د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې
ياره ! خو افغانان به منې ! ــــــــــــ سيدشاه سقيم
نه پوهېږم څو شلې غرونه او ګړنګونو به مو تر مېنځ ولاړ وو . خو بيا مي هم د هغه تر راتګ پورې ورته د دوکان څوکيداري په ښه توګه وکړه . داسي نه چې غله رانه وېرېدل او د ده د دوکان په سامانونو يې کار نه درلود ، يا يې زه ليدم چې څوکيداري يې کوم خو که راغلي هم واى نو باور مي پوخ وو چې بريالي به رانه نه وو تللي . لاس مي يې هم تر ګرېوانه نه ر
سم لاسي مشاعره!
تېر ماښام مي په ملګرو پسې د خپل ياهو مسينجر ليسټ لټاوو چې حنيف حيران صاحب په ګوتو راغى ، تر څه خبرو وروسته مي وورته وويل چې کاشکې ياران واى چې يوه سملاسي مشاعره مو کړې واى هغه وو چې عابد صاحب را پيدا شو . ورپسې جلال امرخېل هم راغى او له ځان سره يې مجيد قرار را روان کړى وو . بانډار ګرم شو خو دا چې مونږ په هاټ مېل کي وو او حيران صاحب د هاټ مېل اکاونټ نه درلود نو رانه په نيمه لاره پاتې شو . تر څه خبرو وروسته مو سره د سملاسي مشاعري پرېکړه وکړه
دخپرونو لپاره موضوع څنګه پيداکړو؟ــــ رحيم الله بشارت
څه موده وړاندې راته دخپل دفتر له لوري دشمشاد تلویزون د پروډیوسرانو او د پروګرام جوړونې دنورو کارکوونکو د روزنې دنده راکړل شوې وه ـــ په دې لار کې ځینې ستونزې وې خو ګټې یې هم لرلې ـــ یوه ګټه یې داچې څېړنې ته یې اړکړم چې کتابونه او ویبپاڼې وګورم او د اړتیاوړ مالومات ترې راټول کړم او بیایې دوی ته وړاندې کړم. دا لیکنه هم د هماغه مهال لیکنه ده. چې ځینې برخه به یې کېدای شي کټ مټ هم له انګلیسي متن څخه ژباړل شوي وي خو ډېرې زیاتونې کمونې هم لري. بشارت
سترګې دې جارشم راته ګوره نظر مه اړ وه ــــــــــ عبدالرحمان غضري
ترشپو راوخيږي په ورځوکې قطار شي لېمه دوخت له رنګ نه لپي ډکې کړي خمارشي لېمه دوخت پاچا ! په استثنا يې ټينګار ځکه کووم ښکلي به څه وينو ؟ له مونږ نه که په دارشي لېمه
د سانيولي زړه دمه ده جانان ـــــــــ اغلې هما ظفر احمدزۍ
دپاکې مينې يو جذبه ده جاناند وارخطازړه حوصله ده جانان زما دزړه په هره سا کې يې يادکله لوګى کله لمبه ده جانان د ژوندانه په هره ستړې لارهدساه نيولي زړه دمه ده جانان دلا
د هـــــــــــــــــــــــــــــــلال نوې غزل
ستا له سترګو خداى شته چې د ډېرو خلکو خيال ساتو مينه خو يو بېل جهان دى دې کې بلا فام کوو چا سره مو څه کار دى ستا قدر به يې نه وي زده مونږ خو په والله په دوه لاسي درته سلام کوو
د ټوپکونو اوستاکاره ! ـــ ولوله تنها
تر يوې اونۍ ځنډ وروسته د سهار اته بجې پوره کېدې چې د ټولګي په دروازه ورننوتم . له ټولګیوالو او ښوونکيو سره مي سلام عليک او روغبړ وکړ. په تېره اونۍ کې چې د څه ناروغۍ له امله ښوونځي ته تللې نه وم ټولې ټولګيوالې مي تر سترګو سترګو کېدې . د تفريح د زنګ له غږ سره له څو تنو م
ته بله را ته وكه چې زه بله درته وكم ــــ شرر
راجمع شئ ملګرو دپردې خبره ده چې زړه رانه چا وړى دهغې خبره ده پرون ستا سو دكلي رقيبا نو جرګه وكړه په ما او په تا داوړو ددعوې خبره ده ته بله را ته وكه چې زه بله درته وكم ماـ ناـ او تا نيولې دبوسې خبره ده
زما دي څه نصيب کړ خدايه ! ـــــ ولوله تنها
یوولس کلنه وم چې پلار مي یو نشيي سړي ته چې شا و خوا څلوېښت پېنځه څلوېښت کاله يې د ژوند مېلمستيا خوړلې وه د سلګونو زرو افغانيو په بدل کې په نکاح کړم خاوند مي درې نور مشران وروڼه هم درلودل چې ټول له پلار او مور سره په يوه کور کې اوسېدل . تر کوژدنې وروسته لا يو بل کال هم د پلار په کور کې وم . خو د لسم پسرلي نسيم مي د ژوند پر باغ لا هم غېږ ويړه کړې
پښتو ادبي غورځنګ په کوټه کې د نړېوال سمينار کوربه وو
د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه کې د پښتو ادبي غورځنګ لخوا د دوه پټکي او دوه ټيکري په نامه دوې ورځنۍ لمانځغونډه او د خاټول ګل په نامه دوديزه مشاعره وشوه . دغه دوه ورځنۍ غونډه د پښتو ژبي د وتلي ليکوال او شاعر پيرمحمد کاروان ، رحمت شاه سايل ، پروين ملالې او زيتون بانو په ا
