د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې


زندۍ شوی تصوير ـــــــ اغلې روهيلۍ

هغه په معصومه ژبه راته وويل:  ((دا تصوير وينې! دا زندۍ شوی .))ما تصوير ته په ځير سره وکتل د يوې ونې انځور وو چې ټولې پاڼې يې رژېدلې وې.د هغې ونې په تن کې د يوې ښځې څېره ښکارېده.د ونې ﻻندې د رژېدلو پاڼو پر سريو سړی ناست وو، او داسې راته ښکارېده لکه هغې ونې چې له خپلو رژېدلو پاڼو نه يوعرش

01.11.2009 سيد شاه سقيم

سور پېښور ته ! ښاغلى اجمل اټك يوسفزى

مات  لښکر ټول  بيا

01.11.2009 سيد شاه سقيم

منی او د اوښکورنګ ـــــــــ اغلې اناهیتا غرڅنۍ

د مني موسم دی ،نری نری باد الوځي طبيعت د ښکلاګانو رنګونه اړوي را اړوي .د ونو پاڼو د رنګونو نندارې جوړې کړي . ته به وايې ، چې کوم مصور دی ،چې د ونو پرپاڼو د ژوند تصويرونه انځور وي .که له يوې څنډې پاڼې شنې ښکاري نو له بله اړخه يې ژيړ رنګ سترګې تتوي .خو کله چې د لمر وړانګې پر ونو ولويږي نو د ونو د پاڼو طلايې او سور بخون رنګ د زري کرښو په څير ډيرې ورکې افسانې په زړه کې را و ټوکوي او د بيا لوستلو لپاره مې ذهن وتخنوي .کله چې باد د ونو په غوږونو کې شپيلکی کوي ا

29.10.2009 سيد شاه سقيم

غــــــــــزل ــــ انجينر وکيل متين

منزل دى يو لارې د تلو دي بېلېگرېوان ته لارې په لېمو دي بېلېراځه زخمونه به بيا وروسته شمېروزړگيه! لارې په اغزو دي بېلېستا له دې تړمو، تړمو اوښکو قربانشپې د قاتل د فيصلو دي بېلېچا پرې شملې چا ککرۍ کېښودېهدف ته لارې د ورتلو دي بېلېپټ وي لعلونه د ايرو په منځ کېنښې د ښکلو د کوڅو دي بېلېغريب سړى يمه ځواب نه لرماسمان ته لارې د ختو دي بېلې

29.10.2009 سيد شاه سقيم

شک مې په شيطان د پښتانه کېږي ــ ښاغلی اجمل اټک یوسفزی

مرګ ته مې نن   بيا څو ځلې زړه کېږي ګورمه   دې سترګو  ته چې  څه کېږي څنګه   درته   ووايم    چې  څه   غواړم دا  خبر  زما

19.10.2009 سيد شاه سقيم

((پاتې شه)) د ښاغلي اجمل اټك په زړه پورې غزل

نن  خو يوه پـېښه  عجيبه   وکــــــــــــــړه پاتې شه په سترګو کې مې شپه وکـړه راشه  او  ټول   عمر  په  کــــــــې    واړوه

16.10.2009 سيد شاه سقيم

يو مزل دوه لاروي ـــ اغلې اناهيتا غـــــرڅــــنــــــــۍ

شپې له اوږده مزل وروسته د سهار منارو ته ډډه وهلې وه.او پرخو په پستو ﻻسونو د لمر په مرغلينو وړانګو د شپې پښې ټکورولې .دلته يو زوړ ژرنده ګړی ستړی او ستومانه،په سپين ګرد پوښلي باڼه, وچې شونډې ، زيږه او پرې پرې ﻻسونه ، د اوړو انبار ته مخامخ يوه خاورين دېوال ته ډډه لګولې وه. دوی دواړه څومره ستړي او ستومانه وو . د دوی ستونزې څومره سره ورته وې . دوی دواړه د يوو لمر رڼا ته ناست او سترګې يې پټې کړې وې. دوی دواړه د يوو باد مستيو او نغمو ته غوږ غوږ وو . دوی د

