د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې


راشئ چې جانان ونازوو .

  د ليمې درنې مينه والو ! د ليمې اداره غواړي چې د ( راشئ چې جانان ونازوو )) تر سرليک لاندې په يوه ټول پوښتنه کې جانان ته تر ټولو ښايسته نوم پيدا کړي . تاسو داسې فکر وکړئ چې : هغه کس چې تاسو ته تر ټـــــــــــــــــــــــولــو زيات زړه ته درتېرې . هغه خپل خيال ته راولئ ، سترګو ته يې ودروئ ، او بيا ورته په داس

06.07.2009 سيد شاه سقيم

د سولې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته

په  ټول هېواد او ټولو پښتنو سيمو کې د سولې د لمنې د غوړېدو په موخه  له سويلي پښتونخوا څخه خپرېدونکي خپلواکه ، ناپېيلې ، فرهنګي ، ادبي او سياسي دوې مياشتنې مجله سوله د افغان خبريال محب الله ښېراز په مسؤل مديريت  وړمه ورځ له چاپه راووته او دا مهال په مارکېټ ننوتې ده .   سولې په خپله لمن کې په ګڼ شمېر ټولينيزو، فرهنګي او

29.06.2009 سيد شاه سقيم

لنډۍ په وار راسره وايه

د ليـــــــــــــــــــمـــــــــــــې درنو مينه والو تاسو ته ښه پته ده چې لنډۍ د پښتني ادب يوه له هغو برخو څخه دي چې د پښتو ادب د ملا د تير رول لوبوي . په دې موخه چې تر خپله وسه مو دغه شيندلى ادب را ټول کړى وي . د ليمې ادارې تابيا کړې ده چې په لنډيو کې د انځوريزو لنډيو د راغونډلو يو لړۍ پيل کړي . که تاسو د ليمې په لمن کې لاندې لنډۍ ولولئ خپله پوهېږئ چې انځوريزې  لنډۍ يا ټپې کومو لنډيو ته ويل کېږي . تاسو خپلې هغه لنډۍ چې په ياد مو دي او غواړۍ د ليمې پلو ته يې واچوئ ياخويې

29.06.2009 سيد شاه سقيم

اشرف غني د مناظرې چلنج ورکړ، کرزي ومانه

کابل، افغانستان (۳ سرطان، ۱۳۸۸)- د ولسمشرۍ لپاره کانديد اشرف غني احمدزي په تیرو اونیو کې په بیلابیلو مناسبتونو کې ښاغلي حامد کرزي ته د مناظرې چلنج ورکړ. د ښاغلي کرزي د کمپاین دفتر نن څرګنده کړه، چې ده د اشرف غني دغه چلنج ومنلو. "افغانانو کرزي صاحب ته ۵ کاله چانس ورکړ، چې ځان د يو واقعي رهبر په توګه ثابت کړي. خو هغه د اصلاحاتو او ریفورم د عملي کولو پر ځای اداري فساد او اختلاس زیات کړ او دولتي امکانات يې د خپلو سياسي متحدينو په اختیار کې ورکړل. په نتیجه کې افغانان نن لږترین اقتصادي امکانا

24.06.2009 سيد شاه سقيم

ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــولـــــــــــه ( محب الله ښېراز )

زما د ژوند يوه ګلورينه څانګه چې ورته نوم مي د ځوانۍ ورکړى هغه هم نن په اسوېلو بدله هغه هم لاړه په سلګو بدله هغې هم خپل وجود له لاسه ورکړ هغې د ژوند د پرمختګ په هيله د امن ، سولې راوستو په هيله د ژوند د جوړې جوړېدو په خاطر چې په کې هر پمن شتمن غوندې شي چې په کې هر وطن ګلشن غوندې شي

