د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې


په لورالايي کې ANP د سولې غونډه وکړه .

تېر مازديګر په لورالايي سيمه کې د عوامي نشنل ګوند غړو د سولې مجلې د خپراوي په وياړ د سولې يوه غونډه وکړه چې پکې د يادې شوې ډلې په غړو سربېره ګڼ شمېر ليکوالانو ، شاعرانو او د قلم مينه والو برخه دلوده . غونډه تېر مازديګر په څلور بجې د قران کريم په سپېڅليو ايتونو پيل شوه . مشري يې په لورالايي کې د عوامي نشنل ګوند د لورالايي د سيمې صدر عبلداخالق جلالزي په غاړه درلوده . ښاغلى قيوم ايډوکېټ او د عوامي نشنل ګوند وتلى غړى بسم الله لوڼى يې د مېلمونو په څوکيو ناست وو . ا

02.08.2009 سيد شاه سقيم

د سعيد زابلي نوې په زړه پورې غزل

د ننګ ناموس چې چا لوټمار کړى دى مونږ په هغو خلکو اعتبار کړى دى   خدايه دا ستا په دومره لوى جهان کې !!!

31.07.2009 سيد شاه سقيم

ليمه په ليمو كې د ساتلو وړ ده!

محترم او د قدر وړ د لېمه بلاګ چلونكيهله خداى نه مو تل بريالى او ښاد غواړمستاسو يو شعر دى چې وايي ( زه تر رقيبه له جانانه سره ډير ستړى يم) زما ډير خوښ شو او په زړه مي داسې پاتې شو لكه د يوو خوږ ملګري ياد، نو سم له لاسه په كمپوټر كې د ورډ پروګرام را خلاص كړ او ستاسې د شعر په ليكه مې يو شعر وليكه چې دادى تاسې ته يې در استوم او هيله كوم كه د نقض ځاى په كې وي چې حتما راته وواياست، ډير به خوښ شم او بله داچې كه د نشر وړ وي په خپل بلاګ كې يې نشر ته وسپارى.زه شعر او ليكوالي نشم كولاى

31.07.2009 سيد شاه سقيم

د بزکشي لو به ( وزلوبه ) سميع الدين افغاني

څه عجیبه ساعت تیری ده بز کشی ده بزکشی دهد حلال په دایره کیپه همدی حساس موقعه کیپروت و زګوړی طلا یی دهبز کشی ده بزکشی دهد حلال د دایری نهراټول شوی دی حلقی نهښی ا و چپ ډلو سیالی دهبز کشی ده بزکشی دهوحشی لوبه ده چالانهکشمکش له هری خوانهچه د خان په اس څوک ځغلید همغو کامیابی ده بز کشی ده بزکشی دهای ددی لوبی حامیانوتنو مندو بزکشانود وزی په جګیدو موکړه قبوله خود کشی ده

30.07.2009 سيد شاه سقيم

اختر په هديره کې ــــ محمد نعمان دوست

تازه له هريپور کمپ څخه د جلوزو کمپ ته راغلي وو او هره ورځ مو د مجاهدينو په لاس ازاد شوي وطن ته د تګ شيبې شمارلې . انتظار ډېر تريخ وي  او هغه هم چې کله اوږد شي ، زه چې کله مهاجر کېدم  د شاوخوا پنځو کلونو وم او بيا له  ١٢ ټولګي څخه  دمهاجرت په دوره کې فارغ شوم .  مهاجرت ډېر تريخ و،  هره شيبه به وطن را يادېده ، کله چې به مې چېرې روانې 

30.07.2009 سيد شاه سقيم

د كابل ښكلې په ټوپك د ويشتو ګوره ! نه وه

شكر افغانه  پښتنه وه له لاهوره نه وه جينۍ په سپين كې غنمرګه وه، خو توره نه وه زه چې يې ويشتم مخامخ راته خپل ورور  ولاړ  وو ټوپك  پردى  وو او  مرمۍ  مي  ه

29.07.2009 سيد شاه سقيم

سپينه خوله جينــکۍ وي به دکوم کلي ؟

سپينه خوله جينــکۍ وي به دکوم کلي ؟ښکلي ده تنـــــــکۍ وي به دکوم کلي ؟ ســـرې شـونډې انارنازک ـ نازک بدنتکه ســره غوټۍ وي به دکـــوم کلي؟ ټولورڼاگانوورتــــــــــــــه سرټيټ کړستوروکې سپوږمۍ وي به دکوم کلي ؟ شنه بنګړي شنې سترگې گلابي جامېسمه ښاپــــــــــېرۍ وي به دکوم کلي ؟ ياره بيــــــــــــــــنوا ! سوچونه مه کوهده خوکابــــــــــــلۍ وي به دکوم کلي ؟ صبغت الل

28.07.2009 سيد شاه سقيم

زما د بخت ليكې كږې شوې ......

