترهګرۍ او بنسټپالنې پر وړاندې په ټولو جبهو کې جګړه روانه ده، خو د بريا او ماتې غوټه به يې يوازې په پاکستان کې پرانستل کيږي. د پاکستان ستونزه يوازې دا نه ده، چې سرحدي او بې قانونه پولې يې د القاعدې او اسامه بن لادن پناه ځايونه ګرځېدلي، يا دا، چې د بنسټپالنې اکاډمۍ (مدرسې) يې ځانمرګي بريدکوونکي روزي او په نړۍ کې يې خوروي؛ پاکستان د وګړو د ډېروالي له مخې دوهم مسلمان هېواد دى، چې منځلاريتوب او اوسېله مندي يې د خلکو خويونه دي، خو بنسټپالي يې په پولو کې له ګواښ سره مخامخوي. تر دې وروستيو پورې
محسود، مسعود او که مسيد؟
مسعود( مسيد) د پښتون قوم د کرلاڼي ښاخ يو ستر ټبر دى، چې د لرې پښتونخوا په وزيرستان، ټانک،بنو، ډېره اسماعيل خان او د افغانستان په لوګر، وردګو، بغلان، کندز او يو شمېر نورو ولايتونو کې اوسيږي. مسعود ( مسيد) پر دريو سترو ښاخونو وېشل کيږي، چې منزي، بهلولزي او شمن خېل ياديږي. افغانستان ته درست راغلي مسعود او وزير قبايل پر وزيرستان د انګرېز د پرله پسې بمباريو له امله کډوال شوي او يو شمېر هغه له جرنېل يارمحمد خان وزيري سره په هغه (نږدې)٥٠٠٠ کسيز لښکر کې راغلي، چې د غازي امان الله خان په غوښتنه يې په
افغانستان،هغه ځمكه، چې نه هېره ده او نه وركه
په افغانستان كې له امنيتي ستونزو سره سره ګڼ پرمختګونه شويدي. افغانستان د انارشۍ د ناقانونه ځواكونو پر وړاندې د ملتونو يو ټينګ سمبول دى. همدا څيز په يوازې توګه د دغه هېواد د بيا رغونې په برخه كې د نړيوالو هڅو ملاتړ كوي. د سپټمبر ۱۱ مه نېټه او په نړۍ كې د هغې غبرګون بايد را ياد كړو. هغه مهال مو زده كړل، چې له مدني بنسټونو يو بې برخې هېواد څنګه په مطلقه توګه منزوي او د (واك) له تشې سره مخ كيږي. افغانستان د بېوزلۍ او جنګ جګړو پر مهال د ترهګرۍ ځاله وګرځېده. دغه درس بايد يوځل بيا ټولو ته ور زده كړو
(( کافي ويد کرن))؛ چاى با عزيزيار، قهوه با مشتري!
(( کافي ويد کرن)) د يوه هندي چينل(سټارپلس) د يوې خپرونې نوم دى، چې کرن له بېلابېلو هنري څېرو سره مرکې پکې کوي. دا خپرونه د هندي مخاطبانو لپاره ډېره په زړه پورې ده او د راښکون او په زړه پورې والي يو لامل يې دادى، چې له مشهورو هنري څېرو سره پکې غږيږي. په افغانستان کې دا خپرونه د لومړي ځل لپاره د (( چاى با عزيزيار)) په نامه په طلوع ټلويزيون کې راڅرګنده شوه. ما هلته مخامخ هم هغوى ته ويلي وو، چې وچ تقليد کوئ او کاش روغ تقليد هم واى. دا اوس اوس په اينه ټلويزيون کې هم يوه خپرونه خپريږي، چې مېلمنو ته د
هغه ليونۍ ده!