23.06.2009 سيد شاه سقيم

دميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيراعلاميه

په ډيره حيراني سره مو په بينوا ویبپاڼه کې د ميرويس جلالزي له خوا دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په نوښت د جوړې شوې رڼا مشاعرې  په اړه په لیکل شوي خبر کې ولوستل چې ګویا دا بهیر د فرانسې ددولت په مالي مرسته منځ ته راغلی. میرمن بهیر تیر کال د غبرګولي په میاشت کې د یو شمیر با احساسه افغان میرمنو په نوښت او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو جوړ شو . میرمن بهیر د ځینو پروګرامونو لګښتونه د غړو له ونډو او یو شمیر افغان فرهنګپالو له مالي مرستو څخه برابروي ، له وخت څخه په ګټه اخیستنې له هغو وط

23.06.2009 سيد شاه سقيم

د کانديدانو سرې سترګې (محمد نعمان دوست )

کله چې د غويي په ٢٦مه ، د ولسمشر ۍ د کانديدانو  لومړنى نوملړ خپور شو، نو  د ځينو د نو مونو په ليدلو خلک هيښ شول . د يو شمېر کانديدانو او د هغوى د مرستيالانو په ليدلو  تېرې دورې تر  سترګو شوې او ستونې  وچ شول . خلک حيران وو او خپل ر اتلونکي برخليک يې د داسې کسانو په لاس کې  ليده چې  تر اوسه د هغوى له خوا خوړلي ټپونه يې  ناسور دي . خو يو تمه هم وه  او هغه داچې  د نوملړ له خپرېدو سره

21.06.2009 سيد شاه سقيم

زه تر رقيبه له جانانــــــــــــــــــــه سره ډېر ستړى يم

د زړه په تخت له ناست سلطانه سره ډېر ستړى يم د سپينې خولې له تور ارمانه سره ډېره ستړى يم

18.06.2009 سيد شاه سقيم

غزل ـ سقيم

چې شفق ووينمه نوم د جانان  خولې ته راشي .د زړه زندان کې مي تړلى ارمان خولې ته راشي . زرګره! دواړه لاس دي مات شه دا غم تا جوړ کړى چې پر باړخو يې ښکلووم نو پېزوان خولې ته راشي . بيا يې تر خياله را پرېږدم بيا يې بخښمه چې يې . سينه سينې ته ننواتې شونډان خولې ته راشي . هغه ګړۍ مي بيا د ورور  تر سينه پورې ووزي چې پردى غشى مي د پور د کمان خولې ته راشي . هغه سپېڅلى پ

15.06.2009 سيد شاه سقيم

غزل ـ سعيد احمد کاکړ

چې زما او ستا ترمنځه شو بيلتونياره خوند نه راکوي راله ژوندون چې را ياده راته ستا ناز او ادا شيبيا مې اور دننه بل شي په لړمون ستا څيره چې مې تر سترګو سترګو کېږيياره حال مې شو په شانته دمجنون کله کله داسې شمه ستا په عشق کېچې مې ختم شي دسوي زړه سکون

02.05.2009 سيد شاه سقيم

قومندان شورا ته ځي

ووې قـــــومنــــــــدان: مجـــاهــديـــنو مــــاتــــه وګــــورﺉ!روی د پــــاک رســــــول، د مـــــدينــــــې مــولا ته وګورﺉکـــفـــر وطـــــن لانــــدې کــــړ، لـــږ دې بــــلا تـــــه وګــورﺉبـــاب ولســـمشـــري شـــوه، دې ســاري وبــا ته وګورﺉماته رايـه راکــړﺉ کــه لـــه کفـــره خـــلاصــــېده غـــواړﺉنــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟  ســم سوتـــره ځــــان پوه کړﺉ د غازيانو زه کانديد يمهبـــر د

28.04.2009 سيد شاه سقيم

ګيلمن

زه د حالاتو نه په تنګ راغلمدخپل تدبیر سره په جنګ راغلم ماوېل چې ښکل به کړم روښانه لارهپه سرنوشت کې د پتنګ راغلم زه د خپل ملک د پادشاهۍ په هیلهخو په حساب کې د ملنګ راغلم ما سره ښکلي ارمانونه زړه کېخو نامراده ترې په څنګ راغلم