د ژوند رڼې ورځې تيارې شوې ما په خداى وسپاره شېبې يې يو تر بل ترخې شوې ما په خداى وسپاره  دلته مي ډك زړګي خالي لاسو ته ډېر وژړل هلته د هيلو مراندې پرې شوې ما په خداى وسپاره  نور دي له غېږي ولاړېږم لكه پرخه له ګل د بېلتون وړانګې را پسې شوې ما په خداى وسپاره  مايوسه خيال مي د بې وسه آه شمال وواهه ستړې سلګۍ پرلپسې شوې ما په خداى وسپاره  ګرانې

28.07.2009 سيد شاه سقيم

غــــــــــــــــــــزل ــ سيد شاه سقيم

څنګه  بې  وسه  څنګه  ستړی  ستړی کېږې  ژونده!د مات مړوند غوندې په غاړه  مي ځړېږې  ژونده ! زورور  یار  دي  رانه  بېل  په  یارانه  کې  نه  کړيد بنګړو بار  شوې  په  بانه  بانه  ماتېږې  ژونده !

27.07.2009 سيد شاه سقيم

دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟

دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟ زړه دې سېزې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟د خدای دنيا کې بل څوک هېڅ نه لرم سوال مې منې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟ دشتې ليلې ! دا اتم کال رابر شو زه مې د ورور په انتظار ناسته يم هره ګړۍ ، هره شېبه شمارمه زړه پر بلۍ ، سترګې پر لار ناسته يم دشتې ليلې ! درته قسم کومه د ورور مې خدای که الف ب زده وه نه يې نامه د ترهګر پېژنده نه يې کيسه د القاعدې زده وه دشت

27.07.2009 سيد شاه سقيم

دكاناډايي ځواكونو سره دعملياتو يوه خاطره ـ سمندر

ورځنى كار مي ايله پاى ته رسولى ووخو جامې مي لانه وې بدلي كړې چې ټليفون مې وكړنګېدو او دعاجل تياري راته وويل شول . زه هم په نيمه پوځي بارك كې اوسېدم او سيخ هم هغه وربلل شوي دفتر ته ورننوتم .كاناډايي  پوځيان تيار وو او ماته يې هم دتګ امر وكړ. زه له دوى سره ژباړونكى وم.   په هيلي كوفټركي سپاره شو، له لږ سفره وروسته هيلي كوفټر دكندهار په جنوب لوېديځ كې دپنجوايي ولسوالي په ناخوني كلي كې راكوزه شوه .هلته امنيت لا له وړاندي افغان پوليسو نيولى وو. سيمه سخته محاصره وه او كاناډايي ځواكون

26.07.2009 سيد شاه سقيم

راشه چې د بدې ورځې يار دي شم ــ افغاني

راشه چې سپرلی دي شم ګلزار دي شمراشه چې د بدې ورځې یار دي شمستا د پاکې مینې محبت کې یارژوندشمه وږمه شمه بهار دي شمنه شته بله لار نه بل تدبیر چېرېراشه چې مرهم دي شم قرار دي شمته ما ته په مینه مینه وګورهزه به دي لمبه شمه انګار دي شمما سره جذبه د ه محبت زړه کې راشه چې کاکل دي شم سینګار دي شممینه د اخلاصه سره خوندکويراشه چې د مینې وفا دار دي شمهسکه غاړه زېب لري امېل سرهراشه چې دسپینې غ

25.07.2009 سيد شاه سقيم

رښتینی څوک دى ؟ سمیع الدین افغاني

!محترمو لوستونکوکه چیري د بشریت او انساني نړۍ پس منظر ته ځیر شو انسانانو د ابتدا څخه بیا تر یویشتمي پېړۍ پوري د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډیري هلي ځلي تر سره کړي او د غیر مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کي د طبیعت سره لاس ا و ګرېبان او د ډیرو قربانیو تر څنګ لازمي بریاوي هم تر لاسه کړي او پدې برخه کي دډیرو اکتشافاتو شاهدان دي ٠بشر وکولای شو دګرمۍاو یخنۍ له مختلفو افتونو ا و امراضو سره مبارزه وکړي د خورا ک پوښاک ، سرپنا او نور حیاتي اړتیاو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالي ٠خو اساسي

24.07.2009 سيد شاه سقيم

چې مو له جنګه زړګی تور کړي داسې څوک غواړو موږ ـ اټک

چې مو راټول په يوو کور کړي داسې څوک غواړو موږ چې مو زخمونه را  ټکور  کړي  داسې  څوک غواړو موږ يو   بې وطنه    بې  کفنه      بې  وارثه     پښتون که چېرې  خلاص نور  له پېغور کړي  داسې څوک غواړو موږ چې يو له غره  ، بل له سنګر ، درېم له ټانګه  کوز  کړي

