دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟ 
زړه دې سېزې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟
د خدای دنيا کې بل څوک هېڅ نه لرم 
سوال مې منې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟
دشتې ليلې ! دا اتم کال رابر شو 
زه مې د ورور په انتظار ناسته يم 
هره ګړۍ ، هره شېبه شمارمه 
زړه پر بلۍ ، سترګې پر لار ناسته يم
دشتې ليلې ! درته قسم کومه 
د ورور مې خدای که الف ب زده وه 
نه يې نامه د ترهګر پېژنده 
نه يې کيسه د القاعدې زده وه
دشتې ليلې ! ورور مې غربت وهلی 
کندز ته تللی مزدورۍ ته و 
هغه به څنګه وي نيو يارک وران کړئ ؟ 
حيران يوې مړۍ ډوډۍ ته و
دشتې ليلې ! يوه بدرنګه سړي 
يوه غټ سري ، پوزه چنګه سړي 
کندوز کې داسې اوازه خپره کړه 
چې مونږ ژغورلی شو له جنګه سړي

دشتې ليلې ، ورور مې وحشت وهلی 
په دې چونګ سترګي يې باور وکړو 
ځان يې تسليم کړو ورته ، زر زر يې 
نور تياری دخپل سفر وکړو
دشتې ليلې ! هغه ويل دا سړی به 
ما ننګرهار ته سلامت رسوي 
هغه کمبخت له دې نه څه خبر و ؟ 
چې به يې خدای په شهادت رسوي
دشتې ليلې ! زما د ورور په شانتې 
نور په زرګونو پښتانه ځلمي 
په دې نامه شول کانتينر ته پورته 
چې شي کورونو ته ستانه ځلمي
دشتې ليلې ! په قتل عام اموخته 
دغو چونګ سترګو د چنګېز بچو 
پر کانټينرو کړه هوا بنده 
د وينو تږو د انګرېز بچو
ما اورېدلي ځنې جل ووهل 
مړه شول له تندې په اوبو پسې 
او ځنې نور د تنفس لپاره 
سر شول د مرګ په فرښتو پسې
او ځنې نور هم چې مړژواندي ول 
ټول ستا په خاوره کې ژوندي خښ شول 
دا د جنت د باغيچو بلبلان 
لکه ايرو کې شنه غمي خښ شول
دشتې ليلې ! د مور مې غبرګې سترګې 
ړندې شوې ، خپل د سترګو تور پسې 
ځوانه ورېندار مې شوه په ژبه ګونګۍ 
زه شوم رنځوره په خپل ورور پسې
يتيم وراره مې لس کلن دی اوس 
د پلار تپوس مور نه مدام کوي 
نه خو د ورځې سکول کې زړه لګوي 
او نه د شپې چرته ارام کوي
سپين ږيری پلار مې خوزېدلی نه شي 
په کټ کې پروت ، ژوند په ناکام کوي 
" ورور دې ناوخته کړله ، خدای دې خير کړي "
همدا خبره هر ماښام کوي
دا اتم کال دی چې مکتب مې پرېښی 
په ګوډه پښه باندې خواري کومه 
کاله ته دوه وخته ډوډۍ ګټمه 
زه د کورونو مزدوري کومه
دشتې ليلې ! له تا نه هېڅ نه غواړم 
د ړندې مور د سترګو تور مې را 
بس دا احسان راباندې ته وکړه 
مړی د ګل ګل شهيد ورور مې را
نبیله غزل
 
