څنګه بې وسه څنګه ستړی ستړی کېږې ژونده!
د مات مړوند غوندې په غاړه مي ځړېږې ژونده !
زورور یار دي رانه بېل په یارانه کې نه کړي
د بنګړو بار شوې په بانه بانه ماتېږې ژونده !
لکه څوک باسي له سینې نه ننوتی غشی
داسې په څړیکو د ځوانۍ تر شپو تېرېږې ژونده !
هره شېبه دي وینې وینې زخم زخم راځي
اوس لکه څړیکه په ټپونو کې اوسېږې ژونده !
د دې ځانمرګو او چاودنو په حالاتو کې خو
د اوږو بار شې په سړي باندې غمېږ ې ژونده !
چې نظر نه شي تور وربل د محلو د پېغلې
زما په کېږدۍ کې سپېلني غوندې دودېږې ژونده !
که ترېنه پرېوتې سقيم زړه به مي ترک وچوي
د چا د زلفو په شکېدلي ټال ځنګېږې ژونده !
پورتنۍ غزل د ښاغلي احمدشاه پاڅون په غږ کې وواورئ .
27.07.2009
- سيد شاه سقيم
دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟ زړه دې سېزې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟د خدای دنيا کې بل څوک هېڅ نه لرم سوال مې منې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟
دشتې ليلې ! دا اتم کال رابر شو زه مې د ورور په انتظار ناسته يم هره ګړۍ ، هره شېبه شمارمه زړه پر بلۍ ، سترګې پر لار ناسته يم
دشتې ليلې ! درته قسم کومه د ورور مې خدای که الف ب زده وه نه يې نامه د ترهګر پېژنده نه يې کيسه د القاعدې زده وه
دشت...
28.07.2009
- سيد شاه سقيم
د ژوند رڼې ورځې تيارې شوې ما په خداى وسپاره شېبې يې يو تر بل ترخې شوې ما په خداى وسپاره دلته مي ډك زړګي خالي لاسو ته ډېر وژړل هلته د هيلو مراندې پرې شوې ما په خداى وسپاره نور دي له غېږي ولاړېږم لكه پرخه له ګل د بېلتون وړانګې را پسې شوې ما په خداى وسپاره مايوسه خيال مي د بې وسه آه شمال وواهه ستړې سلګۍ پرلپسې شوې ما په خداى وسپاره ګرانې...