05.10.2009 سيد شاه سقيم

لو هديره د يو کوچني کلي تر څنګ پرته ده ـــ ښاغلى احمد شاه پاڅون

خير کړې خدايه ! بيا مي خوب کې دي ليدلي مړيپه سپينو سپينو کفنو کې وو پېچلي مړيد شرمښانو ګله راغله بيا دا پوري دښت تهلکه چې بيا يې په كېږديو کې موندلي مړيچې څه کرلي وو له کره مو ميوه هم يووړهچېرته را شنه نه شوو زموږ هغه کرلي مړيد زړه هلمند کې مي د غم بمبار کې هيلې سوځيسترګو کې ښکاري د خيالونو څو سپېڅلي مړيبيا د بازار په منځ کې درب سو واى جهاد يې وکړهغه د

30.09.2009 سيد شاه سقيم

وروستۍ سلګۍ ــــــ اغلې اناهيتا غرڅنۍ

هو ـــــــــ سلګۍ يې چې وروستۍ شوېچا پې تېره كلمه د شهادت كړهاو چا ستونی په اوبو ورله تازه كړوزه يې خوا کې وم وﻻړهما ليدله چې يې سترګې غړولېﻻ يې شونډې رپولېما ليدله ، اوريدلهپه درنه ژبه يې ووېلځه (( هغه )) ته داسې وايهدرنه ولاړمخوجان ! تاته عمر غواړمتر هر چا ډيرتر هر چا زياتته وې تل د زړګي ډاډته يې اوس هم را په ياد !!!

30.09.2009 سيد شاه سقيم

یوو ښاغلي زما دمینې باغچه ورانه کړه ــــ حليم شملزى

زمونږ کعبه دګندارا یو پونده ورانه کړهدکلتوري تاړاک راغلو مو حجره ورانه کړهډېر زورور پر سیمه راغله خوپه بېړه تلليولې اوښپه وو په کمر زموږ اینه ورانه کړهزه چې ټالېږم د سوچونو په اورمړو مزویوو  ښاغلي زما دمینې باغچه ورانه کړهد کایناتو اوسنۍ تفصیر لوی سترګي غواړيخو دې خیالي جنت په سحر فلسفه ورانه کړهحلیمه ! وکره په وران ګودر کې سره ګلونهخېر دی که وخت زما دکلي تاریخچه ورانه کړه

30.09.2009 سيد شاه سقيم

ســــــــــــــاه او ژونـــــــــــــــد ــــــ اغلې اناهيتا غرڅنۍ

يوه ښه شېبه د وره تر شاوﻻړه وه.  خو چا د راتلو ورته وونه ويل .بيايې ورو ورو ،ور وټکاوو. خو بيا يې هم د چا غږ وانه ورېد. دروازه يې پرانيستله او پر هغه يې سترګې ولګيدې. ترخه موسکا يې په وچو شونډوخوره شوه ، او ورو يې وويل: نن به زه ازاديږم ، او په خپلو وزرونو به الوزم

26.09.2009 سيد شاه سقيم

كوچنى اختر مو نېكمرغه

20.09.2009 سيد شاه سقيم

دنيكمرغه كوچني اختر د مباركۍ پيغام .

السلام عليكم ورحمة الله وبركاتهپه كور دننه او بهر د درديدلي او زخمي افغانستان ټولو مسلمانانو وروڼو !  خويندو! او د لېمې چلوونكې ډلې ! دزړه له كومي درته دنيكمرغه كوچني اختر مباركى وايم . هيله لرم چې دغه اختر به مو دهيواد دكونډو ،بورو او يتيمانو اوښكې پاكې كړي په افغانستان كې د رښتينې سولې د ټينګښت په هيله

19.09.2009 سيد شاه سقيم

خوله چې د يار خولې ته برابره شي ـــــ فضل الربي رستم

 لاس چې ترې چاپېر کړم ، مروره شيراکړي راله ټک ، سمه ډمبره شيډېر څه مې په زړه وي ، چې تا ووینمهیره مې اشنا هره خبره شيياد چې د زخمي زخمي کابل راشيڅيړکه مې را پورته له ځيګره شيڅومره نا اشنا غوندې ستم کويمېخ مې زړه کې ښخ کړي ، ستم ګره شيستا مينه کې ياره په ما څه وشولهر څه چې زه و وايم سندره شيواخله ترې فايده رستمه پرې نږدېخوله چې د يار خ

