لاس چې ترې چاپېر کړم ، مروره شي
راکړي راله ټک ، سمه ډمبره شي
ډېر څه مې په زړه وي ، چې تا ووینم
هیره مې اشنا هره خبره شي
ياد چې د زخمي زخمي کابل راشي
څيړکه مې را پورته له ځيګره شي
څومره نا اشنا غوندې ستم کوي
مېخ مې زړه کې ښخ کړي ، ستم ګره شي
ستا مينه کې ياره په ما څه وشول
هر څه چې زه و وايم سندره شي
واخله ترې فايده رستمه پرې نږدې
خوله چې د يار خولې ته برابره شي
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



17.09.2009
- سيد شاه سقيم
زرپاڼه په بېړه د کور شا ته روانه وه شا او شاوخوا يې وکتل څوک نه و. دهغه ديوال څنډې ته يې ډډه ولګوله ، چې لمر ورته مخامخ وو .خپل په نکريزو سره ﻻسونه يې لمرته برابر کړل او د ځان سره يې وويل:
خدای دې وکړي چې نکريزې مې ژر وچې شي او رنګ واخلي که ادې مې راشي او وګوري چې د کور کارونه مې تر اوسه سر ته نه دي رسولي خدای خبر چې بيا به څو لرګي راباندې مات کړي .څو شيبې چې تيرې شوې خپل ﻻسونو ته يې وکتل په احتياط سره يې د ګوتو په سرو نکريزې لمس کړې چې وچې شوي که نه خو نکريزې ﻻ هم لندې وې.نارام...
19.09.2009
- سيد شاه سقيم
السلام عليكم ورحمة الله وبركاتهپه كور دننه او بهر د درديدلي او زخمي افغانستان ټولو مسلمانانو وروڼو ! خويندو! او د لېمې چلوونكې ډلې !
دزړه له كومي درته دنيكمرغه كوچني اختر مباركى وايم . هيله لرم چې دغه اختر به مو دهيواد دكونډو ،بورو او يتيمانو اوښكې پاكې كړي په افغانستان كې د رښتينې سولې د ټينګښت په هيله...