د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې
د سید شاه سقیم نوې غزل
څنګه بې وسه څنګه ستړی ستړی کېږې ژونده!د مات مړوند غوندې په غاړه مي ځړېږې ژونده ! زورور یار دي رانه بېل په یارانه کې نه کړيد بنګړو بار شوې په بانه بانه ماتېږې ژونده ! لکه څوک باسي له سینې نه&n
د رحمان بابا مزار
چې د رحمان بابا مزار ورانويد پښتنو ستر افتخار ورانوي دا د فرهنګ او د ادب دښمنانزموږ کلتورزموږ یادګار ورانوي زموږ تاریخ ته دوی په سپکه ګوريدوی زموږ څلی او منار ورانوي نن د صوفي عبدالرحمان په پلمهد تصوف پلونه او لار ورانوي دوی د انصاف او انسانیت نه لېرينن که رحمان سبا انصار ورانوي دا تنګ نظره دتعصب لیونیاند افغانانو کار او زیار ورانوي اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسيچې د افغان ولس ګلزار ورانوي افغاني! زموږ
دروند حمزه بابا
حمزه چې دادب په اسمان ستورى دسبا ووحمزه چې دپښتو په قلمکارو کښې يکتا ووحمزه چې دشلمې صدۍ سر د شعراء ووحمزه چې دټولنې دمزاج سره اشنا وو حمزه چې دروڼ فکر په سوب يې لوړ مقام دىزمونږ دپښتنو دهغه روح و ته سلام دى حمزه چې دتخليق دميدان وتى شهسوار ووحمزه چې وطن پال وو پښتون يار وو اولس يار ووحمزه چې له رنګ نسل بې
زمونږ د در په دره قام غمخموره !
زمونږ د در په دره قام غمخموره ! منو چې تا د زړه په وينو باندې ددې ناترسه وخت په توره غېږ كې زمونږ خوارانو د تيارې جونګړې دغه نيمژاوندې ډېوه د مرګ له كومې څخه بچ ساتله خو ګوره ګرانه ! مجبوري ده چې اوس ستا په مرۍ باندې چاړه تېروو مونږ پښتانه يو پښتانه يادېږو
زوړ ګېلن ( لنډه كيسه )
ان له سهاره د قوې ( کتار ) دراتلو اوازه وه ، دکلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانواو قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه دغره په لور روانې وې . شيبه پس کلى له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو . مجاهدين يو- يو له خپلو کورونو را واته او د ټوپک شپيلۍ يې لمر ځلولې . د چنار لاندې سره راټول شول . چا خپلې وسلې پاکولې چا شاژورونه ډکول او چا په چانټو ګوتې وهلې .
ته مې طبيب شه ،ته دوا جانانه
ستا محبت کښې شوم رسوا جانانه نور به زه نه درځم په خوا جانانه داسې رنځور شوم چې علاج مې نشته ته مې طبيب شه ،ته دوا جانانه زړګى مې وچادو ټوټې ټوتې شو چې شوې رقيب سره پخلا جانانه په ميخانه کښې جام په سر اړوم ستاله ديدن شوم بېنوا جانانه
شــــــوکاکړتبـــــاه ،چـــې را نه لاړلـــې
زه دې کـــــــړم رســــــوا، چې رانــــــه لاړلـــــېژونـــــــدمې شو فنــــــا، چې را نــــــه لاړلــــې مــــــا وې ،شي خــــوږه به مو د ژوند کيسه آه څـــــه شــــــو له وفـــــــا چــې را نـــــــه لاړلې مينـــــــه کښې ستي شوم، خداى ليدلى يممه کــــوه دعــــــــا، چـــــــې را نـــــــه لاړلـــــــــې
له حبيبزي او ښېراز سره د خواخوږۍ پېغام
په ډېره خواشینۍ مو خبر ترلاسه كړ چې په سيف الله كلا كې د افغان خبريال ښاغلي محيب الله ښېراز تره او په شمال کي د تكړه ژورناليست او ليكوال ښاغلي حنان حبيبزي مورد تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي. حريت فرهنګي ټولنه اوسهارلنسززکلب ښاغلي محيب الله ښېراز اوښاغلي حنان حبيبزي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږۍ مراتب وړاندې کوي اوځان ددوى په غم کې ځان شریک بولي. دلوی څښتن له درباره حنان حبيبزي او,محيب الله ښېرازدرنې کور
لېونۍ مينه
دا مينه ليونۍ ده که زه هسې ليونی يم ستا ميني زه مجنون کړمه که هسې سحرانی يم دا ما چې د ي دنګلي ستا د عشق و لوی درياب ته ستا عشق زورور دی که زه هسې ميړنی يم د ګلو پاڼې ټولې ستا د مخ له رخسار جار شه دا تا دود او لوګی کړمه که هسې سپيلنی يم
