د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې
زه ستا له كور ځنې تاويږم خو ځان نه پوهوې ــــــ امانزوى
د ليمه بلاګ محترم مسؤل او به مخ بوونكيه!ستاسې سم لاسي مشاعره مې وليده او ډيره مې خوښه شوه، خورا په زړه پورې ده، هر چا كوښښ كړى او ښايسته كرښې يې تورې كړي دي، نو زه هم راولاړ شوم او سم له لاسه مې د مشاعرې د لومړي بيت په پله يو بيت ليكل پيل كړل خو كرار كرار يې خوند راكه او پسې اوږد مې كړ چې دادى پوره غزل ترينه جوړ شو. او تاسو ته يې درلېږم .په خورا پښتنه او شاعرانه مينه!امانزى د وره په خوا كې دې اوسيږم خو ځان نه پوهوېتر څنګ وړوكى دې لوييږم خو ځان
ټاکني که د ماشومانو لوبي ـــ جانباز
موږ په هغه ډرامو چي د انتخاباتو د خپلواک کميسون لخوا په راډيو ګانو کي خپرېدلې تير وتي وو او د کميسون د غړو په خوږو او مکارو خبرو غوليدلې وو موږ په دې قانع سوي وو چي ټاکني به شفافي ، مشروع او ازادي تر سره سي د درغلى زياته برخه مو سل سلنه آټکل کړې وه خو ټاکني په سل کي يو هم مشروع نه وې دا زه په وعده وايم د انتخاباتو د خپلواک کميسون څخه هاخوا مو زيات باور پر کار کوونکو وو ، موږ په دې باور وو که څوک د درغلي لپاره هڅه هم
سپین غره ـــــــــ اناهیتا غرڅنۍ
سپین غره ای سپین غره ته څومره لوړ يېڅومره لوی ېې ستا کنګل شوې څوکېڅومره ښکلې تکې سپینېلکه سپيڅلې مقدسې پیغلې٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫اې سپین غره !څومره دنګ ېې څومره لوی څومره غښتلیچې دې دا دنګې تکې سپینې څوکېان د اسمان د زړه تر سره رسياو د اسمان سترګې هم تاته اوړيد باد مهین لاسونه ستا د تن په هر یو نښترپه هرې لمنځې، او وابختې،زړغونځي تیرويورته ځولۍ ځولۍ راګونه او تالونه ښاييچې یوه شيبه درسره
روژه راغله ـــــــــ حلـــــــــــــــم شملزى
روژه راغله را پيدا شولو سوچونه ورځې لويې شوې لنډېږي ماښامونه د غوصې نه به دماغ د چا پړسېږي چې شي پورته و اسمان قيمتونه هره ورځ به وي ګواښونه د جګړو دا د ځينو به شي مات پکې سرونه څوک به صبر خداى ته وکړي په روژه کې ورپه برخه به ثواب شي جنتونه ستا ياران به پکې خوښ وي شلمزيه د شپې لولي او د ورځې کړي خوبونه
يو فدايي ژڼکي ته نصحيت ـــ اغلې بلېنډه بدرۍ
زه دې ځار شمه ژڼکیهستا له هر ګړندي پلهصدقه شمه لوګی شمخو لږ تم شه یو څه وایمآه له سترګو دې قربان شمزه دې هره بلا واخلموا ژڼکيه میړنیهزه منم چې بهادر يېتا کفن تر سر تړليله جهانه بې پروا يېته په دین دومره مین يېچې کیسه کې د ځان نه يېآه ..... دا څومره بختور يېڅو شیبې پس به شهید شېاخ څه لوړه مرتبه دهجنتونو کې به ګرځېپيغمبر (ص) سره به ناست وې
د آزادۍ څـــــــــــــــلـــــــى ـــ انجينر عبدالوکيل متين
سر دي په اسمان لگي، منار د آزادۍ يې ته!پت د افغانانو يې، يادگار د آزادۍ يې ته! ته يې د مشرق ځمکې، د غرونو د زمرو اوازته يې د ځنځير، او زولنو دماتېدو اوازاې د استقلال څليه! تلوار د آزادۍ يې ته! ته يې د غازيانو، د سرو وينو ولولو محصولته مو د نيکونو، خويندو، ورونو د جذبو محصولاې د خپلواکۍ نښې!، اختيار د آزادۍ يې ته! ته د يرغلگرو هر يرغل ته د عبرت مثالته يې د ملالې، د ايوب د لوړ غيرت مثالته يې "اکبري" گوزار، گوزار د آزادۍ يې ته!