22.04.2009 سيد شاه سقيم

دا د عدل کوم انداز دى ؟؟؟؟؟؟

 هغه وخت د غنمو کحطي وه ، ډېرو  خلکو درې وخته ډوډۍ دوه او يا يوه وخت ته راټيټه کړې وه . که څه هم له هغه مهاله  دادى يوه نيمه لسيزه تېره شوې خو د محمداجان ماما خبره مې اوس هم په غوږو کې انګازې کوي .  محمداجان د کلي سپين ږيري  بزګر و ، له همدې کبله  ټولو ورته ماما وايه .  د محمداجان دوه غبرګوني لمسيان وو . د لغمان اوړى ډېر تود وي ، کليوال ډېرى  د بيکارۍ په وخت کې ونو لاندې راټول وي .  ځينې و

16.04.2009 سيد شاه سقيم

د ډاكټر كبير ستوري وېب پاڼه بيا پر ليكه شوه .

له څه ځنډ وروسته يو ځل بيا د خوست وېب پاڼې د چلوونكي ښاغلي رحيم خان خوستي په زيار د ارواښاد ډاكټر كبير ستوري ټولنيزه ،  ادبي ، هنري ، او معلوماتي وېب پاڼه پر ليكه شوه . تر دې وړاندې ياده شوې وېب پاڼه د ښاغلي خوستي په زيار په دوه زره اووم زېږديز كال چمتو شوې وه

14.04.2009 سيد شاه سقيم

تكه سپينه خوله غواړي

څه چې ستا زړه نه غواړي هغه زما زړه  غواړي نه غوړاي كه وو غواړي تكه سپينه خوله غواړي درسته ورځ يې ياد نه يم ژوند رانه په څه غواړي ؟

14.04.2009 سيد شاه سقيم

غزل ــ سعيد احمد كاكړ

مينه کښې دردونه ما ليدلي دي زړه کښې دې زخمونه ماليدلي دي مينه نوره هغه مينه نه شوله دې کښې رواجونه ما ليدلي دي مه ګوره حالت ته مي ناصحه ته لاس کښې دې جامونه ما ليدلي دي خپلې ميخانې ته ساقي خيال کوه دلته کښې مات زړونه ما ليدلي دي څنګه به دې خپل کړمه جانانه زه هر خواته دامونه ما ليدلي دي زه کاکړ به نه درځم ستا کلي ته هلته ډير غمونه ما ليدلي دي

09.04.2009 سيد شاه سقيم

يو كارټون ـ يوه خبره او سل عبرته !!!

له ډيلي ټايمز څخه په مننه

27.03.2009 سيد شاه سقيم

نارنج ګل ته ـ اټک يوسفزی

اسمان په ځمکه راګوزار شوباز دکارغه د مينې ښکار شوژوند مې ثواب ثواب نه ځار شوزړه مې د خدای په نوم ازار شوپېښ عجيبه غوندې نن کار شود ورور لستوڼي کې ورور مار شوناوې ترې ښکته خلکو وېوړهمجنون له تشې ډولۍ ځار شومجرم تر ارګه استقبال شواتل مجرم غوندې په دار شوساقي په ټولو کې سردار شوواعيظ په سپينه ورځ سنګسار شوباغ د بيزو اود سنډا شوكډه په سر ترېنه مليار شوګل د رقيب د غاړې هار  شوداټک برخه په کې خا

27.03.2009 سيد شاه سقيم

د نوي کال تحفه جانان ته وړمه

ټولو درنو هېواد والو ته نوی کال نېکمرغه وي 

22.03.2009 سيد شاه سقيم

مونږه ـ عايشه رڼا مومند

مونږه خوړلي دي څپېړې په مخمونږه د ډېرو ناکردو بچي يووزموږ د کلي څراغونه مړه ديمونږه د تورو تورو شپو بچي يووزموږ له شونډو نه خندا ورکه دهمونږه د اوښکو د لېمو بچي يووتالاوالا شول زموږ سره ګلونهمونږه د ژېړو خزانو بچي يووزموږ هويت د ورکېدلو نه دیمونږ دمومندو درانو بچي يووزموږ کاروان په بېرته تللو نه دیموږ د شملې موږ د پښتو بچي يوو

19.03.2009 سيد شاه سقيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more