شېخ بابا ته بنګ وركړه چې څه كېږي ؟
شېخ بابا ته بنګ وركړه چې څه كېږي ؟شنو بنګړو ته شړنګ وركړه چې څه كېږي ؟ نور يې نو په صبر كې ملا ماته شوه پته د پلنګ وركړه چې څه كېږي؟ خال به دي د زنې ګل ته ورته شي زما د وينو رنګ وركړه چې څه كېږي؟ دا زلمى كوكنارو نشه كړى دى؟ يه پېغلې ! لونګ وركړه چې څه كېږي؟
قمرګلی ته ډالۍ : عبدالحفيظ مليار داتريش ښار ويانا
نن مي خبر د قمرګلې د خفګان واوريده د زړه غزل مي شو خفه ترې مي فغان واوريده تمبور به مات شي او رباب به غاړه جګه نکړي که مرور مي دا بلبل هزار داستان واوريده د هنر باغ کې د ګلانو شاهزاد ګۍ هغه ده ژوندی دي نه يم که په ګل مي د خزان واوريده سترګې مي ډکې شوې لـــــــــــــــــــ
ستړى شپونكى ژوند په تصور يوه رمه راځي
بې له امېدونو په هجران كې څه مزه راځي دا دنيا نيمګړې ده او دا خو په ښه نه راځي پوه كه شي او مخكې له راتګ كه څوك خبري شي ترې نه راځي كه را هم شي والله به زړه نا زړه راځي هيلې مې خورې ورې بس هر څه وي ارمان ارمان ستړى شپونكى ژوند په تصور يوه رمه راځي غاړه را چې غېږ په غ
د خواخوږۍ پېغام
په ډېره واخشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې په سيف الله كلا كې د افغان خبريال ښاغلي محيب الله ښېراز تره د تل د پاره له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي . د لېمې اداره له ښاغلي ښېراز سره په دغه درد كې ځان شريك ګڼي . په الهي دربار كې خداى بخښلي ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر لپه غوړوي .
اصلاح انلاين د انټرنټ کاروونکو افغان ځوانانو لپاره د سيرت انلاين مسابقه اعلانوي.
د دې مسابقې نوم دی: "راځئ خپل پېغمبر وپېژنو". د دې مسابقې موخه د بشريت د تر ټولو ستر لارښود له ژوند سره د هغو ځوانانو اشنا کول دي چې زيات وخت له انټرنټ سره تېروي. په داسې حال کې چې د اسلام د دښمنانو لخوا پر اسلامي مقدساتو، او په سر کې يې د خدای د وروستي استازي، په اړه سپکاويو لړۍ پيل شوې ده، او د هېواد په داخل کې هم، هغه رسنۍ چې هڅه کوی ځوانان له خپلو ديني ارزښتونو څخه پردي کړي ښه په درز کې ک
د ښكلي حسن به دي څوك ولګوي اندازه
د سوركو شونډو او شين خال دي د سپرلي اندازه د ښكلي حسن به دي څوك ولګوي اندازه چې ولس مخكې وي روان او دى له شا ورپسېد قومي مشر وي همدغه د سړي اندازه د بل په غاړه چې چاړه ږدې يا يې ولې كلهتا لګولې ده د خپل خواږه بچي اندازه ؟ اوس چې چارګل په پوزه نه ږدي زمانه شوه بلهچا له به
تـــــــــنــــــــــده
د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه. داځل چې مې څنګه سترګې راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه کېده . څلور نجونو چې د کاليو رنګ سره سم يې وړې بکسې په اوږو کې ځنګېدلې، ميده _ميده قدم واهه . ورو- ورو رانږدې کېدې ، زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت
اخیربه مې په سردسوداګرساقي قبضه شي
له مړوسترګودې مړه مړه راته ګوري انځورونه دزړه په پرهرونوکې مې ښوري انځورونه دسپین مخ له سپوږمۍ سره دي ښه په کمال جوړديدزنې شنه خالونه لکه ستوري انځورونه خولې دباړخوګانودې جانانه وچي مه شه دزړه په ګل مې پرخه پرخه اوري انځورونه جوړه جوړه به ګرانه سره
راشه زما د زړه ا ينې ته دلته ځان ووينه
راشه زما د زړه ا ينې ته دلته ځان ووينه چېرته چې ته پکښې اوسېږې دا جهان ووينه د زړه په باغ کې مي د عشق دنياګۍ للمه ښکاري راشه زما د تړمو اوښکو پرې باران ووينه نه مي په ليچو ستا خوب وکړ نه بنګړي مات شوي
له تور اغياره به خيبر اخلمه
ستا له خوږو سترګو اثر اخلمهدا چې دبل تهمت په سر اخلمه کټوپه لاس کې سپيلني دودومد نازولي يا ر نظر ا خلمه د پخوانۍ مينې زاړه يادونه له جانان نښه په ګودر اخلمه د زړه سودا عالمه داسې کومد زړه بدل په زړه پرهر اخلمه