د هېواد د ازادۍ نوييمه كاليزه مو مبارك شه ــ لېمه
د لېمې اداره خپلو ټولو درنو هېوادوالو ته د هېواد د خپلواكۍ د نوييمې كاليزې د رارسېدو په وياړ مباركي وايي .
ستړی قسمت ـــــــ اغلې نوريه وهاب شيلګرۍ
سهار ښکلى ښايسته وځت ووګل ګلاب زما په بخت وو چې دیدن له یې ورتلمهښایسته چمنی تخت وو خو په پاڼویې ازغي ووپه منګل یې شکول سخت وو بس چې څنګ ته ورغلمهناګهانه ولویدمه هم مي ګل رپې رپې شوهم په زړکې زخمي شومه
د ګلابونو په ښکلا کې راله شک پيدا دى ـــ سعيد زابلى
چې څه به وکړي دې معما کې راله شک پيدا دى رايه به ورکړو خو پاچا کې راله شک پيدا دى نن دي په نه خبره څه ډول خواږه وکتل جانانه ستا په دې موسکا کې راله شک پيدا دى ملنګه ستا له اوږدې ږيري او تسپو نه قربان زور د غيران وو ستا دوعا کې راله شک پيدا دى واى سل دي ومره يو دي مه مره پخوانى متل دى مړه پرېږده يې دې وينا کې راله شک پيدا دى سعيده ما چې دي ليدلې کليوالې پېغلې د ګلابونو په ښکلا کې راله شک پيدا دى
زما له لکه وينه په رګونو کې بهېږي جانان ــ سيد شاه سقيم
په زړه را اوري يوه ګړۍ مي نه هېرېږي جانان زما له لکه وينه په رګونو کې بهېږي جانان روح به مي والوزي له تنه زاره چاودى به شم خداى مکړه چا که وېل چې نن درنه بېلېږي جانان
سم لاسي مشاعره
دغه مشاعره مو تېره شپه د ګرځنډه ټلېفون د پيغامونو په مټ وکړه . چې پکې له کراچۍ څخه راسره حليم شملزى ، له سيف الله کلا څخه محب الله ښېراز او عزيز احمد عزيز ، له ژوب څخه رحمت زلمي ، له هندوباغ څخه سعيد زابلي ، له سينځاوۍ څخه غلام جيلاني ساج او نقيب الله نصرت ،له لورالايي څخه عبدالغفار وزير ، له کويټې څخه دريا خان حقمل ،او ما (( سقــــــيم )) برخه اخيستې وه . سقيم : لا دي تر سترګو ـ سترګو کېږم خو ځان نه پوهوې
ګوانتانامو ته ليک ــــــ اغلې بلېنډه بدرۍ
ګونتانامو، ته به هم یادې ساتېستا پر تور زړه باندې به پاتې اوسيلکه د کاڼو کرښې زمونږ د ژڼو ارادې ، عقیدېګونتانامو، ته به هم هیرې نه کړېهاغه له نوره ځينې ډکې بشرېها اوږدې څڼې تاړې واړې ځوانۍها کړنګولې انګازې د قرانهالمدې شونډې د الله په نامهها غټې غټې مطمینې سترګېګونتانامو ،زمونږه ژڼي خو به بیرته راشيستا ها شکنجې ، او عذابونه به له ټولو هیر شيخو ته به هیرې نه کړېتل به دې غوږ کڼوي
رنځور ګـــــــــــلاب ــــــــ خدايد داد مقروال
زه دي وينم ګران هيواده سورګلابه ! ډېر لوېدلى يې دژوند له اب وتابهيوچنجى دى پنجابى دى چې په سترګونه ښكارېږينه په ورځ اونه په شپه كې معلوميژي خپروي په نيمه شپه كې وزرونهپاكستان دى چې په برخې توپانو كې دي مزلونهستا بستر دى داظالم چنجى ليدلى تر غونچې پورې څوځلې درغلىستا په سرو نازكو پاڼو باندې پرېوزيستا دزړه ستا دسينې په اوبوكښېوزي له ښكلا سره دي كړي نامرده مينهوچوي دي دسينې رنګينه وينه