باران په شړق شړق وريده، د باران څاڅکو د ونو شنې پاڼې مينځلې. د چاپيريال په اوږو سکوت پښې اړولې وې، چوپه چوپتيا وه ، يوازې تالندې او بريښنا کله ناکله د ماشومانو اوښکې بهولې. صفيه د کلا له ديوال سره ولاړه وه، د باران بهير لمده خيشته او له سره يې تر پښو پورې مينځلې وه.دکلا ديوالونه خټين و، کله کله به يو پرېړخټه راولويده. صفيه به ووېريده، يوې او بلې خوا ته به يې وکتل بيا به يې ژر ريږدېدونکي لاسونه په سينه کښېښول. د باد څپو هم د باران قافله بدرګه کوله ، صفيه له سړو څخه ريږدېدله دواړې سترګې
القاعده او په قبايلي سيمو كې د پنټاګون نوې پروژې
په عراق كې د القاعدې شبكې پر وړاندې د سني ډلو ((د بيدارۍ اسلامي شورا)) ملاتړ او را پورته كولو، د القاعدې شبكې پر فعاليتونو ژوره اغيزه كړې ده. د عراق حكومت او امريكايي ځواكونو پر وړاندې د القاعدې تر ټولو ستره حربه د سني ډلو ملاتړ او استعمال و. يو شمېر سني مذهبه ګروپونو د سياسي بې برخېتوب او مذهبي رجحان او تعصب له مخې ډېرځله د امريكايي ځواكونو پرځاى شيعه اهداف په نښه كول. دغۀ كار په عراق، په ځانګړې توګه شيعه ميشتو سيمو كې د تاوتريخوالي كچه لوړه كړې وه.د سياسي چارو كارپوهان په عراق كې د امري
د جدي شپږمه او زموږ پټه خوله غندنه
نن هغه ورځ غندل كيږي، چې روسانو فغانستا ته خپل ناولي ګامونه پرې اېښي. دغه ورځ د خپل تور او كرغيړن شاليد ترڅنګ افغان ولس ته دهيلى يو زيرى هم لري: ((دهر يرغلګر پر وړاندې يو موټى افغان)). د 1358 ل كال د مرغومي شپږمه نېټه پر افغانستان د سرو لښكرو د يرغل د ورځې په مناسبت هر كال غندل كېږي، دغه غندنه كه د ځينو پټو او ښكاره لاملونو له مخې ورځ په ورځ پيكه كيږي خو وركه نه لري. روسان له افغانستان نه په وتلو اړ ايستل شول، خو د څوكۍ او واك څو لېونيو ولس يو ځل بيا په اور او وينو و لړه. د جهاد ثمره د څو
د عراق په ښځينه زندان كې څه تېريږي؟
د CBS News شبكې خبرياله(( اليزابت پالمر ))\
په قدرت كې دپاتې كېدو نوى چل
په دې وروستيو كې دخوراكي توكو او اوبلن ګاز بيې له تمې ډيرې لوړې شوې.داوبل ګاز يوه كيلو له ۳۰-۳۵ څخه او۷۰ افغانيو اوداوړ ديوې سل كيلويي بورۍ قيمت له ۱۳۴۰ څخه ۱۶۰۰ او۱۷۰۰ ته لوړ شو همداسې دنورو اړينو توكو بيې هم په همدې ډول لوړې وختې، خواوس په رسنيو كې خبرونه خپاره شوي، چې يوشمير چارواكي او زورواكان ددې موادو دبيې په لوړيدو كې لاس لري .ويل كيږي، چې دوى داكار پرولس دفشار راوستو اوهغوى دحكومت پروړاندې د را پاريدو په موخه كوي.له كله نه، چې په افغانستان كې جګړې پيل شوې تر نن پورې افغانان او ا
اسامه فلم؛ ګام پرګام نيمګړتياوې او سياسي غرضونه