19.09.2009 سيد شاه سقيم

دهيلو انګار ( لنډه كيسه ) اغــــــــلې روهيلـــــــۍ

زرپاڼه په بېړه د کور شا ته روانه وه شا او شاوخوا يې وکتل څوک نه و. دهغه ديوال څنډې ته يې ډډه ولګوله ، چې لمر ورته مخامخ وو .خپل په نکريزو سره ﻻسونه يې لمرته برابر کړل او د ځان سره يې وويل: خدای دې وکړي چې نکريزې مې ژر وچې شي او رنګ واخلي که ادې مې راشي او وګوري چې د کور کارونه مې تر اوسه سر ته نه دي رسولي خدای خبر چې بيا به څو لرګي راباندې مات کړي .څو شيبې چې تيرې شوې خپل ﻻسونو ته يې وکتل په احتياط سره يې د ګوتو په سرو نکريزې لمس کړې چې وچې شوي که نه خو نکريزې ﻻ هم لندې وې.نارام

17.09.2009 سيد شاه سقيم

تــــصـــويـــر ـــــ اغلې اناهيتا غرڅنۍ

پاس د لوړو غرو لمن كېها ،د دنگو ونو لاندېد رڼو اوبو په ډنډ كېاو په ښكلي ،شين اسمان كېپه رڼا او په تيارو كېهم د ستورو په ډيوو كېپه هرڅه كې مې ليدلېخو نږدې چې به شوم نه وېته لټون وې د يوې وركېعشق جنون وې د يوې وركېته مې ويښه ،ته شبګير وېبس اوبو كې يو تصويو وې  

17.09.2009 سيد شاه سقيم

دلته اوس بهار، په ژبه ګونګ کړ خدای ـــ فضل الربي رستم

غزلها ظالم واکدار ، په ژبه ګونګ کړ خدای ډیر وو ګناهګار ، په ژبه ګونګ کړ خدایما د ژوند خواږه ټول يار ته ورکړل خو (دى) د استین مار، په ژبه ګونګ کړ خدایوې ورپسې ډیرې د ملت ښیرافلج شو ها غدار، په ژبه ګونګ کړ خدایخدایزده چې په زړه کې یې څه خړه وهتش په خوله ریبار ، په ژبه ګونګ کړ خدایدلته اوس مېلې د بهار نشته ديدلته اوس بهار، په ژبه ګونګ کړ خدایدې غماز ، مين په قرار نه پر

17.09.2009 سيد شاه سقيم

افغانستان وايي ــــــ عبدالواحد حسن ـ ابوظوبۍ

اى كاش چې پدې اختر كې زما دمظلوم ملت وينې بهېدلې نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما بچي دبمونو ښكار شوي نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما ميندې بورې شوې نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما په مظلوم ملت باندې بمونه ازمايل شوي نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما وروڼه په بګرام ،پلي څرخي او كيوبا كې نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما دلوټو،بوټو،تيږواو ميوو دباروتو بوى نه واىاى كاش چې پدې اختر كې زما دابو خوند د وينو نه

16.09.2009 سيد شاه سقيم

دومره نابلده به مو نو كله نه وي اورېدلې ؟؟؟

د ۲۰۰۹ زېږديز كال د۹ مې مياشتې په ۹ مه نېټه په ۹ بجې او ۹ دقيقې د امريكا په وسكونسن سيمه كې په يو روغتون كې داسې ماشوم پيدا شوچې د بدن وزن يې ۹ پونډه او ۹ اونسه وو . د حيرانتيا خبره خو لا دا ده چې تېر كال د ۲۰۰۸ كال د ۸ مې مياشتې په ۸ مه نېټه په همدې روغتون كې د همدغه ماشوم يوه خور پيدا شوه چې د هغې د بدن  وزن بيا ۸ پونډه او ۸ اونسه وو . كېداى شي اوس ددغو ماشومانو مور او پلار د خپلو اولادونو نومونه ۸ او ۹ كېږدي

14.09.2009 سيد شاه سقيم

ايران ته هم ورځي او پاکستان به غرقوي ـــــ عبدالطيف-صادق

له اوښکو مو سېلاب جوړ شو جهان به غرقويزاړه واړه به يوسي اوځوانان به غرقوي چې مړې کوترې خوري او مړو هوسيو پسې ګرځي بازان به ټپوسان شي او زمريان به غرقوي په چيغو او فرياد مي ګاونډيان بېحده خوښ ووله دې نه خبر نه وو چې خپل ځان به غرقوي يوازې مي کابل ته سورسيلاب راغلى نه دىايران ته هم ورځي او پاکستان به غرقو

13.09.2009 سيد شاه سقيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more