د نبيلې غــــــزل د نظم پر ليکه ځواب ـ ورېښمينه سعادت
ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي د مرګي په خوب ويده يې او که ړوند يې د پښتون د ننګ شمله په ټيټېدو ده ته خبر ورباندې نه يې او که ړوند يې د ښکېلاک پر وړاندې ستره مبارزه !يوې بلې قربانۍ ته ضرورت دی د خوب وخت نه دی يرغل په وطن شوی بغاوت او سرکشۍ ته ضرورت دی د پرنګ او د اورنګ لښکرې يو شوې ستر عظمت د ګندهارا غواړي چې لوټ کړي په بخدي د تيموريانو واکمني شوه او تاريخ د اوستا غواړي چې لوټ کړي د باتورو پښتنو شاه ځلمو
ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي ــ نبيله غزل
ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي د مرګي په خوب ويده يې او که ړوند يې د پښتون د ننګ شمله په ټيټېدو ده ته خبر ورباندې نه يې او که ړوند يې د ښکېلاک پر وړاندې ستره مبارزه !يوې بلې قربانۍ ته ضرورت دی د خوب وخت نه دی يرغل په وطن شوی بغاوت او سرکشۍ ته ضرورت دی د پرنګ او د اورنګ لښکرې يو شوې ستر عظمت د ګندهارا غواړي چې لوټ کړي په بخدي د تيموريانو واکمني شوه او تاريخ د اوستا غواړي چې لوټ کړي د باتورو پښتنو شاه ځلمو
د عاشق د جدايي احوال ـ شهيد عبدالمجيل شيلګرى
تنهاپروت يم په بسترکوم خوبونه نوردسترګومي طواف کړي په ملکونه که تمام جهان يوبل خواسره واوړي زه دخپل وصال په فکر يم محذونه سر مي ايښى دژړا په بالښته دی تنها وړمه اورد عشق په اند امونه سرتورسريمه ولاړ په سره افتاب کې مسافر يمه او قات سخت مي جوند ونه هيڅ مي تمع نه ورکېږي ستا له مخ نه که لاوکړې تردې زيات
زه خو دي شعر نه لولم ــــ بلېنډه بدرۍ
زه خو دي شعر نه لولمماته يې مه رالیږهځکه چې ستا شعرونه((رقیبه ورک شه یاره راشه کنه ))له دې اپلتو ډک ديزه خو دي شعر نه لولمماته يې مه رالېږهځکه چې ته شعرو کېد خپل ګاونډ د خپل ټبر او مالتد تورسریو قدمونه شمارېپه غبرګو ړوند شې مسلمانې پښتنې یادوېپرتا افسوس چې څومره سپکې دا درنې یادوېزه خو د ي شعر نه لولمماته يې مه رالېږهځکه چې ستا په هر یو بیت کې تصویردا ستا د مړه احساس ښه روڼ ځلېږيچې ته پرداسې ح
دا ته څومره زړور يې ـــــ اغلې بلېنډه بدرۍ
دا ته څومره زړور يې وا دا څومره لوی یاغي يېچې د څو روپو دپارهد خپل خدای (ج) سره په جنګ يېد رسول (ص) مخالفت کړېله قرآنه يې اوښتیای په غبرګو سترګو ړوند شېته نه ګورې عزتونهد ملالو لوټل کېږيستا پر وړاندې له سپین ګیروټول کالي يې ایستل کېږيتي خواره د خپلو میندو سره غبرګ په اور کې سوزيته اوس هم ټوپک پر غاړهد کاپیرو ساتندوی يېکله مخکې کله