د کلب لومړۍ شپه ـــــــــ لیاقت خان مومند . شتینشر ښار، ناروې
د خپل کور نه په دې هیله روان شوو چې د نڅا په کلب کې له کومې نجلۍ سره معرفي شو او سات به مو هم تېر شي. دیکشنبې شپه وه، دا هغه شپه ده چې زموږ د ښارګوټي له شا وخوا څخه پېغلې او زلمیان دې کلب ته راځي. کلب زموږ له کور څخه ډېر لېرې نه دى نیږدې پينځه دقیقې لاره ورته ده. ګړندي، ګړندي د کلب لور ته روان وو خو لا رسېدلي نه وو چې د کلب تر مخ مو یو څو نور مهاجرین
یوه ریشته ــــــ عبدالرحمان غضري
د تل په څېر مي نن هم دراستورانټ په باغیچه کې له یو سره بیا تربله سره ناست خلک یو یو ترنظر تیرکړل دباغیچې څراغونه ټول روښانه وو. د اوبوله تلاب څخه رنګینې فوارې هم هغسې راپورته کېدلې خو ماته دخپل ښکاروړڅوک په نظر را نه غی.انتظارمي غوره وګاڼه دیو ګوښه مېزخواته لاړم هغلته کېناستم سترګې مي په راروانوخلکوکې وې دخپل ښکار په لټه وم په هغې مې سترګې ولګېدې . ورته ځیر شوم ښه ورته ځیرشوم. دهغې دلاس
بنجاره ــــــــــ جيلاني جلان
چې سحر شي لمر ترکليو پورې راشيزه مې خپل د بينجارګۍ د سامانونوډک وړکى صندوق شا ته وتړمهپه مزه مزه دکليو په لور ورشم ښه په لوړ غږ د سودا نارې وهمهماشومان لکه واړه ورکي له هر خواپه ترپکو په چکچکو را راون ويد چا لاس کې وي زړې زړې چاپلکېدچا لاس کې وي زاړه د ميسو لوښيد چا لاس کې يوه روپۍ او دوه روپۍ وي
يو جانان درې نظمونه
که ته خبر سې چې زما سترګو کېاوس غم لړلواوښکو ډنډ جوړ کړىنو ته به هم زما پرحالخپلې بې رحمه اوښکې وڅڅوېيوځل خو وليکه چې تاته هم زه ياده يمهيوځل خو وليکه چې ستاسترګې هم ـ مالټوييوځل خو وليکه چې تاته هم زه ګرانه يمهيوځل خو وليکه چې زه هم ستاپه زړه کې اوسمستا دښايستو سترګو لېمه کې اوسم
شپه به بيا څنګه تېرېږي ــــــــ سيدشاه سقيم
خدايه بيا کډې بارېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي . بيا يو څوک رانه بېلېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي سپېره دښته نه ختمېږي ـ منزل وار په وار ورکېږي مازديګر دى لمر ډوبېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي هلته لېري څوک ژړېږي ـ لا زګروي اورېدل کېږي نيمه شپه ده ډزې کېږي ـ زړه مي ستړى س
يو بل ګام د ابدي ژوندون په لوري ــــــ اغلې هما ظفر احمدزۍ
د ډاګي په لوړه څنډهيوه غټه لوړه ونه غزېدلى ښاخ ولاړه د سپرلي په انتظار کې يې بربنډ وجود نيولىچې به بيا پاڼې تازه کړي بيا به وسپړي ګلونهبخملين يو شين لباس به بيا په تن کړياو د شنه سيوري د لاندېمېله ځاى به وي د نجونونازولي به
د چا په نوم ؟ اغلې ميرا
که پوهېدلاى چې ستا زړه ته زه دومره نږدي يمه نو بيا به ته هم ماخپل زړه ته نږدې کړى واى او ستا په وړاندې به مي دمينې اظهار کړى واى.خو زه خبره نه ومماتاته ورور ـ وايهخبره نه وم چې ته به ماته په زړه کې ځاى راکوې او راته به خپله مينه وايې.اوس درته څه وليکم؟اوس سره ډېر ليري يوته مسافر يې او پردي وطن کې ژوند تيروې
د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم
زه به ورتلم خو تا مي واچاوو دېوال په مخ کې خواره قسمته ! بيا دي سپک کړمه د سيال په مخ کې په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه !
اوتره مينه ـــــــــــ هما ظفر احمدزۍ
ستا اوتره مينه داسې مي په زړه کړي منگول خښه لوړ راغه کې دهوسۍ اوتر نظر چېپه يو ـ رپ کې صحرا چڼ کړي د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري
د ماتې مينې نښه ـــــــــــ اغلې هما ظفر احمدزۍ
څوک مي په زړه ووروې ؟د چا په لاس کى پاڼې پاڼې ګله !د چا په پښو کې دي پرېوتې پاڼې د ماتې مينې نښه يا د جانان بې وفايي نښانهچا يې په قات د کتابو کې ايښىچا هم د چا لپاره په تور وربل ټومبلیدچا د غاړې هار يېد چا د قبر زينتد دوو مينو تر مېنځ د ښو شېبو گواه يېد تنهايي همدم يې د ژوندون هره لحظه ستا له خوشبو نه ډکهنن هم زما په وړاندې