23.07.2009 سيد شاه سقيم

عجيبه زمانه ـ احمد شاه پاڅون

څنګه زمانې ته راوتلي يوټوله ورځي شپې په غم لړلي ديلا بتري ښکاري يو په بل پسيوړاندي مو شېبې په غم لړلي دينه ښکاري هيڅ رنګه خوشحالي پکښيواړه افسانې په غم لړلي ديماليده پرون يې اشنايي سولهنن يې يارانې په غم لړلي دي مه ليکه قلمه ! نور څه مه ليکههر څه چي ليکې په غم لړلي دي نسته بارانونه هر خوا دوړي سوېوچ سوله کلونه بزګران ژاړيمړ

23.07.2009 سيد شاه سقيم

په سويلي پښتونخوا کې د سولې ستره مشاعره ترسره شوه .

وړمه شپه د سويلي پښتونخوا په سیف الله کلا سيمه کې د سولې مجلې د چلوونکې ډلې په کوربتوب د سولې یوه ستره مشاعره ترسره شوه چې پکې د کويټې ، ژوب ، سینځاوۍ ، لورالايي ، پښین ، هندوباغ ، اسلام اباد ، پېښور او تر  پولې ها غاړه د یو شمېر ولایتونو شاعرانو ، لیکوالانو او د قلم مينه والو  برخه درلوده چې په ټولیزه توګه یې شمېره سلګونو کسانو رسېده .   مشاعره له ځايي وخت سره سم د ماسپښین په څلور بجې  د محمد علي عمري له خوا د سپېڅ

20.07.2009 سيد شاه سقيم

په ناروې کې ادبي ناستې ژوندۍ مشاعره وکړه

دتېر په څېر دناروې په پلازمېنه اوسلو کې د ادبي ناستې غړو نن يو ځل بيا خپله نوبتي مشاعره دد يوې لويې غونډې په ترڅ کې ترسره کړه٠ غونډه د دود سره سم د لوی څښتن په پاکه نامه پيل شوه ٠ دمشاعرې په پيل کې د نوموړې غونډې افتخاري مخور مشر ښاغلي جنرال غلام رباني سالم خپله پرانيستونکې وينا وکړه

13.07.2009 سيد شاه سقيم

دسولې مجلې چلوونکې ډله د سولې ستره مشاعره کوي

د سولې مجلې ادارې تابيا کړې ده چې د روانې مياشتې په اتلسمه  نېټه  د شنبې په ورځ په سيف الله کلا کې د سولې د يوې  سترې غونډې  کوربتوب وکړي . ټاکل شوې ده چې  د غونډې لومړۍ برخه به څېړنيزو ويناوو او پيغامونو ، دويمه برخه يې مشاعرې او درېيمه يې موسيقې ته ځانګړې شي . له تاسو او ستاسو له ټولو ليکوالو ، شاعرانو ، او مينه والو ملګرو څخه په ټېنګه غوښتنه کوو چې له مونږ سره په دغې غونډه کې برخه واخلۍ . او په ټولو پښتني سيمو سربېره په ټولو هېواد کې د سولې د ټ

13.07.2009 سيد شاه سقيم

طالبان، او په افغانستان کې فتواګانې ــ ناز/ مالمو

کله چې په ١٩٣٧ ز کال کې داود خان واک ته ورسېده، یوه ډله خلکو پرته لدې چې د داودخان موخو او مرامونو ته وګوري او يا يې له نزدې وڅاري دپردیو په لمسه يې د افغانستان څخه ښپې سپکې کړې داود خان يې کافر او  دبل غلام وباله او د هغه پر ضد يې د جهاد فتوا ورکړه،      (هماغه مشران اوس داود خان ته سپېڅلی مسلمان او شهيد وايي ) په افغانستان کې دکفر فتوا ورکول او د غلامۍ ټاپه لګول ډيرې عميقې ريښې لري او يوه وارده (import) شوې پديده ده او زیاتره وخ

12.07.2009 سيد شاه سقيم

اوس به څه په کوو ؟؟؟ ــــ ملک امان کـــــــــــــاســـــــــى

خر د جناح چې خرجډال شو اوس شو به څه په کوو د پښتانه کور ته جنجال شو اوس به څه په کوو   څه ملايان وايي چې حق دى او هيڅ شک يې نه نسته خراب چې نور هم تر دې حال شو اوس به څه په کوو   دا زما سيورى دا زما تر قدمونو لاندې اوس زما مخې ته دېوال شو اوس به څه په کوو   زمونږ د

11.07.2009 سيد شاه سقيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more