اسامه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بهر لپاره د افغان فلم يوه ښه ډالۍ وه، چې په نړيوالو هنري نندارتونونو کې يې ګڼې جايزې ترلاسه کړې. دغه فلم د سياسي او هنري جوړښت له مخې ډېر ژر نړيوالو سينماوو ته لاړ او ډېر ژر يې د ((کن))، د يونسکو د سرو زرو کمرې جايزې او ډيپلومونه ترلاسه کړل. دغه فلم په نيوزيلنډ، ملبورن ښار، ډيلي، کوپنهاګن، ټورنټو او نرو ځايونو کې هم نندارې ته وړاندې شو، چې ډېر تود هرکلى يې وشو. ((اسامه)) په ملي او نړيواله توګه وستايل شو او دغو ستاينو يې پر ټولو نيمګړتياوو پرده وغوړوله. پ
مننه ( د يوه پولنډي شعر پښتو ژباړه)
مننهويسوا وا شيمبورسکا دهغوی پوروړى يمچې پرې مين نه يم دغه سوکالي اسانه منمهچې هغوى له نورو سره خواږه دي خوشالي دا چېد پسونو لېوه يې نه يم له هغو سره ارام يمهازاد يمهغه چې عشق يې نه د ورکړې توان لري اونه د اخستلو په وره کېسترګې پرلار يې نه يمډاډهنږدې لکه لمرينه ګړۍهغه څه چې عشق يې نه پېژنيپېژنم يېهغه چې عشق يې چا ته نه وربښيبښم يې له ليدو نه تريوه ليکهابديت نه دی چې تېريږيي
درې عجيب ويونه
کله، چې د راتلونکي کليمه وايمهلومړۍ کليمه بيا په تېر کې تېريږيکله، چې د چوپتيا کليمه لولمههغه ماتومکله چې هيڅ کليمه وايمهيو داسې څه پنځوم چې په هيڅ شته کې ځاى نه نيسي
د چينې تر غاړې راشه
خلك وايي چې په مينه كې څوك مات شيد شعرونو ښاپېريو ته پناه وړيد بورا چې تور وجود ته سترګې واوړيدرد يې واخلي او ببريو ته پناه وړييوه ملنګ شاعر په كلي كې كيسه كړه:مينتوب مې په طبيعت كې شعر راشين كړټول وجود مې د سندرو پاڼې وكړېپه دې پاڼو مې زړګى له غمه سپين كړنه پوهېږم چې د خداى قلم پرې كش شوكه دې ”سپيو“ مې په كوډو الهام يووړاوس د ذهن په ړنده چينه اوبه څښميوه ”ابليس“ مې د سندرو سلام يووړد ملنګ خبره ومنم كه څنګه؟مينتوب خو مې
ايا تل د ملالې په څېر د ښځې غږ ته په تمه ياست؟
بالاخره کرزي او د هغه متعصبو او پر قومي تربګنيو ولاړو مرستيالانو کوچيان دې ته اړ اېستل، چې د وردګو له بهسود ولسوالۍ نه ووځي. د بشري حقونو د خپلواک(!) کميسيون مشرې سيماسمر د خپل(( هزاره نشنليزم)) ژمنتيا په زبات ورسوله او په سرو سترګو يې کوچيان تيريګر وګڼل. اوس کوچيان له بهسودو وتلي، موضوع تر يوه بريده غلې شوې ، خو يو شمېر پوښتنې لا شته، چې چارواکي او يو شمېر کړۍ يې بايد ځواب کړي. د کوچيانو په اړه ادعا کېده، چې په سپکو او درندو وسلو سمبال وو، خو د شمشاد ټلويزيون بې پري رپوټ دا وښوده، چې بېوزلي
د مصطفى کاظمي د مرګ تر شا دوه پټ لاسونه
دولت په ((پرې پوزه)) او متحده جبهه د ((ګيدړ چالاکۍ)) په دود د ولسي جرګې د اقتصادي کميسيون د مشر ارواښاد مصطفى ((کاظمي)) پر مرګ وير کوي. هغه د دولت د اپوزيسيون د يوه فعال غړي او ژبور وياند په توګه د دولت د سترګو اغزى و، خو مرګ يې په هيڅ توګه ددولت پېرزو نه وه. دولت په وير ،سملاسي اعلاميو او راتلونکو ((لقبونو)) د ځان سپيناوى کوي، خو متحده جبهه د پېښې د يوه اړخ په توګه له دغه ((زرين چانس)) نه د سياسي ګټې اوچتونې هڅه کوي. جمعيت ګوند او په سر کې نظار شورا په خپل سياسي تاريخ کې د دغسې ((ت
امنيتي وضع؛ ناکامۍ او د نويو ستراتيژيو اړتيا
ولسواکي په خپل کورني بعد کې په دوو توکو(( رضايت)) او ((ثبات)) ولاړه ده. دغه توکي ولسواکي له يوه اړخه له دولت او له بل اړخه له ملت سره تړي او ددغه تړاو په پايله کې مشروعيت او مقبوليت زېږوي. دغه ډول ولسواک حکومتونه امنيت تر نورو هغو ښه را پېژندلاى شي. په اوسمهالي پېر کې رښتينى ثبات د سياست او حکومت په لړ کې د ولس له (( رضايت)) پرته شونى نه برېښي. ولسواکي په بهرني او نړيوال بعد کې په امنيتي معادلاتو کې ډېره اغيزناکه برېښي، خو دا له کورني هغه سره توپير کوي. په کورنيو مسايلو کې د ولس د غوښتنو ترمن
محسني او د (( تمدن)) اېرانۍ وزمه تصوير!
شيخ محمداصف محسني د افغانستان د (جهادي مشرانو) او ايت الله ګانو په ډله کې يوه مهم کس شمېرل کيږي. هغه د جهاد په کلونو او وروستيو پېښو او بيا د لويې جرګې او نوي حکومت په بهير کې جوت ((رغند- تخريبي)) رول درلود. د کندهار د امام باړې دغه مخکښ د جهاد په کلونو کې د اېراني ايت الله ګانو په مرسته د (( حرکت اسلامي)) مشر او د قيادي شورا غړى او وياند شو. د خپلې تېرې ژبې ، فصاحت او پر ديني علومو د برلاسي له امله يو ژبور مذهبي کس ګڼل کيږي. کله، چې په اېران کې (( حرکت اسلامي)) ګوند د اېران د سپاه پاسدران په
د بنسټپالو او ملتپالو اتحاد ((پښتونستان)) زېږوي
مقاله ليکوال((سيلګ هريسن)) د نړيوالو څيړنو مرکز د اسيايي پروګرامونو د څانګې مسوول دى، چې د افغانستان په اړه يې (( په افغانستان کې سيوري)) کتاب هم ليکلى دى. دا ليکنه د انټرنېشنل هيرالډ ټربيون په ګډون په ګڼ شمېر بهرنيو انګليسي ژبو ورځپاڼو کې خپره شوې ده. _______________________________________ په قبايلي پښتون ميشتو سيمو او د افغانستان په سوېل کې د القاعدې شبکې او طالبانو ننګونې او ګواښونه، چې د قبايلي وګړو او د آى اېس آى له ملاتړه برخمن دي، ورځ په ورځ ډېريږي. د مذهبي بنسټپالو
ويي جوړونه؛ يوازې د((ژبپوه)) کار ،که د ((څانګوال)) هم؟
د ويې رغونې- جوړونې يا ((نيولوجيزم)) بهير د ژبو له پرمختيا او پرمختګ سره يوځاى پيل شوى او لړۍ يې نن تر موږ پورې را رسېدلې ده. ډېرې داسې کليمې شته دي، چې موږ يې په ورځنيو ګړنو کې کاروو، خو د څانګوالو يا مسلکي کسانو ((ژبپوهانو)) له خوا نه دي جوړې شوې. دغه کليمې د ولس له منځه را وتلې او په ولس کې يې ځاى موندلى دى. ((لاسماغى))، ((مخروڼى))، ((پۍ وريژې)) او....ترکيبي کليمې دي، خو دا د يوه ژبپوه او اديب پرځاى عامووګړو دود کړې او خورې کړې دي. دغسې په سلګونو کليمې دي، چې په ولس کې د عادي افرادو له